د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دلیکني سمون

b_150_100_16777215_00_images_khost-web_hand_writer.png

 

سمه لیکنه یامعیاری لیکنه کېدای سي، چي ملي لیکنه ئې هم وبولو . راز راز لیکني یاني دژبي دپښوئې سره ناسمه لیکنه د ژبي ادبي،ګرامري اولرغونې ښکلا یاني (Esthetic) اوخوند له منځه وړي او لیکنه په لوست کي ستونزمنه وي .
د پښتو ژبي پښویه (reguler) ډېره په زړه پوري پوره اومکمله ده . هیڅ لږوالی یاني کمبودي نه پکښې لیدل کیږي . 
خوڅنګه چي لیکني لوستل کيږي اولیدل کیږي ډول ډول ګړي دا هم په ډول ډول رقمونو سره لیکل سوي وي، چي سړی ئې دلوست څخه بېزاره سي . له یوې خوا پخپله ژبه ستونزمنه ده لکه الماني ژبه اوله بلي خوا هرلیکوال خپل په خوښه هر ژبښودي (Grammer) توری په هر ځای کې (کي ئې ) چي زړه غواړي بېله دې چي ئې (چې ) ګرامري اصول مراعات کړی وي د«جر»توري یاني ټوټکي (Prepositions) پخپله خوښه هرځای په جمله کي راولي . چي دغه کار دمعیاري لیکني څخه ماسَوا دی . لیکوالان دغه سي چي دمحتوا لپاره زیار باسي، چي سمه او په زړه پوري وي، باید دسمي ګرامي معیاري لیکني په غم کي هم وي . که مو لیکنه معیاري کړه نو وپوهېږۍ، چي اتفاق موهم راوستی دی . معیاري لیکنه دپښتنودیووالي شرط دی . داځکه یوه واحده لیکنه دیوه ویښ کام خبره ده . دلیکني ګډوډي دیوه پاشيلي بې اتفاق نامعقوله کام کار وي .
زه ګـُمان نه کوم، چي په ټوله نړۍ کي دي یوه بې معیاره یاني بې «ستندرده»« standard » ژبه وي؛ بېله دپښتوژبي څخه . داځکه که خپل دی ا وکه بل غواړي، چي پښتون خراپ او ژبه ئې له منځه يوسي . 
خلک خوړندیان نه دي زموږ لیکني لولي او ګوري يې،چي څه لیکل کیږي او څرنګه په خپلو منځو کي دلیکني پرسر یو له بله سره اخته وي .
په ۲۱ مه پړۍ کي خلکو پر سیارو باندي اوبه پدا کړې موږ پر ځمکه پنځه زره کاله راهسي دخپلي لرغوني ژبي لیکنه معیاري نه ګړه . نور به څه ووایم هر یو چي ددې لاري یاني دلیک دمعیار کولو خنډ وي یا په قصد یا په ناپوهۍ سره لازمه ده،چي دغه کسان له هري خواتجرید سي، په هره سویه چي وي . 
ځیني شیان دي،چي دګرامر له مخي ئې ثبوت کیږي باید ومنل سي،ځیني شیان دي،چي دموافقې له مخه منل کیږي پر هغه دې موافقه وسي، چې لیکنه مو واحده سي . 
ما پخپل ډېرو لیکنو کي لیکلي چي معیاري ژبه دلهجو (dialect) څخه راځي پریوې ګړي که موافقه کیږي هغه بایدد ټولو دپاره منلی توری وي . خودا نوري لهجې نه په خراپېږي . خلکو پخپلو ژبو کي بدلونونه راوسته وزیران، پوهان،لیکوالان،ژورنالیستان سره کښېناسته په خپل ژبه کي ئې (کې) بدلونونه راوسته ځیني خوښ اوځیني ناخوښ وروسته له ډېرو نیوکو خوبدلون راغی،چي بیاټولو ومنی .
زموږ پښتانه دي خدای (ج) لري، یود دابل خبره نه سمه او نه ناسمه مني یوازي ئې پرخپل خبره غوږ دی . نو دداسي یوملت په ژبه کي بدلون یامعیار راتلای سي؟ هیڅ کله نه . ځیني تاریخ پوهان وايي ( چي دپښتون کام شاید دیهودانو دکام یوه ښاخه وي . ) خوزه وایم نه! دفرعونانو دکام یوه ښاخه ده،چي دوی (فرعونان) توبه نعوذو باالله دخدایي دعوه ئې کوله . دلته هریوسردی . داټول سرونه متأسفانه چي ځیني ئې خاوري سوي اوځیني به ئې له خپل خیالوسره خاورو له ځي؛ خو د راتلونکو لپاره دخدمت پر ځای ګډوډي او نوی بېلتون پرېږدي . خوزموږ ژبه ګډوډه راته پرېږ دي . په پښتوکي وايي چي : «دخواردایاژړا ده یاښرا! » خوزه ښرانه کوم دعاکوم چي خدای دي په دغه لار کي موږ ته توفق راکي، چي خپله ژبه معیاري کو .
دمعیار له مخه منثور لیکوال په خپله لیکنه کي داسي مخیر ،آزاد نه دی لکه شاعر چي پخپل شعر کي آزاد دی . مقفه یي شاعر یوازي مجبوردی،چي قافیه سمه کي نور دی آزاد دی . آزاد په دې مانا توري لنډه ولای سي دتورو پکار وړل په هرځای کي ئې چي زړه وغواړي پکارې وړای سي . دمثال په توګه دغه شعر دحمیدماشوخیل
 
