د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ګټور معلومات

 

 

 
۱ ـ د میږیانو څخه د خلاصون لار:
د مېږیانو سوري/غار ته نږدې د بادرنګ پوستکی واړه واړه او وشیندئ. میږیان به ورک شي، ځکه له بادرنګ څخه یې کرکه کیږی.
۲ - له جامو څخه د ژاولو مینځل:
کله مو چې په جامو ژاوله ونښلينو جامې د یو ساعت لپاره په یخچال کې کیږدﺉ او بیا یې صفا کړﺉ.
۳ - د یخچال یخ شوې اوبه:
که غواړئ صفا او د هر قسم ضرري موادو څخه پاک یخ جوړ کړی نو د یخوالي نه وړاندې اوبه جوش کړﺉ او بیا یې په یخچال کې یخ کړﺉ.
۴ - دصفا جامو مینځلو لپاره:
که غواړئ جامې مو تکې سپینې وي نو د لس دقیقو لپاره د جامو سره یو ځای په یخو اوبو کې د لیمون څه برخه هم ور ګډه کړﺉ.
۵ - د ښایسته ویښتانو لپاره:
که غواړئ ویښته مو ښایسته ښکاره شي نو یوه وړه کاشوغه سرکه په ویښتانو وموښئ.
۶ - د لیمو زیاتې اوبه:
که غواړئ له لیمو نه زیاتې اوبه حاصلې کړئ نو یو ساعت یې په یخو اوبو کې واچوئ او بیا یې وزبېښئ، اوبه به یې زیاتي وي.
۷ - په جامو باندې هر ډول رنګ:
که مو په جامو کوم ډول رنګ توی شي او غواړئ هغه رنګ صفا کړئ نو د غاښونو کریم پرې واچوئ، وچ یې کړي او بیا یې پریمنځی. 
۸ - د پیازو اوښکې: 
کله چې پیاز پرې کوئ او له سترګو مو اوښکي ځي نو په ژاولو شخوند وهئ، اوښکې به مو نه توییږي.
۹ - د موږکانو تښتول:
که مو کور یا بل ځای کې موږکان ډیر وي نو د تورو مرچو پوډر هغه ځای کې واچوﺉ چیرې چې موږکان ځانونه خوندي کوي نو له دې غمه به خلاص شئ.
---------

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1150

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1162

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1292

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1784

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5988

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…