د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

له ژور خپګان سره د مبارزې پنځه ویشت مهارتونه

b_150_100_16777215_00_images_SOMBER.jpg

 

له ژور خپګان او یا رواني فشارونو سره د مبارزې بېلابېلې لارې چارې شتون لري، چې د مدیریت سمه بڼه یې موږ ته را په ګوته کوي، له دې لارو چارو څخه په سمې ګټه اخیستنې نه یوازې موږ کولای شو، چې خپلې ستونزې حل، بلکې یوه تل پاتې آرامتیا تر لاسه او خپل خپګان کنټرول کړو .
۱ ـــ په خدای (ج) باندې توکل :
په خدای (ج) باندې توکل د ژور خپګان د را کمولو یوازینۍ لاره ده، کله چې انسان په خپل زړه کې د الله (ج) یاد ژوندی وساتي او خپله روحي او معنوي اړیکه له خدای (ج) سره ټینګه کړي، نو ژوره آرمتیا او خوشالۍ ور په برخه کېږي. په الله (ج) باندې په توکل سره له هر ډول خپګان او رواني فشارونو څخه خلاصون مومي .
الله (ج) د قرآن کریم د رعد سورت په ۲۹ آیت کي داسې فرمایلي دي :
ژباړه : هغو کسانو، چې ایمان راوړی دی، نو زړونه یې د الله (ج) په یاد سره آرامېږي، خبر اوسئ،! چې یوازې د خدای (ج) په یاد سره زړونه خپله آرمتیا تر لاسه کوي .
۲ ـــ ژور خپګان زېږونکي عوامل باید را کم کړو:
ډېر داسې عوامل شته، کېدای شي زموږ د ژور خپګان لامل شي، چې باید دا عوامل وپېژنو او له خپل ژوند څخه یې لرې کړو، د مثال په ډول که چېرې ډېره ګڼه ګوڼه زموږ د ژور خپګان د ډېرېدو لامل کېږي، نو باید د خپلو اړتیا وړ توکو د اخیستلو له پاره داسې وخت وټاکو، چې ګڼه ګوڼه کمه وي .
 
۳ ـــ د خپلو شاوخوا پېښو څخه باید خبر و اوسو :
له خپلو شاوخوا پېښو څخه نا خبري او د یادو پېښو نا لیدلي ګڼل، زموږ د ستونزو د حل او خوشالۍ سبب نه شي کېدای.
کله وخت له ځان سره د یوې پېښې په باب فکر کوو، خو په دې خبر نه یو، چې له هغې څخه هم بده پېښه را منځته شوې ده .
۴ ـــ له خپل جسمي وضعیت څخه باید خبر واوسو :
د خپلې پرېشانۍ له نښو نښانو لکه : د معدې درد، والګی، بې کچې ستړیا څخه باید خبر و اوسو، ځکه کېدای شي دا د ژور خپګان علایم وي کېدای شي د ډېرو سختو ناروغیو لکه : د معدې ټپ، د وینې لوړ فشار د زړه ناروغۍ او داسې نورو ... لامل شي .
۵ ـــ د خپل ژوند پروګرامونه باید د لومړیتوب په اساس فورمول بندي کړو :
د ژور خپګان د را کمولو د لار چارو څخه یوه داده، چې د لومړیتوب په اساس خپل ورځني کارونه فورمول بندي کړي .
کله چې موږ په یوه وخت کې له ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان یو، نو په آسانۍ سره د هغوی په وړاندې ماتې خورو او له حل څخه یې عاجزېږو، ځکه په کارونو کې خنډ، ځنډ او بې نظمي کېدای شي ژور خپګان وزېږي او یا هم په نا بشپړو کاري پلانونو کې د ماتې له امله پیل شي .
د لومړیتوب پر بنسټ د کارونو فورمول بندي د هغوی د ارزښت او اهمیت له مخې، موږ ته د دې توان را کوي، چې هر کار په خپل وخت ترسره کړو. غوره داده، چې طرحې یوه په بلې پسې پلې شي .
 
