د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

مديريت د يوۀ فعاليت پۀ توګه:

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01anbia_zhman.jpg

 

 



لکه نور بېلابېل فعاليتونه – ليکل، لوبې کول، خوړل، پخول او داسې نور چې د انسانانو له خوا ترسره کېږي، مديريت هم يو ډول فعاليت دى ځکه مدير هغه څوک دى چې د نورو د هڅو پۀ لارښوونې او څارنې سره خپلې موخې ترلاسه کوي. د کونټز (Koontz) له نظره، ” مديريت يعنې هغه څۀ چې مدير يې ترسره کوي“ . د فعاليت پۀ توګه مديريت له لاندينيو فعاليتونو څخه برخمن دى:
1.    مالوماتي فعاليتونه:- د سوداګريز بنسټ له دندو څخه يوه هم پۀ پرله پسې ډول د مدير له خوا پۀ ليکلي يا وييز\شفاهي ډول د مالوماتو ورکول او تر لاسه کول دي. مدير د چاپېريال څارنه کوي او د نورو څانګو له تر لاس لاندې او جګپوړو څخه مالومات ترلاسه کوي او ټول شوي مالومات اړوند چارواکو ته خپروي. د دې لپاره چې د تشبث دندې اغېزناکې ثابتې شي، له تر لاس لاندې او همدارنګه جګپوړو سره د اړيکو د ځنځير رامنځ ته کول اړين دي.

2.    پرېکړه ييز فعاليتونه:- نږدې\تقريباً هر ډول مديريتي فعاليتونه د يو يا بل ډول پرېکړې پر بنسټ ترسره کېږي. مدير د څانګې د سمون او پرمختګ لپاره او يا د چاپېريال له بدلون سره سم\مطابق د عکس العمل پۀ موخه بېلابېلې پروژې نوښتوي. يو مدير بايد د تمې خلاف فشار پۀ مقابل کې ځواب ووايي، او له پلان څخه د کږېدو پۀ صورت کې بايد پرېکړه وکړي. نو له دې سببه مديران پۀ پرله پسې توګه بېلابېل ډول پرېکړې پۀ غاړه لري ځکه چې د يوۀ مدير له خوا پرېکړه د نورو مديرانو لپاره د عمل بنسټ ګرځي. (د بېلګې پۀ توګه د خرڅلاو مدير د مطبوعاتو او خبرتياوو د محتوى پۀ اړه پرېکړه کوي).

3.    يو تربله ييز\ ذات البيني فعاليتونه (Inter-Personal Activities):- مديريت د خلکو له لارې د موخې ترلاسه کول پۀ غاړه لري. نو له دې سببه مديران بايد له جګپوړو او همدارنګه ترلاس لاندې کسانو سره متقابل  کړه وړه او اړيکې وساتي. پۀ يوتر بله ييز فعاليتونو کې تر لاس لاندې کسانو او او ستونزو ته پاملرنه شامله ده. (د بېلګې پۀ ډول، ګومارنه، د کار کوونکو روزنه، انګېزه او تر لاس لاندې کسانو ته د انعام پۀ توګه اضافه پيسې ورکول).

نور بيا
اخځ: http://www.managementstudyguide.com/management_activity.htm         
 

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1350

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1334

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1489

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2015

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6236

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…