د دوستۍ تر تناب لاندي کوهي کني چپ او راس 
دلته په دوېم نیم بیت کي چي په آر سره «چپ او راست دی .» خو دقافیې دجوړولو لپاره شاعر د«راست» (ت) حذف کړې « راس » ئې ځني جوړکړی . او یادغه شعر دحمید ماشوخېل چي وایي :
 
خط په مخ دصنم راغی که سپوږ مې سوه په هاله کښې 
دائې غاښ په خوله کښې زېب کا که ژاله سوه په لاله کښې
دلته اصلا دغه « په » « پر » دی خوشاعر ئې « په » وایي .ټوله ختیز شاعران په شعر کي « پر » په کار نه وړي . که رحمان بابا دی که خوشحال خان خټک دی،که ګل باچا «الفت »، که حمیدماشوخېل دی اوکه حمزه بابا دی .
حمیدماشوخېل وایي
چي په مخ دي دخط لیکه دوتا راغله ++++ ګویامخ لره دي توره بلا راغله
دلته اصلا دغه « په » « پر » دی . خوشحال بابا وایي :
ولي راته وائې چي په ښکلونظر مه کړه ++++ سترګي چي پیدادي خودیدار لره کنه
دلته دغه « په » « پر » دی . رحمان بابا وایي :
که تمام عمر یې یار په سترګوناست وي ++++ تمام عمر ورښکاریږي یو ساعت 
دلته دغه « په » « پر » دی . 
دغه پورته یادونه نه تقریظ دی اونه هم ددوغوشاعرانودشعر سمواله . شاعران پخپل کلام کي د شعر او هم استعمال ول دهغه په شعر کي څرنګه چي مخ کي هم وویل سوه آزدي دکلام لري؛ خو برخلاف منثور لیکونکي باید په لیکنه کي د معیاري ژبي اوژبښودمراعات وکړي .
اوس جنوب لوېدیز شعران ګورو! دغه شعران دواړه ظرف یاني «په » او « پر » په کار وړي . 
دریدي خان له مثنوي څخه : پټه خزانه : 
موږ له طاقت نسته چي کړو به زیاتي ++ صبر پرظلم دظالم ارمني
پیرمحمد میاجي شعر پټه خزانه :
پر دې لار وې تیږي ګټې +++ لاري ځمکي وې په پټې
د ملاباز شعر پټه خزانه :
راسه پرڅنګ راسه لیلی چي دي پرزړه کم ملهم +++ دا ستا په عشق کي مي ترشاکا ددنیاواړه غم
عبدالباري «جهاني» دسباهون په تمه
چي پرون بې هدیرې په اجاره وې +++ نن ئې دوړي دځوانۍ پرمزار ګرځي
« په » او « پر » ټوټکي (preposition) دي یاني ظرف مکان او زمان ښیي . دظرف مکان په حالت کي « په »یو شی چي دننه وي ښیي لکه : کتاب په المارۍ کي پروت دی . او «پر »یوشی چي سربېرن وي لکه :کتاب دالمارۍ پرسر پروت دی . « په » د « کي » چي «preposition »دی سره راځي،چي یو تړښتي یاني ترکیبي «حرف جر »یاني ټوټکی جوړه وي . لکه : په پسرلي کي ګلان غوړیږي . یا: په کندهار کې (کي ئې ) غواړم، په ننګرهار کي مي لاس ته راځي. 
« په » ظرف زمان : کروندګر « په سهار کي» له کوره ووُت . پر کال به سره ګورو .
نسبت ښیي : په ما ئې دخپل روپو حساب کاوه او پر مائې نه حسابه . دخراپ کار په ګناه ئې ونیوی .
په خوشالۍ سره ولاړ او په هوښیارۍ سره ئې سلام وکی .
الفت وایي : دشاتو په مچیو جوړه وي خواږه عسل +++ دمارلړم په نېښ کښې لري زهر داجل
اندازه ښیي : په غبرګو ئې زر ورکړه او په خروروئې غنم ځني واخسته .
ترتیب ښیي : کور په کور او کلي په کلي وکرځېدم، چي مونده ئې کړم . کار مي لار پر لار کړی .
« په » دنامه سره راځي،چي هغه ستاینه ورکوي . لکه : په عقل سره،په هوښیارۍ سره،په خواشینۍ سره .
« پر » ظرف مکان : دکور « پر » سره ئې دوه دوه کسه بوتله .« په » ظرف مکان : موږ په کور کي وو، چي دوی راغله . 
نسبت ښيي : « پر » تا ناوخته کیږي . « پر » ظرف زمان : پرکال درځم . په کال کي دوه واره عُمرې ته ځم .
 
