د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خوست پېژندنې لارښود ۷ څـپرکی

b_150_100_16777215_00_images_khost_1.jpg

 

 

دریم ــ د افغان ــ انګلیس دویمه جګړه او کورمې محاذ: د امیر شیر علي خان د دویمې پلا واکمنۍ پرمهال، زمونږ تاریخي قرآن وهلي او عقده نیولي دښمن ( انګلیس) یو ځل بیا په افغانستان باندې خپل پوځونه راخوشي کړل، ترڅو دا ځل افغانان د تل لپاره غلامان کړي او د ژوندي ملت په توګه یې د خپلواکۍ روح د تل لپاره ووژني، خو میړنیو افغانانو ورته وښوده چې افغان ملت یو ژوندی او نه غلام کیدونکی ملت دی. دا وار هم جګړه په درې محاذونو( کندهار، خیبر او کورمه) کې پیل شوه، د کندهار او خیبر محاذونه دا وار هم د ماتي سره مخامخ شول. امیر شیر علي خان د یوه لوی او منظم قوت سره سره زړه وبایله او پښې یې وښوييدې، د روسانو څخه د مرستې په هیله د هیواد شمال ته روان شو، چې دا ارمان یې ګور ته ورسره یووړ. جګړه د دواړو لورو روانه وه، او د امیر شیر علي خان تر مړینې وروسته محمد یعقوب خان د قدرت واګي په لاس کې واخیسته، خو یعقوب خان پر واک مئن او د انګریز ا اوامرو مننونکی وو، ولسي لښکرو په هر ځای کې د دښمن په مقابل کې جګړه کوله. په جنوبي مخاذ کې جګړه ډېره شدیده وه، د کورمې د محاذ په اړه میر غلام محمد غبار لیکي چې [1]: جنرال رابرټس د ۱۸۷۹ م د نوامبر په ۲۱ مه نیټه له تل محاذ څخه د کورمې په لور، چې پخوا یې د امیر شیر علي خان په امر ځواکونه وتلي وو، راغی او هغه ځای یې ونیو، خو د پیواړ په نیولو کې د خلکو له کلک مقاومت سره مخامخ شو. د مدافعینو دغه ځواک د غونډ مشر کریم خان، غونډ مشر ګل محمد خان او کنډک مشر عبدالعلي خان تر مشرۍ لاندې درې نظامي کنډکونه وو، چې دولس توپونه یې لرل. جنرال رابرټس په دغه محاذ کې یوه اعلامیه خپره کړه او په هغې کې یې د ټل او شتر ګردن ترمنځ ټولې ستراتیژیکې سیمې د انګلیس په قلمرو پورې تړلي اعلان کړې، رابرټس خلکو ته په خپلو وعدو کې وویل، چې د خلکو له دین سره کار نلري، خو مذهبي علماء به په سیاسي چارو کې کار نلري. په دغه فرصت کې د خوست حاکم محمد اکرم خان، چې یو ملي خاین او د انګریز پلوی وو، خپل هود یې رابرټ ته بیان کړ او ژمنه یې ورسره وکړه چې، خوست به پرته له کومې دفاع څخه ور پریږدي. دغه وړاندیز رابرټس نور هم زړور کړ او د پیواړ څخه وړاندې راغی او خوست یې مفت ونیو، محمد اکرم خان نه یوازې دا چې خوست یې دښمن ته تسلیم کړ، بلکې د خلکو هغه نقشه یې هم انګریز ته بیان کړه چې جوړه کړې یې وه، خو له دې سره سره بیا هم منګلو، وزیرو، ځدراڼو، مسودو او علي خیلو د ۱۸۷۹ م کال د حنورۍ په اوولسمه لکه د سیلاب په څېر پر یرغلګر دښمن برید وکړ او ډېر یې ووژل، انګریزانو د یوه عادت له مخې د افغانستان په جګړه کې د خپلو مړو شمیر پټاوه او تر پایه یې د هغو شمیر ونه ښود، خو د شا له لوري رابرټس د خوست شاو خوا یوولس کلي لوټ کړل، خو منګلو، ځاځيو او د خوست د نورو ولسونو په وړاندې مات شو او اړ شو چې بیر ته کورمې ته ستون شي.
کله چې رابرټس له خوست څخه په شا کیده، یوه پخواني اشراف او د انګریز تالي څټي شهزاده( سلطان جان سدوزی) یې په خوست کې د والي په توګه وټاکه، خو خلکو د متون په کلا برید وکړ او سلطان جان یې تر برید لاندې راوست. رابرټس د نوي پوځ سره د کورمې څخه خوست ته راغی، خلکو بیا برید ورباندې وکړ، او د انګریز دغه پوځ د ماتي سره مخامخ شو، نو رابرټس د خپل خلاصون لپاره هغه خرڅ او خوراک چې وړای یې شو له ځانه سره واخیست او نور یې د کلا د ننه وسوځول، بیرته کورمې ته لاړ. پدې ډول د خلکو زړورتیا د لومړي ځل لپاره د ماتي سره مخامخ کړ او خوست وژغورل شو. دې پسې خلکو دښمن پسې واخیست او په خیبر او ننګر هار کې هم د ماد او براون پوځونه له ماتي سره مخامخ شول او ګڼ شمیر آسونه، اوښان او کچرې یې له لاسه ووتې.
