د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خوست پېژندنې لارښود / ۲ څپرکی

b_150_100_16777215_00_images_khost12.jpg

 

 

دویم ــ تاریخچه
د هیواد په پخوانیو تشکیلاتو کې خوست ولایت د جنوبي د اعلی حکومت یوه برخه وه، د امان الله خان د واکمنۍ پرمهال کله چې هیواد په پنځو ولایتونو او څلورو اعلی حکومتونو وویشل شو ، نو خوست د جنوبي سمت د اعلی حکومت یوه برخه وګڼل شوه.
د ۱۳۰۰ ــ ۱۳۴۳ هـ ل کال پورې بیا د افغانستان په اداري تشکیلاتو کې د پام وړ بدلون رانغی، په ۱۳۴۳ کال کې د لومړي ځل لپاره د هیواد د اساسي قانون او د ډیموکراسۍ د تزبیق په موخه د افغانستان په اداري تشکیلاتو کې بنسټیز بدلون راغی، د بدلون یوازینی علت داوو چې د ځینو اداري واحدونو مرکزونه دومره لیرې ول چې خلکو په اسانۍ سره ورته رسیدنه نشوه کولای او نظام د خلکو غوښتنو ته پر وخت ځواب نه شو ویلی. د هیواد اداري تشکیلات په لومړي ځل په ۱۳۴۳ ل کال کې په ۲۹ ولایتونو وویشل شو، ولایتونه چې د والي لخوا اداره کیدل بیا په لویو ولسوالیو، ولسوالیو، لومړۍ درجه، دویمه درجه، دریمه درجه او څلورمه درجه علاقه داریو وویشل شول؛ خوست هم د پکتیا ولایت د لویې ولسوالي په توګه وپېژندل شو، د یوه کال د تیریدو وروسته د هیواد اداري تشکیلاتو کې لږ څه توپیر راغی، هیواد په ۲۸ ولایتونو وویشل شو، کټواز او ارګون په غزني او پکتیا ولایتونو پورې وتړل شول، په ۱۳۵۲ــ ۱۳۵۷ پورې د هیواد په اداري تشکیلاتو کې یو ځل بیا هم لږ بدلونونه پېښ شول، په ۱۳۵۳ ل کال کې د کونړ او کاپیسا ولایتونه لویې ولسوالیو ته راښکته شول، کونړ په ننګرهار او کاپیسا په پروان پورې وتړل شول او په دې برسیره په اداري واحدونو کې هم څه ناڅه واړه بدلونونه منځته راغلل.
د ۱۳۵۷ کال څخه وروسته اداري مسائل د نورو ټولنیزو او اقتصادي مسائلو غوندې په پام کې ونیول شول، د ۱۳۵۹/۱۰/۱۴ نیټې د وزیرانو شورا د ملکي ویش په غونډه کې درې نوي اداري واحدونه ، لوګر، کاپیسا او میدان وردګ د ولایتونو پّ توګه منظور کړل، پدې ډول په ۱۳۶۰ ل کال کې د هیواد اداري جوړښت بیرته په ۲۹ ولایتونو او دوه لویو ولسوالیو ، ۱۸۳ ولسوالیو او ۱۰۱ علاقه داریو وویشل شو. [1]
په ۱۳۶۳ ل کال کې د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پرمهال خوست د لویې ولسوالۍ له کچې په لومړي ځل سره ولایت ته ارتقا وکړه [2]او تر ۱۳۹۲ کال پورې یې د دریمې درجې ولایتونو له جملې څخه شمیرل کیده ، خو په ۱۳۹۳ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان په اساس چې یو شمیر ولایتونه د دویمې درجې څخه لومړۍ درجې او یو شمیر د دریمې څخه لومړۍ درجې ته راغلل خوست هم دویمې درجې ته ارتقا وکړه. خو باید یادونه وکړو چې خوست ولایت د لومړۍ درجې ولایتونو ټول شرائط پوره کړي او خوستوالو هر وخت چې د مرکزي دولت د لوړپوړو چارواکو سره لیدنې کتنې کړي او د لومړۍ درجې د ارتقا غوښتنه یې ځینې کړي.
www.khost-web.net
دریم ــ موقعیت: خوست د هېواد په جنوب ختیځ کې پروت دی، شمال او شمال لویدیځ ته یې د پکتیا ولایت، لویدیځ ته یې پکتیکا او جنوبي وزیرستان موقعیت لري، جنوب ته د شمالي وزیرستان سره ګډه پوله لري، او په ختیځ کې یې د کورمې اجنسي پراته ده.
 
