د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خوست پېژندنې لارښود / ۳ څپرکی

b_150_100_16777215_00_images_khost12.jpg

 

 

دویم څپرکی
قومونه او د واک جوړښتنونه
 
لومړی ــ قومونه او قومي جوړښتونه
خوست یو ځانګړی قومي جوړښت لري، خوستوالو خپل قومي جوړښت په تاریخي لحاظ او بیا تر ننه په کم او زیات تغیر سره ساتلی دی. څرنګه چې قومي جوړښتونه زمونږ د ټولنې د پایښت او ټینګښت بنسټونه دي ، نو پدې اساس سره زمونږ میړنیو ولسونو د پښتونوالۍ دغه چوکاټ ټینګ ساتلی او پاللی. د خوست غوڅ اکثریت اوسیدونکي پښتانه دي، په پښتو خبرې کوي او د دې ترڅنګ ډېر لږ شمېر اهل عنود ( هندوان او سیکان) هم په خوست کې اوسیږي، چې دوی هم ځانونه کلک افغانان او د دې خاورې اصیل بچیان بولي. دوی ځانته کلک خوستوال وايي او د خوستوالو سره همېشه په غم او ښادیو کې یو ځای برخه اخلي. که څه هم اوس یې شمېر دېر لږ دی او یوازې څو محدودې کورنۍ پاتې دي، چې علت یې په هیواد کې نامناسب شرائط، ناامني او وران وضعیت ښودلای شو، خو په پخوا وختونو کې د دوی شمېر زیات وو او د خوست پر مرکز برسیره د خوستوالو سره په کلو او ولسوالیو کې هم اوسیدل ، چې تر ننه پورې د خوستوالو غوندې ځانونه د پښتني کلتور او فلکور کلک پابند بولي.
دلته پدې عنوان کې مونږ هڅه کوو چې د خوست ولایت قومونه د تحمیني نفوس او داستوګنې د سیمې سره یو ځای معرفي کړو، که څه هم له یوې خوا سمه او کره سرشمیرنه نده شوي چې د نفوس په اړوند کره مالومات وړاندې کړو او له بلې خوا باید زیاته کړو چې د خوست ټول قومونه په خپلو ولسوالیو کې نه اوسیږي بلکې په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د وروڼو غوندې د یو او بل ترڅنګ اوسیږي او په ټولو ورځینیو مسائلو کې یو له بل سره ونډه اخلي.
د خوست نفوس په اټکلیز ډول تر یونیم میلیون وګړو پورې رسیږي، دغه مالومات مونږ تاسو ته د خوست پېژندنې کتاب په حواله چې د ولایت مقام په وړاندیز او د هغې تر نظارت لاندې لیکل شوی او همدارنګه د ملي پیوستون د پروګرام له مخې تاسو ته وړاندې کوو. خو باید یادونه وکړو چې دا سرشمیرنه دقیقه او کره نده ، ځکه د ملي پیوستون د پروګرام په اساس یوازې متاهل کسان په لست کې نیول شوي ، مجرد او ماشومان تر اوسه ندي په لست کې نیول شوي.
 
۱ــ تـڼــي : تـڼـي کرلاڼي پښتانه دي او د شیتک بابا د اولادې څخه دي. شیتک بابا درې ښځې درلودې چې د لومړۍ ښځې یې دوه زامن درلودل چې یو یې داوړ او بل یې تڼی نومیده ؛ دویمه ښځ چې بنو نومیده اوس یې اولاد بنوڅي یا بنوزي نومیږي. د شیتک بابا د دریمې ښځې رامن جیلم (زیلم) او هوید ( اود) وو.[1]
تڼي د خوست ولایت په جنوب لویدیځه برخه کې پراته دي[2]،او جنوب طرف ته د وزیرو او مسیدو سره ګډه پوله لري ، د ولایت د مرکز څخه تقریبا ۱۵ کیلو متره لیرې والی لري، د تڼیو ولسوالي په نوم یو اداري واحد لري او مرکز یې د دره ګي کلی دی. دره ګی یو مشهور او تاریخي ځای دی چې بیا به په خپل وار سره د خوست د تاریخي ځایونو او لرغونو اثارو په عنوان کې په مفصل ډول سره وڅیړل شي.
طبیعي ځنګلونه او معدني ډبرې یې د مهمو اقتصادي منابعو څخه ګڼل کیږي او پدې برسیره د کروندې اوبیزې او للمي ځمکې هم لري. دا قوم ټینګ پښتني جوړښت لري او خلک یې خپلمنځي مسائل او ستونزې د جرګو او مرکو له لارې هواروي.[3]
تڼي په عمومي ډول سره څلور مهم او لوی ښاخونه لري چې عبارت دي له : دورنامي، اریوزی، سینکي او خوبي خیل. د تڼیو د سیمې یو پیاوړی شاعر او لیکوال نواب امیرزی هم په خپله شعري ټولګه........ کې د تڼیو د څلورو قومونو څخه داسې یادونه کوي:
 
