د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

اخلاص

رحمان باباوايي

څه عجب بلندمقام دی د اخلاص 

 چي جهان واړه غلام دی داخلاص

نه پوهیږم چي زموږ دژوندانه هرڅه ولي دومره بی خونده شول چي ژبه مي نه پرې لندیږي،له ژبې مي خونداوځواک تللی دی ، شات په خوله

راته دزول خوندراکوي،له سترګونه مودلیدوځواک تللی دی ، ورځې ته شپه وایواوشپې ته ورځ ،  له غوږونوداوریدوځواک تللی دی نوځکه

مو دسروزپه اوریدوغوږونه نه ستړي کېږی اودقرآن کريم اورېدل موغوږنه قبلوي که یې قبول هم کړي هغه هم دومره بې اغیزي وي چي

یووېښته مو دوجودنه پرې سیخېږي داځکه چي زموږټولنه بی روحه اوبې اخلاصه شوې ده .

رښتیاهم هرشی روح لري دلمانځه روح حضور ،خشوع اوخضوع ده لکه عبدالرحمان بابا چي وایي :  

 چي دزړه حضوریې نه وي په لمانځه کي

په کارنه دی مقتدي وي که څــــه امـــــــام 

ریشتیاهم بې روحه شی مړاوبې ارزښته وي دبېلګي په ډول که يوڅوک لمونځ کوي خشوع اوخضوع پکي نه وي دځينوله خواهيڅ لمونځ نه

بلل کېږي . له همدې وجې الله جل جلاله په وار وار دخشوع اوعاجزۍ امرکوي ، له تکبره دډډې وايي ، که بيايوڅوک داسي وکړي جزاورته

ټاکل شوې .

که په دې اړه قرآن اوحديث وپلټل شي نوتاسوبه ووينئ چي هرځای پرعاجزۍ امرشوی دی اوداهم څرګنده ده چي عاجزي له اخلاص پرته نه

راځي په چاکي چي داخلاص ماده وجودولري هغه تل عاجزوي ، له هرډول تکبراوبې ځايه کړنولرې اوسي . په دې حديث کي همدې اخلاص ته

اشاره شوې ده :

((وعَنْ أمير المؤمنين أبي حفص عمر بن الخطاب بن نفيل بن عبدالعزى بن رياح بن عبداللَّه بن قرط بن رزاح بنعدي بن كعب بن لؤي بن غالب

القرشي العدوي رَضيَ اللَّه عَنْهُقَالَ سمعت رسول اللَّه صلى اللَّه عليه وسلم يقول: <إنماالأعمال بالنيات، وإنما لكل امرئ ما نوى. فمَنْ كانت

هجرته إِلَى اللَّه ورسولهفهجرته إِلَى اللَّه ورسوله، ومن كانت هجرته لدنيا يصيبها أو امرأة ينكحها فهجرتهإِلَى ما هاجر إليه> متفق عَلَى

صحته. رواه إماما المحدثين: أبو عبد اللَّه محمدبن إسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة بن بردزبه الجعفي البخاري، وأبو الحسين مسلم

بنالحجاج بن مسلم القشيري النيسابوري رَضيَ اللَّه عَنْهما في كتابيهما اللذين هماأصح الكتب المصنفة.))

ژباړه : له  اميرالمؤمنين ابی حفص عمربن خطاب رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول  الله صلی الله عليه وسلم وويل : ټول اعمال په نيت

پوري تړلي دي اوهرسړی دخپل کردارپه سبب دخپل نېت په اندازه ثواب ترلاسه کوي که دچاهجرت دالله جل جلاله اورسول لپاره وي

نوهجرت يې دالله اورسول لپاره دی،که دچاهجرت ددنيالپاره وي ياديوې ښځې دنکاح په خاطروي نودده دهجرت اهميت دده له قصداوارادې

سره برابردی .

دې حديث دې  ته اشاره وکړه چي هرعمل په نېت پوري تړلی دی که يوڅوک يوکارکوي  اواخلاص پکښي وي نومعلومه خبره ده چي الله جل

جلاله پرې اجرورکوي اوکه يې په نېت کي له الهي مينې اومحبت پرته نورڅه پراته وي نوداعمل يې دمنلووړنه دی . لکه په دې حديث کي چي

دبېلګي په توګه هجرت راوړل شوی اودې ته اشاره شوې چي  که يوڅوک دښځې لپاره هجرت کوي ، که يې ددنيالپاره کوي اوکه يې دالله

اودرسول لپاره کوي هجرت يې دهمدغوشيانولپاره دی .

