د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د چین د هیواد اقتصاد ولې دومره چټک پرمختګ کوي

b_150_100_16777215_00_http___www.webklik.nl_user_files_2012_03_371462_Reizen_China_Hong_Kong_Khun_Flo_.jpg

b_150_100_16777215_00_http___www.webklik.nl_user_files_2012_03_371462_great-wall-of-china.jpg

 

په تولیدي شتمنیودزیاتوکلونوددولتي کنترول نه وروسته په ۱۹۷۸ زیږدیزکال کې دچین دولت داقتصادي اصلاحاتویو ستر پروګرام رامنځته کړ.ددې په خاطر چې په هیوادکې خپل غیرفعاله اقتصادي فکتورونه راویښ کړي دچین دولت دکلیوالو تصدیواوخصوصي کاروبارونو جوړښت وهڅاوه او خارجي سوداګري اوپانګونه یې ازاده کړه،دولتي کنترول یې په بعضوقیمتونو باندې نرم کړ اوهمدارنګه دزده کړې اوصنعتي تولید په برخه کې یې پانګه اچونه وکړه چې نزدې په ټولواقتصادي برخوکې دغه ستراتیژي خوراغښتلی کاروکړ.
په داسې حال کې چې د۱۹۷۸ زیږدیزکال نه مخکې دچین داقتصادي ودې سلنه ۶ وه(دبعضوسترواقتصادي نوساناتوسره سره) ولې د۱۹۷۸ زیږدیز څخه وروسته چین په میانه ډول د۹ سلنې کلنۍ حقیقي اقتصادي ودې څخه برخمن شو هغه هم دډیرو کوچنیواقتصادي نوساناتوپه شتون سره اوهمدارنګه په وروستیو کلونوکې دچین داقتصادي ودې سلنه تر 13 پورې ورسیده اودسړی سر عاید یې په تیرو 15 کلونوکې تقریبا څوچنده زیات شو.بعضې شنونکي کې خوان لا پدې آند دی چې په راتلونکوڅوکلونوکې به دچین اقتصاددامریکا داقتصادپه پرتله ډیر زیات پرمختګ وکړي.په زړه پورې ده چې چین ولې په اقتصادي برخه کې دومره ښه فعالبت وکړ.دنړیوال وجهي صندوق یا آی ایم ایف په یوه وروستۍ څیړنه کې دهغوهیوادونومنابع وازمایلې اوتریوزړه پورې پایلې پورې ورسیده.اګرچه پانګه ایزه تجمع،دهیواددپانګه ایزه شتمنیوپه ذخایروکې وده لکه نوې فابریکې،تولیدي ماشینري اوارتباطي شبکې په کې اړینې وې .په دغه څیړنه کې ښودل شوي چې دچین کارګرانویوډیر زیات اودتوقع برخلاف دچین دهیواد په تولید کې تیز زیاتوالی رامنځته کړچې داپه حقیقت کې دچین د کارګرانودکارزیات مثمریت ښیی اوهمدادچین داقتصادی پرمختیا یوستر اواساسي لامل ګڼل شوی.د1979-94 زیږدیزکاله پورې دچین تولیدي زیاتوالی 42 سلنه دچین په اقتصادي وده کې حساب شواوپه 90 لسیزه کې دچین هیواد پانګه ترټولومهمه منبع دچین په وده کې شاته پریښوده.داپه اصل کې دپخواني پرمختیايی نظریې بدلون ښیی چې په کومه کې به پانګه ایزه پانګه اچونې رهبري کوله.په تولیدي برخه کې دچین دغه بدلون په اصل کې د1978 زیږدیز کال داقتصادي اصلاحاتوپه اساس رامنځته شو
د1978 زیږدیز کال نه مخکې نزدې په پنځوکې څلوروچینایانوپه کرهڼه کې کارکاوه خوپه 1994 زیږدیزکې په دووچینایانوکې یوچینایي په کرهڼه کې کارکاوه.