د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

آیا تاسو وخت مدیریت کوﺉ که وخت تاسو؟

تاسو باید له ځان څخه څلور ساده پوښتنې وکړﺉ.

 

  1. تاسو له هغوکارونو سره  که هغه ستاسو یا د بل وګړي په وسیله وي چې په هېڅ صورت باید ترسره نشي ، څه کوﺉ؟

  2. تاسو له هغو کارونو سره چې نور یې ستاسو په شان او یا وکولای شي له تاسو څخه یې غوره ترسره کړي څه کوﺉ؟

  3. تاسو له هغو کارونو سره چې د نورو وخت بې ګټې لګوي څه کوﺉ؟

  4. تاسو له هغو کارونو سره چې ستاسو وخت بې ځایه لګوي څه کوﺉ؟

که تاسو دې پوښتنو ته ځوابونه نه لرﺉ، یا ډېر بشپړ یاستئ چې دې مدیریت ته اړتیا نه لرﺉ، یا دا چې له ځان سره رښتني نه یاستئ.

   

دلته د وخت بې ځایه لګوونکو او د زمان لوټمارانو ته اشاره شوې ده. تاسو له ډېر فکر کولو پرته کولا شی په دې اړه نور دې ته ورته ټکي هم اضافه کړئ.

 

د وخت له منځه وړونکي – هغه لارې چې تاسو نشئ کولای پکې له وخت څڅه غوره ګټه پورته کړئ  

په یوه کار کې له اندازې ډېره هڅه

د يوه کار ځنډول او په اړه يې بې پروايي

د یوه کار په منځ کې د وقفې رامنځ ته کول

غوږ نه نیول

د «نه» ویلو وړتیا نه لرل

د لومړیتوبونو د ترتيب وړتیا نه لرل

په یوه کار کې د ټولو ګډول

جزیاتو ته له اندازې زیاته پاملرنه

اصلي مطالبو ته کمه پاملرنه کول

بې پلاني

ټول کار او د هغه موخو ته کمه پاملرنه کول

د یوه ټوټې ټوټې شوي کار ترسره کول

هوساینې او استراحت ته کمه پاملرنه چې د تېروتنې د رامنځ ته کولو او ستړیا سبب کېږي

 

د وخت لوټماران (غله) – هغه لارې چې ستاسو وخت پکې د نورو په واسطه یا په نورو مسایلو بې ګټې لګېږي

اطلاعات (کم، نابسیا، نا څرګند)

د مطالبو ډېر زیات لوستل

غونډې (ډېرې زیاتې، ډېرې اوږدې)

ټلفون (د اړتیا په وخت کې د اړیکو نیولو وړتیا نه لرل، ټلفوني مزاحم، ډېرې خبرې کول)

د مرستندوي ځواک کموالی

د فایل بندۍ او طبقه بندۍ سسټم (کمزوری، پېچلی)

فني نیمګړتیاوې ( ماشین، کمپیوټر،   ..  .)

نور وګړي (ټنبل، ناسوب، ناوخته)

 

 

د وخت مدیریت لارې:

د خپلو کارونو یو ورځنی راپور له ځان سره ولرﺉ او هغه وڅېړﺉ تر څو ووینئ چې ستاسو وخت چېرته روان دی. کولای شئ دا راپور د کاغذ پر مخ ولرﺉ او یا هم په کوم پوستکالي کې. په بله مرحله کې باید پرېکړه وکړﺉ چې څنګه له خپل وخت څخه استفاده وکړﺉ.

 

د مهممو کارونو په مقابل کې سملاسي کارونه:

سملاسي کارون = په ټاکلي وخت کې (معمولاً) ډېر ژر بايد ترسره شي.

مهم کار = يو ځانګړي کار دي چې بايد د داسې وګړي يا برخې له خواه ترسره شي چې څومره چې کار مهم وي ډېر وخت ورکړي او پاملرنه يې ورته ډېره وي.

 

 

د معمولي کار کړلو لار

ډېر سملاسي والی (فوریت)

لږ سملاسي والی (فوریت)

 

په دې برخه کې کارونه ترسره کېږي خو معمولا د وخت د کموالي په سبب په ناسمه توګه او یا له تېروتنې څخه ډک

په دې برخه کې کارونه ځينې وخت ترسره کېږي خو په بل ځای کې ستونزه رامنځ ته کوي

کم ارزښته

په دې برخه کې کارونه ترسره کېږي خو ډېر وخت بې ګټې پرې لګېږي

په دې برخه کې کارونه پاتې کېږي تر څو چې سملاسي والی پیدا کړي (ورسته د وخت د کموالي په سبب سم نه ترسره کېږي.

له ارزښت څخه ډک

 

د مخکې پلان شوي کار د ترسره کولو لار

ډېر سملاسي والی

لږ سملاسي والی

 

دا کارونه هغه وخت اړین دي ترسره شي چې د ( زیات سملاسي والي او ډېر ارزښت تر منځ وي)

دې برخې ته ارزښت مه ورکوﺉ دا کارونه په مړو وختونو کې د دریو نورو برخود کارونوپه منځ کې ترسره کړﺉ.

کم ارزښته

دا کارونه هغه وخت ترسره کړﺉ له دې پرته چې فکر مو چمتو وي

دا کارونه هغه لومړﺉ ورځ چې آرام یاستی ترسره کړﺉ

له ارزښت څخه ډک

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1150

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1162

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1290

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1783

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5985

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…