د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

څنګه کولاى شو په نورو نيوکه وکړو؟

هر وګړى کېداى شي د خپل ژوند په اوږدو کې په وار وار د نورو له خوا تر څېړنې لاندې راشي. د دې ارزښتناکه څېړنو يوه برخه تشويقي اړخ او بله برخه يې د نيوکې په توګه ده. په نورو باندې نيوکه په هغه صورت کې چې هوښيارانه ترسره شي کېداى شي ډېرې ګټورې اغېزې ولري، له دې پرته کېداى شي له بېلابېلو منفي غبرګونونو سره مخ شي. دا چلند داسې يو هنر دى چې بايد زده کړل شي او له استفادې څخه يې ناپوهي کېداى شي زيان رامنځ ته کړي.
سمه نيوکه هغه ده چې د وګړي د ځواکمنتيا په ټکو باندې د ټينګار سربېره د هغه دکمزورتيا ټکو ته هم اشاره وکړي او د هغه د له منځه وړلو په اړه د وړ تګلارو په وړاندې کولو سره خبره رامنځ ته کړي. له نورو څخه د نيوکو منل د بېلابېلو ډلو په منځ کې توپير لري. د بېلګې په ډول ډېرى وخت د يوې کورنۍ د يو وګړي له خوا څخه نيوکه د نورو وګړو په پرتله ډېره د منلو وړه ده. په معمولي ډول موږ د پرديو وګړو د پرېکړې په اړه ډېر ځور منونکي يو.
د نيوکو ډولونه په لاندې ډول دي

رغوونکې او ګټوره نيوکه
دا چلند او لاره په ډېرو برخو کې کېداى شي رغوونکى او مثبت اړخ ولري. که د نيوكه کوونکي لهجه دوستانه وي اغېز به يې هم ډېر وي او اورېدونکى پرته له دې چې تر بريد لاندې راشي له خپلو نيمګړتياوو او عيبونو څخه خبرېږي. له شک پرته هېڅوک نه خوښوي چې واوري «ډوډۍ سمه نه خورې» او يا «د جامو اغوستلو سليقه دې سمه نه ده». د دې لپاره چې نيوکه رغوونکې او مثبته اغېزه ولري نيوكه کوونکي ته اړينه ده چې ځينې اړخونه په پام کې ونيسي او داسې پوښتنې مطرح کړي چې هر يو د دوى وکولاى شي چې د ده موخو ته د رسېدو په اړه اغېزناک او مثبت رول ولوبوي. دا پوښتنې بايد هغه مالومات چې لازمه ده مبادله شي، له ځان سره ولري. لکه څنګه چې ويل او د ويلو څرنګوالى نږدې سره اړيکې لري، د نيوکې جوړښت او څرنګوالى هم يو پر بل اغېزه اچوونکي دي. د يوې نيوکې د څرنګوالي د ټاکلو په اړه په پيل کې بايد له ځان څخه وپوښتل شي چې له کوم چلند څخه نيوکه وکړم؟ دا روش کېداى شي ډېر ګټور واقع شي، ځکه چې د پوچو او ځوروونکو ټکو له کارولو لکه «ته تل داسې کارونه کوې»، «ته هېڅ سم نه شوې» او له داسې نورو ټکو څخه مخنيوى کوي. کله چې د ځانګړو چلندونو په اړه په کوټلي او ځير توګه نيوکه کوو، په هغه چا باندې چې نيوکه کوو دا موکه ورته چمتو کوو چې زموږ د موخې په اړه په سمه توګه پوه شي. داسې نيوکه چې د ځانګړې موضوع په اړه وي کېداى شي په دوه اړخيزه خبرو واوړي ترڅو په بحث بدله شي چې ټکونه يې څرګند ندي.

غير مستقيمه نيوکه
نيوکه کېداى شي په غير مستقيمه توګه بيان شي. د بېلګې په توګه که ستاسو مقابل لورى بد خويونه ولري، د خبرو په واټن کې هغه ته ووايي «ستاسو په اند هغه خلک چې د داسې اخلاقي خويونو خاوندان دي، د نه زغملو وړ نه دي؟» د نيوکې دا ډول څرنګوالى او لهجه لامل کېږي چې په ده کې يو د هوښيارۍ حس ويښ شي او پام يې شي چې داسې ستونزه لري. خامخا مو دا متل اورېدلى چې وايي «دروازې ته وايي چې دېوال يې واوري». د دې موضوع د روښانه کولو لپاره دا متل زموږ د کلتور يوه دوديزه بېلګه ده.