څلور قومونه یې د یوې ونې ګلان دي
دا ښکلي تڼي په ما له خپله ځانه ګران دي
 
د تڼیو هر ښاخ بیا په کوچنیو خیلونو وېشل شوی دی چې دلته په همدې بسنه کوو، خو د تاریخ ځینې لیکونکي بیا تڼي د اریوزی، سینکي او میرخیل په درې لویو ښاخونو ویشي[4]، دا طبقه بندي هم دقیقه ده ځکه د ( خوبي خیل او دور نومي) دوه ښاخونه چې اوس سره بیل شوي پخوا یو ښاخ وو. پّ هر صورت کومه طبقه بندي چې ما د تڼیو په اړوند کړي دا د تڼیو د قومي محورو په حواله ده.
ورژله، بنده خیل، کوچان، ترخیل، روښانه، ماتک، نریزي، سینکي، دره ګی، دورملکه، سیګۍ، حصارک، اتمان، نړخیل، داخي، لاغوړی، لنډي، ګوخه، شډل، ډبر سکاره، میرزوګی، للمۍ کوټکي، خنډکی او سورکوټ یې د لویو او واړو کلو څخه ګڼل کیږي. نفوس یې تقریبا تر ۹۰۰۰۰ نوي زرو اوړي[5]. خړه شګه او عالۍ غونډۍ یې د قومي مسائلو د حل او د وګړو د راټولیدو مهم او تاریخي ځایونه دي، چې بیا به د تاریخي او مهمو ځایونو په عنوان کې په مفصل ډول یادونه ترې وکړو، خو اوس وخت کې د قومي مسائلو د راټولیدو او جرګه کیدو مهم ځای دره ګی دی. د ترخیلو ملنګان، د نریزو خټک ملنګ یې روحاني شخصیتونه دي.
 
۲ــ منـګل : د کودي بن کرلاڼ د دویمې مېرمنې یو زوی منګل نومیده چې اوس یې اولاده او قوم د منګل په نوم یادیږي. د روایاتو له مخې او همدارنګه د ځینو تاریخ پوهانو له قوله منګل دوه زامن درلودل چې یو ته یې موسی خیل او بل ته یې جاني خیل وایه.[6]
د نن څخه څه باندې شپږ سوه کاله پخوا د منګل قبیله د بنو په سیمه کې اوسیده، خو کله چې شیتکو د بنو په علاقه غلبه وکړه نو د هغې وروسته د خوست ، پکتیا او کورمې غرنیو علاقو ته راکډه شول او نن ورځ منګل په لوی اکثریت سره په دغو درو سیمو کې اوسیږي او پدې برسیره په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې هم محدود ډول استوګنه کوي. هغه منګل چې د ډیورنډ د کرغیړنې کرښې هاخوا په کورمه کې اوسیږي هغې ته د تري منګل او د کوز تري منګلو په نوم یادیږي. [7]
هغه منګل چې د خوست په ولایت کې مېشت دي اکثریت یې د خوست د مرکز په شمال کې اوسیږي، د قلندر او موسی خیلو په ولسوالیو په نوم دوه اداري واحدونه لري او پدې برسیره په علیشیرو، بک ، اسمعیل خیلو او مندوزیو ، مرکز غړومبي او یو شمیر نورو سیمو کې هم د نورو قومونو سره ګډه استوګنه کوي.[8]
په خوست، پکتیا او کورمه کې د منګلو مېشت ځایونه غرني دي، ډېرې سختې او پیچلي درې لري، طبیعي ځنګلونه یې د مهمو اقتصادي منابعو څخه ګڼل کیږي. دغه قبیله ټول ستونزمن مسائل د نورو پښتني قبیلو غوندې د جرګو او مرکو له لارې هواروي [9]، د قلندر او موسی خیلو ولسوالیو د منګلو د قوم د راټولیدو او د جرګو او مرکو ځای مرغه ده، پدې برسیره په لادور خوله، څندي قهو خوله کې هم د پریکړو لپاره راټولیږي، د خوست او پکتیا ولایت د منګلو د قوم د راټولیدو ګډ ځای بیا خلیل پرښه ده، چې دلته دواړه لوري سره راټولیږي او مسائل سره حلوي.منګل ډیرې کمې د کروندې ځمکې لري او اټن یې د نورو قونومو او ملي اټن سره فرق لري. د موسی خیلو او قلندر ولسوالي منګل د میرال خیل، ایبي، خجوړي، وړ داړ خیل( وړداړي) په نوم څلور ښاخونه لري، غلنګ، ګبر، ستر کوټ، زوړ کوټ، لادور خوله، قهو خوله، کوسین خوله، بیګالي....یې مشهور کلي دي.
 