څلورم ــ ژبه او مذهب: د خوست خلک پښتانه دي او ټول یې په پښتو ژبه خبرې کوي. د مذهب په لحاظ سني مذهبه دي او د حنیفي مذهب پیروي کوي.
پنځم ــ اداري تشکیلات: خوست ولایت پر مرکز برسیره ۱۲ ولسوالۍ لري. مرکز یې په ( متون، لکڼ، او شمل) درې برخو ویشل شوی. ولسوالۍ یې په ترتیب سره عبارت دي له: دوه منده، سپېره، نادرشاه کوټ، مندوزي او اسمعیل خیل، تـڼي، ګربز، علیشیر او تریزي، ځاځي میدان، باک، یعقوبي او صبري، موسی خیل،او قلندر څخه. خوست د ډیورڼد د فرضي کرښې سره ګډه پوله لري، سپېره، تـڼي، ګربز، علیشیر او تریزي، او ځاځي میدان یې سرحدي ولسوالۍ دي.
اوس مهال په خوست کې ټول اداري بنسټونه فعال دي، او په لاندې ډول دي:
۱ــ د سیمه ییزو ارګانونو خپواکه اداره، ۲ــ د کلیو پراختیا ریاست، ۳ــ د ټاکنو ولایتي کمیسیون، ۴ــ د ټولګټو ریاست،۵ــ د ښار جوړونې ریاست، ۵ــ د کرنې ریاست، ۶ــ د حج اوقافو ریاستو ،۷ــ مستوفیت ریاست، ۸ــ د کانونو ریاست، ۹ــ د ښاروالۍ ریاست، ۱۰ــ د عدالیې ریاست، ۱۱ــ ترانسپورټ ریاست، ۱۲ــ پوهنې ریاست، ۱۳ــ عامې روغتیا ریاست، ۱۴ــ مخابراتو ریاست، ۱۵ــ اطلاعات او کلتور ریاست، ۱۶ــ د مهاجرینو ریاست، ۱۷ــ چاپیریال ساتنې ریاست، ۱۸ــ د ښځو چارو ریاست، ۱۹ــ څارنوالۍ ریاست، ۲۰ــ د غلام خان بندر ریاست، ۲۱ــ اقتصاد ریاست، ۲۲ــ د سرحدونو او قبائلو چارو ریاست، ۲۳ــ ګمرک ریاست، ۲۴ــ د شمل خرم اوبیزې خوضې ریاست، ۲۵ــ د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې ریاست، ۲۶ــ پوهنتون ریاست، ۲۷ــ د نفوسو د اخوالو د ثبل لوی مدیریت، ۲۸ــ د مخدره توکو پرضد د مبارزې ریاست، ۲۹ــ د محبس آمریت،۳۰ــ د کار او ټولنیزو چارو ریاست، ۳۱ــ د مرکزي احصايې آمریت، ۳۲ــ د راډیو تلویزیون آمریت، ۳۳ــ د اداري اصلاحاتو کمیسون آمریت، ۳۴ــ امنيې قومانداني، ۳۵ــ د جوچیانو آمریت، ۳۶ــ د نفتي موادو مدیریت، ۳۷ــ د المپیک آمریت، ۳۸ــ د اراضي خپلواکه اداره، ۳۹ــ د بهرنیو چارو ریاست، ۴۰ــ د هوايي ډګر مدیریت، ۴۱ــ د سوداګرۍ او صنایعو آمریت.
شپږم ــ سرحدي مسائل:
خوست د ډیورنډ د تخمیلي کرښې سره جوخت پروت دی، ددې کرښې په اساس پښتون قوم په ډېرې جفا او جبر سره بیل شوی، د دښمن د پلان په اساس داسې شوي چې د کلي یو جمات، یو کلی، یوه حجره او ان یو کور په دوو برخو ویشل شوی. د ډیورنډ فرضي کرښه په حقوقي لحاظ هم هېڅ اعتبار نلري، خو د دښمن د زور او ځواک په اساس دغه کرښه رامنځته شوي او تر ننه پښتون قوم ددې کرښې له وجهې کړیږي. د امیر عبدالرحمن د واکمنۍ پرمهال دغه کرښه په ډېر جبر سره د لوی افغانستان په سینه راتیره شوه، کله چې د وزیرستان غیرتي ولسونه خبر شول، نو په امیر عبدالرحمن خان ته یې خلک ور ولیږل چې زمونږ په سر باندې به مو سودا نه وي کړي. د یارمحمد وزیري د قوله چې زمونږ د سیمې محور او مشر ملا پائنده اخوند د موضوع وضاحت ترې وغوښت، خو امیر ځواب ورکړ چې تاسې نور زمونږ په حاکمیت کې نه یي. دا داسې یو مهال وو چې د پښتون قوم د دښمن د دسیسې په اساس په په زور او جبر په دوو برخو ویشلی شوی وو، او د یوه امیر په خوله دا ډول خبره بیخي بل ډول بریښي. په هر صورت د خوست د سیمې څخه د ډیورنډ کرښې تیریدل هم ډېره بوږنوونکي ده، دلته هم داسې شوي چې یو جمات په دوو برخو ویشل شوی، یو قوم او یو کلی په دوو برخو په جبر سره بیل شوی. د غلام خان په سیمه کې کرښه د جمات