د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د علم یوه ستره لاسته راوړنه

b_150_100_16777215_00_images_lichaam.jpg

 

راتلونکي ته ښه راغلاست !
دا اوس په جراحي طبابت کي یوه عادي خبره ده چي یوه انسان ته د بل انسان پښتورګي ، ینه ، زړه او ان لاس او پښي یا نور غړي پیوندوي ، خو د میترو اکسپرس ( MX.دک ) پنامه ډنمارکي ورځپاڼي د روان ۲۰۱۵ کال د سپتمبر د ۱۴ نیټې په ګڼه کي د « سر  به بیخي نوی بدن تر لاسه کړي » تر سرلیک لاندي د یوه تن و بدن ته د بل چا د سر د پیوند په هکله د طبابت علم له ډګره د یوې ستري بریا خبر خپور کړی دي . پدې کی هیڅ شک نسته چي که دا کار په بریالیتوب تر سره سی ، دا به د بشر په تاریخ کي د انسانانو یوه ډیره ستره لاسته راوړنه وي .
د سرلیک دغه جمله بندي هم ډیره د پام وړ ده . د زړه پیوندول چي نژدی درې لسیزي وړاندي پیل سوی ، تر اوسه می هیچیري ندي لوستلي چي « زړه ته نوی بدن پیوند کوي » . موږ تل وایو چي « د فلاني کس بدن ته بل زړه پیوند کوي » . 
اوس دا سوال منځته راغی چي بدن ته نوی سر پیوند کیږی او که سرته نوی بدن ؟ که پدغو جمله بندیو کي که د انسان د ژوند د پاره د اهمیت خبره په پام کي و نیول سي ، نو د ( زړه ) او ( سر ) اړینتوب یو شان دی ځکه د هر یوه نه شتون ژوند ته د پای ټکی ږدی . 
راسئ پر دې خبري فکر وکړو چي ځواب مو باید د کومو منطقو پر بنست ولاړ وي ؟ زما په آند بنسټیز توکی باید دلته پوهه او د جهان معرفت په پام کي نیول وی . که د انسان بدن ته بیله سره بل هر غړی پیوند سي ، انسان د خپلي ورسره پوهي سره هم هغه پخوانی انسان پاته کیږي ، مګر که د نوموړي انسان بدن ته د بل انسان سر ور پیوند سی ، دا ځل نو د بدن څخه د خپلي پوهي او تفکر سره هغه انسان جوړ سو چي سر ور نه پرې سوی دی ، نه هغه انسان چي پر بدن یې نوي یانی د بل چا سر نصب سوی دی . داځکه چي دغه انسان که تر عملیاتو او روغتیا وروسته د روغتون نه رخصت او پر خپل اختیار د کورته تګ اجازه ورکړل سي ، دی به د هغه چا کورته ولاړ سي او دهغه پشان به پوهه او تفکر ولري چی سر ورڅخه اخیستل سوی دی ، نه د هغه چا کورته چي پر بدن یې بل سر ایښودل سوی دی . پدی خاطر نو د سر پیوند د نورو غړو د پیوند په پرتله و نوو جمله بندیو ته اړتیا پیدا کوي . د همدې کبله پکار ده وویل سی چي « د فلاني کس سر ته نوی بدن پیوند کیږي » . پدې توګه د زړه یا بل هر نجیب غړي په پرتله چي ژوند بیله هغه نه امکان نلري ، د سر اهمیت توپیر کوي او ارزښت یې زیاتیږي .
اوس به راسو د نوموړی بریا او لاسته راوړني پښتو بڼي ته چي ژباړلي می ده او د لوستونکو مخته یې ږدم : 
ایټالیا ـ اوس هغه وخت را رسیدلی چي باید د نړۍ په تاریخ کي د لومړی ځل د پاره د سر د پیوند په موخه عملیات تر سره سي . په راتلونکو دوه کاله او دوو میاشتو کي به نړیوال د سر د پیوندولو د هغو عملیاتو شاهدان وي چي هیڅکله یې لیدلي او ارویدلي نه وي ـ دا هغه څه دي چي د FOX Nېوس  لخوا یې خبر خپور سوی دی .  