۶ ـــ باید په خپل وخت له کوره بهر شو :
که چېرې په خپل وخت له کوره بهر شو، کولای شو خپل خپګان را کم کړو او دغه راز کولای شو، چې د نورو ستونزو د را منځته کېدو مخه ونیسو .
۷ ـــ خپل وخت باید تنظیم کړو :
خپل ورځني کارونه باید د ارزښت او مهال وېش پربنسټ یاد داشت کړو، په دې کار سره کولای شو، چې خپل وخت څه ډول تنظیم کړو، ترڅو زموږ کارونه تل په خپل وخت ترسره شي او په ژور خپګان اخته نه شو، که چېرې د خپلو ټولو د پام وړ او ارزښتمنو فعالیتونو د ترسره کولو له پاره کافي وخت نه لرو، نو له کچې ډېر او بېځایه هڅه کوو .
۸ ـــ د اضافي وسایلو له شره خلاصېږو :
هغه مهال د اضافي او بې لګښته ( بې مصرفه ) وسایلو له شره خلاصېږو، چې خپله شاوخوا له یادو وسایلو څخه تشه کړو، اضافي او بېکاره وسایل او دغه راز د چاپېریال ګڼه ګوڼه کېدای شي ژور خپګان را منځته کړي .
۹ـــ د شپې له مخې باید په کافي اندازه خوب وکړو :
د ژور خپګان د را کمولو له پاره، غوره دا ده، چې کافي خوب ولرو. د انسان بدن د خپل ځواک د نوښت له پاره کافي او خوندور خوب ته اړتیا لري، د شپې له مخې باید ژر ویده شو او تر ډېر وخته ویښ پاتې نه شو، د خوپ پرمهال، غوره ده، چې په کیڼ اړخ څملو او ژوره ساه وباسو، په دې وخت کې د پوزې ښی سوری تحریک او د بدن ښۍ خوا فعالېږي. ځکه چې ښۍ خوا د بدن فعاله برخه ده .
۱۰ ـــ سهار باید وخته له خوبه را ویښ شو :
باید هڅه وکړو چې هر سهار، حتی د رخصتۍ په ورځو کې هم له خوبه وخته را ویښ شو، په دې سره زموږ د بدن د ژوند ګړۍ ( ساعت) تنظیمېږي او د یوه ځانګړي پروګرام، له مخې زموږ د خوب او بیدارۍ وخت تنظیموي، نو له یوې مودې وروسته به له خوبه د را ویښېدو پر مهال د آرمتیا او خوښۍ احساس ولرو .
۱۱ ـــ ژور خپګان زېږونکي عادتونه باید بدل کړو :
موږ له خپلو ښو او بد عادتونو څخه ښه خبر یو او هغه ښه پېژنو، کولای شو، هغه چې زموږ د رواني ځور لامل کېږي، پرېږدو، که چېرې پرېښودل یې ستونزمن وي، باید هڅه وکړو، چې له حال او هوای څخه یې ځان وباسو او یا هم خپل فکر بدل کړو .
۱۲ـــ د ژور خپګان زېږونکو کسانو له ناستې پاستې څخه باید ډډه وشي :
د هغو کسانو له ناستې پاستې څخه باید ډډه وکړه، کوم چې زموږ د ژور خپګان لامل کېږي، که چېرې له دا ډول کسان څخه لرې والی نه شو کولای شو، نو لازمه ده، چې هغو سره په داسې یو ځای کې اړیکه ټینګه کړو، چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي .
۱۳ ـــ له نورو سره باید سیالي ونه شي :
نورو سره په کار، دنده، مقام او ژوند کې سیالي، د ژور خپګان تر ټولو لویه سر چینه ده، کېدای شي داسې کسان ډېر وپېژنئ، چې د خلکو د حسد، کینې او غوسې را پارولو له پاره کار کوي، او یا هم داسې کسان وپېژني، چې د نورو په مقام، څوکۍ، شتو باندې یې خوا بده وي او له هغه کس سره سیالي کوي، نه یوازې، چې دی هغه مقام یا څوکۍ ته نه شي رسېدلی، بلکې د ژور خپګان لامل یې هم کېږي .
۱۴ ـــ له تکنالوژي څخه باید سمه ګټه واخلو :
ځینې وسایل لکه : موبایل، او کمپیوټر د دې لامل کېږي، چې یوه ورځ له کچې پورته کار ترسره کړو او کله نا کله همدا وسایل زموږ د پرېشانۍ او خپګان لامل کېږي .
د برېښنایي وسایلو له اخیستلو څخه مخکې باید، په دې ځان ډاډه کړو، چې آیا دا وسایل زموږ له پرمختګ سره مرسته کولای شي او که نه ؟
۱۵ ـــ خپلو سترګو ته باید آرمتیا ورکړو :
آیا د اوږدې مودې له پاره ټلویزیون ګورو ؟ باید خپلو سترګو ته آرامتیا ورکړو، باید لږ تر لږه په دې موده کې شنه آسمان او یا هم شنو ونو ته وګورو، که چېرې ورته لاسرسی نه لرو، نو لازمه ده، چې په دېوال باندې داسې یو انځور را وځړو، چې له شنو رنګونو څخه جوړ شوی وي، دا رنګونه انسان ته آرامتیا ور بښي .