څلورم ــ د خپلواکۍ جګړه او د خوستوالو ونډه: کله چې امان الله خان د خپل پلار حبیب الله خان د مرګ وروسته د واک پر ګدۍ په ۱۹۱۹ م کې کښېناست، نو د ۱۹۱۹ م د مارچ په دریمه یې برتانوي هند د ویسرای لارد چلمسفورډ په نامه یو لیک واستاوه او په هغه کې یې نوموړي ته د خپل شهید پلار د مرګ او د خپلې پاچاهۍ خبر ورکړ او د لیک په پای کې یې انګریزان پدې کلماتو فکرجن کړل:
((... نه باید د هغه ملګري څخه پټه وي چې د افغانستان مستقل او ازاد حکومت ځان تیار بولي چې هر وخت او هر موسم د دوستۍ د ایجاباتو سره قراردادونه او تړونونه د انګریز د غښتلي حکومت سره عقد کړي، داسې کارونه به د تجارتي ګټو په لار کې زمونږ حکومت او ستاسو حکومت ته په ګټه وي...)).
پدې پسې جوخت په کابل کې د برتانیې نمائنده هند ته اطلاع ورکړه چې نوی امیر د ۱۹۱۹ کال د اپریل په ۱۳ په دربار کې داسې اعلان کړی: (( زه ځان او خپل هیواد د داخلي او خارجي لحاظه کاملا ازاد او خپلواک اعلانوم، تردې وروسته به زما مملکت لکه د نړۍ نور ممالک او قدرتونه ازاد وي. هېڅ بهرني قدرت ته به د سر د یوه ویښته په اندازه اجازه ورنکړم چې د افغانستان په داخلي او خارجي چارو کې مداخله وکړي او که دغسې اقدام وکړي سر به یې په همدغه توره ورغوڅ کړم. پدغه وخت کې امیر لوڅه توره په کمربند پورې تړلي وه او ددغې جملې پر وخت یې هغه پّ لاس کې پورته کړه)). وروسته امان الله خان په دغه مجلس کې د انګریزانو نمائنده ته اشاره وکړه او ویې ویل : ته پوه شوې! ما ورته وویل: هو! زه پوه شوم!
...((د جرمني امپراطوري افغاني جګړه)) نومي کتاب لیکوال ی. ن. تیخونوف لیکي چې: د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای ته رسیدو وروسته د افغانستان او لویې برتانیې ترمنځ اړیکې ترینګلي شول، د اړیکو د ترینګلتیا لامل هماغه د (( خپلواکو پښتنو قبائلو پټاره )) وه. د امیرحبیب الله خان لندن ته د هغه مزد او انعام یادونه وکړه چې په هغ سره یې د جګړې په کلونو کې د انګریزاي پلوي سیاست په خاطر ژمنه شوې وه. د هغه له نظره دغه مزد او انعام باید د هغه د هېواد د خپلواکۍ په رسمیت پېژندل او افغانستان ته د ختیزو پښتنو د هغوځمکو بېرته ورکول وو چې پخوا ترې لویې برتانیې بېلې کړې وې. په هند کې برتانوي ښکیلاکګرو چارواکو بیا هڅې وکړې چې افغان واکمن یو وار بیا په میلیونونو روپیو خوشاله کړي. یو کاروان په سرو زرو بار او کابل ته د لیږلو لپاره چمتو شو، خو هغه څه چې حبیب الله خان ته یې ژمنه ورکړی شوې وه، هغه سرته ونه رسیدل، ځکه چې د شپې په خپله خیمه کې په ناڅرګند حالت کې ووژل شو.
امان الله خان خپلې دا خبرې په عمل پسې تعقیب کړې، بخارا ته یې سفیر مقرر کړ، د شوروي اتحاد سره یې اړیکې ونیولې او ایران ته یې د سفیر د مقررولو هدایات صادر کړل، د برتانوي هند ویسرای د ځوان امیر مکتوب ته یو سرسري ځواب ورکړ، ده په خپل مکتوب کې د حبیب الله خان مرګ هغه ته د یو دوست ضایع وبلله او امان الله خان ته یسې مبارکي وویله. امان الله خان سمدلاسه کابینه وټاکله، د ۱۹۱۹ کال د مې له پیل سره سم امان الله خان په جنګي سوقیاتو پیل وکړ، ختیځې خوا ته یې جنرال صالح محمد خان، جنوب ته یې حنرال نادر خان، اوکندهار ته یې جنرال عبدلقدوس خان دوسله والو ځواکونو دمشرانو په توګه ولیږل.[2]
امیر د مې په لومړیو کې لویه غونډه را وغوښتله، او د خلکو سره یې د جهاد د اعلان مصلحت وکړ، خلکو ورسره ومنله او د انګریز پرضد جهاد اعلان شو. دمې په څلورمه چلمسفورډ د هند ویسرای ته خبر ورکړ چې افغان واکمن جنګ پیل کړی. د مې په اوومه انګریزانو یو لښکر لنډي کوتل ته او بل یې پاړه چنار ته واستوه، او تر شا یې کلک امنیتي تدابیر ونیول، په ختیځ کې صالح محمد خان د مې په دریمه جنګ پیل کړ، خو د څو ورځو جګړو وروسته د انګریز فشار زیات شو او صالح محمد خان ماتي وخوړه. د کندهار په محاذ کې هم عبدلقدوس خان تر سخت فشار لاندې وو او د دښةن قوت زیات وو. د جنوب ختیځ محاذ چې د لویې پکتیا محاذ په نوم یادیده، بریالی وو او دښمن یې تر سخت تهدید لاندې نیولی وو.[3]