۳ــ ځـدراڼ: ځدراڼ هم د کرلاڼي پښتنو یوه ستره قبیله ده او نن ورځ یې لوی اکثریت په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې اوسیږې، پدې برسیره په غزني، لوګر، کابل، کندوز او د هیواد په یو شمیر نورو سیمو کې هم اوسیږي، خو هغه هم ددغې ځای څخه کوچیدلي او هلته میشت شوي. ددې قوم هغه برخه چې په خوست پورې اړه لري تقریبي نفوس یې ۸۱۶۸۱ نفرو څخه اوړي [10]، دوی د خوست په نادرشاه کوټ، دوه منده او سپېرې په ولسوالیو کې په غوڅ اکثریت سره اوسیږي، پدې برسیره د خوست ولایت په مرکز، اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالي، ګربز صحرا او د ولایت په نورو سیمو کې هم په کم شمیر سره استوګنه لري. د کرکیلې ځمکې یې کمې دي، شمل خوړ چې د ځدراڼو د تنګي او شمل له درو څخه سرچینه اخلي او مخ په ختیځ بهیږي دغې سیمې ته یې ځانګړي ښکلا وربښلي. د ځدراڼو قوم د ځدراڼو په غرنۍ سیمه کې استوګنه لري او سمه ځمکه یې ډیره لږه ده، طبیعي ځنګلونه او معدني ډبرې یې د مهمو اقتصادي سرچینو څخه ګڼل کیږي. خلک یې خپل منځي مشکلات او مسائل د جرګو او مرکو له لارې حلوي او دولت ته هم د مسائلو په هوارولو کې مراجعه کوي. دا قوم مهم تاریخي، قومي او سیاسي شخصیتونه لري، خو ببرک خان ځدراڼ هغه مهمه سیاسي څېره ده چې د افغانستان په تاریخ کې به یې نوم تلپاتې وي.
 
