د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خوست پېژندنې لارښود / ۶ څپرکی

b_150_100_16777215_00_images_khost010.jpg

 

 

دویم ــ د خلکو او دولت مناسبات
لکه څه ډول چې (( په خوست کې د واک جوړښتونه)) په عنوان کې هم د دولت د رول او اغېز څخه یادونه شوي، پدې اساس سره مو بیا هم لازمه وبلله چې د یو بیل عنوان لاندې د خلککو او دولت په اړیکو څه نا څه بحث وکړ.
د خلکو او دولت اړیکې په هېڅ صورت سره یو ډول ندي پاتې شوې؛ څرنګه چې په افغانستان کې نظامونه اکثر وختونه د زور او برچې په زور پرځیدلي او د ولس د ادارې تمثیلوونکي نظامونه ډېر کم لیدل شوي، نو پدې اساس سره د خلکو او نظامونو اړیکې هم یو ډول ندي پاتې شوې. د خوست ولسونو د هر نظام سره که په اکثریت سره نه وي، خو په یو نا یو شکل سره یې له نظامونو سره مرسته کړي، خلکو په دولت کې دندې ترسره کړي، د ولس له منځ څخه د راټوکیدلو نظامونو یې د زړه له تله مرسته کړي؛ قوانینو، پریکړو او اوامرو ته یې غاړه ایښي، اما داسې هم شوي چې د نظامونو د پرځولو او په مخالفت کې یې هم جنډه پورته کړي.
په خوست کې د دولت او خلکو د مناسباتو په اړه ډیرو پخوانیو وختونو ته نه ځو، اما د خپلواکۍ د جګړې او د امان الله خان د واکمنۍ راپدیخوا تر ننه د خلکو او دولت د اړیکو په اړه لنډه رڼا اچوو:
د امان الله خان د نظام سره خوستوالو اړیکې ډیرې ښې وې، خلکو د نظام سره ډیره جوړه وه، د زړه له تله یې د نظام سره خواخوږي لرله، په جنوبي زون کې د نادرخان تر قوماندې لاندې د ولسونو راټولیدل او د انګریزي ښکیلاکګرو ځواکونو په وړاندې د خلکو دراندې سرښندنې، د ټل فتح، د دښمن ماتي د خوستوالو او په ټوله کې د لویې پکتیا د ولسونو د زړه له تله مینه، ملاتړ او د نظام خپل او مدافع بللو په مانا دي. خو یو شمیر خلکو هغه مهال هم د نظام سره خواخوږي نه درلوده، داچې ولې یې نده درلودلي، هغه هم بیلابیل دلایل لري، ځینې خلک بې پرې پاتې شوي او د دولت هیڅ ملاتړ ته یې مټې ندي رانغښتي، او نه د دولت څخه یې د څه تمه لرلي. د دوی تر ډیره تکیه په ځان ده چې اوس مهال هم یو شمیر خلک دا مفکوره لري خو یو شمیر خلکو بیا د امان الله خان په ضد هم د مخالفت جنډه اوچته کړي، یا تر یو وخته ورته د فرصت په لټه کې پاتې شوي او کله یې چې موقع موندلي د واکمن پرضد یې بغاوت کړی چې ښې بیلګې یې ګوډ ملا او د هغې پلویان بللی شو. خو دا هم باید له یاده ونه باسو چی ځینو خلکوهغه مهال هم په شعوری ډول مخالفت کړی خو ځینو بیا په غیر شعوری ډول . د امان الله خان د واکمنی وروسته له قوله چی اکثریت خوستی ولسونه د حبیب الله کلکانی مخالف وو، کلکانی یې د انګریزانو اجنټ، ناپ،ه او د دین او وطن دښمن باله. کله چې نادرخان د خوست له لارې د کلکاني د تیغ تیرولو او د وطن ژغورلو لپاره هیواد ته داخل شو، نو د لویې پکتیا ولسونه یې د ځان سره مل کړل، د لویې پکتیا اکثرو ولسونو د حبیب الله کلکاني د منځه وړلو لپاهر د نادر خان ملا ور وتړله، د هیواد د ژغورلو لپاره هر ډول سرښندنې ته حاضر شول، نادر خان یې تر ارګه بدرګه کړ، خو ډیر کم شمیر خلک به وي چې د نادرخان سره یې په پټه یا څرګنده مخالفت کړی وي.
