د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خوست پېژندنې لارښود /۱څپرکی

b_150_100_16777215_00_images_khost_1.jpg

 

 

 

د کتاب پېژندنه
د کتاب نوم: د خوست پېژندنې لارښود
لیکوال: عبدالرؤف ننګیال
د دندنې ځای: د تحقیق او مطالعاتو ریاست، د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت
 
 
فهرست
لومړۍ برخه
 
لومړی څپرکی
عمومیات
 
لومړی ــ نومونه
دویم ــ تاریخچه
دریم ــ موقعیت
څلورم ــ ژبه او مذهب
پنځم ــ اداري تشکیلات
شپږم ــ سرحدي مسائل
 
دویمه برخه
 
دویم څپرکی
قومونه او د واک جوړښتنونه
 
لومړی ــ قومونه او قومي جوړښتونه
دویم ــ په خوست کې د واک جوړښتونه
 
دریم څپرکی
سیاسي مسائل
 
لومړی ــ د تاریخ هېنداره، د خوست سیاسي او ستراتیژیک ارزښت
دویم ــ د خلکو او دولت مناسبات
دریم ــ د افغان ــ انګلیس دویمه جګړه او کورمې محاذ
څلورم ــ د خپلواکۍ جګړه او د خوستوالو ونډه
پنځم ــ د اړ دوړ دوره او د ارګ فتح
شپږم ــ د جهاد په کلونو کې د خوست ارزښت
اووم ــ د تروریزم په نوم د تپل شوې جګړې اغېزې
اتم ــ سیاسي او مدني جریانونه
څلورم څپرکی
اقتصادي وضعیت
لومړۍ ــ کانونه او تر ځمکې لاندې زیرمې
دویم ــ غرونه او ځنګلونه
دریم ــ اوبـه او برېښنا
څلورم ــ کرنه او مالداري
 
پنځم فصل
ټولنه او ټولنیز مسائل
 
لومړۍ ــ تعلیمي مسائل
دویم ــ روغتیا
دریم ــ بیا رغونه او اړتیاوې
 
دریمه برخه
کلتور او مطبوعات
 
شپږم څپرکی
د خوست د خلکو کلتور او فلکور
 
اووم څپرکی
خوست او د خوست یو شمېر سیمې د پښتو په ولسي ادبیاتو کې
 
لومړی ــ په ولسي لنډیو کې
دویم ــ په ولسي سندرو او سروکو کې
دریم ــ په پښتو متلونو کې
 
اووم څپرکی
مشاهیر
 
لومړی ــ سیاسي او قومي شخصیتونه
دویم ــ علمي او فرهنګي شخصیتونه
دریم ــ اوسنی ځوان فرهنګي کهول
څلورم ــ د خوست ولسي شاعران
http://www.khost-web.net
نهم څپرکی
تاریخي ځایونه او مشهور زیارتونه
 
لسم څپرکی
فرهنګي او مطبوعاتي بهیر
۱ــ ادبي او کلتوري ټولنې او بهیرونه
۲ــ غږیزې او تصویري رسنۍ
۳ــ چاپي رسنۍ
 
