د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

داقتصاد په اړه معلومات

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_images_stories_khostsite_0schrijven455.jpg


چې د هغې له لارې خرڅ او د دخل یا ګټې وټې ( عاید ) تر منځ انډول ساتل کیږي د اقتصاد علم د انسان د سوکالۍ او هوساینې علم دی ، چې د نا محدودو غوښتنو د پوره کولو په خاطر د محدودو او کمیابو اقتصادي زیرمو او امکاناتو د اغیزمن ټاکلو او ویشلو دنده په غاړه لري اقتصاد د پیسو د ګټې ، یا پانګې او ثروت علم دی .

په بل عبارت داقتصاد علم هغه علم دی چې د وګړو او موسسو ( سوداګریزو او صنعتي ) راکړې ورکړې ، تولیدي او مالي چارو او اړیکو څخه بحث کوي د اقتصاد د علم په تعریف کې کمښت ( کمیابي ) او ټاکل دوه اساسي او بنسټیز مفهومونه دي چې د دې علم ماهیت ټاکي په نړۍ کې د زیرمو او امکاناتو لږوالی د ټولو وګړو که نیستمن دی او که بډای ، اقتصادي ستونزه ده ، نو له دې کبله ده چې انسانان د خپلو مخ په زیاتیدونکو بیلابیلو اړتیاوو د پوره کولو په خاطر سمو او اغیزمنو ټاکنو ته اړ دي .

په دې توګه داقتصاد علم د انساني نه پوره کیدونکو اړتیاوو او غو ښتنو د پوره کولو په خاطر ، د موجودو لږو امکاناتو او زیرمو څخه اغیزمنې ګټې اخیستنې ، تولید او ویش علم دی .

هره ټولنه پرته له دې چې څرنګه اقتصادي نظام یا سیستم لري په اقتصادي ډګر کې له دې لاندې دریو پوښتنو سره مخامخ ده دهغې د ځواب ویلو د څرنګوالي د نظام ماهیت ټاکي .

1 کوم کالي او خدمتونه تولید شي او له هریو څخه څومره تولید شي ؟

2 دا خدمتونه څرنګه تولید شي ؟

3 دا کالي او خدمتونه څرنګه وویشل شي ؟

ایکونومیا ( Economia ) کلمه په لرغوني یونان کې یوازې د کورنۍ دنظم ورکولو بحثونه و د ارسطو په اثاروکې د Economicus کلمه دهغې پانګې (ثروت ) او شتمنۍ په مفهوم کارول شوې ده چې له سودا ګریزو هڅو څخه به لاسته راوړل کیدې اقتصادي مسالې د ارسطو په نظریاتو کې د دولت او ټولنې په هکله دهغه د عمومي فلسفې سره ګډې اویوځای دي اقتصاد ټولنیزه پوهه ده چې د نورو تولنیزو علومو یا پوهنو له څانګو لکه تاریخ ، سیاسي علوم ، ټولنپیژندنې سره نږدې اړیکې لري .

داقتصاد دعلم بنسټ په واقعي توګه د ( اقتصاد د علم پلار ) ادام سمیت

( 1723 ـــ 1790) کال د ( ملتونو د پانګې ) دکتاب په خپریدو سره کیښودل شو ، ددې اثر په خپریدو سره داقتصاد علم له سیاست او فلسفې څخه بیل او خپلواک شو تر دې دمخه د اقتصاد علم د فلسفې او سیاست دیوې برخې په توګه مطالعه کیده .

دملتونو دپانګې د کتاب له خپریدوڅخه نږدې 150 کاله وروسته په 1936م کال کې جان مینارد کنز ( 1946م ) ( د اشغال عمومي تیوري ) کتاب په خپرولو سره د اقتصاد علم ته وده او پراختیا ورکړه ، ددې کلونو په ترڅ کې د کارل مارکس

( 1818ـــ 1924م ) کتاب د ( کاپیټال ) په نوم ، چې د پانګوالۍ د نظام پر ضدیې انتقادي بڼه درلوده ، خپور شو چې د اقتصاد علم یې له له پخوانه ډیر بډای او ځواکمن کړ .

دیادونې وړ ده چې یوازې او یوازې نوموړي کسان ددې علم په بدلون او وده کې اغیزمن نه دي خو ددوی عقیدې او نظریې وې چې د بیلابیلو تیوریو او مکتبونو بنسټ یې کیښود .

