د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خوست پېژندنې لارښود / ۹ څـپرکی

b_150_100_16777215_00_images_khost12.jpg

 

 

شپږم ــ د جهاد په کلونو کې د خوست ارزښت: خوست د افغانستان د سیاسي ډګر یوه مهمه دروازه پاتې شوي، د خوست د سیاسي رول، ارزښت او سیاسي بدلونونو په راوستو کې په ونډه اخیستو خبرې کول او څه لیکل په دومره کمو کرښو کې نشو خلاصه کولای. دا چې خوست هر وخت سیاسي او سترتیژیک ارزښت درلودلای نو د جهاد په کلونو کېد خوست ارزښت او اهمیت د مجاهدینو او د افغانستان د خلق ډیموکراټیک جمهوریت لپاره غواړو چې په لنډه توګه یې تاسو ته وړاندې کړو.
((سرې لښکرې په افغانستان کې)) نومي کتاب چې جنرال ګروموف لیکلی او داوود جنبش ژباړلی، ددې کتاب په ۴۲۶ــ۴۳۷ مخونو کې د لویې لار ترعنوان لاندې ډېر څه لیکل شوي او د حقیقتونو د روښانولو او ددې ولایت د سترتیژیک ارزښت په موخه مونږ د کتاب لیکلی متن کټ مټ رانقلوو: [[ د ۱۹۸۷ م په دوبي او مني کې د پکتیا ولایت او په تیره بیا د خوست د لویې ولسوالۍ حالاتو افغان مشران او شوروي قوماندانان ډېر اندېښمن کړل، دا له دې امله چې د اپوزسیون وسله والو ډلو تقریبا د خوست د ښار کلابندي بشپړړ ماتیدو ته نږدې کړي وه. په خوست کې د خواړو سخت کمی وو او خلک لخ لوږې سره مخامخ شول. خواړه هلته عمدتا د هوا له لارې رسول کیدل، خو د ۱۹۸۷م کال مني کې د هوا له لارې د هغې رسول هم خورا ګران شول. ترانسپورټي الوتکې زیاتره د شپې له خوا د خوست لور ته تللې. له خوست نه د شوروي لښکرو تر وتلو وروسته ددغه ښار او په مجموع کې د ټول خوست د سقوط رښتینی خطر منځته راغی. حالات له دې امله هم خړپړ برېښیدل چې خوست له دوه ګوني تجرید سره مخامخ وو. د ښار چاپیره د لومړۍ کړۍ د انقلاب ضد بانډونه را تاو کړي وه او دوهمه کړۍ د (( سټې کنډو)) په غرنیو سلسلو کې تېره شوي وه، چې لوړوالی یې درې زرو ته رسیده.
د کابل حکومت لپاره د خوست سقوط د دښمن ستر بری وو، له همدې امله مجاهدینو د غوڅ ګوزار لپاره چمتو والی نیولی وو، د ۱۹۸۷م کال په مني کې دښمنانو د شوروي پوځونو له غیابت نه په ګټه اخیستنه د ((ژور)) یا ((ژوره)) په سیمه کې خپله ستره اکمالاتي زیرمه له سره جوړه کړه، چې شوروي پوځونو ان د ۱۹۸۶کال په پسرلي کې دړې وړې کړي وه.
د خوست نیول د انقلاب ضد لپاره له دې امله هم ارزښتمن کار وو چې په اصطلاح ((د افغانستان حکومت)) باید په همدې ښار کې خپل فعالیت پیل کړی وای.
افغاني اپوزسیون، پاکستاني واکمنو اسلامي رژیمونو، د انقلاب ضد ګوندونو د یو کولو او د هغوی د سیاسي فعالیت لپاره د مناسبو شرائطو د منځته راوړلو په کار کې د یوه علی البدل افغاني حکومت د راجوړولو نظریې ته چې د پخوا وړاندې شوي وه، خورا ډېر ارزښت ورکاوه. د هغوی محاسبه دا وه چې ددغسې یوه حکومت په منځته راتګ سره کیدای شي له انقلابي ضد ځواکونه سره پراخې کیدونکې پوځي مرستې قانوني بڼه ومومي. د (( افغاني کشالې)) د لا پیچلتیا لپاره نوي ګامونه پورته شي، د ملګرو ملتونو په ګډون دبیلابیلو نړیوالو موسسو ته د اپوزسیون د استازو د ګډون لاره خلاصه شي او د افغانستان د چارچاپیره حالاتو د عادي کولو په هکله د ژنیو خبرې اترې له خنډونو سره مخامخ شي.
