د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د سترو خيالونو ځواک

د شتمن کېدو لپاره د پلان جوړونې په کار کې چا ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو خيالونه له منځه يوسي. له خپلو ورځنيو او تېرو برياوو سره بايد آشنا شي. بايد د هغو کسانو له ژوند سره بلد شئ چې د ارزښتناکه څيزونو خيال يې موږ ته په واقعيت اړولي دي، ما او تاسو ته يې امکان راکړئ چې خپلې وړتياوې څرګندې کړو او ګټه ورڅخه واخلو. که غواړئ کوم داسې کار ترسره کړئ چې سم وي او ډاډ پرې ولرئ، ځنډ مه كوئ يو ګام وړاندې واخلئ او خپل خيال ته د عمل جامه ورواغوندئ. هېڅکله دغه او هغه ته غوږ مه نيسئ. فکر مه کوئ چې كېداى شي د يو څه وخت لپاره له ماتې سره مخ شي. ځکه، ښايي نور پوه نه وي چې هره ماتې له ځان سره د برياليتوب کښت لري. ټوماس اډېسون د څراغ جوړول په خپل خيال کې درلودل او غوښتل يې داسې څراغ جوړ کړي چې په برېښنا روښانه شي. هغه تصميم ونيو چې خپل دې خيال ته د عمل جامه ور واغوندي او سره له دې چې له زر کرته ډېر له ماتې سره مخ شو، دومره ټينګ شو ترڅو چې بريالى شو.
ولان په ځنځيري ډول د سګرېټ پلورلو خيال درلود. هغه هم خپل خيال ته د عمل جامه ور واغوسته چې نن د ملګري سګرېټ  په نامه سګرېټ پلورنځيو د امريکا د غوره پلور سيمو يوه برخه ځان ته ځانګړې کړې ده.
د رايټ وروڼو د يوه داسې ماشين جوړولو خيال درلود چې په هوا کې والوزي. اوس هر څوک د نړۍ په هر ګوټ کې پوهېږي چې هغوى خپل خيالونه له حقيقت سره نښلولي دي.
مارکوني د داسې نظام جوړولو په خيال کې و، چې له سيم پرته او د راډيويي پيغام د څپو له لارې مخابره وکړي. نن کولاى شي د هغه د خيال ثبوت د راډيو او ټلويزيون په پلورنځيو کې وګورئ. کېداى شي تاسو ته په زړه پورې وي چې د مارکوني ملګرو د هغه فکري سلامتيا ته د شک په سترګه کتل او هغه يې رواني روغتون ته ولېږه. ځکه چې هغه عقيده درلوده چې داسې بنسټ يې تر لاسه کړى چې کولاى شي د هغه په مرسته له سيم پرته پيغام د څپو په بڼه مخابره کړي. اوس هم د خيالونو لرونکي له هغوى څخه کم څه نه لري. نړۍ له وړ چانسونو څخه ډکه ده چې مخکيني خيال لرونکي هېڅکله له هغه څخه خبر نه وو.
د خيال لرلو او خيالي پاتې کېدو لپاره ‌ذوق او علاقه لومړي ټکي ګڼل کېږي چې د خيال څښتن بايد له هغه څخه پيل وکړي. خيال په ټنبلۍ، بې پروايۍ يا د هيلې او الهام په نه لرلو سره له منځه نه ځي. پام مو وي ټول هغه کسان چې په ژوند کې بريالي کېږي، کېداى شي په پيل کې له ستونزو سره مخ شوي وي. کېداى شي اړ شوي وي چې يوې هيله منې هڅې ته لاس واچوي چې بايد او شايد ستونزې اوارې کړي ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي.
جانبانيان د کتونکو پرمختګ په نامه خپل ادبي مذهبي ټوک هغه وخت وليکه چې دى يې د مذهبي جرمونو د عقيدې له امله په جېل کې واچاوه او جزا يې ورکړه.
د امريكا تكړه كيسه ليكوال اْهنري هغه وخت له خپل ذهني نبوغ او ځواک څخه خبر شو، چې کله يې د اوهايو د کلمبوس ښار د جېل په وړه کوټه کې شپې، ورځې تېرولې. هغه اړ و، چې له خپل خيالي ځواک څخه كار واخلي. په همدې جېل کې و، چې پر ځاى د دې چې ځان بدبخته مجرم وګڼي، ځان يې يو لوى ليکوال وګاڼه.
هلن کلر له زېږېدنې څخه څو ورځې وروسته، کوڼ، ړوند او ګونګى شو. له دې بدبختيو سره سره، هغه خپل نوم په تاريخ کې د مشهورو څېرو په کتار کې راووست. هلن کلر ثابته کړه که څوک ځان ماتې خوړونکى ونه ګڼي، د ماتې خوړونکو په ډله کې نه راځي. پام مو وي چې د غوښتلو او تر لاسه کولو ته د چمتو تر منځ توپير شته. برياليتوب ته د اوښتلو ټکي د کړکېچ له موکو څخه پيلېږي. له پيل څخه مخکې پوه شي چې ايمان هغه څيز دى چې تاسو ته ژوند، ځواک او عمل در بښي.
دا ټکي بيا او څو ځله ولولئ. د دې ارزښت لري چې په جګ غږ يې ولولئ. ايمان د شتمنۍ د زېرمه كولو د پيل ټکى دى. ايمان د ټولو اعجازو بنسټ دى. د ټولو هغو رازونو بنسټ دى چې د پوهې د قانون په مرسته نشو کولاى څېړنه يې وکړو.
ايمان داسې عنصر دى چې کله له خوښۍ او غوښتنو سره ملګرى شي، انسان له خدايي ځيرکۍ سره په اړيکه کې ټينګوي. ايمان داسې عنصر دى چې فکر ته بدلون ورکوي. ايمان د انسان د ‌‌ذهن جوړ شوي او په کار اچول شوي فکر د هغه په روحاني او معنوي معادل باندې بدلوي. ايمان يوازينى لامل دى چې په مرسته يې کولاى شو د خدايي ځيرکۍ ځواک د انسان په چوپړ کې واچوو.
فکر وکړئ او شتمن شئ، (ناپېليون هېل)