والري سپیریدونوف Vالېری صپیریدونوو چي د Wېردنیګ-حوففماڼ  پنامه د عضلاتو د یو ډول ځانګړي ناروغۍ سره تشخیص سویدی ، ځان یې په خپله خوښه وړاندي کړی څو په نړۍ کي لومړی ځل د سر د پیوند څیړني او عملیات ورباندي تر سره سي . د ایټالیایې جراح صېرګیو Cاناوېرو د وینا سره سم به دغه عملیات په یقیني ډول د ۲۰۱۷ کال د ډیسمبر په میاشت کي سر ته ورسیږي . پخپله  Vالېری صپیریدونوو پدي اړه یادوونه کوي : « زه پوهیږم او هیڅ شک نلرم چي په یوه ډیر مهم او ستر کار کي برخه اخلم . ما پدي هکله ډیر فکر او غور کړي دی . یواځنی شی چي زه یې حسوم ، هغه ارامتیا اوتلوار دی . فکر کوم چي ما ټول عمر ځان و دغسی یوه مهم کارته اماده کړي او وخت یې دادي اوس په را رسیدو دی » .
دغه روسي داتالوګ داتالوګ و داسی عملیاتو ته سترګي په لار دی چي ښایې ۳۶ ساعته دوام وکړي .  ډې د پاره چي حجرات د اکسیجن پرته یوه نسبتاً لږ زیاته موده ژوندئ پاته سي ، پکار ده چي د والری سپیریدونوف سر او د هغه بل سړي بدن دواړه د حرارت په ټیټو درجو کي یخ کړل سي .
له دې نه پرته یو زیات شمیر تستونه( تجربي ) ، تجزیې او معاینات پکار دي چي د عملیاتو وړاندي باید تر سره سي . د بیلګي په توګه دا یوه مهمه پوښتنه په مخ کي ده چي مغز به ډغو عملیاتو سره څنګه کړنه وکړي . د Rایموند ضیېتېر په قول چي په Iللینویس کي یو جراح دي ، مغز بیله د ویني د جریان څخه یوازي د څو دقیقو په موده کي ژوندی پاته کیدلاي سي او وروسته مري . دی وایي : « کله مغز ته د وینو د جریان د لاری اکسیجن و نه رسیږي ، د درو څخه تر پنځو دقیقو وروسته انسان مړ کیږي » . 
د ژباړي پای  . ډنمارک ۲۲ / ۹ / ۲۰۱۵ 
د ژباړونکي یادوونه : 
جراحان او نړیوال خو پدي اُمید دي چي دا عملیات به په بریالیتوب سره سرته ورسیږي ځکه لومړنيو اوږدو  څیړنو ډې خوب رښتینوالی ښودلی دی . پدې هکله که د ادبي جمله بندیو څخه تیر سو ، چی په یوه یا بله بڼه به یې ولیکو ، مګر ډې کار د پایلي ټولیز اړخ د غور وړ دی . ایا دا نوی دوه ګونی سړی به د کومي کورنۍ سره و اوسیږي ؟ که دا سړۍ په ایټالیا کی د بدن والا کورته ولیږل سي ، هلته هر څه ورته بیګانه دي او تل به یې خپله کورنۍ ( میرمن ، بچیان او نور خپلوان ) یادیږی . او که په روسیه کي د سر والا کور ته ولاړ سي ، د بدن والا کورنۍ د نیوکو او جنجال سره به موضوع تړلي پاته سي . پدې خاطر پکار ده چي ډې خبري پر حقوقي او ټولنیز اړخ باندي سر د اوس نه غور وسي . 
ــ د نوموړی عملیاتو د بریا په هیله !
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1069

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1070

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1680

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5881

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…