ترمنځ تیره شوي. غلام خان هم یو مخور قومي مشر وو، چې دغه سیمه اوس دده په نوم یادیږي. د پاکستان په منځته راتګ سره او بیا په وروستیو کلونو کې ترننه افغانستان ته د ورپېښو بدبختیو له وجهې د خوست ولایت زیاتې سرحدي سیمې د پاکستاني ځواکونو له لوري نیول شوي. په بتۍ تاڼه، ببرک تاڼه، همدا ډول د علیشیرو او تریزیو ولسوالي، ګربزو ولسوالي په مختلفو برخو کې زمونږ خاوره د پاکستاني ځواکونو له لوري لاندې شوي. که څه هم په اړوندو ساحو کې زمونږ د سرحدي ځواکونو له لوري ورسره مقاوت شوی، خو دښمن زمونږ سیمه لاندې کړي. د دې سیمې لاندې کول په په تیرو دیارلسو کلونو او بیا په اوس وخت کې بیخي زیات شوی، پاکستاني ځواکونه همیشه د تیارسۍ پّ حال کې وي او زمونږ د سیمو د لاندې کولو په هڅه کې دي. د طالبانو د واکمنۍ پرمهال که څه هم دښمن د افغان خاورې لاندې کولو ته هڅې کولې خو اندازه یې دومره زیاته نه وه، د طالبانو په وخت کې یو وخت اوازه وه چې پاکستان غواړي چې خوست د پاکستان پنڅه صوبه شي، خو دا کار نه یوازې ونه شو بلکې زمونږ خاوره هم زیاته ونه نیول شوه.د خلکو له قوله چې ، د غلام خان سیمه د دواړو هیوادونو د موټرو پرمخ پرانستي وه، خو د انتقالي ادارې راپدیخوا دغه سیمه د پاکستاني ځواکونو تر حاکمیت لاندې راغله. په ۲۰۰۱ م کې زه د غلام خان له لارې میرانشاه او بیا بنو ته لاړم، ما د غلام خان په سیمه کې هغه پخوانۍ دروازه ولیده چې په پخوا وختونو کې د دې دروازې دیخوا د غلام خان اډه وه او ایخوا یې پاکستاني پوستې وې، خو ددروازې پاکستاني ځواکونه څو کیلو متره د افغانستان په خاوره کې نوې پوستې جوړې کړي وې. د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پرمهال د غلام خان په سیمه کې د غلام خان لمسي حاجي صیب بدر کي د پاکستاني ملیشي سره نښته وکړه او حاجي صیب د غلام خان له سیمې څخه کډوالۍ ته اړشو. اوس مهال چې (۱۳۹۴/۴/۲۸) چې زه د غلام خان سیمې ته لاړم او د سیمې څخه مو لیدنه وکړه، نو داسې بریښي چې تر پنځو کیلو مترو زیاته ساحه پاکستاني ځواکونو نیولي، ټول غلام خان یې تر خپلې والکې لاندې راوستی او د افغانستان په داخل کې ډېرې لوړې څوکې یې نیولي او د پاکستان جنډه پرې رپانده ده. د سیمې د خلکو له قوله او همدا ډول د خوست د ولایتي شورا د ځینو وکیلانو په وینا چې په خوست کې میشتو بهرنیو ځواکونو خپل سري نقشه جوړه کړي او زمونږ خاوره یې پاکستان ته ورکړي. بهرنیو ځواکونو داسې نقشه جوړه کړي وه چې نوموړي ساحه کې به د دوستۍ په نوم دروازه جوړوي، خو ولایتي شورا دا کار ورباندې بند کړ. خلکو د دروازې جوړولو مخالفت وکړ.
www.khost.org
 
[1] ــ د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان سرحدونه او اداري ویش، ۴۱ـ ۴۴ مخونه. لیکوال: پوهاند غلام جیلاني عارض. د ختیځ د بیارغونې اداره.
 
[2]- څاروان، خپلواکه، ادبي، فرهنګي، سیاسي او ټولنیزه مهالنۍ، لومړۍ کال، دریمه ګڼه،۳مخ، ۱۳۸۶ ثور، د میرناګل تڼیوال لیکنه.

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1542

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1504

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1704

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2205

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6458

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…