د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

یوه هیښونکي پېښه

b_150_100_16777215_00_images_12223penn1.jpg
 
 
 
 
د ډنمارکي ژبي MX( Metroxpress ) ورځپاڼي د ( د ۲۰۱۵ کال د جون ۲۲ ) نیټې په ګڼه کي مي د خارجي خبرونو په برخه کي یو عجیب او هیښونکي خبر ولوست . غواړم چي داخبر تاسی هم په پښتو ژباړه کي وړاندي کړم  :
    « د یوې ۹۲ کلني زړې ښځي په ګیډه کي د دوه کیلو ګرامو په وزن یو ۵۰ کلن ماشوم د جنین په حالت وموندل شو . دا بیخی نادره پیښه د چیلي هیواد په San Antonio ښار کي ډاکترانو کشف کړیده . ښځه غورځیدلی ( لویدلې ) وه او روغتون ته راوستل شوه . دا ویره وه چي ښایی هډوکي به یی مات شوی وی او ډاکترانو د ایکسرې عکس ته ولیږل . په عکس کی څرګنده شوه چي په ګیډه کی یې یو ډیر عجیب جسم پروت دي . د Scan کولو په پایله کي په بشپړه توګه څرګنده شوه چي نوموړي جسم د ماشوم د جنین سکلیټ دي . وروستیو معایناتو و ښوده چي دا ماشوم د پنځوسو کالو راهیسي ددغي زړې ښځي په نس کي پروت او پوره دوه کیلو وزن لري . د جنین د لویوالي کچه داسي ښیئ لکه ماشوم چي د اُمیدوارۍ په وروستیو درو میاشتو کي وي ( دا د جنین له شپږو میاشتو څخه جګ عمر دي چي د پوخوالي خواته ځي. ژباړن ). 
      د جنین دغسي یو حالت د « ډبرین ماشوم » یا « lithopedion » پنامه یادوي ( litho د ډبري او pedion د وړوکي ماشوم مانا ور کوي. ژباړن ). دا هغه حالت دی چي نطفه د رحم څخه بهر منځته راځي او د ټاکلوشرایطو لاندی مړه شی ، مګر د جنین جسم دومره لوی وی چی د انسان بدن یی د جذب توان نلری . پدې وخت کي د مور ارګانیزم د هغه په وړاندي غبرګون ښیي او ددې دپاره چي خوسا نه شي او وجود ته زیان و نه رسوي ، د کلسیمي موادو د یوه قشر پواسطه مومیایی او احاطه کیږي .  
     لکه څنګه چي مالومه ده د هرو ۱۱۰۰۰یوولس زرو حامله ښځو څخه یوازی په یوې کي دا ډول پدیده منځته راځي او په هغي کي هم د نطفي ۱،۵ سلنه د lithopedion تر پړاوه ځان رسولای شي . د چیلي دغه اوسیدونکي ښځه هم ددغه کلسیمي قشر له برکته چي نطفه یې د خوسا کیدو او د میکروبونو څخه یې ښځه د ناروغیدو ساتلي وه ، تر اوسه پوري ژوندي پاته ده . 
      په هر حال نوموړې میرمن چي د هډوکو د ماتیدو له ویري روغتون ته راوستل شوې وه ، اوس بیرته له روغتونه خارج شوه مګر هغه په کلسیم مومیایی شوی ۵۰ کلن دوه کیلویی جنین یې لا هم په ګیډه پاته دي . ډاکترانو دا اړینه و نه ګڼل چي د میرمني له ګیډي نه دغه کتله را وباسی ، دا ځکه چي اوس د هغه ټول ارګانونه ددې په بدن کي د هغه ساحي په ارګانو پوري نښتي دي او ددې د زاړه عمر په پام کي نیولو سره پدې اړه د عملیاتواجرا کول د خطر نه ډک ښکاریده . »  . د ژباړي پای . ۲۲ / ۶ / ۲۰۱
پوهنمل حاجي محمد نوزادي 
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1544

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1504

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1705

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2207

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6459

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…