د ظاهر خان د سلطنت پرمهال هم خلکو نظام خپل ګاڼه، د نظام سره یې مرسته او ملاتړ کاوه، خو دا چې نظام د نادرخان د واکمنۍ پرمهال د خوستوالو سره څه وکړل، په نظام کې یې ونډه ورکړه یا یې ورنکړه، یا یې کم ارزښت ورکاوه او یایې زیات ورکاوه د هغې څخه تیریږو، ځکه د سیاسونو دریځونه تل یو ډول نه وي، سیاسیون د خپلو اهدافو په اساس پرمخ ځي. د ظاهر خان د واکمنۍ پرمهال خلکو په ملي شورا کې خپل استازي لرل، مامورین، مدیران، رییسان او تر هغې لوړ خلک یې په نظام کې لرل، خلکو د نظام سره مرسته کړي، د دولت پروګرامونو د تطبیق هر کلی یې کړی، خو خلک په لوی لاس په توره شپه کې ساتل شوي وو، که څه هم د علم او پوهې په برخه کې په زور ماشومان ښوونځیو ته بوول شوي، خو د خلکو نظریات چې ما واوریدل او له سپین ږیرو سره مې چې خبرې وکړې، نو دوی ویل چې خلک په شعوري ډول په توره تیاره کې ساتل کیدل او د سیاست له ډګر څخه به لیرې ساتل کیدل، زمونږ پوهو کسانو ته چې په نظام کې یې کار کاوه لازمه پاملرنه نه کیده او نه ورته لازم امتیازات په واک کې ورکیدل.
د محمد داوود خان د جمهوریت پرمهال خلکو نظام په ټوله مانا خپل بللی، ما چې د د ډیرو مشرانو سره خبرې کړي، دوی داوود خان ډیر ستایي، هغه یو وطندوست او سپیڅلی مسلمان بولي او د محمد داوود خان وژل کیدل د ملت لپاره یو ستره ضیاع بولي. د افغانستان د ډیموکراټیک جمهوریت پرمهال د خلکو او نظام مناسبات بیا هم دوه مخالف قطبونه لرلي، څرنګه چې نظام کې په لوی اکثریت د خوست او په عموم کې د لویې پکتیا ولسونو ونډه درلوده، ډیر لوړ پوړي چارواکي یې درلودل او د خلق ګوند ډیر شمیر غړي د خوست خلک جوړول، خو ددې ترڅنګ ډیر شمیر خلک د نظام په مخالفت کې هم ودریدل، د مجاهدینو په راتګ سره په خوست کې بیا هم بل ورته نظریات درلودلی، یو شمیر خلکو نظام خپل ګڼلی او نرور بیا نظام د ولس خامي ندی بللی، داځکه چې له یوې خوا د مجاهدینو د واک او قدرت په سر خپلمنځي مخالفتونه او له بلې خوا د خلکو د ارمانونو سره لوبې کول هغه څه دي چې د ولس د نا رضایت سبب ګرځیدلی.
طالبان چې په زور سره د افغانستان چارې یې په واک کې واخیستې، نو د خوستوالو او د اسلامي امارت ترمنځ روابط که په نشت نه وو، خو بهتر هم نه وو، ډیرو کمو خلکو د نظام ملاتړ کاوه هغه هم د ترس او ویرې له وجهې وو، هغه مهال که څه هم مونږ ډیر کوچني وو، په یاد مې دي چې یو ځل د تڼیو قوم ځوانانو د طالبانو پرضد وسله وال پاڅون وکړ، خو ډیر ژر مات کړل شو، صبري هم د طالبانو سره جوړ نه وو، د منګلو قوم هم د طالبانو سره جوړ نه وو، طالبانو یو ځل په ګربزو ولسوالي کې د اختر په ورځ چې ځوانانو میلې کولې د خلکو په وهلو ټکولو یې پیل وکړ، خلکو ورسره مخالفت وکړ ، خو مخالفت پسې لوی شو، بالاخره خلکو طالبانو ته قرآنونه په لاسونو کې ونیول، دوی په قرآنونو باندې ډزې وکړې او څو تنه ځوانان یې شهیدان کړل. پّ خوست کې اکثر خلک د طالبانو د نظام مخالف وو، خو دا چې په خوله یې څه نه ویل علت یې د طالبانو د افراطي قدرت څخه ویره ګڼلی شو.طالبانو ډیر افراطي حرکتونه او چلندونه د خلکو سره کول، په خلکو یې هر څه د زور او برچې په اساس منل. تر طالبانو وروسته کله چې انتقالی اداره رامنځته شوه د خلکو او نظام ترمنځ په اړیکو کی یو نوی فصل پرانستل شو، په لومړیو کی اکثریت ولس نظام خپل ګڼلی، د نظام سره یی د زړه له تله مرسته کړی، د دولت ټولو پروګرامونو ته یی د زړه له کومې هرکلی ویلی،خو د وخت په تیریدو سره او بیا تر ننه د خلکو او دولت ترمنځ په اړیکو کی ډیر تفاوت رامنځته شوی. امریکایانو او افغان ځواکونو ډیر خلک بې موجبه ځورولي، وژلي یې دي، کډوالي ته یې اړکړي، بندیان کړی یې دي او پّ لوی لاس یې یو شمیر خلک بغاوت ته اړکړي. هغه خلک چی له سره د نظام د جوړیدو سره مخالف وو او د پاکستان او نورو افغان ضد ګروپونو سره تړلي وو، هغوی ته ددی زمینه برابره شوه چی دد غو خلکو د مجبوریت څخه د ځان په ګټه د نظام او بهرنیو ځواکونوپر ضد استفاده وکړي.