ددغسې یوه حکومت د جوړولو مفکوره ان د ۱۹۸۰ م څخه منځته راغلي وه، خو ډېره موده افغاني اپوزسیون د سیاسي لارښوونې د یو واحد ارګان منځته راوړلو ته چمتو نه وو، له عملي پلوه ان په ۱۹۸۷ م کې هم ستونزمنه برېښیده، خو د اووه ګوني اتحاد د ملاتړ کوونکو تر فشار لاندې، له خپلو کورنیو اختلافونو سره سره د (( افغانستان حکومت)) جوړولو ته غاړه کېښوده. ددغسې یوه اقدام هدف ترټولو لومړۍ داوو چې د هغوی سیاسي وزن زیات کړي او له لویدیځ او اسلامي نړۍ نه ، له هغوی سره دمالي مرستو بهیر همداسې جاري وساتي.
د پاکستان په خاوره کې د (( جلا وطن حکومت)) درلودل یوه خبره او خوست کې د هغه مستقرول بیخي بله خبره وه. په دغسې یوه حالت کې کیدای شوای چې کورنۍ جګړه د ازادۍ بښونکي جنګ بڼه غوره کړي. د افغاني مشرانو له بیا بیا او جدي غوښتنو وروسته د محدودو پوځي ټولګیو قوماناني د شوروي او افغاني عسکرو د ګډو عملیاتو نقشه جوړه کړه او د هغو اصلي مقصد د ښار کلابندۍ ماتول او د خوست ښاریانو په لومړي ګام کې د خوراکي توکو او دغه راز د نورو ضروري شیانو لکه تیلو، درملو... رسول وو.
مونږ مخکې له مخکې د خوست په شاوخوا کې رامنځته شوی حالت ښه وڅیړه، هغې سیمې ته مو د شوروي اتحاد د دفاع وزارت د اوپراتیفي ډلې او د څلویښتم لښکر افسران واستول. ددې سیمې د مخالفې وسله والې ډلې اصلي برخه د ځدراڼو د قبیلې له پوځي ډوله ځواکونو څخه جوړه وه او دا ډېر مغرور قام دی او د خپل تاریخ په ټوله دوره کې یې هېڅ حکومت ته غاړه نده ایښي او څنګه یې چې زړه غوښتي هغسې یې عمل کړی. د مجاهدینو د ډلې عمومي مشري یې د جلال الدین حقاني په غاړه وه او په خپله هم ددې قام وو.
پریکړه وشوه چې عملیات به په نوامبر کې کیږي، د څلویښتم لښکر قومانداني جګړه ییزو عملیاتو ته د تیاري ترڅنګ بیا بیا هڅه کوله چې د خوست کلابندي په سوله ییزه طریقه ماته شي، خو خبره دې ځای ته ورسیده چې ان زه د لښکر د قوماندان او د راتلونکو عملیاتو د لارښوونکي په توګه اړشوم چې په دې هکله په روانو خبرو کې ګډون وکړم. سره له دې چې زه د هماغې غاښي سرته چې د ځدراڼو د واکمنۍ سیمه د افغانستان له نورې خاورې نه بیلوي وختلم ، خو له جلال الدین سره مې مخامخ کتنه شوني نه شوه او هغه له شورویانو سره له مخامخ کتنو نه ډډه کوله.
له هغه سره زمونږ مراوده یوازې د څو لیکونو په ذریعه وشوه، خو بیا هم مونږ د لانجې د سوله ییز حل لپاره له هڅو نه لاس نه اخیست. ما د عملیاتو لپاره د چمتو والي په ترڅ کې دې ټکي ته ډېر ارزښت ورکاوه چې د څلویښتم لښکر د سر زیان تر وسه وسه کم وي، ډېر وخت په دې تیر شو چې قوماندانان د راتلونکي جګړې له سیمو سره ځان بلد کړي. مونږ د شوروي او افغاني پوځونو د توپچي او هوايي ځواکونو د ګډو هڅو په ټاکلو سیمو کې د نظر وړ ځواکونو د ځای پر ځای کولو وخت په ګوته کړای شو.