ډېره به لرې نه وي چي ووایم چي دهرشي روح اخلاص دی ځکه داوګړي دټولنې له دې نه شي وتلای یابه ښوونکی وي یابه زده کونکی

،ښوونکی  باید اخلاص ولري اوزده کونکی هم ،په دی معنابایدداښودل عندالله وی که دغه نېت پکښي وی نووخت به هم ضائع نه شي 

اوښودل هم بایدموږ په اخلاص وپیژنواواخلاص په عبادت کی ترک ریاته ویل کیږی .

مخلص هغه چاته ویل کیږی چي لوئی څښتن یوګڼی خالص دی نه بل څوک ، دهمدې اخلاص یادونه په قرآن عظیم شان کی هم شویده لکه

څښتن تعالی ﷻ چي وائی ( الالِلِه اِلدین الخالص )  ژباړه . خبرداروسی خالص الله لره دین دی .

خالص تفسیریعنی حسب المعمول دالله تعالی تل داسی بندګی کوئی چي دشرک  اوریااوله نوروشائبواوخړپړی نه پاکه اوسپیڅلی وی

اودیوه خدائی ﷻ په طرف قولاً فعلاً ماناپه وینه اوکړنه خلګوته دعوت اوبلنه ورکوی اوداسی خبرتیاوي کاندي چي څښتن تعالی همغه

بندګی قبوله فرمائی چي خالص دهغه دپاره وی (تفسیر کابلی ) اوهم دخدائی ګران پیغمبرحضرت محمدمصتفی صلی الله علیه وسلم هم

ویلی دی چي هغه عمل چي خالص دپاک رب جل جلاله دپاره هغه دعمل کونکی سره خیانت نه کوی

امااخلاص دصوفیانواوعارفانوله نظره امام ابو القاسم عبدالکریم بن هوزان وائی چي زماداستادپه ان داسی دی واحوکڼل سبحانه په

عبادت اوپه طاعت کی په دی ماناسره چي دغه عابداراده لری دنزدیکت ودستردرشل ته دحق سبحانه نه دبل شی مانا دئی اراده نه په دغه

تاعت سره ستاینه دخلګویامحبت ددوئی دده سره بی له نیژدیکته څخه ،یااخلاص تصفیته دعمل ده دملاحظی څخه دوګوړواوداخلاص

دامام ذوالنون (رح) په انددی ویل کیږی چي ستاینه اوغندنه دعامووګوړوپرمخلص اغیزه نه کوی اوبل پریښودل داعمال په اعمال کی اوبل

هیرول دغوښتنی دثواب په اخیرت کی سړئی کولائی شی چي ددغه  نښولامله مخلص وپیږنی اوامام ابوبکرالدقاق ویلی دی چي اخلاص

دخواصودادی چي دمخلص زیان اونیمګړتیادده په اخلاص کی نغښتی ده هغه داده چي دئی خپل وینی مګرچي کله پاک رب جل جلاله دده

اخلاص اخلاص کړی نوبیادئی هغه اخلاص نه وینی اونه په پوهیژی اوبیادئی مخلص شی اومخلص نه ورته ویل کیږی اودحذیفة المرعشی

په اند برابری ده دی دبنده دچاروپه ښکاره اوپه پټه کی اوداباسلیمان (رح) په اندکله چي سړی مخلص سی دهغه نه اندیشنی لری شی

ریشتیاهم که په ځیروکتل شی اخلاص یوپه زړه پوری اوارزش ناکه څیزدی کله چي په ټولنه کی اوپه وګړوکی اخلاص راشی بیابه

خوددقیصراودکسرای فتح کیږی بیابه خوددشپیته وګړي پرشپیتوزوروباندي برئی مومی بیابه خودتوري شپي په سهارونوبدلیږي بیابه

خودجګړي اوخرخشي په امن اوپه صوبات بدلیږي دایوداسی اغیزناکه عنصره ده نفاق اوکرکی ته هیولادمیني اومحبت ورآغندي

مهاجراوانصاروته دیوتن اووجودبڼه ورشی ئی دایوداسی لارښوده سړئی دی ته هڅوی چي ترخپلوشخصی ګټوتیرشی اوخپل شخصیت

اوهویت دحق اوحقیقت دپاره زاراوقربان کړی اخلاص کولائی شی چي ټولنی ته پرمختګ ورکړی اوخپل منځنی اختلافات له منځه یوسی

اودوګړوپه مینځ کی مینه اوورورولی تشکیل کړی نوپاک رب جل جلاله دی زموږزړه زموږروح زموږوطن زموږټولنه اووګړي په هم دی

اخلاص مشرفه کړی اوخدای پاک دی دټولومسلمانانوپه هرکارکی اخلاص دتل دپاره راولي

آمین وسلام

 

 

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1150

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1162

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1292

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1784

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5988

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…