د دول او خلکو مناسبات بیا هم یو ډول ندي پاتی شوی ، په ټوله مانا سره وران او په توله مانا سره ښه هم ندي پاتې شوی. د ځینو ولسوالیو اکثریت ولسونو د له دولت سره د ملاتړ تړون کړی، په ملکي او نظامی برخو کی یې پوره ملاتړ کړی، د بیلګی په دول د ځاځي میدان، تڼیو، مرکز او اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالیو خلک تر ټولو زیات د دولت په همکاری کی وژل شوی، ډیرو ځوانانو په پولیسو، د خوست ولایتی قواوو، ملی اردو، ملی امنیت او نورو ملکی برخو کی د دولت په ملاتړ د شهادت جام نوش کړی، خو د صبریو خلک تر ټولو زیات د دولت په مخالفت کی وژل شوی. په ډیرو ولسوالیو کی د دولت د ملاتړ او مخالفت کچه یو ډول نده، خو دا هم باید ووایو چی جګړه لکه څه ډول چی په ټولو پښتني سیمو تپل شوی، دلته هم خلک په شعوری او غیر شعوری ډول د دغی پدیدی ښکار ګرځیدلی.
د جمهوری ریاست په لومړی او دویم ځل ډول ټاکنو کی په لوی اکثریت سره خلکو پخواني ولسمشر کرزی ته رایه ورکړه، د نظام مشروعیت ته یی رنګ ورکړ، د باک، علیشیرو او تریزیو او صبریو ولسوالیو اوسیدونکو د جمهوری ریاست په ټاکنو کی قومی تړونونه وکړل چی رایه به کرزی ته ورکوی او بل چاته به رایه نه ورکوی، اما د دولت د نه پاملرنی ، د بهرنیو ځواکونو د شعوری تیروتنو له امله او همدا ډول ترهګرو ته ددغو او یو شمیر ولسوالیو ( قلندر، موسی خیل، سپېره.... ) خوشي کول او د سیمې په خلکو د طالبانو او نورو استخباراتي کړیو واکمنیدل، هغه څه وو چې د دولت او خلکو ترمنځ یې اړیکې پرې کړل. هغه خلک چې په دغو سیمو کې یې له دولت سره همکاري کوله ډیر یې په پټه او ښکاره ډول ترور او ووژل، او ځینې بیا مهاجرتونو ته اړشول او د سیمې څخه بې ځایه شول.
جګړې په سیمه کې ډیر ناوړه اغېز پرېښود، د خلکو په ژوند او وضعیت یې منفي تاثیرات غورځولي، د خلکو ذهنیتونه د جګړې په اساس ګډوډ شوي، مرګ ژوبله هغه څه دي چې په سیمه کې د جګړې په اساس رامنځته شوي او په بشري غمیزه کې د جګړې په اساس په تیرو دیارلسو کلونو کې ډیرښت راغلی. د جګړې په اساس په سیمه او په ځانګړي ډول په سرحدي سیمو کې علمي، اقتصادي، روغتیایي او بیا رغنیز وضعیت ډیر خراب شوی او دا حالت تر ننه پورې روان دی.
د ۱۳۹۳ هـ ش کال په ولسمشریزو ټاکنو په لومړي اودویم پړاوونو کې یو ځل بیا ولسونو د ټولو خطرونو سره سره په ټاکنو کې د نظام په ملاتړ برخه واخیسته، خلکو پدې نیت په ټاکنو کې ګډون وکړ چې یو عادلانه او د خلکو د حقوقو مدافع نظام به رامنځته کیږي، د ظلم، استبداد او بې عدالتیو لمن به ور ټولیږي، سوله، او پخلاینه به راځي، خلکو ته به روزګار او د نفقې پیدا کولو سرچینې پیداشي، سیاسي او مدني حقوق به یې خوندي شي، دا او دې ته ورته ډېر څه وو چې د خپلو خوښو نوماندانو ته یې رایه ورکړه، او د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو یو نوی پړاو پیل شو. خو نن ورځ مونږ وینو چې د خلکو او دولت په اړیکو کې یو ځل بیا په لوی اکثریت سره خړپړتیا راغلي، خلک د دولت په رهبرانو بې باوره شوي ، ځکه چې د خلکو سره شوي ژمنې تر اوسه ندي عملي شوي. د ټاکنو پرمهال مونږ لیدل چې خلکو د طالبانو په نوم شپې پاڼې اچولې او نور یې دې ته هڅول چې په ټاکنو کې برخه واخلي، خو اوس هغه خلک بیر ته زړه ماتي شوي، د سیاسونو په کړنو او ټاکنیزو سیستمونو بې باوره شوي، خو دا بې باوري پدې مانا نده چې خلک نظام نه مني بلکې نظام مني، خو د خپلو سیاسي او مدني حقوقو نه ورکول بیا د نظام تیروتنه بولي، خوستوال غواړي چې په سیاسي قدرت کې د نورو غوندې ځان وویني.

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1150

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1162

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1292

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1784

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5988

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…