د څلویښتم لښکر له لوري په دغو عملیاتو کې د ۱۰۸ او ۲۰۰ نمبر موټریزه فرقو د ۱۰۳ نمبر هوايي کوماندویي فرقې او د یرغلیز دیسانت د ۵۶ نمبر مستقلې لوا، د ۳۴۵نمبر مستقل کوماندويي پاره شوټي غنډ او د یو شمیر قطعو جذوتامونو ګډون کړی وو. د افغانستاند وسله وال پوځ له لوري د اتمې ، یوولسمې، څوارلسمې اوپنځهویشتمې پلي فرقې، د ټانګ د پنځلسمې لوا او د یو شمیر ضربتي قطعو ځواکونو برخه اخیستي وه. سر بیره پردې په دغو عملیاتو کې د څارندوی او دولتي امنیت د ارګانونو څه د پاسه لسو کنډکونو هم ګډون درلود. مونږ دعملیاتو لپاره تیاری ان په وروستي پړاو کې هم لا تمه درلوده چې له جلال الدین او ددغه قام مشرانو سره د خبرو له لارې په دغه لاره کې د خوست د کلابند ښار پر لور په سوله ییزو بارونو ډک موټرې قطار د بې خنډه تګ امکان وموندلی شي.
داسې غوټه شوي وه چې که چیرې د ځدراڼو له قبیلې سره خبرې اترې بې نتیجې پای ته ورسیږي نو بیا به زمونږ هوايي ځواکونه هغه کارواني لارې سختې بمباري کوي چې پرې دغې سیمې ته وسله او مهمات رسول کیږي. خو په دې وسیله د جګړې د ډګر رابطه له خپلو زیرمو سره پرې شي. پّ نظر کې وه چې د درې زرو مترو لوړ پراته د سټو کنډو په نیولو سره به د خپلو ځواکونو د ازاد پرمختګ لاره جوړه او د ګردیزــ خوست لویه لار به پرانیزو، د خوست په ګارنیزیون کې د خوړو سون توکو او درملو د لازمو زیرمو له برابرولو را وروسته په پام کې وه چې د لارې په اوږدو کې پراته مخافظ قطعات به بیر ته د ګردیز ښار ته رسیږي)).
په هر صورت خوست د جهاد په کلونو کې نه یوازې د نظام لپاره بلکې د افغان مجاهدینو لپاره هم یو مهم سنګر وو، مجاهدینو کوښښ کاوه چې د خوست کلابندي وځنډوي او ددې لارې دولت تر فشار لاندې راولي، چې همداسې وشول، کله چې خوست د مجاهدینو په لاس ونیول شو، نو ددې پیښې سره مرکزي نظام هم ټکان وخوړ او بالاخره نظام په وروستیو کې د مجاهدینو لاس ته ولوید.
اووم ــ د تروریزم په نوم د تپل شوې جګړې اغېزې: جګړې په سیمه کې نه یوازې مادي او معنوي غمیزه رامنځته کړه بلکې ستره بشري غمیزه یې هم رامنځته کړه. د ډیورنډ د فرضي کرښې په دواړو غاړو کې پښتون قوم ته د روانې جګړې میراث له مرګ ژوبلې، ناپوهۍ، فکري ځپنې، بې سوادۍ، کډوالۍ، اقتصادي جبر.... پرته بل څه په لاس ورنکړل. جګړې د پولې د دواړو غاړو پر مېشتو قومونو منفي سیوری غوړولی. د پښتنو سیمې په شعوري ډول د جګړې مرکز ګرځیدلی، جګړه په سیمه کې په خلکو باندې د د طالب او ترهګر په نوم تپل شوي او په راتلونکي کې ممکن د داعش او یا د کوم بل نوم ترچتر لاندې دوام وکړي. د جګړې قربانیان پښتانه دي او ګټه یې نورو ته ور رسیږي.
د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په خوست کې ډېر ټینګ امنیت وو، ما چې له ګڼو خلکو څخه پوښټنې وکړې، نو ټولو د هماغې امنیت ارمان کاوه، علت څه وو، علت داوو چې د ولس سر، مال او ناموس په ټوله مانا سره خوندي وو، خو کله چې امریکا او نړیوال ځواکونه افغانستان ته راغلل، په خوست کې ستر نظامي او استخباراتي مرکزونه فعال کړل، د خوست زوړ هوايي ډګر او صحرا باغ د دوی سترې اډې وې، او ددې ترڅنګ د خوست په یو شمیر