په ستايلو او صفت سره نيوکه
د نيوکې په دې څرنګوالي سره په پيل کې کولاى شو د هغو وګړيزو ارزښتونو د ځانګړتياوو ستايلو او صفت ته چې د نيوکې وړ دي مخ واړوو. د بېلګې په توګه «ته يوه ډېره هوښياره نجلۍ يې». د يوې وړ سرېزې له کارولو وروسته خپل د نيوکې اند بيان کړئ او هڅه وکړئ هغه په ښو او مرغومو ټکو وپوښئ. البته ستاسو موخه په هېڅ ډول غوړه مالي نه شي كېداى. بلکې لومړى مو د هغوى ښو خصوصياتو ته غوږوهنه کړې او وروسته مو خپله نيوکه څرګنده کړې ده.

يرغليزه او څرګنده نيوکه
ډانګ پېيلې د څرګندتيا او رښتينولۍ نښه ده مګر تل مخاطب ته خوشاله کوونکې نه ده په ځانګړې توګه که ډېره په ناپوه ډول بيان شي. دا ډول نيوکه نه يوازې هېڅ ډول رغونه نشي رامنځ ته کولاى بلکې د دې لامل كېږي چې اورېدونکي د موضوع په اړه دفاع وکړي. غوره ده چې نيوکه د يوه سم سياست په کارولو سره ترسره شي.

محکومول
ځينې وخت په لارښوونې سره د نيوکې په ځاى، نيوکه کوونکي مخاطب په يوه يو اړخيزه محکمه کې محاکمه کوي. دى ځان ته دا حق ورکوي چې د نورو په اړه خپل اند څرګند کړي او خپله فکري بېلګه په هغه باندې وتپي. ډا ډول نيوکې نه يوازې رغوونکې نه دي، بلکې ډېرې ناوړه دي.

له وخت څخه وروسته نيوکه
 دا ډول نيوکې هغه وخت ترسره کېږي چې د ستونزود اواري په اړه هېڅ مرسته نه کوي. په بل عبارت نور د تېروتنې د مخنيوي لپاره هېڅ وخت نه دى پاتې. له هېچا څخه پټه نه ده چې په داسې وخت کې نيوکه د تېروتنو له تکرار څخه د مخنيوي لپاره ده او که څرګنده شي چې په راتلونکي کې اغېزه نه کوي، غوره ده چې هېڅکله څرګنده نه شي.

