د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

مديريت څه ته وايي؟


مديريت په لغت کې د (يوه سازمان) د اداره کولو په مانا دى ولې نن ورځ د انساني سازمانونو په چټک پرمختګ او ودې سره چې د تمدن د پراختيا او د اړتياوو د روښانه کېدو له امله رامنځ ته شوى دى، مديريت د لارښوونې او يا داسې بشپړو شوو پوهو د ټولګې په مانا دى چې له لارې يې وګړي په سازمان کې د غږملتيا په رامنځ ته کولو سره د هغې اغېزمنتيا ډېروي.
مديريت د پلان جوړونې د علم او هنر له اټکل څخه عبارت دى. مديريت عبارت دى له تنظيم څخه (د کار وېشل  او د دندو ټاکل). مديريت عبارت دى له لارښوونې او رهبرۍ څخه (تر لاس لاندې وګړو ته لارښوونه او د هغوى په زړونو کې د نفوذ پيدا کولو وړتيا). مديريت عبارت دى له څارنې او کنټرول څخه (د وګړو په کړو وړو څارنه او د هغوى د تېروتنو سمونه) او په پاى كې مديريت عبارت دى د غږملتيا له رامنځ ته کول او د کار کوونکو تر منځ د سېسټمي کتنې رامنځ ته کول.
ټول ياد شوي بحثونه په سازماني سرچينو باندې ترسره کېږي چې د هر سازمان تر ټولو مهمه او ارښتناکه شتمني د هغوى انساني منابع (کارکوونکي) دي او وروسته نور دې ته ورته منابع لکه فزيکي، مادي او مالوماتي شتمنۍ په کتار کې راځي.
مديريت په اغېزناکه او ماهرانه ډول د مادي او انساني منابعو د لارښوونې او کنټرول د پلان جوړونې، تنظيم او د امکاناتو او منابعو د سمبالونې لړۍ ده چې د سازمان د موخو د تر لاسه کولو لپاره او د منلو وړ ارزښتناک نظام پر بنسټ ترسره کېږي.
پورته ياد شوى تعريفونه لاندې کليدي مفهومونه او معناګانې لري
۱- مديريت يوه لړۍ ده.
۲- د مديريت مفهوم او مانا د انساني جوړښت لارښوونه ده
۳- اغېزناک مديريت وړ پرېکړې کوي او غوښتل شوې پايلې ترلاسه کوي
۴- مديرانه تخصيص او لګښت ته ګټور مديريت وايي
۵- مديريت په موخو لرونکو کړنو باندې تمرکز کوي
د مدير دندې
پلان جوړونه: پرېکړه کول چې بايد کوم کارونه ترسره شي.
نظم او ترتيب: نظم داسې لړۍ ده چې په بهير کې يې د وګړو او کاري ډلو تر منځ د کار وېشل او د موخو د تر لاسه کولو په اړه د هغوى تر منځ غږملي رامنځ ته کېږي.
لارښوونه او رهبري: دا دنده يعنې د سازمان د موخو د تر لاسه کولو په اړه ترلاس لاندې وګړو ته د انګېزې او ذوق د رامنځ ته کولو لپاره د مدير هڅې.
کنټرول: کنټرول غوښتل شوو موخو ته د رسېدو يوه منظمه هڅه ده

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1540

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1501

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1703

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2204

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6456

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…