ولسوالیو کې یې هم کوچني کمپونه جوړکړل، خو د واک د انتقال وروسته یې نوره ټولې اډې خوشي کړي او د خوست هوايي ډګر ترننه د سي آی اې د فعالیتونو ستر مرکز دی. د امریکایانو په راتګ سره په د ډیورنډ د پولې په دواړو غاړو کې امنیت ورځ تربلې بسې خراب شو، په تیرو دیارلسو کلونو کې چاودنې، وژنې، ځانمرګې بریدونه، د سرک غاړې ماینونه، د بهرنیو ځواکونو خپلسري عملیات او په کورونو چاپې اچول، بمبارۍ، ترور.... تر انتها ورسیدل، ډېر خلک بهرنیو ځواکونو لخوا مړه شول، ژوبل شول، بندیان شول، کډوال او بې ځایه شول او دا ډول ورته پېښې د طالبانو لخوا هم ترسره شوې، خلک د جاسوس، د دولت د کارمند، ګوډاګي، پولیس، کمپاین واله، ملي اردو..... په نومونو د طالبانو لخوا ووژل شول او په وحشیانه ډول ترې سرونه پرې شول. ډېر شمیر خلک په خوست کې د سرحدي ولسوالیو څخه مرکز او نورو امن ځایونو ته راکډه شول، هغه خلک چې په سیمه کې پاتې شول په شعوري او غیر شعوري ډول د دولت پرضد واوښتل، له یوې خوا ړندو بمباریو او د ناسمو مالوماتو په وجهه د خلکو ځورول او له بلې خوا د طالبانو د ویرې او د دولت له کنترول څخه د سیمې وتلو خلک په دوو کې ایسار کړل، زه چې په سیمه کې تر ډېره اوسیدلی یم او د حالاتو شاهد پاتې شوی یم، هم مې د مختلفو ولسوالیو د حالاتو په اړه څیړنې کړي، د خلکو سره مې مخامخ لیدنې کړي، مالومات مو راټول کړي او د سیمې مطبوعات مې تعقیب کړي، په لنډ ډول ویلی شم چې جګړې نه یوازې بشري غمیزه رامنځته کړه بلکې ولسونه یې په فکري لحاظ هم سخت وځپل، خو باید ووایم چې د جګړې تاثیرات په ټولو ولسوالیو کې یو ډول ندي، په ځینې ولسوالیو کې د دولت په پلوۍ زیات شمیر خلک مخامخ د جګړې په سنګر کې وژل شوي او ژوبل شوي، په بله سیمه کې د بهرنیو او افغان ځواکونو له لوري زیاته مرګ ژوبله خلکو ته ور اوښتي، خو یو شمیر بیا د طالبانو سره په یو سنګر ې د دولت او بهرنیو ځواکونو پرضد جنګیدلي. په هر صورت شرائط په هر وخت کې یو ډول ندي پاتې شوي، امنیت کله ډېر ښّ، کله نسبي ښه او کله ډېر خراب شوی. په اوس وخت کې د دولت د ځواک او نفوذ ساحه ډیره پراحه شوي او خوست د پر امنه ولایتونو له ډلې څخه دی، د خلکو د مرګ ژوبلې کچه هم راکمه شوي.
که راشو دې ته چې د جګړې اغېزې او لاملونه د پولې ها خوا څه دي؟
شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او کورمه هغه درې قبائلي سیمې دي چې د خوست، پکتیا او پکتیکا سره ګدې پولې لري، خلک یې پښتانه دي، ددې غاړې له قومونه سره د وینې او ژبې تړاو لري. وزیر، مسید، داوړ، بنګښ، منګل، توري، مقبل او نور قومونه په دغو قبائلي سیمو کې اوسیږي. د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه او د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه دی، دغه سیمې پخوا د اقتصاد، پوهې او روغتیا ستر مرکزونه وو، د جهاد په کلونو کې ډېر شمیر پښتانه وروڼه د ډیورنډ د فرضي کرښې له دغې غاړې څخه د امن په موخه ور وکوچیدل او هلته یې د خپلو وروڼو سره ډېر کلونه ګډه استوګنه وکړه، او یو له بل سره یې تر