د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د څلویښت کلن نه لوړ کسان دې ولولي / لومړۍ برخه.

b_150_100_16777215_00_images_totakai.jpg

 

 
       دلته په اروپا کي ډاکترانو ته تګ په عمومي ډول د افغانستان پشان ساده او اسانه کار ندی . باید څو ورځي مخکي نوبت ورته و نیول سی . اختصاصي ډاکتر لکه جلدي ډاکتر ، د سترګو ډاکتر او نور ، هفتي مخکی وخت غواړي خو ځیني بیا لکه اورتوپیدي او داسي نور ، میاشتو او حتي کال انتظار ته اړتیا لري . پر خپل ټاکلي وخت ورتلل هم د سمدستي کار ندي . هلته یی په انتظارخونه کي پر دیواله اعلان ځړولی وي چي : « د نوبت مانا دا نده چي سمد ستي دی ډاکتر ګوري ، بلکه مانا یې داده چي د زیات انتظار څخه بیغمه کیږئ » . 
      خپل کورني ډاکتر ته پر ټاکلي وخت ولاړم او د انتظار په خونه کي پر یوې چوکۍ کښیناستلم . مخته می پر واړه میز باندي بیلابیلي ذوقي او علمي مجلې او یو لړ طبي براشورونه پراته وه چي هر چا د خپل ذوق سره سم یو شی ور پکښي موندلای سو څو د معاینې تر وخت پوري ځان پرې بوخت کړي . ماته تجربې ښودلي ده چي پدغسي حالاتو کي لوستل تر بل هر کار نه وخت ښه لنډوي . که څه هم ذوقي مجلي مي خوښي دي ، مګر داچي ډاکتر ته سړی د ناروغۍ له مجبوریته ورځي ، زه هلته تل طبي براشورونه ډیر پرله اړوم . 
       داځل مي یو براشور پلاس راغی چي سرلیک یې په ساده ډول داسی ژباړلای سم : « ایا د تشو میتیازو ستونزه دي ځوروي ؟ » . په براشور کي پدې اړه ګټور مالومات خپاره سوی وه . تازه مي په لوستلو  پیل کړی وو چي د معایني اطاق ته یې ور وغوښتلم . که څه هم ډاکتر ته د پلان سره سم د زړه د ناروغۍ په اړه د سلامشورو پخاطر تللی وم خو تر معایني وروسته مي د ډاکتر په اجازه براشور راسره واخیست او په بس کي مي تر کوره پوري ټول ولوست . لکه څنګه چي یې وینم اکثره وطنوال می دغه ستونزه لري ، ځکه مي نو د هغوی سره د مرستي پخاطر و پښتو ته د ژباړلو تکل وکړ اوکمپیوټر ته کښیناستلم .
دا تاسي او دا هم د نوموړي براشور بشپړه ژباړه . هیله ده په دُعا کي مي هیر نکړئ :
       د تر ټولو نژدي ټایلیټ په لټه کي  :
      ایا فکر کوئ چي د تشو میتیازو پخاطر تاسي تر عادي خلګو ډیر د ټایلیټ ( تشناب ) په لټه کي یاست ؟ ایا دداسي  حالت سره مخامخ کیږئ چي میتیازو ډیر سخت نیولي یاست او ساتل یې درته له توانه وتلې ښکاري ؟ ایا کله داسی هم کیږي چي تر ټایلیټه نارسیدلي او څو څاڅکي په پتلون کي درنه لاړي سي ؟ 
      ددغه ډول پرابلم تر ټولو ستر لامل د مثانې له حد  نه زیات فعال والی دی . پدغي لیکني کي به تاسی د مثانې ددغي ستونزي په اړه لنډ مالومات او یو لړ عملي لارښودني تر لاسه کړئ چي څنګه پخپله کولای سئ د ستونزی څخه د در پیښ سوی تکلیف شدت کم کړئ . موږ باور لرو چي په عملي کولو سره به تاسی پخپله د ښه والي احساس وکړئ او د خلاصون په لور به ګامونه واخلئ .
      د مثانې دنده او د فعالیت څرنګوالی :
      د مثانې یوه دنده داده چي بولي ( میتیازی ) زیرمه او بله دنده یې داده چي د ډکیدلو وروسته یې خارجي کړي . د مثانې عضلې ډیر ارتجاعي ( ایلاسټیکی ) خاصیت لري او پراخیږي چي پدي توګه بولي کولای سی په اسانۍ سره د پښتورګو څخه د مثانې خواته را وبهیږي . 