یوولسم څپرکی
لوبې او ورزش
 
سریزه
انسان چې یو ټولنیز مخلوق دی، نو څښتن تعالی په ټولنه کې د اوسیدو سپارښتنه هم ورته کړي. پدې اساس سره اړ دی چې په یو جغرافیه وي چاپېریال کې د نورو سره ګډ ژوند وکړي. همدا ډول د سیمو او منطقو ښېرازي، پرمختګ او د مدنیتونو رامنځته کول هم په انساني هڅو پورې اړه لري، خو خدای ج د انسانانو لپاره ښکلي طبیعي جوړښتونه رامنځته کړي، غرونه، رغونه، سمې، دښتې، ځنګلونه، کاني زیرمې، اوبه... هغه څه دي چې خالق تعالی په خپلو بنده ګانو پیرزو کړي، څو دده بنده ګان ورڅخه ګټه واخلي او سوکاله او ښیرازه ژوند پرې وکړي. افغانستان هم یو ښکلی او د ښکلي طبیعي جوړښت لرونکی هیواد دی، زړور او د خدای ج د مینې بنده ګان پکې اوسیږي، افغانان یو او بل ته مینه، درنښت او احترام لري، له یو او بل سره مرسته او همکاري کوي او د خپل اسلامي افغان هویت په اساس یې پدې خاوره کې کلونه کلونه سره ګډ ژوند کړی، په راتلونکي کې هم ددې فلسفې په اساس سره ژوند کوي او ددې مفکورې په اساس یې تل د بهرني دښمن په وړاندې په ډېرې زړورتیا سره د خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو څخه دفاع کړی. دا چې افغانستان د افغانانو کور او د اوږده او لرغوني تاریخ لرونکی دی، نو پدې اساس سره اړینه ده چې د هرې سیمې، او د هر قوم د تاریخ، شتون، کارنامو، کلتور، میړانې.... په اړه څه ولیکل شي. نو ځکه د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت هم اړینه وګڼله چې د یوې ناسپړل شوې سیمې (خوست) په اړه څه ولیکلي. د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت تل هڅه کړي چې د هېواد د مختلفو سیمو او قومونو په اړه دقیق معلومات راټول کړي، چې پدې لړ کې د تحقیق او مطالعاتو ریاست ډېرې څیړنې کړي، د ځینو په اړه یې ډېر دقیق معلومات او د ځینو په اړه یې بیا لومړني لاس معلومات راټول کړي. د خوست په اړه تر دې مهاله مونږ کومه څیړنه نه وه ترسره کړي او ددې جغرافیې د تاریخ او ارزښتونو په اړه مونږ کوم کره شواهد نه درلودل، او د معلوماتو د لاسته راوړو دپاره اړینه وه، چې یوه کره او دقیقه څیړنه ترسره شي، هغه وو چې د تحقیق او مطالعاتو رييس صیب خیال الدین صدیقي، دغه دروند پیټي ما ته وسپاره، علت دا وو چې له یوې خوا زه د خپلې سیمې د تاریخ، ادب، ارزښتونو، جغرافیې، قومونو، شخصیتونو او.... په اړه د معتبرو خلکو څخه دقیق او کره معلومات راټول کړم او له بلې خوا ددې سیمې او وګړو حقیقي انځور وړاندې کړم، پدې اساس سره ما زیاته خواري کړي چې کره معلومات په لاس راوړم، خو بیا هم د معلوماتو د کمښت او د مختلفو لاملونو له وجهې ما وبښئ، ځکه ترکومې چې اړینه وه هغه ډول ما ددې سیمې د تاریخ، کلتور، کارنامو، تاریخي پېښو، تاریخي ارزښتونو، خدايي خدمتګارانو.... په اړه پوره معلومات پدې ټولګه کې راټول نه کړل، خو تاسې دا ټولګه د څیړنې پیل وګنئ. په راتلونکي کې به مونږ په خپله او هم د نورو لیکوالو پرمټ وشو کولای چې ددې سیمې په اړه بډایه معلومات په لاس راوړو، زمونږ کوښښ دا دی چې د خوست د هر قوم، هرې ولسوالۍ، هرې درې، پرښې، سمڅې... په اړه څیړنې وکړو، ترڅو له یوې خوا تاریخي حقایق راته څرګند شي او له بلې خوا پدې وپوهیږو چې زمونږ مشرانو کومې قربانۍ ورکړي، پدې سیمه باندې څوک تېر شوي، پخوانی جوړښت یې څه ډول وو، تاریخي ځایونه یې د کومه اړخه د ارزښت لرونکي دي....
پدې ټولګه کې مونږ په څو مسائلو لنډ غوندې بحث کړی، لومړۍ مو جغرافیه وي مسائل په لنډو څیړلي، دویم څپرکی مو قومونو او د واک جوړښتونو ته ځانګړی کړی، په دریم څپرکي کې مو ددې سیمې په سیاسي مسائلو لنډه رڼا اچولي. همدا ډول مو په کتاب کې په کلتوري، علمي، اقتصادي، روغتیايي مسائلو، لوبو، سیاسي جریانونو هم لنډه کتنه کړي. خوست او د خوست یو شمیر سیمې مو د ولسي ادبیاتو په رڼا کې هم څرګندې کړي او بیلابیل سروکي، لنډۍ او ولسي سندرې مو پکې راوړي، خو د خوست او د خوست د هرې سیمې، شخصیتونو پوره انځور مو ځکه ندی وړاندې کړی، چې له یوې خوا مو پوره او واسیع معلومات په لاس کې نلرل او له بلې خوا څرنګه چې موضوع ډېره پراخه وه او وخت کم وو، نو د وخت د کمښت په اساس مو ونه شو کولای چې خپله څیړنه په ټولیز ډ‌ول تکمیل کړو. خو بیا هم یو ځل د خوست د ټولو لیکوالو څخه غوښتنه کوم چې د خپلو سیمو، شخصیتونو، تاریخي ځایونو، تاریخي پېښو..... په اړه څیړنې سر له اوسه پیل کړئ او دا کار خپله دنده وبولي، ترڅو په راتلونکي کې کره مالومات په لاس کې ولرو. په پای کې د ټولو هغهو دوستانو څخه چې زما سره یې د خوست پېژندنې کتاب د مالوماتو په موندنه، بډاینه او را ټولونه کې مرسته کړي، قدرداني ترې کوم او د زړه له تله یې په مینه لمانځم.
په درنښت
عبدالرؤف ننکیال
د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت
د تحقیق او مطالعاتو ریاست
د څیړونکو بورډ
 
