د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ارواپوهنه

b_150_100_16777215_00_images_Large_bonfire.jpg

 

د ارواپوهنې کلمه چې د ( Psychology ) ژباړه ده د ارواپوهنې د موضوع له اوسني مفهوم څخه زیات لرغونتوب لري ویل کېږي ، چې ارواپوهنه له دوو یوناني کلمو څخه چې د (Psyche ) د مغز یا اروا په معنا او (Logos ) د علم او مطالعې په معنا دی منځته راغلې ده ، په دې توګه ارواپوهنه د اروا او مغز معنا لري ، لکه چې وویل شول د 
 
(Psychology ) کلمه په همدې یوناني مفهوم نه ده او د پنځلسمې پېړۍ پیل کې منځته راغلې ده ، خو یوناني ژبه د دې کلمې په جوړښت کې اغېز لري او د هغې په رامنځته کېدو کې د بشر په روح کې د څېړنې او ځیرنې هدف نغښتی دی ارواپوهنه د پنځلسمې پېړۍ په پیل کې د پنوماتولوژي ( Pneumatology ) د څانګې یوه برخه وه ، چې د مغزي فلسفې ، فعل او انفعالاتو ، رواني عواملو او نورو ټولو هغو چارو په اړه یې بحث کاوه ، چې په یو نه یو ډول یې ور پورې اړه پیدا کوله . 
 
د ارواپوهنې علم چې په لومړي سر کې یې هدف د انسان د رواني عواملو په اړه فکر او نظري څېړنه ، ځان پېژندنه د سلوک او چلند کنټرول و ، په ۳۲۲ ق کال د ارسطو له خوا را منځته شو ، تر اوسه یې اوږده پړاونه وهلي او اوس یې نوي بعدونه او اړخونه هم پیدا کړي دي . د نولسمې پېړۍ د دویمې نیمایي په شاوخوا کې ارواپوهنه ، چې په دې وخت کې له فلسفې سره ګډه وه ، خپل فلسفي اړخ یې له لاسه ورکړ او یوازې د رواني چارو د څېړنې او مطالعې له پاره وکارول شوه تر دې وروسته ارواپوهنه د فلسفي څېړنو له دایرې څخه ووته او اصول یې د کتنې او تجربې تابع وګرځېدل ، په بل عبارت ارواپوهنې یو وخت د مغز د کیفیت او د هغه د اړوند فعل او انفعالاتو په اړه بحث کاوه ، اول ټول ارواپوهان په دې عقیده دي ، چې ارواپوهنه هغه علم دی چې د انسان د کړو وړو بېلابېل اړخونه ، له : بدني ، عاطفي ، عقلاني او تخیلي اړخونو او د دې اړخونو مطالعه او یا په بل عبارت ارواپوهنه په انسان او حیواناتو کې د کړو وړو او ذهن سیستماتیکه مطالعه ده ، چې پر مشاهدې او تجربې ولاړه وي . 
 