آدام سمیت د ( کلاسیک مکتب ) مینارد کنز د ( کنیزونو د مکتب ) او کارل مارکس د سوسیالیسم او کمونیسم دمکتب د بنسټ ایښودلو لومړنی کار پوه شمیرل کیږي .

داقتصاد دعلم د رامنځته کیدو او خپلواک کیدو ( 1776م ) راهیسې بیلابیلو اقتصادي پوهانو د خپلو نظریو او اندونو په وړاندې کولو سره هغه بډای کړی او دیوې پراخې پوهې او وسیلې په توګه یې ګومارلی دی .

انساني ژوند په پراخیدوسره د نورو علومو په څنګ کې د اقتصاد علم د انساني مادي پرابلومونو او ستونزو د حل د علم په توګه بیساري پراختیا موندلې ده او په زیاتو څانګوویشل شوی دی ، لکه دبیلابیلو صنعتي څانګو اقتصاد ، د کرهڼې اقتصاد ، د ترانسپورت اقتصاد ، د پراختیا اقتصاد ، د ښوونې او روزنې اقتصاد ، د روغتیا اقتصاد ، او داسې نور چې هریویې خپلې اړوندې مسالې د اقتصادي قوانینو په چوکاټ کې څیړي په عنعنوي توګه د اقتصاد علم په دوو اصلي څانګو ( دوه ډوله تحلیل ) لوی اقتصاد او کوچنی اقتصاد هم ویشل کیږي .



لوی اقتصاد Macro Economy :

داقتصاد دعلم دیوې څانګې اقتصادي قانون مندۍ مسالې او کړنې په کلي توګه په یو پراخ لید سره څیړي ، او د ټولنې مادي حالت دیوه کل په توګه بیانوي مجموعي عرضه ( مالي تولید ) کلي غوښتنې ( تقاضاوې ) د ټولنې د تورم نرخ ، د وزګارتیا انډول ملي پانګې اچونې او داسې نور هغه موضوعات دي چې د لوی اقتصاد موضوع جوړ وي .

په همدې شان دیوه هیواد ټول لګښتونه ، صادرات ، د ملي ګټې وټې ( عاید ) د ټاکلو نظریې ، اقتصاد پورې اړه لري .

کوچنی اقتصاد Micro Economy:

د څیړنې او بحث موضوع یې یو اقتصادي واحد ( یوه تولیدي تصدي ، یو سازمان یا یو کرنیز فارم ) دی دا څانګه دیوځانګړي تولیدونکي او یا مصرفونکي کړنې څیړي د کوچني اقتصاد قوانین له یوې خوا د تولیدي عواملو ( ماشین ، اوومه مواد او انساني پانګه ) یوځای کول په تولیدي کار ځای ( تصدي ) کې ، دهغې بدلول په کالیو او وړاندې کول یې بازارته تر مطالعې لاندې نیسي او له بلې خوا نه ، د مصرف کوونکو تصمیمونه د کالیو د اخیستلو او نه اخیستلو په باب تر تحلیل او ارزونې لاندې نیسي .

په همدې توګه په اقتصاد کې هغه لومړي بحثونه او موضوع ګانې چې تل په اقتصادي ادبیاتوکې د اقتصاد د علم په اړوند لیدل کیږي هغه د ( اثباتي اقتصاد ) موضوع له

( دستوري اقتصاد ) څخه بیلول دي چې د تحلیلونو او ارزونو له پاره خورا علمي او عملي ارزښت لري .

