د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

هغه نارینه چي د ښځو تر تاثیر لاندې راشي، څه کوي؟

b_150_100_16777215_00_images_Man-and-woman-shake-hands.jpg

 

کله چې یو څوک د چا په مخ کې خبرې نه شي کولای هغه ته موږ بې جرئته وایو، بې جرئته کسان له مور،پلار او په ټولنه کې د نورو خلکو ترڅنګ اوسېدل نه غواړي او تل یوازېتوب خوښوي، دوي فکر کوي که زه کومه خبره وکړم رانه غلطه به شي او خلک به را پورې وخاندي، دا ستونزه په نارینو او هم په ښځو کې لېدل کیږي، ارواپوهان په انسان کې د بې جرئتۍ پېدا کېدل ګڼل عوامل بولي.
مهمه داده چې باجرئته نارینه که د ښځو سره خبرې هم ونه کړي یوازې په کتو یې تر تاثیر لاندې راځي،کله د ښځو پر وړاندې په نارینو کې دغه ۶ کړنې تر سترګو شي، پدې پوه شئ چې د ښځو تر تاثیر لاندې راغلي.
۱: نارینه د ښځو په مخ کې راحت قدم وهي
 کله چې کوم نارینه پام شی چې کومه ښځه هغه ته ګوري،هڅه کوي چې په خپل تګ کې تغیر راولي ترڅو ورو ورو قدم وهي، پدې وخت کې نارینه فکر کوي چې ښځه زما هر اکټ ته متوجه ده او زما ټولې کړنې ګوري.
۲: نارینه د ښځو په مخ کې له خطر نه ډک کارونه کوي
 څېړنې ښيي چې ډیری نارینه د ښځو په مخ کې داسې کارونه کوي چې دده د صحت په زیان وي او ځان خطر ته ورکوي ځکه نارینه غواړي چې د ښځو پروړاندې خپله زړورتیا ثابته کړي.
۳: نارینه د ښځو په مخ کې بخشش کوونکي وي
 که نارینه مال او پیسې ونه لري خو دوي هڅه کوي چې د ښځو په مخ کې ځان سخي ثابت کړي، کوښښ کوي چې ددوي په مخ کې خرچه وکړي.
۴: نارینه د ښځو په مخ کې ډیر خواراک کوي
 که ارادي وي که غیر ارادي نارینه د ښځو په مخ کې ډیر خوارک کوي، ځکه دا دوي ته دښځو پر وړاندې نیک کار ښکاري، خو ښځې بیا برعکس کوي، دوي هڅه کوي چې د نارینو په مخ کې کم خواراک وکړی.
۵: کله چې نارینه له ښځو سره مخ شي نو تمرکز يې په یو نقطه وي
 څېرنې ښيي چې کله نارینه د ښځو سره مخامخ کیږي او خبرې ورسره کوي نو ددوي ټول پام یو ټکي ته وي مثلا: دده ټول پام هغوي خبرو ته وي، حتی د هغوي خبرو ته داسې څک(بېدار) وي که ځان ته متوجه شي نو د خپل زړه ضربان اورېدلي شي.
۶: چیرته چې د مجردو ښځو شمېر کم وي هلته نارینه کنجوسي کوي
 چیرته چې نارینه له ښځو سره مخ کیږي او نارینه پدې پوه شي چې دلته دمجردو ښځو شمېر کم دی، دوي بیا سختي(کنجوسي) کوي او هڅه کوې چې بې ځایه لګښت ونه کړي.

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1353

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1339

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1490

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2018

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6237

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…