وروستیو بدبختیو پورې سره ښه روابط ساتلي، خو په تیرو دیارلسو کلونو کې بیا دغه سیمه په شعوري ډول د افغانستان پرضد یوه خطرناکه سیمه وګرځول شوه، ډېر خطرناک ګروپونه پدې سیمه واکمن کړل شول، د خلکو فکرونه هم ددغو ګروپونو له لوري سخت ګډوډ کړل شول او د دغو ولسونو ذهنیتونه د ددې غاړې پښتنو وروڼو پرضد په بله واړول شول، هغه کسان چې ددغې غاړې پښتنو وروڼو سره به یې خواخوږي درلوده او حقایق به ورته معلوم وو هغه وخت نا وخت په یو او بل نوم د منځه وړل شوي او د مرګ کومې ته یې لیږلي.
په شعوري ډول په خطرناکه سیمه د وزیرستان د ګرځولو لړۍ له کومه راپیل شوي او ولې راپیل شوي؟
د جهاد په کلونو کې دغې سیمې ته جنګي ارزښت ورکړل شو، دلته د افغان دولت پرضد ډېر شمیر افغان مجاهدین مېشت شول، او د ډیورنډ د کرښې دې خوا به را اوښتلو په خوست، پکتیا، پکتیکا او نورو ولایتونو کې به یې جګړې کولې، جنګي وسائل به یې ددغې لارې افغان مجاهدینو ته انتقالیدل. د پاکستان ای ایس ای استخباراتي شبکې په دغه سیمه کې ډېر شمیر دیني مدارس جوړ کړل، خو په حقیقت کې دغه مدارس ستر نظامي او ترهګریز روزنځایونه وو، اسامه بن لادن هم په دې سیمه کې د جهاد په کلونو کې فعال وو، د خلکو سره به یې مرستې کولې او د پاکستان د ای ایس ای تر قوماندو لاندې به یې لښکرې تیارولې او په افغان جهاد کې به یې ونډه اخیسته.
څرنګه چې وزیرستان د ازادو پښتنو یو کلک سنګر دی او د تاریخ په اوږدو کې ددغه ځای خلکو د انګریز ښکیلاکګرو ځواکونو پرضد او د افغان دولت په ملاتړ په مختلفو غزاګانو کې برخه اخیستي، د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د جرمني څارګرانو او د ترکیې د اسلامي خلافت لپاره د پام وړ سیمه پاتې شوي، نو ددې سیمې ارزښت او د ددې سیمې د خلکو ننګ، شهامت او خپواک دریځ ترننه په پرځای پاتې دی. ایپي فقیر هم د انګلیس پرضد ددې سیمې څخه په مبارزه او سپیڅلي جهاد پیل وکړ. د دویمې نړیوالې جګړې وروسته ددې سیمې څخه د پښتونستان د خپلواکۍ جنډه رپانده شوي، د بنو لویه جرګه او د پښتونستان د خپلواک جمهوریت اعلان هم ددې سیمې د زړورو او پر ازادۍ مئنو ولسونو د سرښندنو پایله وه، خو دا چې د پښتونستان خماسه په وروستیو کې او بیا ترننه څنګه غلي شوه، یو بیل بحث دی.
د پورته څرګندونو په پام کې نیولو سره د پاکستان استخباراتو دغه ځای یوه خطرناکه سیمه وګرځوله، له یوې خوا پنجابیانو غوښتل چې دغه سیمه تر خپل نفوذ لاندې راولي، او ددې سیمې د غیورو خلکو ملاتړ ورماته کړي او له بلې خوا وکړای شي چې په راتلونکي کې افغانستان تر تهدید لاندې راولي او خپلې منخوسې غوښتنې پر افغان حکومت ور وتپي.

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1150

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1162

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1292

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1784

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5988

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…