دچین اقتصادي اصلاحاتودټول هیوادپه سطحه دملکیتونوحقوقوته پراختیاورکړه اوددې باعث شول چې په کلیوالو سیموکې واړه غیرزراعتی کاروبارونه رامنځته کړي همدارنګه دکرهنیزه تولیداتولوړوبیوهم په تولیدي فارمونوکې دکارصحیح استعمال ته دخلکوپاملرنه واړوله اومثمریت یې خورازیات شو،چې په دې ډول سره دغوقواووزیات چینایي کاریګران وهڅول چې دکرهنې نه ووځې چې په پایله ایزډول کلیوالي تصدیوپه لس ګونوملیونه چینایان دروایتي زراعت نه دلوړارزښت لرونکي تولید په لورراکش کړل اوپه تولیدي برخه کې یې بوخت کړل،همدارنګه د1978 کال څخه وروسته اقتصادي اصلاحاتودتصدیومالکانوته په لویه پیمانه ازادي هم ورکړه اودوی یې ازادکړل چې په خپله خوښه خپل تولیدي اهداف وټاکي ، په خصوصی بازارونوکې په رقابتي قیمتونوسره بعضې تولیدات وپلوري،ښه کاریګرانوته لوړاوانعامي معاشونه ورکړي اوخراب دکارڅخه لرې کړي اوهمدارنګه دتصدۍ دعوایدویوه برخه دراتلونکې پانګه اچونې لپاره وساتي.دچین اقتصادي اصلاحاتوخصوصي تولیدي ملکیتونوته هم زیات اهمیت اوځای ورکړ اودغه خصوصي کاروبارونوددندوفرصتونه رامینځته کړل،زیات مهم استهلاکي تولیداتوته یې پرمختګ ورکړ،دخارجي سوداګرۍ له لارې یې زیات خارجي عواید لاسته راوړل،ددولت مالیات یې زیات کړل اوپه همدې ډول یې ملي اقتصادکې یومثبت پرمختیایي ارتجاعیت رامنځته کړ کوم چې ددغه اقتصادي اصلاحاتومخکې دچین اقتصادنه درلود.ددغه اصلاحاتوپه ترڅ کې دچین حکومت په خپل هیوادکې بهرنۍ پانګې اچونې ته ښه راغلاست ووایه چې په ترڅ کې یې دچین دهیواداقتصادنورهم پیاوړی شواوتقریبا په 1994 کې په چین کې دبهرنۍ پانګې اچونې مقدار100 ملیارده امریکايی ډالروته ورسیده.دغه بهرنیواسعاروپه چین کې کارخانې رامنځته کړې،دندې یې زیاتې کړې،چین یې دنړیوال بازارسره ونښلوه اودتکنالوژۍ انتقال یې رامنځته کړ.دغه تمایلات تقریبا دچین په ټولو ساحلي سیموکې په خاصه توګه په نظرراځي چیرته چې خارجي پانګه اچونکي دمالیاتودمفاداتوڅخه په ډیره پیمانه خونداخلي.دچین ددغه اقتصادي ازادۍ په نتیجه کې دنوموړي هیوادصادرات ډیرزیات شول چې د1981-94 زیږدیزه پورې پکې په کلني ډول 19 سلنه زیاتوالی راغی.دچین هیوادددغه اقتصادی اصلاحاتواودمنابعو په ځای استعمال سره وکولای شول چې دپرمختګ لوړوپوړیوته ځان ورسوي.اوپه 2011 زیږدیزکال کې دچین دناخالص کورني تولیداندازه دنړۍ دستروصنعتي هیوادوبه قطارکې راغله .زمونږګران هیوادافغانستان هم دالله په فضل سره دطبعي منابعودپریمانتیا څخه برخمن دی اودغه طبعی منابع لاتراوسه استعمال شوي نه دي اونه چا ددې داستعمال لورته زیاته پاملرنه کړې وه خوپه وروستیوکلونوکې دنړیوالوپه همکارۍ دغه لورته یو څه پاملرنه شوې ده اوحتی په سرپل ولایت کې هم یو شمیر استخراجي پروژې شروع شوي دي اوزمونږهیله ده چې زمونږه اقتصادددغه طبعي منابعو په استعمال سره دپرمختګ لوړونقطوته ورسیږي اوانشاالله که چیرته دپرمختګ دغه لړۍ همداسې ژوندۍ اوګړندۍ واوسي نوهغه ورځ لرې نه ده چې زمونږدهیوادافغانستان نوم به هم دنړۍ دستروپرمختللوهیوادونوپه لیکه کې راځي..په درنښت

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1653

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1603

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1818

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2342

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6579

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…