ارواپوهنه د خپلو بدلونونو په بهیر کې د کرونولوژي له مخې په بېلابېلو بڼو تعریف شوې ده. په ۱۸۹۰ م کال ارواپوهنه د مغزي چارو او د هغو د اړوندو پدیدو د مطالعې علم بلل شوی دی په ۱۹۰۲ م کال ارواپوهنه د ژوندیو موجوداتو د کړو وړو د مطالعې له پاره مثبت علم ښودل او ګڼل شوی دی ، په ۱۹۲۹ م کال ارواپوهنه هغه علم ګڼل شوی دی ، چې د ذهني فعالیتونو مطالعه کوي په ۱۹۳۴ م کال وویل شول ، چې ارواپوهنه هغه علم دی ، چې د مغز د پدیدو او مغزي فعالیتونو په اړه څېړنه کوي . په ۱۹۴۰ م کال ارواپوهنه هغه علم وباله چې د ذهن ، د مغز د آګاهانه عملیو ، احساس ، اند ، حافظې او نورو له څېړنې سره سروکار لري . په ۱۹۵۸ م کال ارواپوهنه هغه علم دی ، چې د انسان چلند ، کړه وړه او مغزي عملیې څېړي . په ۱۹۶۱ م کال ارواپوهنه هغه علم دی چې د حیواناتو او نورو ژویو چال چلند څېړي . په ۱۹۶۴ م کال ارواپوهنه هغه علم دی ، چې د انسان او حیوان کړه وړه مطالعه کوي . په ۱۹۸۷ م کال ارواپوهنه د ذهن او سلوک د څېړنې علم دی په ۱۹۸۹ م کال ارواپوهنه د انسان د چال چلند او آګاهانه تجربو د مطالعې علم دی . د ۱۹۹۴م کال د تعریف له مخې ارواپوهنه د مغزي جریانونو ، د ژوندیو موجوداتو د (آګاهي او نا اګاهي ) د چلند علمي مطالعه ده ، د علمي ارواپوهنې بنسټ ایښودونکی ویلهم ونټ دی دغه عالم په هغو تجربوي څېړنو کې ، چې سرته یې ورسولې ، ارواپوهنه له فلسفې څخه را جلا کړه او د هغې اصول یې په ۱۸۷۹ م کال لیبزیک د ښار په آزمونتون کې تر څېړنې لاندې ونیول باید وویل شي ، چې له دې عالم څخه د مخه یو شمېر نورو لکه ګوستاوفخنر           هرمن فون ، هلم هولتز ، الکساندر بین او فرانسس ګالتون هم دې حقیقت ته ور پام شوی و چې نه شو کولای ارواپوهنه او فلسفه په یوه قالب کې و څېړو ، خو ویلهم ونټ باید د علمي ارواپوهنې د ازمېښت بنسټ ایښودونکی وبولو ، که څه هم ویلهم ونټ او نور هغه پوهان ، چې پورته یاد شول د علمي او تجربوي ارواپوهنې بنسټ ایښودونکي بولي ، خو د ارواپوهنې د علم په برخه کې د شیخ الرئیس ابو علي سینا ( ۹۸۰ ـــ۱۰۳۷ م ) او د محمد بن زکریا( په ۳۱۳ ق کې مړ ) خدمتونه د هېرولو نه دي ، دوی د هغو ګوتو په شمېر پوهانو او عالمانو څخه دي ، چې زموږ د هېواد په آسمان کې همېشه ځلېدلي او د ارواپوهنې ژوندي بحثونه یې د عمل او تجربې په برخه کې پلي کړي دي ، لکه چې د قانون د کتاب یو ځانګړی څپرکی یې د روحي ستونزو د طبابت موضوع ته ځانګړی کړی او نظامي عروضي سمر قندي په ( چهار مقاله ) کې د محمد بن زکریای رازي او ابو علي سینا حکایتونه راغلي دي ، چې د دغو لوړ پوړو دووطبیبانو د روحي درملنې علمي طریقه د روحي درملنې په ښوونځي کې یادوي ، او د هغوی خدمتونه د ارواپوهنې د پرمختیا او روحي درملنې د ښوونځي د رامنځته کېدو سبب شوي دي ، د ارواپوهنې نوې تیوري چې د دې علم د څېړونکو له خوا وړاندې کېږي د الکترونیکي ماشینونو په واسطه چې د ارواپوهنې د مهمو لوښو او آلاتو په توګه منځ ته راغلی د پوهانو د کلونو کلونو د څېړنې ، تجربې او تحلیل محصول دی ، که څه هم په خپله (Psychology ) پوهانو په وړاندې باور نه دی تر لاسه کړی ، نو د بیولوژۍ ، کېمیا او فزیک پوهان او انجینران په خپلو ځانګړو څېړنو او ارزیابیو کې د ارواپوهنې د مطالعې د نتیجې او معلوماتو له مجموع څخه ، چې د دغه علم په وسیله را غونډېږي استفاده کوي ، د بېلګې په توګه هغه انجینران چې د سپرلۍ الوتکو د څوکیو په جوړولو کې طرحه جوړوي او یا د سوکاله کورونو د ژوند له پاره د جوړولو په اړه پلان جوړوي او یا د صنعتي ماشینونو او دقیقو کمپیوترونو د جوړولو اراده لري که چېرې له هغو ارواپوهانو سره چې د مصرف کوونکو په ذاتي ځانګړنو خبروي ، مشوره وکړي په یقین سره به ډېر ګټور معلومات خلکوته وړاندې او بشپړ کړي ، ارواپوهنه یو ټولنیز علم دی او له نورو علومو سره نه شلېدونکې اړیکې لري ، ځکه هریو علم له بل علم څخه استفادې ته اړتیا لري ، همدا لامل دی ، چې د نورو علومو پوهان له ارواپوهنې څخه استفاده کوي ، دغه علم هم له نورو علومو څخه ګټه اخلي . هغه حیاتي درمل چې په وروستیو کلونو کې د رواني ، عاطفي ، پریشانیو او په خوی او عادت پور د اړوندو ستونزو د درملنې له پاره کشف او استعمالېږي له نورو علومو سره د ارواپوهنې د اړیکو یو دلیل دی او همدارنګه د دې واقعیت ښکارندویي کوي ، چې د علومو بېلابېلې څانګې د خپل ځان په اړه د چاپېریال د کنټرول په منظور بشریت ته د مرستې له پاره په پرله پسې توګه بشپړېږي . 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1150

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1162

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1292

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1784

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5988

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…