هغه مهال چې د بحث موضوع دیوې اقتصادي پدیدې د علت او معلول پیژندنه او دهغې د اړیکو څیړل وي ، تحلیل د اثباتي اقتصاد پر میتودونو ولاړ دی او کله چې موږ پرته له دې چې د پدیدو اود هغوعاملینو د ماهیت کړنو او اړیکو په باب څیړنې وکړو یوه پریکړه او قرار صادروو موږد دستوري ( ارزشي ) اقتصاد په چوکاټ کې عمل کوو پوهان د اثباتي اقتصاد د تحلیل روشونه د طبیعي علوموروشونه سره ورته بولي د بیلګې په توګه کله چې د شیانو او توکیو دبیو د لوړوالي او په ټولنه کې د انفلاسیون موضوع مطرح وي او وویل شي چې اړوندې ادارې دې ددې کار مخه ونیسي دا یو دستور ( لارښوونه ) ده او په دستوري اقتصاد پورې اړه لري کله چې وویل شي د انفلاسیون او دبیو د لوړوالي د مخنیوي په خاطر دې اړوندې ادارې څیړنې وکړي او د علتونو له پیدا کولو او جوتولو وروسته دې د هغه د مخنیوي په خاطر لازمې لارې چارې ولټوي دا کار په اثباتي اقتصاد پورې تړاو پیدا کوي ، له هغه ځایه چې د انساني ژوند په پراخیدوسره د علومو لمن پراخه شوې ده ، نو د اقتصاد علم هم وده کړې او په زیاتو برخو او څانګو ویشل شوی دی چې ځینې یې دا دي .



1 رهبري شوی ( ارشادي ) اقتصاد Controlled Economy :

ارشادي اقتصاد یا تر څارنې لاندې اقتصاد هغه هغه اقتصادي نظام ته ویل کیږي چې بیلابیل اړخونه یې د دولت له خوا څارل کیږي پدې نظام کې حتمي نه ده چې د تولید ټول وسایل د دولت په ولکه کې وي ، یعنې دولت تریوې اندازې پورې د اقتصاد پلان کولو ، او تریوه حده د پورونو برابرول ، بهرنۍ سوداګرۍ او د بشري ځواکونو د برابرولو واک او اختیار په لاس کې لري .



2 د آزاد بازار اقتصاد Free market Economy :

هغه اقتصادي سیستم دی چې پر تولیدي وسایلو او د ټولنې پر نورو زیرمو یې ، خصوصي مالکیت بنسټ جوړوي ، په دې سیستم کې د قرار دادونو په عقد په اقتصادي کړو وړوکې بوختیا ، او د خپلو ګټو په ټاکنه کې وګړي خپلواکه وي سیالۍ دتوکو او د خدمتونو آزاد بازار څخه ننګه او ملاتړ د هغه ځانګړنې دي .

د آزاد بازار اقتصاد یا د بازار اقتصاد کلمه د پانګوالۍ ( Capitalism ) سره مترادفه ده چې په هغې کې د اقتصاد له پاره پریکړې د عرضې او غوښتنو د میکانیزم عمل تر اغیز لاندې په خپلواکه توګه نیول کیږي لکه : څه شی باید تولید شي ، په کومه کچه او په کومه بیه ؟

په پانګوالۍ اقتصاد کې د دولت ونډه په اقتصادي ژوند کې محدوده او مهمې دندې یې،

د امنیت ساتل ، د عدالت تامینول ، د ناسمو او غیر قانوني کار اخیستنو څخه مخنیوی،

او دهغو کړو وړو پر مخ بیول دي چې خصوصي سکټور په کې کارونه کړي .

3 مختلط اقتصاد Mixed Economy :

د معاصر بازار هغه ډول اقتصاد دی چې په هغه کې دواړه خصوصي او دولتي سکټورونه په اقتصادي کړو وړو کې ونډه لري امکان لري د اقتصاد په بیلو برخوکې د دولتي یا خصوصي سکټور ونډه توپیر لري او یا هم به ځینو برخوکې له انحصاري موقف او دریځ څخه برخمن وي په مختلفو اقتصادي سیستمونو کې دولت بې صلاحیته نه بلکې د خصوصي سکټور سره اوږه په اوږه د حقوقي شخصیت په توګه د عامه سکټور تا مینات ( خدمتونه ) اداره کوي او پر مخ یې بیایي همدارنګه له سکتوري برخو څخه هم یادونه کیدای شي لکه :

کرنیز اقتصاد Agricultural Economy :

کرنیز اقتصاد ، د اقتصاد دعلم هغې برخې ته وایي چې په عمومي توګه د کرنیزو محصولاتو د تولید او ویش څخه بحث کوي .

او هغه اقتصادي موسسې چې د کرنې له پاره خدمت کوي تر مطالعې لاندې نیسي .