۴ــ ګربز: وزیر بن سلیمان ددې قبیلې مشر نیکه دی. وزیر د لالي او حدري په نومونو دوه زامن درلودل او حدري هم د موسی درویش، محمود او مبارک په نومونو درې زامن درلودل چې ګربز هم د حدري د ګشر زوی مبارک اولاد دی او اوس د ګربز اولاده یو لوی قوم دی چې د ګربز په نوم یادیږي.[11]
د یوې بلې څیړنې په اساس داسې ویل کیږي چې ګربز اصلا ساپي دي، د ساپیانو په قبیله کې وزیر، مسعود( مسید)، ګربز او کنداري څلور قبیلې راځي، کله چې اریایي قبائلو مهاجرتونه پیل کړل، نو ساپیانو هم د هندوکش د غرونو څخه مختلفو برخو ته مهاجرتونه پیل کړل، چې اکثر یې ختیځ، سهیل ختیځ، لویدیځ، سهیل لویدیځ په لور وو، خو کومې قبیلې چې د سهیل ختیځ او لویدیځ په لور لاړې په هغو کې ګربز، وزیر( ودیر) او معسود وو، چې د دوی لوی نوم( ساپي) په دغو کوچنیو نومونو باندې ویشل شوی.[12]
ګربز لومړۍ په لومړیو کې د وزیرو سره یو ځای اوسیدل، خو کله چې د دوی او بیټنیو ترمنځ جګړې رامنځته شوې، نو د جګړو له امله له خپلې سیمې څخه وتو ته اړ شول او بالاخره خوست ته په کوچ کولو اړ شول [13]. ګربز اوس مهال د ډیورنډ فرضي کرښې په دواړو غاړ کې اوسیږي، خو اکثریت یې په خوست ولایت کې مېشت دي.
څرنګه چې په نولسمه پیړۍ کې انګریزانو د لوی افغانستان په زړه د بېلتون کرښه راکش کړه او لوی پښتون قوم یې سره ووېشه، نو پدې اساس سره د خوست ولایت ځینې برخې د ډیورنډ د فرضي کرښې ایخوا پاتې شوې او کله چې په شلمه پیړۍ کې پاکستان رامنځته شو، نو پاکستان د لومړۍ ورځې تر ننه د خپل تعرضي سیاست پرمخ بیولو هڅه کړي او ددې تعرضي سیاست په نتیجه کې د پاتې افغانستان ډیرې سیمې یې لاندې کړې او پدې اساس سره ډیرې هغه سیمې هم شاملې دي چې د ګربزو قوم پکې میشت دی، نو ځکه ویلی شو چې ګربز د ډیورنډ د فرضي کرښې دواړو غاړو ته میشت دي. د ګربزو قوم یو تن قومي مشر حاجي صیب شاه خان ګربز سره مونږ د ګربزو قوم په لیدنه وکړه او د خپل قوم په اړه یې له مونږ سره ډېرې خبرې شریکې کړې. دده په وینا چې: ګربز د خوست ولایت د ګربزو په ولسوالي کې اوسیږي، نصرالدین، ضیاءالدین، بوري خیل او ایږدن وال د ګربزو څلور لوی ښاخونه دي. مشهور کلي یې، پتلان، لیژه، بوري خیل، ګربز صحرا، شېخ امیر، واړه کلي، عالي داعیه، ژور، لږي خیل، مښې کلی، توده چینه، ایږدن، شاه هید کلی، پتلان، کڅکۍ او.... دي. هغه ګربز چې د پولې بلې غاړې ته په غلام خان( ګلام خان) کې اوسیږي، مشهور خیلونه یې خالي وال، شرخیل او ګلاد خیل دي. د خوست د ګربزو تقریبي نفوس د ۵۲۱۲۷ تنو څخه اوړي.[14]
د ګربزو قوم د ناستې ځای د شېخ امیر کلی دی، د ګربزو اوسیدونکي شېخ امیر ته شاخ امیر وايي، د شاخ یا ښاخ څخه هدف پنډ غالی او د راټولیدو ځای دی، ښاخ یا شاخ چې څانګې ته ویل کیږي، او په څانګه باندې ډېر ډنډکي او منډوکي راټول وي، نو د دوی هدف هم شاید دا وي چې په دغه ځای کې د ګربزو د څلورو واړو ښاخونو امیران راټولیدل، نو ممکن پدې وجهه ورته ښاخ امیر یا شخ امیر، چې اوس ورته شېخ امیر ویل کیږي، ویل شوي وي.
 
