د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د مديريت له ۴۵ کتابونو څخه ۴۵ مديريتي ټکي


لانديني ۴۵ ټکي د مديريت له ۴۵ کتابونو څخه راټول شوي دي.
1. اجرا د نن ورځې په مديريت کې تر ټولو ستره نه مطرح شوې مسئله ده او نه شتون يې د برياليتوب او هغو ماتو چې په تېروتنه سره د نورو په غاړه وراچول شوې دي، تر ټولو ستر خنډ دي.
2. هغه شرکتونه چې د سمو کارونو لپاره ځانګړي شوي دي او د خپلو ټولنيزو مسؤليتونو لپاره داسې تعهدپاڼه لري چې پر بنسټ يې کار وکړي، له هغو څخه چې دا کار نه کوي ګټور دي.
3. د سټراټېجيک پلان پر ځاى سټراټيجيکو فکرونو او تګلارو ته پام اړول.
4. د مارکېټ پوهنې په عصري مارکېټ موندنه کې د ټوکرۍ محصولاتو لرلو په ځاى د ټوکرۍ پېرودونکو لرلو ته پام اړول .
5. د ګټلو او برياليتوب راز روښانه دى، هغه دا چې هڅه کول چې په يوه غولي کې دوه ځله بايلوونکي نه شو.
6. انسان کله لوبه بايلوي او کله څه ترې زده کوي.
7. د نن ورځې مارکېټ موندنې هنر په احمد باندې د توکو پلورل نه دي، بلکې د يوه پېرودونکي په سرليک د تل لپاره په خپل څنګ کې د احمد خوښ ساتل دي.
8. پېرودونکي څرګندوونکې ژبه لري، که له واسطې پرته له هغوى سره په اړيکه کې و اوسو او ځير غوږ ولرو کولاى شو له دوى څخه ډېر شيان زده کړو.
9. د بدلون نا اواره تګلورى پخپله د مدير په هڅه بايد وکتل شي ځکه بدلون داسې څيز نه دى چې مدير يې ښوونه وکړي او نور يې ترسره کړي.
10. د شغل پر ځاى د پېرودونکي په لټه کې شى، که انسان وکولاى شي داسې يو محصول وړاندې کړي چې غوښتونکي ولري، له بېکارۍ څخه يې ځان ساتلى.
11. په دوه ډوله کولاى شو نړۍ ته بدلون ورکړو: لومړى، په قلم (له فکر څخه استفاده). دويم، په توره (له زور څخه استفاده)
12. کولاى شو چې د خلکو مدير نه وو خو له هغوى سره مينه ولرو، ولې له خلکو سره له مينې پرته نشو کولاى په هغوى باندې مديريت وکړو.
13. مديريت يانې په خپله خوښه د نورو د پيروۍ د جلبولو هنر.
14. ډېرى برياوې د غرور لامل او غرور د ماتې لامل کېږي.
15. د ابليس د برياليتوب لپاره بسيا ده چې ښه خلک لاس د لاس په سر کېږدي.
16. د يوه نوي پېرودونکي د تر لاسه کولو لګښت لږ تر لږه پنځه برابره د اوسنيو پېرودونکو د خوښ ساتلو دى.
17. هر څوک کولاى شي د خپلې برخې اړوند کار په خپل لاس کې ونيسي او د خپلې خوښې لوري ته يې کش کړي.
18. مديريت نورو ته د غوږ نيولو هنر دى. ځکه چې که د چا خبرو ته غوږ ونه نيسي نه شي کولاى هغه وپېژني.
19. د زده کولو وړتيا او په چټکتيا سره د زده شوو څيزونو استفاده ادارې ته د سيالۍ تر ټولو ستر امتياز په واک کې ورکوي.
20. د يوه لارښوونکي د هوښ د اټکل لومړۍ لاره دا ده چې هغو خلکو ته چې د ده په خوا کې راټول شوي دي کتنه وکړو.
21. که يو څوك وکولاى شي چې د يوه سازمان ټول کارکوونکي د يوې ګډې موخې خوا ته برابر کړي، په هره برخه، هر مارکېټ او د هر سيال په وړاندې، به په هر وخت کې بريالي شي.
22. ډېر شمېر خلک غوره ګڼي چې مړ شي خو فکر ونکړي، ډېر هم فکر په مړينه غوره ګڼي.
