د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خوست پېژندنې لارښود / ۵ څپرکی

b_150_100_16777215_00_images_KHOST0201.jpg

 
 
دویمه برخه
سیاسي مسائل، اقتصادي وضعیت او ټولنه
 
دریم څپرکی
سیاسي مسائل
 
لومړی ــ د تاریخ هېنداره، د خوست سیاسي او ستراتیژیک ارزښت: د تاریخ له پیل سه سم د واکمنیو د جوړیدو او پرځیدو دور هم پیل شوی، ځینې مهال واک مذهبي او ځینې وخت واک غیر مذهبي اړخ خپل کړی. په افغانستان کې تر ډېره سیاسي واک او ځواک په یوه لاس کې ندی پاتې شوی، کله د یوه او کله د بل په لاس کې پاتې شوی، خو د واک جغرافیه وي ساحې هم ورسه تغیر موندلی، ځینې مهال د واک سیمه ډېره پراخه شوي او کله یې بیا کموالی موندلی. خو ددې سره سره د ساحې په ارزښت او نه ارزښت کې هم بدلون راغلی. د افغانستان ډېرې سیمې او ولایتونه ځینې مهال د نظام لپاره په سیاسي او ستراتیژیک لحاظ د ډېر ارزښت او پآم وړ پاتې شوي، خو ځینې مهال بیا کم ارزښته او د نه پام وړ ګرځیدلي دي.د افغانستان په تاریخ کې د خوست زیات ارزښت او کم ارزښت په خپل ځای خوندي دی. که څه هم چې نننی د خوست ولایت د تاریخ په اوږدو کې د یوه بیل اداري واحد په توګه د نظامونو د پام وړ ندی ګرځیدلی، خو دا هم باید هیره نکړو چې د سویل یا د سلیمان غرونو د سلسلې د یوه جز په توګه د افغانستان په تاریخ کې تل د ارزښت وړ پاتې شوی. داچې مونږ د خوست په اړه د لرغونو زمانو په رابطه کره معلومات په لاس کې نلرو، یو شمیر روایات د تاریخي پېښو په اړه خولې په خولې رانقل شوي چې د دې سیمې تاریخي ارزښت په ډاګه کوي. 
د روایاتو له مخې هند او سند ته اسلامي لښکرې هم ددې لارې تېرې شوي. پښتانه چې کوم وخت د هېواد له شمال څخه د جنوب په لور خوځښتونه کړي، په روه، پښتیا، پختیا او یا پکتیا کې یې اړولي او بیا ددې ځای څخه د پښتونخوا د نورو سیمو په لور او همدا ډول د هند، سند او کشمیر په لور خواره شوي، نو داسې بریښي چې ددې سیمې اوسیدونکي له دغه ځایه تللي او ډېر له نورو سیمو دغه ځای ته راغلي. سلیمان غرونه چې د جنوب او د ډیورنډ د فرضي کرښې په سلسله کې پراته غرنۍ کړۍ تشکیلوي، خوست یې هم په ځان کې رانغاړلی.
په مذهبي لحاظ هم داسې بریښي چې خوست مهم پاتې شوی، د خوست په صبریو ولسوالي کې اوس هم د بت خونې په نوم یو کلی شته چې هغه مهال بودا او یا د بودا پلویان پدې سیمه کې ډېر فعال وو او دغه ځای د دوی مذهبي او عقیدوي ځای پاتې شوی. همدا ډول د خوست د ګربزو ولسوالي کې هم د لیژې په نوم یو ځای شته چې، د سیمې خلک یې لالیشاه او لالیژه بولي او د روایاتو له مخې دا هماغه پخواني کابلشاه هان لالیشاه او لالیژه وو، ممکن یا دوی دغې سیمې ته تشریف راوړی وي او یا ممکن د دوی لښکرې دلته اړولي وي، ځکه د دې سیمې ستراتیژيک اوهمدا ډول د اوبو او ژوند کولو په لحاظ ورته وګورو، نو دغه ځای خوړ دیو پدې خوړ کې رڼې اوبه بهیږي، ممکن هغه مهال هم دغه اوبه وي، پدې سیمه کې د کڅکۍ په نوم اوس هم یو کلی شته ، او ممکن هغه مهال هم دلته کڅ وي. کڅ په خوست کې هغه سرسبزه سیمې او پټیو ته ویل کیږي چې هلته د اوبو په اساس هرڅه شنه کیږي. همدا ډول د خوست د تڼیو د نریزو په غرونو کې د ځینو پخوانیو قومي مشرانو په وینا د عاد روښاني لار شته، خو اوس پوره مالومه نده، دوی وايي چې ددې لارې به پیر روښان او دده پلویانو تګ راتګ کاوه او د مغلو پرضد به یې غزاګانې کولې. د مغلو په اړه په خوست کې ډېر متلونه او لنډۍ شته چې په خپل ځای کې به ورباندې بحث وشي، خو اوس هم د خوست په ګربزو کې د مغلګي په نوم یو مشهور او تاریخي ځای شته چې هلته د مغلو زیارتونه او د شهیدانو زیارتونه شته، نو پدې اساس سره ویلی شو چې خوست په سیاسي، ستراتیژیک او مذهبي لحاظ په پخوانیو تاریخونو کې مهم پاتې شوی. د ځینو روایاتو له مخې د احمدشاه بابا لښکرې هم له دې لارې هند ته لښکرکشي کړي ده.
د نولسمې میلادي پیړۍ په پیل کې چې کله انګلیستان او تزاري روسانو خپلو مستعمرو پولې د افغانستان شمال، ختیځ، او جنوب ته را ورسولې، نو دا هېواد د اروپايي دولتونو د سیاستونو ښکار شو.[1] 