http://www.khost-web.net
 
لومړۍ برخه
لومړی څپرکی
عمومیات
لومړی ــ نومونه:د افغانستان په تاریخ کې خوست په سیاسي، نظامي، کلتوري او ټولنیز لحاظ همیشه مهم او پرځای رول لوبولی او څیړونکي یې د هیواد د سیاسي برخلیک ټاکلو دروازه بولي، ځکه همیشه د دې سیمې د خلکو ملاتړ نظام ته ثبات وربښلی او مخالفت یې د هیواد د نظامونو د سقوط سبب ګرځیدلی.[1]
دغه ولایت چې د هیواد په جنوب ختیځ کې پروت دی، تر اوسه یې د تاریخچې او نومونې په هکله کره او دقیق مالومات نلرو، څو ووایو چې دغه ولایت ته په پلاني وخت کې دغه نوم استعمال شوی او یا ووایو چې په پلانۍ تاریخي دوره کې یې دغه سیاسي موقف درلود او د دې موقف له مخې یې دغه نوم خپل کړی. خو د خلکو د خولو او د ځینو څیړونکو د روایاتو څخه په استفادې کولای شو چې د دغه ولایت د نوم د مفهوم او د نومونې په هکله لومړني روایاتي مالومات وړاندې کړو. د دې لپاره چې د نومونې وجهې ته یی راشو لومړۍ باید ووایو چې خوست په افغانستان کې د څو او کومو سیمو نوم دی؟ او د هیواد دباندې دخوست په نوم کوم ځای شته او کنه؟ علامه عبدالشکور رشاد وایي چې د جغرافیه وي نوم په توګه خوست په افغانستان کې د څلورو سیمو نوم دی او د ایران په ختیځه برخه کې د قاین په نوم یو ځای دی چې هلته هم د خوست په نوم یوه کوچنۍ سیمه شته.
علامه رشاد وایي چې په افغانستان کې څلور خوسته په لاندې ډول دي: د هندوکش خوست چې خوست او فرنګ هم ورته وایي او نن ورځ د بغلان ولایت په دوو بیلابیلو ولسوالیو ویشل شوي، دوهم د غور خوست دی چې علامه رشاد یي هم دقیق ځای او موقعیت ندی په ګوته کړی، دریم د شینډنډ او فراه ترمنځ یوه کوچنۍ سیمه د خوست په نوم ده چې د فراه څخه ۷۰ کیلو متره فاصله او د شینډنډ څخه ۸۹۳ کیلو متره فاصله لري او څلورم د پکتیا خوست دی چې نن ورځ د هیواد د څلور دیرشو ولایتونو د جملې څخه یو مهم ولایت دی.[2]
د هیواد په پخوانیو تشکیلاتو کې خوست د پکتیا ولایت د یوه لوی حکومت په توګه اداري جوړښت درلود او دغه سیمه د یوې درې په شکل د ختیځ څخه لویدیځ ته غزیدلي ده او شمل رود چې د ځدراڼو د غرونو څخه سرچینه اخلي او مخ په لمر خته بهیږي، دې سیمې ته یې ځانګړی ارزښت وربښلی دی.[3]
د خوست پیژندنې کتاب چې د ترکیبي کمسیون لخوا چې د بیلابیلو لیکوالو له لوري د خوست والي عبدالجبار نعیمي په هدایت په ۱۳۹۱ کال کې د خوست په اړوند لیکل شوی، د خوست د تسمیی په اړوند وایي چې د خوست لغوي مانا جزیره یا د درې په منځ کې وچې ته ویل کیږي او پدې اړوند نوموړی لیکوال خپل نطر پدې ډول څرګندوي:(( په غالب ګمان پدې سیمه کې د خلکو د میشتیدو نه ډیر کالونه پخوا هغه خواړونه چې د ځدراڼو، منګلو او تڼیوله سیمو څخه مخ په ختیځ رابهیدل، ټولې اوبه به یې په خوست کې زخیره کیدې او د اوبو وتلو کومه لار نه وه او دغو اوبو د یوه لوی ډنډ شکل غوره کړی وو، چې د وخت په تیریدو سره پکې زیات بحري حیوانات را پیدا شول او امکان لري چې دغو حیواناتو په سلګونه کاله پدې سیمه کې ژوند کړی وي، خو کله چې اوبو د تګ لاره پیدا کړه او اوبو مخ په ختیځ روانې شوې، نو اوبو ورو ورو په کمیدو پیل وکړ او دبحري حیواناتو ژوند هم په خطر کې شو، خو د اوبو د وچیدو سره سم انسانانو ته پدې سیمه کې د استوګنې او میشت کیدو زمینه برابره شوه او دغه سیمه بالاخره په یوه ښه حاصلخیزه سیمه واوښته او اوبه یې په عادي شکل د خواړونو په بڼه جریان پیدا کړ.[4]