« په » دپاړسي ژبي د «با» ؛ « در » او د « به » مانا ور کوي . لاندي ژباړه ګورو .
جهان را « با » دیدهء عبرت ببین . – نړۍ دپانیا ت « په » سترګه ګوره .
« با » دست توانا به ناتوان یاری کن . -- « په » ځواکمن لاس دکم واکو سره مرسته وکه .
به خانه بودي سلام نه دادي . -- په کور کي وې سلام دي رانه کی .
د« الفت » دغه شعر : 
څه راځي؟څه کیږي دچا«په» لاس دچادپاره ++ شپه «په»تیاره کښې زېږوي څه دسبادپاره په لومړی نیم بیت کي[دچا«په» لاس ] مانا [«با»دست کی ] په دوېم نیم بیت کي [ شپه «په» تیاره کښې ] مانا[شب «در» تاریکي اش ] 
« په » مانا مرسته : په لښکر سره ئې ګټې . یاني دلښکر په مرسته . په قلم سره لیکنه کوو . مانا دقلم په مرسته .
اوس نور لنډېزونه ګورو :
«کي » د «کښې » لنډیز دی او « کې » « کي ئې » لنډیزدی . « په کې » د« پکښي » لنډیز دی .
دمیرزا حنان کلام
داګوهر به دي په کارسي کې په غوږ کړې +++ درته وکړه حنان څه ویل ملیح
دلته دغه « کې » لنډیز دی د «که ئې »
«درنه » وايې خست . «ستاڅخه » ئې واخست . دغه لنډیز ګړدود دی . « ورنه » یاني « ځني » دغه لنډیز هم لهجه یي دی . « نه » لنډ‌یز دی د « څخه » خودغه لنډیز یوڅه ستونزمن دی داځکه چي « نه » منفي توری هم دی . لکه : 
دی نه راځي. 
د کوم (kum) پر ځای چي « کم » ولیکو ښه به وي داځکه چي د « کوم » (kawam) دفعل سره به ټکر نسي . ولي چي «کوم» ناڅرګنده ضمیر دی،چي پر ځای ئې «کم» ولیکو داشتباه څخه به خلاس سو . که څه هم دپاړسي د«کم» سره یوشی دی خو ډېر لږ په پښتو کي لیکل کیږي . 
« لپاره او دپاره » د «اداتو» څخه دي یاني (preposition) دي، ارواښاد پوهان «ریښتین » پخپل پښتوګرامر جزءاول کي دواړه لیکي یاني د دواړو لیکنه معیاري ده . 
د «دی » لیکنه یوار ضمیر غایب ښیي او بل «دی » فعل ښیي دضمیرغایب مفرد . اصلي لیکنه دفعل اودضمیر په نرمه یا ملینه « ی » وي؛ خولپاره ددې، چي توپیر ددې دواړو په لیکنه کي سوی وي د ضمیرغایب « دئ » په همزه والا « ی » لیکو او د فعل « دی » بېله کم تغیره په نرمه « ی » لیکل کيږي . بېلګه : [ دئ په کور کي دی . ] که څوک دواړه په نرمه « ی » ولیکي هم سمه خبره ده .