۵ــ صبري او یعقوبي: دا دوه قومونه د خوست ولایت د مرکز په شمال ختیځه برخه کې میشت دي، چې د یعقوبیو او صبریو په نوم ګډ اداري واحد لري او د ولایت د مرکز تقریبا ۲۵ کیلو متره واټن لري، مالداري او کرنه، او مزري یې د مهمو اقتصادي منابعوڅخه دي.[15]
بتخانه، زمبرسوري پاڼ، موچۍ، بوخیل ... یې مشهور کلي دي.
۶ــ لکڼ: ددې سره سره چې لکڼ د یوې سیمې نوم دی، بلکې د یوه قوم نوم هم دی، چې اړوند سیمه د لکڼو په نوم یادیږي. لکڼ د خوست ولایت مرکز مربوط کیږي، او د ولایت د مرکز په ختیځه برخه کې د ۱۶ کیلو مترو په فاصله موقعیت لري او تقریبي نفوس یې اتیا زرو تنو ته رسیږي.[16]
لکڼ په دوو برخو وېشل شوي چې یو ته یې وچ لکڼ او بل ته یې توند یا لمده لکڼ ویل کیږي. د لکڼو اقتصادي ژوند په کرنه او مالدارۍ ولاړ دی.
۷ــ علیشېر او تریزي: دا دوه قومونه د علیشیرو او تریزیو په ولسوالي کې مېشت دي. علیشیر د ولسوالۍ په مرکز کې استوګن دی او تریزي د ولسوالۍ په شمال ختیځه برخه کې اوسیږي. کرنه او مالداري ددغو دوو قومونو د مهمو اقتصادي منابعو څخه ګڼل کیږي. د علیشیرو تقریبي نفوس دېرش زره تنه او د تریزیو تقریبي نفوس څلوېشت زرو تنو ته رسیږي.[17]
باید یادونه وکړو چې دا دقیقه سرشمیرنه نده او غالباً ددغو قومونو نفوس تر دغو شمیرنو ډیر زیات وي. پدې ولسوالي کې پر دغو دوو قومونو برسیره نور قومونه، لکه لنډر، صادق ، خرڅین، غلجي کوچیان... هم اوسیږي.
۸ــ ځاځي: د خوږیاڼي د دویمې ښځې د څلورو زامنو له جملې څخه د یو زوی نوم یې ځاځی وو[18]چې اوس یې قوم د ځاځیو په نوم یادیږي. ځاځي هم کرلاڼي پښتانه دي چې نن ورځ په خوست، پکتیا، او کابل کې په زیاته اندازه سره اوسیږي.
ځاځي لومړۍ په اریوب کې مېشت وو او بیا د وخت په تیریدو سره یې ځینې د خوست میدان سیمې ته وکوچیدل، اوس هغه ځاځي چې په میدان کې مېشت دي د میدان ځاځیو په نوم پیژندل کیږي او په خوست ولایت پورې اړه لري، اما هغه ځاخي چې په اریوب کې مېشت دي د اریوب ځاځیو په نوم پیژندل کیږي او په پکتیا ولایت پورې اړه لري. په عمومي ډول سره ځاځي دولس ښاخونه لري، چې نهه ښاخونه یې په اریوب او درې ښاخونه یې په میدان پورې تړلي دي.[19]
هغه ځاځي چې په خوست ولایت پورې تړاو لري، د میدان ځاځیو د ولسوالي په نوم یو اداري واحد لري. میدان ځاځي ښکلي او غرنۍ سیمه لري چې د سیاحت او چکر لپاره ډیره مناسبه او زړه راښکونکي ده. میدان ځاځي د خوست ولایت په ختیځ کې پراته دي او د ډیورنډ فرضي کرښې سره ګډه پوله لري، د پولې هغې بلې غاړې ته د کرمې اجنسۍ د توريو، منګلو او مقبلو قبیلې پراتې دي. میدان ځاځّي ډېر ټینګ قومي تړون لري او د خپل دولت او وطن سره د زړه له تله مینه لري، د تاریخ په هر عصر کې یې د بهرني دښمن په وړاندې جنګیدلي او قومي لښکر یې د خاورې څخه د دفاع په لار کې په میړانه جنګولی دی. د سیمې د یو اوسیدونکي جلال محمد په قول: چې د میدان ځاځيو خپلمنځي جرګو ځای عیدګاه ده، خو کله چې د پولې هغې غاړې خلکو سره په مسائلو کې ناسته کوي، نو بیا یې د جرګو ځای قدم څپر دی چې د ډیورنډ په فرضي کرښه پروت دی. دده په وینا چې د ځاځیو مناسبات د توریو او مالي خیلو قومونو سره چې دواړه شیعه مذهبه دي ډېر ښه دي، ځاځي او دوی په خپلو کې قومي تړونونه سره لريو چې هېڅ لوری به د بل لوري پرضد دښمن نه ساتي. د بنګښو سره چې سني مذهبه دي د ځاځیو مناسبات وران دي، ځکه بنګښ د طالبانو سره مناسبات لري. د میدان ځاځیو مشهور کلي عبارت دي له: داڼي، سترکلی، هاشم خیل، ساړه پیله، شاوویه، عطاخیل، ډنګ کلی او ...څخه.
 
