د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خوست پېژندنې لارښود / ۴ څپرکی

b_150_100_16777215_00_images_khost_1.jpg

 

 

 

دویم ــ په خوست کې د واک جوړښتونه
د خوست ولسي ټولنه یو له بل سره په مناسباتو او مسائلو کې ټینګ ټولنیز تړون لري. سیاسي او غیر سیاسي واک د تاریخ په اوږدو او بیا تر ننه پورې یو ډول او ثابت ندی پاتې شوی، خو په لوی لاس یې تغیر هم ندی کړی. د واک سرچینې په خوست کې د اسلام د راتګ او بیا ترننه پورې مذهبي او قبیلوي ریښې لري، خلکو د دولت سره مرسته، مخالفت او همدا ډول د خاورې څخه د دفاع په لار کې جګړې د همدې عقیدوي او قبیلوي تعاملاتو له مخې پرمخ وړي.
خوستوال دین او مذهب ته په اعتقادي لحاظ پابند دي، ملا او دیني عالم هغه څوک دي چې د عقیدې او د پیغمبر ص د وارث په توګه یې پر خلکو ځان منلی. پیران او ملنګان او نور روحاني شخصیتونه هم په مختلفو زمانو کې د همدې عقیدوي بنسټ په اساس په ولس واکمن دي. د کورنۍ، کلي، قوم او سیمې رهبري هم د روحاني او مذهبي طبقاتو برسیره د خان، ملک، مشر له لوري هم اداره کیږي او ددې ترڅنګ د دولت د استازو ونډه هم بې څه نده.
دولت او د دولت استازي د ولس د ارادې اصلي تمثیلوونکي دي، خو خلکو په هر عصر کې دغه مرجع د اصلي تمثیلوونکي په توګه نده منلي او علت یې ممکن دا وي چې دولت په هر عصر کې د خلکو غوښتنو ته قناعت کوونکی ځواب ندی ویلی او خلکو ته یې لازم خدمتونه ندي وړاندې کړي، د خلکو تکیه تر ډیره پرځان ده او په دولت یې ډیره تکیه نده کړي.
مذهبي، روحاني شخصیتونه، خان، ملک، قومي مشر هم هر وخت ثابت ندي پاتې شوي، دوی هم د بیلابیلو اهدافو لپاره په ټولنه په یو نا یو شکل سره ځان منلی. په پخوا وختونو کې قومي مشران، خانان او ملکان ځکه پر ټولنه زیات واکمن وو چې نظام دوی ته زیات واک ورکړی وو او خلک یې اړ کړي وو چې د دوی اطاعت وکړي او د ولسونو سرنوشت یې په دوی پورې تړلی وو. کله چې په سیمه کې فیوډالیزم زیا واکمن شو، نو په خوست کې هم دغې سیستم خپلې ریښې وځغلولې او دلته خانان او ملکان هغه څوک وو چې نظام ډیر شته او امکانات یې په لاس کې ورکړي وو، د دوی نفوذ او ځواک ورځ تربلې زیاتیده، دولت د ولس حساب او کتاب هم له دغې طبقې سره کاوه، دغو اشخاصو به د دولت سره د ضرورت په وخت کې قومونه راټولول او د دولت په ملاتړ کې به یې دغه قومي لښکر ورکاوه.
قومي مشرانو په خلکو ځکه ځانونه منلي وو چې له یوې خوا یې زور او ځواک درلود او د دولت ملاتړ له دوی سره وو او له بلې خوا یې ولس ته د خدمتونه د وړاندې کوونکي مرجع په توګه رول درلود. دوی د خلکو د مخالفتونو، همدارنګه د کورنیو، قبیلو، قومونو د شخړو او بدیو د هواري او همدا ډول د سولې او پخلاینې د پاره عملي هڅې کولې. جرګه، مرکه، ننواتی، نرخ، تیږه ایښودل، څلي او دیته ورته نور قبیلوي تعاملات هغه څه دي چې دوی پکې اغیزمنه ونډه درلوده.
د جهاد په کلونو کې او بیا تر هغې وروسته او نن ورځ دغه واکمن عناصر په هماغه پخواني حالت ندی پاتې شوی، خو په سیاسي او ټولنیز ژوند کې یې اغیز هم بې څه ندی. په وروستیو څو لسیزو کې په نړۍ کې افراطي حرکتونو د ملایانو او مذهبي مشرانو په حالت او اغیز کې ډیر توپیر رامنځته کړی، خو بیا هم په خوست کې خلک مذهبي مشرانو ترمنځ په توپیر قایل دي ، دوی وايي چې نه ټول مذهبي مشران ښه دي او نه ټول خراب.
د قومي مشرانو زور، ځواک او رول هم په پخواني ډول ندی، ځکه مشران هم مشخص ندي، د کورنۍ، کلي او قوم په کچه په مشرانو کې زیاتوالی راغلی، د قومي مشرانو اغیز ځکه کم شوی چې اوس مهال اکثر قومي مشرانو قومي ټیکه داریو ته مخه کړي، پخوانیو قومي مشرانو د قوم او ولس ګټو ته لومړیتوب ورکاوه او د ولس خواخوږي وو، د قوم په سر یې تجارت نه کاوه، اما نن ورځ د قومي مشرانو په کړو وړو، خواصو او حراکاتو کې ډیر توپیر راغلی.
قومي مشران د خلکو ترمنځ مسائل په ټیکه اخلي، دعوې د پیسو په مقابل کې حلوي او ډیر ځله داسې شوي چې د اړخونو ترمنځ د مشرانو د مداخلې او منځګړتوب په اساس واړه مسائل پسې لوی شوي. باید ووایو چې ډیر شمیر مشران د ولس مصلحین وو او نن ورځ هم د ولس په منځ کې لوړ او دروند ځای لري، خو اوس مهال د ساحنې وتلي او ځانونه یې چوپ نیولي. خاني او فیوډالي سیستم نن ورځ په خوست کې په ټوله مانا سره د منځه تللی، هیڅوک دغه سیستم ته د غاړه ایښودو تابع ندي. د خلکو روابط د نظام سره ټینګ دي، خو دا ټینګښت پدې مانا ندی چې ولس او دولت سره د وکیلانو او مؤکلینو په چوکاټ کې دي بلکې بې عدالتي، د زور، ځواک او اړتیا په حدودو کې یو له بل سره مرسته کوي.
خلک په دولت، د دولت په سیستم باندې عقیده لري، په ټولو سیاسي پروسو کې د خوست اکثریت ولسونو ونډه اخیستي، په نظام کې خپل استازي، کارکوونکي، مدني فعالین... لري، په مسائلو کې تر ډیره نظام ته مراجعه کوي، خو تر اوسه نه دولت په ټوله مانا سره د ولس مدافع جوړ شوی او نه ولس په ټوله مانا په نظام باور درلودلای.

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1781

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1731

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1990

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2556

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6775

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…