د نيوکې کولو سمه لار
د لاندينيو ټکو منل کولاى شي د نيوکې کولو په وخت كې ډېره مرسته وکړي.
  آيا کولاى شو د نيوکې وړ چلند ته بدلون ورکړو؟
  آيا تر نيوکې لاندې راغلى کس د نيوکې له اورېدلو سره علاقه لري؟
  څومره احتمال شته چې تر نيوکې لاندې کس نيوکه ومني؟
  له هغه کس څخه چې تر نيوکې لاندې دى پوښتنه وکړئ چې آيا ستاسو م وخه يې درک کړې ده.
  تر نيوکې لاندې وګړي پوه کړئ چې ستاسو نيوکه ستاسو د عقيدې يو ساده عکس العمل دى.
  له محکومي نيوکې څخه په کلکه ډډه وکړئ، ځکه دا ډول نيوکې له واټن پرته وګړي دفاع ته پاروي.
  هڅه وکړئ د موضوع په اړه خپله نيوکه په شخصي ليد سره بيان کړئ او هڅه وکړئ هغوى د خپلې نيوکې د څرنګوالي په اړه کنجکاو کړئ.
  موضوع مه اوږدوئ او نيوکه په وينا مه بدلوئ ځکه چې اورېدونکي ستړي او بې زغمه کوي.
  نيوکه په وړ وخت او وړ ځاى کې څرګنده کړئ نه په داسې وخت کې چې مقابل لوري يې اورېدلو ته چمتو نه وي. اول صبر وکړئ چې مخاطب آرام او وينه يې سړه شي ترڅو هغه نيوکه چې تاسو يې کوئ، اغېزناکه واقع شي.
  د مخاطب د پوهې لوړوالي ته په کتنې سره نيوکه بيان کړئ ترڅو د مخاطب لپاره د درک وړ وي. نشي کېداى د ټولو لپاره له يوې لارې څخه استفاده وکړئ.
  کله چې نيوکه کوئ هڅه وکړئ چې له کوم غرض پرته وي او يوازې د مرستې او لارښوونې لپاره وي.
  د مقابل وګړي له احساساتو او ستونزو سره زړه ملي وکړئ.
  غوره ده چې نيوکه حضوري او له واسطې پرته وي او له غيرې مستقيمې نيوکې څخه ډډه وکړئ.
  د وګړو د عزت او شان د ساتلو لپاره د نورو په سوبتيا کې د وګړي له نصيحت او نيوکې څخه ډډه وکړئ.
  که غواړي چې نيوکه مو له مثبت او رغوونکي غبرګون سره مل وي بايد وښيي چې نه يوازې په هغه څه چې ويلي مو دي ژمن ياستئ بلکه د نيوکې په مقابل کې د وګړي چلند ته هم ارزښت ورکوئ.
  هېڅکله په نيوکه کې مقابل لوري له نورو سره مه پرتله کوئ. پرتله کول د وګړي د خپګان لامل کېږي او ممکنه ده چې له ډېر ناوړه غبرګون سره مخ شي.
  که د مخاطب شخصيت او درناوى په پام کې ونه نيول شي، نه يوازې نيوکه اغېزناکه نه واقع کېږي، بلکې کېداى شي د اړيکې د شلېدو لامل شي.
  هغه نيوکې پايلې ته رسېږي چې په ډېر هوښيارانه او ځيرکۍ سره مطرح شي او مخاطب له دې پرته چې وځورېږي له خپلو نيمګړتياوو او عيبونو څخه خبر شي.
  هېڅکله په نورو باندې په نيوکه کې داسې فکر مه کوئ هغه څه چې ستاسو اند دى، خامخا به سم وي او اورېدونکى يې له دلايلو پرته بايد ومني.

په همکارانو نيوکه کول
د هرې ادارې په هر پوړ يا برخه کې سيالي شتون لري. يو د هغه له دلايلو څخه د نورو همکارانو په پرتله د ډېرو امتيازاتو ترلاسه کول دي. دا امتيازات د بدلې اخيستلو، د دندې په لوړتيا او نورو اړوندو چارو په توګه تر لاسه کېږي. په ټوليز ډول هر وګړى په يوه اداره کې له دريو پوړونو يا سطحو سره اړيکه لري: تر لاس لاندې پوړ، هم ليکه يا هم رتبه همکاران او لوړپوړي همکاران. هغه څه چې ډېر د ارزښت وړ دي دا دي چې پوه شو څنګه کولاى شو په هر پوړ کې خپله نيوکه بيان کړو. که وغواړو د بېلابېلو وګړو لپاره د نيوکې له يوې لارې څخه استفاده وکړو، يوه لويه تېروتنه مو کړې ده او داسې تګلاره د ډېرو ناخوښو پايلو لرونکې ده. په ډېرو ادارو کې ليدل شوي، هغه وګړي چې په ټوليز ډول په ټولو باندې او په ځانګړي ډول په خپلو لوړپوړو وګړو باندې نيوکه کوي، تر نامهربانۍ او ناخوښۍ لاندې راځي او د امتيازاتو او رتبو په تر لاسه کولو کې تل له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي.
د نيوکې د لارو څېړل ډېر پيچلي او د ډېرو ټکو لرونکي دي. سمه نيوکه يو تريخ خو ګټور درمل دي چې هغه وخت اغېزناک واقع کېږي چې په وخت او سمه توګه يې لارښوونه وشي، له دې صورت

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1150

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1162

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1290

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1783

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5985

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…