۹ــ مقبل :ــ مقبل د کرلاڼي پښتنو یوه کوچنۍ قبیله ده[20]، چې په اکثریت سره په پکتیا ولایت کې اوسیږياو څلور خواوې یې پدې ډول دي: جنوب ته یې ځاځي میدان او سری پراته دي، لویدیځ ته یې منګل، شمال ته یې څمکني، شمال ختیځ ته یې اریوب ځاځي او ختیځ لوري ته د ډیورنډ له کرښې سره ګډه پوله لري. مقبل د ډیورنډ له پولې هغې غاړې ته هم په لږ شمیر سره په مټه، سترغوزک، سنګر او کمکي غوزک کې اوسیږي چې د سرحد د ننه مقبلو سره نږدې قبیلوي اړیکي لري. [21]
په خوست ولایت کې هم په بیلابیلو ځایونو کې یو شمیر مقبل اوسیږي لکه لکڼ، مندوزي، حبشخیل او پدې برسیره یوه پلرینه د متون د ورغه په کلي کې او همدارنګه د خوست ملي لوبغالي شاته د مقبلو هم یو کلی شتون لري، خو په عمومي ډول او لوی اکثریت سره چې په خوست کې مېشت دي هغه د منګلو جنوب ته اوم کې اوسیږي چې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ مربوط کیږي ، اوهلته خپل میشت ځایونه لري.[22] چې په لویدیځ ګاونډ کې یې ارزه او ځني خیل پراته دي.
۱۰ــ اسمعیل خیل او مندوزي: دا دوه بیل قومونه دي چې د خوست ولایت د مرکز څخه ۱۳ کیلو متره لیرې لمر لویده طرف ته د اسمعیل خیلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې اوسیږي. نفوس یې تر اویا زرو تنو اوړي، پراخې اوبیزې او للمي ځمکې لري، او اکثریت خلک یې په تجارت بوخت دي. [23]
مټه خان، برهم خیل، بهرام خیل، توره اوړۍ، دیګان، حیدرخیل، عبدالکریم پیران، دلپوري، ډډوال، زیړۍ ترخه، ورزه، څړبنی، اڅړ... د اسمعیل خیلو او همدا ډول حسن محمد کلی، حسن زي، دورنامي، شبو خیل، شډل، دروي خیل، دکانو کلی، پائنده خیل... د مندوزیو مشهورکلي دي.
اسمعیل خیل او مندوزي هم خپلمنځي مسائل د جرګو او مرکو له لارې هواروي. د اسمعیل خیلو د جرګو او مرکو ځای د حیدرخیلو کلي ډاګونه دي چې هلته سره راتولیږي. د مندوزیو د پریکړو او جرګو ځای لوړ درمندونه دي.
۱۱ــ بابکرخیل: بابکرخیل اصلا د احمدزیو یو ښاخ دی، چې په پکتیا، لوګر، ننګرهار، لغمان او یو شمیر نورو ولایتونو کې مېشت دي. مونږ د ټولو بابکرخیلو په اړه څیړنه نه کوو، بلکې زمونږ د بحث وړ موضوع هغه بابکرخیل دي چې د خوست په ولایت پورې اړه لري. دا قوم د خوست ولایت په شمال ختیځه برخه د باک په ولسوالي کې اوسیږي، د باک په ولسوالي کې بابکرخیلو سره یو ځای نور واړه قومونه هم ژوند کوي.[24]
کرنه، مالداري، خاورین لوښي او د مزرو څخه جوړ شوي شیان یې مهمې اقتصادي سرچینې تشکیلوي. د باک ولسوالي د خوست مرکز څخه ۳۴ کیلو متره اوږدوالی لري، چې د مرکز او ځاځي میدان ترمنځ په غځیدلي سرک باندې پراته ده، مجموعي نفوس یې د پنځوسو زرو تنو ته رسیږي. د باک ولسوالي ډیره ښکلي او زړه راښکونکي منظره لري، له یوې خوا د کروندې ځمکې او پریمانه اوبه او له بلې خوا شنې درې، شنې غونډۍ او غرني جوړښت دې سیمې ته طبیعي ښکلا وربښلي.( لیکوال)
تره کۍ، انار کلی.... یې مهم کلي دي.
۱۲ــ غلجي کوچیان: غلجي کوچیان د خوست ولایت په ختیځه، جنوب ختیځه، او شمالي برخو کې اوسیږي، ددې قوم عمده ښاخونه، احمدزي، سلیمانخیل، سلطانخیل، نیازي، دولت زي او ملاخیل تشکیلوي. تجارت او مالداري یې مهمې اقتصادي منابع جوړوي، خپلمنځي مشکلات د جرګو او مرکو له لارې هواروي. دغه کوچي قبائل په اوړي کې د هیواد لوړو، سړو او سرسبزو سیمو ته ځي او په مني او ژمي کې بیا خوست ته راځي او یو شمیر یې دلته په خوست کې دائمي ژوند کوي، ددې قوم تقریبي نفوس ۱۸۰۰۰۰ تنه اټکل شوی.[25]
۱۳ــ متون / متونوال: متون ددې سره سره چې د یوې سیمې نوم دی، خو ترڅنګ یې د یوه قوم نوم هم دی، چې د متون قوم اوسیدونکو ته متونوال ویل کیږي. د اداري پلوه متون د خوست ولایت مرکز هم دی، چې د خواجه متون بابا په ځمکو او جایدادونو کې اباد شوی. ماڼۍ، خلصه، ورغه کلی، مهديخیل، توره اوړۍ، خبش خیل، درکوټي، کوړیان... یې مشهور کلي دي. پدې برسیره واړوکی میسغور او ستر میسغور هم د متون په سیمه پورې تړلي دي. د متون مجموعي نفوس تر ۶۴۳۷۶ تنو اوړي.
یادونه: په خوست ولایت کې پر یادو قومونو برسیره نور واړه قومونه هم شته لکه: خرڅین، اڅړ، وزیر، هندوان( اهل عنود)، قدم، لنډر، صادق، شمل يي، نورزي، ملیزي..... چې مونږ یې د زیات بحث څخه ډډه کوو.
 