جنرال نادر خان ددې کال د اپریل په ۲۴ ګردیز ته راغی او هلته یې اعلان وکړ چې ټول قومونه باید د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه کې ګډون وکړي. د نادر خان سره د پکتیا او خوست ټول قومونه، مشهور او بانفوذه مشران ورسره یو ځای شول. ټل چې د خوست د جنوب ختیځ سره نښتی دی او هغه وخت د انګریز مظبوطه نظامي کلا وه، د مې په ۲۶ د لس زره ولسي لښکر او د نادر خان د درې زره منظم لښکر [4]، چې محدود توپونه یې در لودل او هغه وخت حبیب الله خان د جرمني څخه پیرلي وو، تر برید لاندې راغله [5]، د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه ونښته ، د انګریز لښکر، وسائل، امکانات ډېر زیات وو، هوايي بمبارد هم ورسره مل وو، خو افغان شاه زلمو دښمن ته سخته تاریخي او شرموونکي ماتي ورکړه، د ټل کلا فتح شوه، د انګریز بیرغ ترې را وغورځول شو او افغان ملي بیرغ پرې رپانده شو. د ټل په فتح سره کوهاټ او پېښور هم تر تهدید لاندې راغلل، انګریز د اوربند غوښتنه وکړه، کابل هم ورسره ومنله، افغان ځواکونو او د خوست او پکتیا د قومونو ولسي لښکر ته امر وشو چې د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته راشي، کله چې هغوی د هدایت سره سم را پر شا شول نو انګریزي ځواکونو هغه بیرته ونیول، چې پدې کې ټل هم شامل وو او دا په حقیقت کې د حکومت غټه اشتهباه وه.[6]
د خپلواکۍ په جګړه کې د پکتیا، خوست او وزیرستان قومونو لویه ونډه درلوده او د هېواد خپلواکي د ولسونو پرمټ واخیستل شوه. د جګړې په سنګر کې د نادر خان تر قوماندې لاندې د ځدراڼو، تڼیو، منګلو، صبریو، بابکرخیلو، علیشیرو، تریزیو، ځاځیو، اسمعیل خیلو، مندوزیو، ګربزو.... قومونو شاه زلمو لویه قرباني ورکړي او خپل ملي او اسلامي رسالت یې تر سره کړی. او ددې ترڅنګ د یادو قومونو ډېرو مشرانو خپل ولسونه تر خپلې قوماندې لاندې منظم کړي وو.
د امان الله خان په دوره کې د پ،هنې برخې ته هم ځانګړي پاملرنه وشوه، د افغانستان په تاریخ کې لومړۍ ځل وو چې د خوست او پکتیا خلکو د شاه څخه غوښتنه وکړه، ترڅو ښوونځي ورته جوړ کړي. د خوست او پکتیا ولسونو د ښوونځي د تاسیس لپاره ۷۰۰۰ افغانۍ اعانه دولت ورکړه، په همدې وخت کې په خوست، ګردیز، زرمت او څمکنیو کې څلور ښوونځي تاسیس شول او زده کوونکو په زده کړو پیل وکړ [7]، خو په خوست کې یو شمیر خلکو د انګریز په اشاره د امان الله خان پر ضد پروپاګند پیل کړل او تعلیم یې شین کفر وباله، چې دې وضعیت ولس ته کلونه کلونه د تورتم پرېښود.
 
[1] جرګه، دریمه دوره، ۱۳۹۳ ل، لړم او لیندۍ، ۸۰ ګڼه. د پوهاند محمد بشیر دودیال لیکنه، ۳۱ــ ۴۲مخونه.
[2] د جرمني امپر اطورۍ افغاني جګړه، ۲۷مخ. لیکوال: ی.ن. تیخونوف. ژباړن: محمد طاهر کاڼی. د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، جرمني.
[3] د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه، ۱۷۲،۱۷۳ مخونه. لیکوال: محمد ابراهیم عطایې، مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۳.
[4] د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه، ۱۷۳،۱۷۴ مخونه. لیکوال: محمد ابراهیم عطایې، مومند
خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۳
[5] د جرمني امپراطورۍ افغاني جګړه، ۳۱مخ.
[6] د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه، ۱۷۵ مخ. لیکوال: محمد ابراهیم عطایې، مومند
خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۳
[7] د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه. لیکوال: محمد ابراهیم عطایې، مومند
خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۳

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1781

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1731

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1990

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2556

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6775

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…