انجینري اقتصاد Engineering Economy :

انجینري اقتصاد ، د اقتصاد د علم یوه څانګه ده چې په کې د ریاضي او په ریاضي کې د معمولو لارو چارو او طریقو پکاروړنه ډیره ده ، او په مجموع کې په انجینري مسالو کې د اقتصادي اصولو د کارولو څرنګوالي څخه بحث کوي ، لکه د پروژو او طرحو د اغیزمنتوب اونه اغیزمنتوب د ارزونې محاسبه کول ، او داسې نور ...

د ښوونې اوروزنې اقتصاد Education Economy :

د ښوونې او روزنې اقتصاد ، داقتصاد د علم له څانګو څخه دی چې په ښوونه او روزنه کې د زیرمو ( منابعو ) سم او اغیزمن کارونه څیړي ، او په اقتصادي توګه د ښوونې او روزنې د سیستم د موخو د پیاده کولو سره مرسته کوي .

د روغتیا اقتصاد Health Economy :

د اقتصاد دعلم له حانګوڅخه ده ، او دهغو زیرمو ( منابعو ) د قیمت او ارزښت د کمیت د مطالعې او څیړنې دنده په غاړه لري ، چې د روغتیا او درملنې له پاره پکار وړل کیږي د دې موضوع د دغه شان زیرمو داسې یوځای کول دي چې د ټاکلي تولید او خدمتونو څخه ګټورتیا او اغیزمنتوب لاسته راشي .

دکار اقتصاد Labour Economy :

دکار اقتصاد ، داقتصاد د علم له څانګو څخه دی چې د مزد او دندو یا کسبونو د ټا کلو عناصرو د ماهیت د څیړولو دنده په غاړه لري ، د کار اقتصاد ، دکار ځواک د عرضې او غوښتنې د کار د ساعتونو ، د مزد او حقونو د کار څرنګوالی او دکار ګرانو د سوکالۍ اړونده مسالو څخه بحث کوي .

دریاضي اقتصاد Mathmatical Economy :

دریاضي اقتصاد مفهوم ، داقتصاد د علم په هغه څانګه اطلاق کیږي چې د اقتصاد دعلم بنسټونه او بحثونه په کې د ریاضي دعلاموپه واسطه افاده کیږي .

د لومړي ځل لپاره د فرانسوي اقتصاد پوه لیون والراسل (1834ــ 1910م ) دریاضي مفاهیمو څخه د اقتصاد په علم کې کار واخیست په اوسني وخت کې زیات اقتصاد پوهان د ریاضي موډولوڅخه په کار اخیستلو سره اقتصادي مفهومونه او نظریې تفسیر او تشریح کوي .

هغه وخت چې داقتصاد په علم کې له ریاضي څخه کار اخیستل دود شو ، داقتصاد علم د فلسفې حالت څخه بیل او د خالصو علومو يه کتار کې ودرید .

دجګړې اقتصاد War Economy :

د جګړې اقتصاد په یوهیواد کې د اقتصاد هغه حالت ته ویل کیږي چې د کنټرولي چارو په واسطه لکه د کمیابو توکیو تخصیص ، د ځیرو وضعه کول او نورو ورته عملونو سره ملکي وړ تولید او خدمتونه کم شي ، او په پرتله یي زیرمې او تولید د جګړه ییزو توکیو او د جګړې د تمویل په خاطر په کار ولویږي .

پرانیستی اقتصاد Open Economy :

پرانیسی اقتصاد هغه ډول اقتصاد ته ویل کیږي چې باندنۍ سوداګرۍ ته یې هیڅ ډول محدویت نه وي په داسې اقتصاد کې د ټولنې هر وګړی کولی شي ، بې له هیڅ ډول قید او بند څخه د خپلو باندنیو خواوو سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي.

پټ اقتصاد Hidden Economy :

دیوه هیواد هغه اقتصادي هڅې ( تولید او خدمتونه ) چې د مالیاتو د ورکولو څخه تیښتې په خاطر په ملي حسابونو کې ونه شمیرل شي ، پټ اقتصاد بلل کیږي .

د پر مختللو صنعتي هیوادونو حسابونه چې د غښتلو احصایوي معلوماتو درلودونکي دي ، ثابتوي چې په منځنۍ توګه د هیواد دننه ، خالص تولید د پام وړ سلنه یې پټ اقتصاد جوړوي ، باید په پام کې ولرو چې کیدای شي د تور بازار راکړې ورکړې هم د پټ اقتصاد یوه برخه وي .

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1653

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1603

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1818

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2342

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6579

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…