د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

مديريت د يوۀ هنر پۀ توګه:

b_150_100_16777215_00_images_khost-web_pen.png

 


هنر مطلوبو پايلو ته د رسېدو پۀ موخه، د پوهې او وړتياوو د کارونې پۀ مفهوم دى. هنر کولاى شو غوره ښايېدونکو\ممکنو پايلو ته د رسېدو پۀ موخه، د ټوليزو نظري اصولو د ځاني کارونې پۀ توګه تعريف کړو. هنر لاندينۍ ځانګړتياوې لري.

1.    عملي پوهه: هر هنر بايد عملي پوهه ولري، يوازې نظري زده کړه بسيا نۀ ده. د نظري اصولو پۀ کارونې باندې پوهېدل ډېر اړين دي. د بېلګې پۀ توګه، کۀ وغواړو يو ښۀ انځور ګر شو، يوازې پۀ بېلابېلو رنګونو او بورسونو باندې پوهېدل بسيا نۀ دي، بلکه پۀ وړ ډول د کارونې پۀ موخه يې – پۀ بېلابېلو ډيزاينونو، اړخونو\ابعادو، حالاتو او داسې نورو باندې هم پوهېدل اړين دي. يو مدير هېڅکله د مديريت پۀ څانګه کې يوازې د لېسانس يا ډيپلوم پۀ ترلاسه کولو سره نشي کولاى، بريالى وي بلکه پۀ واقعي حالاتو کې د بېلابېلو اصولو پۀ کارونې باندې هم بايد پوه وي.

2.    شخصي وړتياوې: کۀ څۀ هم نظري اصول ښايي د هر هنرکار لپاره يو ډول وي، خو د خپلې دندې پۀ اړه هر يو له خپل ډول او رودې څخه کار اخلي. پۀ همدې سوب\سبب د بېلابېلو کسانو د اجراآتو د څرنګوالي او بري کچه توپير لري. د بېلګې پۀ توګه، بېلابېل جوګه  انځورګران شتون لري، خو اېم. اېف. حسين (M.F. Hussain) د خپل سبک له مخې د انځورګرۍ پۀ برخه کې پېژندل شوې څېره ده. پۀ ورته ډول، د هنر پۀ توګه مديريت هم پۀ شخص پورې اړند (ځاني) دى. هر مدير د سرچينو د مديريت پۀ موخه د خپلې پوهې، تجربې او شخصيت  له مخې – خپلې لارې چارې کاروي. له همدې امله ځينې مديران د ښو او ځينې نور بيا د بدو مديرانو پۀ توګه يادېږي.

3.    پنځونه: هر هنرکار د پنځونې د يوې ځانګړتيا لرونکى دى. پۀ همدې سوب\سبب، هڅه کوي داسې يو څيز وپنځوي چې مخکې يې هيڅکله شتون نۀ وي لرلى چې دا چاره د  لياقت او خيال يوځاى والي ته اړتيا لري. مديريت هم پۀ ذات کې د نورو هنرونو پۀ شان پنځوونکى دى. مديريت، د دې لپاره چې مطلوبې پايلې تر لاسه کړي، پۀ  ګټور ډول بشري او غير بشري سرچينې سره يو ځاى کوي. هڅه کوي پۀ اغېزناک ډول د تارونو پۀ يو ځاى کولو سره خوږه موسيقي رامنځ ته کړي.

4.    د تمرين له لارې بشپړوالى\بې عيبتوب: تمرين يو کس ته بشپړتيا بښي. هر هنرکار پۀ پر له پسې تمرينونو سره لا ډېر مهارت ترلاسه کوي. پۀ ورته توګه مديران هم پۀ لومړيو کې د آزمېيښت او تېروتنې له هنر څخه زده کړه اخلي خو د مديريتي اصولو کارَونه ، د کلونو پۀ تېرېدو سره هغوى ته د مديريت پۀ دنده کې بشپړتيا بښي.

5.    موخه څارونکى: هر هنر پايله څارونکى  دى او هڅه کوي ټاکلې پايلې ترلاسه کړي. پۀ ورته توګه، مديريت هم له مخکې څخه د ټاکل شوو موخو پۀ لور لارښوونه کوي. مديريت د يوۀ سازمان د پرمختګ پۀ موخه بېلابېلې سرچينې – لکه: بشر، پيسې، توکي، ماشينري او رودې کاروي.

نو پۀ دې توګه موږ ويلاى شو چې مديريت يو هنر دى او د بېلابېلو اصولو پۀ کارونې ټينګار کوي. پۀ بل عبارت مديريت د لوړې کچې نظم هنر دى ځکه چې مطلوبو پايلو ته د رسېدو پۀ موخه پۀ کار کې د خلکو انګېرنې او چلند چوکاټوي.
 
مديريت د ساينس او هنر دواړو پۀ توګه:
مديريت دواړه – ساينس او هنر دى. پورتني ذکر شوي ټکي پۀ څرګند ډول روښانوي چې مديريت د دواړو، ساينس او هنر ځانګړتياوې سره يو ځاى کوي. کولاى شو د ساينس پۀ توګه يې ياد کړو ځکه چې د  پوهې د منظمې ټولګې او بېلابېلو هر ځاييزو رښتياتوبونو\حقيقتونو لرونکى دى. همدارنګه کولاى شو مديريت د هنر پۀ توګه ياد کړو ځکه چې مديريت بېلابېلو وړتياوو ته اړتيا لري چې د مديرانو شخصي پانګه ګڼل کېږي. ساينس پوهه تياروي او هنر د پوهې او وړتياوو پۀ کارونې لاس پورې کوي.

يو مدير د دې لپاره چې پۀ خپل مسلک کې بريالى وي بايد پوهه او د کارونې هنر يې ترلاسه کړي. نو پۀ دې توګه مديريت د ساينس او هنر قضايي يوځاى والى دى  ځکه چې اصول ثابتوي او او د تطبيق پۀ موخه يې لارې پۀ ګوته کوي. ساينس ښوونه کوي چې “زده کړه” او هنر ښوونه کوي چې “وکړه”. د بېلګې پۀ ډول، يو کس نۀ شي کولاى يو ښۀ سندرغاړى شي تر څو چې د موسيقۍ اړوند بېلابېلې زده کړې تر لاسه نۀ کړي او خپلې شخصي وړتياوې ونۀ کاروي. پۀ ورته توګه دا د مدير لپاره بسيا نۀ ده چې يوازې اصول زده کړي بلکه د بېلابېلو مديرتي ستونزو د اواري پۀ موخه يې بايد پۀ کار هم واچوي. پۀ همدې سبب ساينس او هنر پۀ دوه اړخيز ډول سره بېل نۀ دي، بلکه دوى د يو او بل لازم او ملزوم دى (لکه چاى او بيسکېټ، پنېر او ډوډۍ او داسې نور).

هغه پخوانۍ مقوله چې “مديران زېږي” د نوې مقولې پۀ پلوي توب چې “مديران جوړېږي” رد شوې. پۀ وړ ډول څرګنده ده چې مديريت د هنرونو تر ټولو زوړ او د ساينس تر ټولو نوى يو دى. پۀ پايله کې، ويلاى شو چې ساينس ريښۀ او هنر مېوه ده.

نور بيا

اخځ: http://www.managementstudyguide.com/management_art.htm
    

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1273

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1262

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1417

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1915

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6140

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…