23. با هوښه عامل مدير هغه څوک دي چې د شک پر ځاى په خپلو همکارانو باندې ډاډ ولري.
24. د يوه محصول توپير بايد د لګوونکي د ذهن په خوا ترسره شي نه د هغې مخالف.
25. د تاريخ په اوږدو کې ډېرى برياليتوبونه طبيعي سرچينو لکه، ځمکې، طلا او تېلو ته په لاسرسۍ سره وو، خو اوس په ناڅاپه ډول پاڼه اوښتې او پوهه يې په ځاي ناسته ده.
26. په ډېرو برخو کې فقير ملکونه د شتمنۍ له اړخه شتمن خو د پانګې له اړخه بېوزله دي، موږ نه شو كولاى چې شتمنۍ په پانګه واړوو مګر هغه دا چې قانون حاکم وي.
27. هغه خلک چې له خپل ځايه خوځېږي، ځينې وخت يې بايلوي او هغه خلک چې نه خوځېږي، تل يې بايلوي.
28. که ټول څيزونه مهم وي، نو پوه شه چې هېڅ شى مهم نه دى.
29. د نن ورځې نړۍ بريالي مديران د خپل سازمان د برياليتوب راز د پوهو انسانانو له استفادې څخه بولي.
30. د انسانانو د خوښۍ او خوشالۍ ډېرى برخه هغه وخت تر لاسه کېږي چې په خپل اړوند کار کې له هوښيارو او پوهو خلکو سره وګومارل شي.
31. د مدير رول دا دى چې د وګړي په داخل کې نفوذ وکړي او د هغه بې ساري هوښياري کشف کړي او په کار يې واچوي.
32. غښتلى مدير نه يوازې د کارکوونکو توپير مني، بلکې پر دې توپيرونو پانګونه کوي.
33. ټمبل يا کمزوري زده کوونکي وجود نلري، بلكې يوازې هغه څه چې وجود لري ښه يا کمزوري ښوونکي دي.
34. ژوند له هغه څه نه ډېر ارزښت لري چې يوازې د بېرته سمېدو د دوران د راتګ په هيله کار وکړو.
35. نه ژوند پايښت لري او نه مړينه راوړونکې ماته.
36. خپلوکارکونکو ته ووايئ چې هېڅکله د خپلې قربانۍ اجازه ورنه کړي خو که داسې انګېرنه لري غوره ده چې لاړ شي او بل ځاى کې کار وکړي.
37. د چلند غږ د ويلو له غږ څخه لوړ دى.
38. هر کله چې د شطرنج په لوبه کې د بايللو په حال کې يم، په پرله پسې ډول له خپل ځاى څخه جګېږم او هڅه کوم پاڼه د سيال له شا نه وګورم، هغه وخت خپلو احمقانه خوځښتونو ته چې کړي مې دي پام اړوم.
39. پوهېدل بسيا نه دي، بايد اقدام وکړو. غوښتل بسيا نه دي، بايد کار وکړو.
40. که غواړئ چې د کار کوونکو د کار نه کړلو د دليل په اړه ښه پوه شى، د هېندارې خوا ته ولاړ شى او په غلچکي ډول ورته وګورئ.
41. جلسه چې ښه اداره نه شي، د وخت له تېرولو پرته بله ګټه نه لري.
42. د راتلونکې د اټکل لپاره تر ټولو غوره لار د هغې جوړول دي.
43. يو خوښ او راضي پېرودونکى خپل رضايت دريو کسانو ته وايي، خو يو ناراضي پېرودونکي۲۰ کسان خبروي.
44. څوک مه سپکوئ، د دې په اړه چې څوک په پرمختګ کې د درېدنې لامل شوي د بحث پر ځاى د دې په اړه چې کوم شيان د پرمختګ خنډ دي، بحث وکړئ.
45. هغه وخت له کار څخه لاس واخلئ چې کار مو ترسره شوى وي، نه هغه وخت چې ستړي شوي ياستئ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1770

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1725

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1976

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2539

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6766

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…