۱۶ ـــ ستونزې ومنو :
باید ومنو، کله وخت زموږ په ژوند کې داسې پېښې را منځته کېږي، چې په وړاندې یې ناتوانه یو، په داسې شرایطو کې کولای شو په صبر، د ستونزو په منلو او د ځای په بدلولو سره خپلې ستونزې را کمې کړو .
۱۷ ـــ باید ورزش وکړو :
د ژور خپګان د راکمولو یوه بله غوره لار ورزش کول دي. څېړنو ښودلې، چې ورزشکاران د نورو په پرتله له ډېر کم ژور خپګان سره مخامخ کېږي، د بېلګې په ډول د ۴۰ دقیقې منډې وهل ۱۴ سلنه ژور خپګان را کموي .
۱۸ ـــ باید پلی تګ وکړو :
په ۲۰۰۲ ز کال د استنفورډ په طبي پوهنتون کې د یوې څېړنې پایلې ښیي، هغه کسان، چې په اوونۍ کې څلور ځله پلی تګ کوي، ژور خپګان یې ډېر کم او په آرامه ویده کېږي .
۱۹ ـــ باید په سمه توګه ساه واخلو :
ساه اخیستنه باید په دې ډول ترسره شي : یو ځل باید ښه ژور ساه واخلو، چې سږي موهوا واخلي او دغه ساه باید په ژور ډول داسې وباسو، چې له سږو څخه مو هوا ووځي او تش شي .
۲۰ ـــ خپلې تغذیې ته باید پام وکړو :
مناسب خواړه ډېر مهم دي، ځکه چې یاد خواړه د بدن د اړتیا وړ انرژي برابروي، نو د همدې مناسبو خوړو له برکته ډېر کم په عصبي او رواني فشارونو اخته کېږو.
د مالګې، غوړو، سره شوو خوړو او ساده قندو، چې د اپي نفرین له آزادېدو سره مرسته کوي او د رواني فشارونو په وړاندې زموږ د بدن مقاومت کموي له مصرف څخه باید ډډه وکړو، باید په کافي اندازه اوبه وڅښو او د ډېرې قهوې، زیات چای او ګازلرونکو نوشابو له ډېر مصرف څخه د امکان تر حده ډډه وکړو
۲۱ ـــ خواړه باید په آرامه وخورو :
غوره ده، چې د خوړو د خوړلو پرمهال، له بیړې، راډیو ته له غوږ نیولو، د ورځپاڼې له لوستلو، په ځانګړې توګه هغه ورځپاڼه، چې ژور خپګان زېږونکی خبر پکې خپور شوی وي، په کلکه ډډه وکړو
۲۲ ـــ خپلې ټولنیزې اړیکې باید پراخې کړو :
کله چې د ژور خپګان تر اغېزې لاندې یو، دې ته ډېر لېوال یو، چې یوه ګوښه ځای ته پناه یوسو، له دې څخه بله ستره تېروتنه شتون نه لري، ګوښه ناستی د دې سبب کېږي، تر څو په خپلو مشکلاتو او ستونزو ډېر فکر وکړو، پرځای د دې چې ستونزې مو لرې شي، د ژور خپګان له ډېرېدو سره لا مرسته کوي .
۲۳ ـــ خپل ځپل شوي هیجانات باید تش او له منځه یوسو :
متخصصین په دې باور دي، چې د خپل ساده عمل ښکارول، د رواني فشارونو د له منځه تلو سبب کېږي، د بېلګې په ډول د یاد داشت په یوه کتابچه کې د خپلو احساساتو لیکل او یا هم په یوه ویډیو کې خبرې کول د رواني فشارونو له کمېدو سره مرسته کوي .
۲۴ ـــ باید مثبت فکر وکړو :
مثبت فکر کول د فکري آرامتیا سبب کېږي، چې دا کولای شي، د هغو فیزیولوژیکو بدلونونو پر وړاندې چې د ژور خپګان د را منځته کېدو پر مهال را منځته شوي مبارزه وکړي .
تر ډېره ژور خپګان زموږ د شاوخوا احساساتو څخه سر چینه اخلي، د بېلګې په ډول د هغه چا او یا هغو شیانو په اړه فکر کول، چې ورسره ډېره مینه لرو .
۲۵ ـــ باید د آرامتیا بښونکو موضوعاتو په اړه فکر وکړو :
که چېرې زموږ فکر او ذهن د خواشینونکو موضوعاتو په دام کې را ګیر شو، نو باید هڅه وکړو، چې له داسې موضوعاتو څخه خپل فکر بل خوا واړوو او په داسې موضوعاتو فکر وکړو، چې آرامتیا بښونکي وي او یا هم د شنو منظرو انځورونو ته په کتلو سره خپل فکر بدل او له منفي افکارو څخه ډډه وکړ .

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1150

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1162

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1292

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1784

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5988

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…