هره ژبه خپل دجوړښت چوکاټ لري هیڅ امکان نه لري،چي په دغه چوکاټ کي دي دپردۍ ژبي چوکاټ سم راسي . دساري په توګه د«بي بي سي » له ویبپاڼي مي یوه پښتو جمله ولوسته،چي داجمله پوره نه وه . لیکوال دغه چوکاټ یا دانګریزۍ ژبي څخه را اخستی یا دجرمنۍ ژبي څخه . دا جمله دغه ده : ( دصفت ګردان هم لکه داسم اوفعل وي .) پښتو چوکاټ دغه نه مني . ولي په جمله ئې دسړي سرسم نه خلاسیږي . خوسړی باید حدس ووهي . دغه جمله لیکوال په ډېر زور لنډوي،چي د جملې چوکاټ کوږ اوناسم راغلی . داجمله باید دګرامر له مخي داسي ولیکل سي : [ دصفت ګردان هم لکه داسم اوفعل ګران دی . ] یا ښه به داوي،چي وویل سي : ( ... د اسم اوفعل ګردان غوندي دی .) یاداسي : ( دصفت ګردان هم دغسي دی لکه داسم اوفعل دا.) 
دحال دزمان څخه باید کارواخستل سي نه د ماضي مطلق څخه . موږ نسوکولای،چي جمله په زورلنډه کو .
او بل داچي دصفت اواسم ګردان یوشی دي، چي هغه ته په لاتیني (Deklination) وایي . اسم اوصفت په څلورحالتو باندي راځي لکه : فاعلی حالت؛ اضافي حالت؛ مفعول په واسطه حالت او مفعول بېله واسطې حالت . د فعل ګردان په ۶ مهالو کي کيږي؛ دې ته په لاتیني (Conjugation) وایي، چي دغه ګردان داسم او صفت له ګردان سره هیڅ اړه نه لري . 
ژبه پوهنه ده دلاس اله نه ده . لیکونکی باید له ګرامره سرغړاوی ونه کي . [دصفت ګردان هم لکه داسم اوفعل وي . ) دلته په پای کي دجملې هیڅ یوه اشاره ضمیري و«ګردان » ته نه ده سوې . 
بله جمله هم په دغې ویپپاڼي کي مي ولوسته : [ دپښتو « ی » ګانو او سختو غږنو سم کارول ددغو ننګونو په سرکې راځي . ] څه مانا ( ددغو ننګونو په سرکې راځي؟ ) زماخیال ترډېر ه داسي دی، چي لیکوال غواړي څوک ئې په خبره پوه نسي . دلته « ننګونه » څه مفهوم لري؟ د « ننګوني » اصله مانا مرسته غوښتنه ده . « پیر بابا» به ننګومه یاني مرسته ځني غواړم . معیار په تشو خبرو نه جوړیږي . بامسؤلیت او زړه سواندي ژبپوهان دي سره کښېني سم دحل لار دي ومعیار ته پیداکړي . په متکبره احساساتي اوخپل سري انسانانو هیڅ وخت معیار منځ ته نه راځي او نه هم راتلای سي . 
 
 
اخځونه :
۱: ویکیپیدیا
۲: دالفت خبري
۳: دسباهون په تمه « جهاني 
۴: درومرجان حمید « ماشوخېل »
۵: رحمان بابا
۶: پټه خزانه
۷: بي بي سي ویبپاڼه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1542

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1504

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1704

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2205

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6458

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…