د ګندمک معاهده چې په ۱۸۷۹م د مې په ۲۶ نیټه د انګریز نمائنده کیوناري او امیر محمد یعقوب خان ترمنځ لاسلیک شول، په دې توګه یې د مهمو غرونو لړۍ سره له اوسیدونکو د کورمې نه د ځاځیو ترپیل پورې، د خیبر دره د هفت چاه د ختیځې څنډې پورې، لنډی کوتل، سیبي او پشین یې د کوژک تر غره پورې له لاسه ورکړل او بیا په ۱۸۹۳ د ډیورنډ او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ د ډیورنډ تړون د دوو ژمنلیکونو په ترڅ کې د جنوب، جنوب ختیځ او ختیځ سرحي معاهده لاسلیک کړه.[2] 
د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال خو خوست او د خوست ګاونډي ولایتونه او د ډیورنډ پولې ها بله غاړه ( وزیرستان) خو یوه مهمه او ستراتیژیکه سیمه وه، دغه سیمه د جرمني څارګرانو، دترکیې د اسلامي خلافت او انګریزانو لپاره مهمه او د سیالۍ وړ ساحه وه [3]. جرمني او ترکیې په افغان واکمن امیر حبیب الله خان فشار راوړ چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د دوی پلوي وکړي، جرمنیان خو دې ته هم چمتو وو چې د انګریزانو له لوري نیول شوي پښتني ځمکې بیر ته افغانستان ته ورکړي. د جرمنیانو لپاره په افغانستان کې د انګریزانو پرضد وضعه ډېره ښه مساعده وه، د افغانستان د جنوب او د وزیرستان ولسونه د باروتو هغه بڅرکي وو چې په انګریزي ځواک کې یې چاودنې ترسره کولې، خو څرنګه چې افغان دولت جرمنیانو ته په زغرده اجازه نه ورکوله چې د انګریزانو پرضد افغان خاوره استعمال کړي، خو بیا هم خوست او د خوست شاوخوا سیمې د جرمني څرګرانو لپاره په دې سیمه کې د انګریزانو پرضد د جهاد اعلان وشو، که څه هم امیر بې طرفي غوره کړه، خو د خپلواکو پښتنو پټاره او بلخصوص خوست او د خوست شاو خوا سیمه د انګریزي ښکیلاکګرو ځواکونو لپاره یو سرخوږی وو. د لومړۍ او دویمې نړیوالو جګړو پرمهال د خوست ستراتیژیک موقعیت د ترکانو او جرمني څارګرانو لپاره پدې مهم وو چې ددې لارې د وزیرستان له ولسونو سره ښه روابط نیول کیدلی شول او بل داچې تګ راتګ ددې لارې وزیرستان ته ښه کیدلی شو. د ایپي فقیر د مبارزو پرمهال هم د خوست د منګلو، ځدراڼو، تڼیو، ګربزو او نورو قومونو خلکو د انګریزان پرضد د ایپي فقیر تر رهبرۍ لاندې جنګیدلي. د پخواني والي رسول محمد تڼي سره پدې اړه مونږ لنډې خبرې وکړې او دده څخه مو د ده د مرحوم پلار میر احمد فقیر د ژوند او مبارزو په اړه پوښټنه وکړه. دده په وینا چې میر احمد فقیر د حاجي صیب میرزاعلي خان د تڼیو د غازیانو لوی قوماندان وو، چې د انګریزي ښکیلاک په وړاندې د خوست مبارز ولسونه سخت جنګیدلي او د خوست ولسونو لویې قربانۍ د وطن ددفاع په لار کې ورکړي.
حاجي صیب میرزاعلي خان ( ایپي فقیر) چې د وخت یو لوی ستانه او بزرګ او سیاسي مبارز وو، نو نه یوازې د وزیرستان د خلکو لپاره یې روحاني ارزښت درلود بلکې د خوست د ولسونو لپاره یې هم روحاني ارزښت درلود. زمونږ د کلي د سپین ږیرو له خولې مې اوریدلي چې زمونږ مشرانو به د حاجي صیب سره په غزاګانو کې برخه اخیسته، ځکه حاجي صیب میرزاعلي خان یو لوی مجاهد، بزرګ او ستانه وو، حاجي صیب به خپلو پلویانو ته ویل چې شګې او کوچني کاڼي راواخلۍ او ددښةن په لور یې ګوزار کړۍ چې ددښةن لپاره په باروتو او مرمیو بدلیږي.[4]
 
خوست ویبپاڼه
[1] د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان سرحدونه او اداري وېش، ۵۰ــ۵۱مخونه. لیکوال: پوهاند غلام جیلاني عارض. خپرندوی: د ختیځ د بیارغونې اداره(کور).
[2] د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه، ۵۹، ۶۲، ۶۳مخونه. لیکوال: اکاډمیسین کاندید محمد ابراهیم عطایئ.
[3] د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه، ۱۶مخ. لیکوال: اکاډمیسین کاندید محمد ابراهیم عطایئ.
[4] د جرمني امپراطورۍ افغاني جګړه، ۱۲،۱۳مخونه. ژباړن: محمد طاهر کاڼی.
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1353

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1339

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1490

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2018

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6237

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…