[1] د پښتنو قبیلو شجرې، ۲۳۵ مخ. لیکوال: سیال مومند. ۱۳۶۷ هـ ش، جدون پریس پشاور.
د پښتنو قبیلو شجرې، ۲۸۲ مخ. لیکوال: سیال مومند. ۱۳۶۷ هـ ش، جدون پریس پشاور.[2]
خوست پیژندنه۲۴ مخ[3]
[4] د پښتنو قبیلو شجرې، ۲۸۳مخ. لیکوال: سیال مومند. ۱۳۶۷ هـ ش، جدون پریس پشاور.
[5] خوست پېژندنه، ۲۴ مخ.
[6] په پکتیا کې د شخړو د دودیز حل لارښود، ۲۶ مخ. ۲۰۱۴م
USIP= The United State Institute of peace
[7] په پکتیا کې د شخړو د دودیز حل لارښود، ۲۶،۲۷ مخونه. ۲۰۱۴م
[8] په پکتیا کې د شخړو د دودیز حل لارښود، ۲۶،۲۷ مخونه. ۲۰۱۴
[9] خوست پېژندنه، ۲۳ مخ
[10] خوست پېژندنه، ۲۶،۲۷ مخونه
[11] د پښتنو قبیلو شجرې، ۲۱۳مخ. لیکوال: م.ج. سیال مومند
[12] ساپیان څوک دي.۲۸ـ۳۷مخونه.۱۳۹۳، د ساپي پښتو د څیړنو او پراختیا مرکز. لیکوال: سیف الرحمن شادمان( توره کی).
[13] د پښتنو قبیلو شجرې، ۲۸۱مخ. لیکوال: م.ج. سیال مومند.
[14] خوست پیژندنه، ۲۵مخ.
[15] خوست پیژندنه، ۳۴مخ.
[16] خوست پیژندنه.
[17] خوست پیژندنه، ۳۲،۳۳مخونه
[18] د پښتنو قبیلو شجرې، ۲۱۲ مخ.
[19] خوست پیژندنه، ۴۲، ۴۳مخونه
[20] د نړۍ او بشریت تاریخ ته لنډه کتنه، د پښتنو قبیلو شجرې او مېنې، ۳۴۹ مخ. لیکوال: پوهنوال محمد عمر روند میاخیل. میوند خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۳ هـ ش.
[21] په پکتیا کې د شخړو د دودیز حل لارښود، ۲۶،۲۷ مخونه. ۲۰۱۴
[22] د استاد انور اڅړ راټول شوي مالومات، د سیمې یو اوسیدونکی.
[23] خوست پېژندنه
[24] خوست پیژندنه، ۳۵مخ.
[25] خوست پیژندنه، ۳۷مخ.

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1542

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1504

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1704

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2205

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6458

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…