       کله چي مثانه ډکه سي نو اعصاب یې و مغز ته سیګنال او خبر ورکوي . مغز ددې خبر په تر لاسه کولو سره و مثانې ته قومانده ورکوي چي ځان خالي کړي . ددې قوماندې سره سم تاسی ته میتیازی درځی او د ټایلیټ خواته مخ نیسئ . 
      په نورمال حالت کي تاسي د مثانې د خالي کیدو پر چارو باندي حاکمیت او کنترول لرئ او تر هغه مناسب وخت پوري یې ساتلای سئ تر څو و ټایلیټ ته د تلو فرصت تر لاسه کوئ . د اعصابو سیګنالونه چي ستاسي تر کنترول لاندي دي ، و مثانې ته امر کوي چي ځان سره ټوله ( منقبصه ) کړي ، د بولو د خارجيدو د پاره د اړوندي مجرا لاره پرانیزي او پدې توګه خپله ګیډه تشه کړي . د تشیدو یا تخلیې سره سم بیا امر ورته کوي چي د نوموړي مجرا لاره بیرته بنده کړي څو د بیا زیرمه کولو او ډکیدو وړتیا ومومي .
    د مثاني شکل :
   د مثانې عمومي بڼه په دغه رسم کي لیدلای سو :
۱ ـ  د پښتورګو څخه مثانې ته د بولو د راتګ نل .
۲ ـ مخاطي غشا .
۳ ـ د مثانې عضلې .
۴ ـ د پروستات غُده .
۵ ـ د بولو د وتلو مجرا .
        نورمال حالت څه ته وايي ؟ 
       نورمال حالت دادی چی که په شواروز ( یوه شپه او یوه ورځ ) کي د یو نیم څخه تر دوو لیټرو پوری مایعات وڅکل سي نو مثانه به د څلورو څخه تر اوو ځلو پوري ځان خالي کوي . په هر ځل کي به د بولو مقدار د دوه نیم ډیسي لیټرو څخه تر پنځو ډیسي لیټرو پوري وي ( له یوه ډک ګیلاس نه تر دوو پوري . ژباړ. ) .
        له حد څخه زیات د مثانې فعالیدل څه مانا لري؟ 
       د مثانې ، بولي مجرا او مغز تر منځ د اعصابو نامتوازن سیګنالونه د مثانې د فوق العاده یا له حد نه د زیات فعالیدو لامل ګرځي . ددې خبري مانا داده چي مثانه تر عادي حالت نه ډیر ځلي بیله دې نه چي بشپړه ډکه سوې وي یا نه وي ، ځان د خالي کولو په موخه سره ټولوي او منقبض کوي یې . دا حالت په لاندي نښو نښانو (علامو ) سره څرګندیږي : 
الف ـ د مثانې د تشولو په موخه و تشناب ته د تګ خورا زیاته او شدیده غوښتنه . دا ډول غوښتنه سمدستي ناببره منځته راځي او کنترول یې مشکل کار وي . 
ب ـ تر نورمال عادي حالت ډیر زیات ځلي د بولي کولو احساس . 
ج ـ د شپې لخوا د بولو پخاطر له خوبه پاڅیدل ( Nykturi ) .
د ـ و تشناب ته تر رسیدو وړاندي د شدیدي غوښتني له مخي بې اختیاره په غیر ارادي ډول په پتلون کي د څو څاڅکو بولو څڅیدنه او وتل .
       ددې د پاره چي د مثانې فعالیت فوق العاده وګڼو ، دا اړینه او حتمي نده چي لوړي ټولي نښي به موجودي وي . اکثره ناروغان چي د مثانې د فوق العاده فعالیت د ستونزو سره لاس او ګریوان دی ، یوازي دریمه برخه یې د بولو د غیر ارادی او بې اختیاره وتلو څخه شکایت لري .
       هغه نارینه چي د بې اختیاره بولو وتلو څخه شکایت کوی ، اکثره ددې نه هم کړیږي چی د شپې لخوا د تشناب په خاطر له خوبه وځي . ددې ستونزي څخه د خلاصون په موخه چي هر څومره ژر لاس په کار سی ، هغومره ژر ښه والی مومئ .
د لومړۍ برخي پای .
نور بیا 
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1150

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1162

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1292

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1784

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5988

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…