که څه هم سړی په دقیقه توګه نشي ویلی چې خوست په کومه وجه دغې سیمې ته استعمال شوی، خو کله چې سړی د خوست د جغرافیه وي موقعیت ته نظر کوي نو داسې مالومیږي چې ، په پخوا وخت کې پدې سیمه کې د داسو ځایونو شتون درلود چې شاو خوا به یې زخیره شوي اوبه وې او په منځ کې به یی وچې سیمې وې، نو ویلی شو چې خوست د جزیرې په مانا دی، ځکه پخوا ټولې سیمې ته خوست نه ویل کیده او یوازې خوست پدغو جزیره یی ځایونو باندې محدود وو ، خو د وخت په تیریدو سره دغې نوم او سیمې پراخوالی موندلی او نن ورځ خوست د یوې پراخې سیمې او د هیواد په اداري تشکیلاتو کې د یوه ولایت نوم دی . که څه هم دا نظر دقیق ندی او ډیرو ته به د منلو وړ نه وي، ځکه د دې جغرافیی په هکله کره تاریخي اسناد په لاس کې نلرو او تاریخي روایات هم د دې سیمې د نومونې په هکله کم دي، خو د جزیرې مانا یې تر یوې اندازې سمه ده، ځکه کله چې دې سیمې ته وکتل شي نو هر لور ته دنګ او اوچت غرونه لري چې اوبه یې داخل ته را توییږي او په داخل کې شاید په پخوا وختونو کې اوبه د لویو خوضونو په شکل ډنډ شوي وي او د دې خوضونو په منځ کې شاید ځینې وچې سیمې هم وي او د خوست ځینې اوسیدونکي او تاریخي خلک چې د خوست په اړوند څه ناڅه مالومات لري زه ورسره ناست یم او دوی هم داخبره کړي چې خوست د خوض څخه اخیستل شوی او ورورسته د تاریخ په تیریدو سره په خوست اوښتی چې همدا د اوبو د ډنډ مانا ورکوي. که مونږ د خوست ښار او د هغې شاوخوا ساحو ته وګورو نو داسې مالومیږي چې د ښار شاوخوا سیمو څوزره کاله پخوا ښه زیاته اوبه درلوده او د ښار شاوخوا ډیر لوړ ځایونه (غونډي) هم شته او له بل خوا که مونږ د خوست یو شمیر هغو سیمو ته چې خوستوال ورته جابې وایی وګورو، نو ویلی شو چې دغه جابې لمدې سیمې دي چې ټوله خاوره یې اوبه لري او دغه لمدې سیمې تر دې ورستیو کالونو پورې پدې ډول پاتې شوي وې چې ځای ځای دغه جابې او ځای ځای وچې سیمې وې او دغو جابو د ډیلو پراخ زنګونه* هم درلودل ، چې د دغو جابو ښې نمونې د سیګۍ ، دیګانو، مړدیخیلو، خدر، شموڼي، محمود خیلو..... شاوخوا سیمې دي. دغو جابو ته به خلک له ویرې نه شول ور ننوتلای، ځکه دغه ډیرې خطرناکې سیمې وې او خلک به یې ډوبول.
دغو لمدو سیمو (جابو) د طالبانو تر واکمنۍ پورې دوام درلود او پدې وروستیو کې د اوبو کمښت او له بلې خوا د خلکو ګاڼه ګوڼه او د پراخو ابادیو او د کروندو ځمکو د رامنځته کیدو له امله د منځه تللي دي. نو پدې اساس سره ویلی شو چې ممکن خوست د جزیرې په مانا وي، خو هیله ده چې مهمې تاریخي او ستراتیژیکي سیمې په هلکه څیړونکي پراخې څیړنې وکړي، ترڅو د خوست د نومونې حقیقي انځور خلکو ته وړاندې شي.
 
 
[1]خوست پیژندنه، آ مخ.
 
[2]د سیمو تاریخي جغرافیه،۸۹،۹۰ مخونه. له علامه رشاد سره د مقالو ټولګه. مرکه کوونکی: صدیق الله بدر.
[3]د سیمو تاریخي جغرافیه،۹۰،۹۱ مخونه. له علامه رشاد سره د مقالو ټولګه. مرکه کوونکی: صدیق الله بدر.
[4]خوست پیژندنه،۲،۳ مخونه
http://www.khost-web.net
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1150

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1162

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1292

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1784

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5988

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…