سړک:
يو خدايي بنده د سمندر په غاړه ګام واهه او د شونډو تر لاندې يې يوه دعا هم زمزمه کوله. شنه آسمان او آسماني رنګه سمندر او طلايي ساحل ته يې وکتل او ويې ويل: يا خدايه! کېداى شي يوازينۍ هيله مې پوره کړې؟ ناڅاپه تورې ورېځې آسمان وپوښه او رڼا برېښنا رامنځ ته شوه او د رڼا برېښنا په رامنځ ته کېدو سره له لوى عرش څخه يو غږ تر غوږ شو چې ويل يې: اې زما محبوبه بنده څه هيله لرې؟ سړي خپل سر آسمان ته پورته کړ او په ډار او لړزه سره يې وويل-: اې کريم خدايه! له تا څخه غواړم چې د کاليفورنيا او هاوايي تر منځ يو سړک رامنځ ته کړې ترڅو هر وخت چې وغواړم موټر پرې وچلوم!! د متعال خداى (ج) له خوا غږ ورته راغى چې:- اې زما بنده! زه له تاسره ستا د وفادارۍ له امله ډېره مينه لرم او کولاى شم ستا غوښتنه په ځاى کړم، خو، ته پوهېږې چې ستا د غوښتنې پوره کول څومره ستونزمن کار دى؟ ته پوهېږې چې د آرام سمندر تله بايد قير کړم؟ ته پوهېږې چې څومره اوسپنه، سيمنټ او فولاد بايد ولګول شي؟ زه کولاى شم دا ټول ترسره کړم، خو، آيا نشې کولاى بله هيله وکړې؟ سړى د څه وخت لپاره په فکر کې ولاړ او هغه وخت يې وويل:-  اې زما خدايه! زه د ښځو د کارونو په اړه نه پوهېږم! کېداى شي ما پوه کړې چې ښځې ولې ژاړي؟ کېداى شي ما پوه کړې چې دوى څه انګېرنه لري؟ اصلا کېداى شي ماته وښيې چې څنګه کولاى شم ښځې خوشاله کړم؟ د پاک خداى (ج) له خوا ورته غږ راغئ چې: اې زما بنده! هغه سړک چې تا غوښتى دوه کرښې سړک وي که څلور کرښې؟؟

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1350

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1334

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1489

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2015

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6236

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…