د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ښه مدیر ( manager)څوک دی ؟

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01manager.gif

 

• هغه کس دی ،چې د ورکړل شوي مدیریت سره سم علمیت ولري .
• هغه کس دی ، چې د دندې اخلاق ولري .
• هغه کس دی ، چې د ورکړل شوي مسوولیت وړتیا ولري .
• هغه کس دی ،چې د دندې پروخت ورکړل شوي تعهد ته ژمن وي .
• هغه کس دی ، چې ضمیر او وجدان یې پاک وي .
• هغه کس دی ، چې د خبرو پرځای عمل کوي .
• هغه کس دی ، چې د زغم سینه یې پراخه وي .
• هغه کس دی، چې له هرڅه نه قانون او مقررات معتبر ګڼي .
• هغه کس دی ،چې ښه کاري ډله لري .
• هغه کس دی، چې د خپلې خاورې عرضي تمامیت ،همداشان ملي او ولسي ګټو ته وفادار وي .
• هغه کس دی ، چې له بعض او کینې نفرت کوي .
• هغه کس دی ،چې په خپلو مامورینو شفقت لري .
• هغه کس دی ، چې د خپل مامور حمایت کوي او له مشکلاتو یې ځان خبروي .
• هغه کس دی ، چې د مامورینو سره د شته ستونزو او ضرورتونو په رفع کولو کې همکار وي .
• هغه کس دی، چې په چارو او کړنو کې شفافیت رعایتوي .
• هغه کس دی ، چې په رښتیني توګه د مجازاتو او مکافاتو سېستم ولري .
• هغه کس دی ، چې په اداره کې د بې ځایه شک پرځای لازم نظارت ولري .
• هغه کس دی ،چې په اداره کې په پټه سره د مخلصو کسانو په وسېله مالوماتي سرچینه ولري .
• هغه کس دی،چې د مامورینو قربانۍ او ایماندارۍ ته فوق العاده درناوی ولري .
• هغه کس دی ، چې سالمې مشورې له هر چا اخلي ، خو تصمیم په خپله نیسي .

 درنو لوستونکو !
زما په اندکه چېرې مدیر پورتنۍ ځانګړتیاوې ونه لري ، نو فکر نه کوم ، چې په ورسپارل شويو چارو کې دې د ده شتون اغېزمن تمام شي او خلک دې له هغه څخه پلوي وکړي .

هر مدیر ته په کار ده، چې تر ټولو لومړۍ په خپله اداره کې د کاري همغږۍ ترڅنګ داسې مسلکي کاري ډله جوړه کړي، چې په هره برخه کې ښه کار کولای شي .

که چېرې په اداره کې د باور ترڅنګ دهمغږۍاو متقابل احترام روحیه شتون ونه لري، دیوه او بل تهدید او د کمزورۍ هڅې روانې وي، نو هلته خپلسري او لوی آنارشېزم منځته راځي ، بیا به ناممکنه وي، چې هلته دې سمون او پرمختګ په وجود راشي .نو په داسې حالاتو کې منیجر ته ضروري ده، چې خپله اداره کنټرول او منظمه کړي او هېچاته د دې اجازه ورنه کړي، چې مخلص مامورین له بېلابېلو لارو تهدید او توهین کړي .بلکې د اړتیا سره سم په پټه توګه داسې مالوماتي سرچینه ولري، چې په اداره کې له ټولو منفي او مثبتو خوځښتونو باخبر ووسي .
ترڅو د ادارې ټول ملګري له مسوولیته ډکې چارې په ښه قالب کې برابرې کړي او له بل پلوه دشک او بدګمانۍ پرځای رښتینی نظارت حاکم شي .

په لیکنه کې نور هم ډېر څه شته ، چې باید وشیندل شي .په ځانګړي ډول پورتنۍ لیکل شوي جملې چې د غوره ویناوو بڼه لري، باید هره یوه په جلا ، جلا توګه سره تشریح شي .چې انشاءالله په ژر وخت کې به یې د خپل وس او فکر د توان په اندازه د لیکنې د لارې تفصیلي وڅېړم او ستاسو په خدمت کې به یې کېږدم .

د لیکنې په وروستۍ برخه کې غواړم ، د دې یادونه وکړم ، چې زما لیکل چاته مشخص نه دي، بلکې په عمومي ډول مې له خپله انده سپارښتنې کړيدي .

هیله ده، په ټول هېواد کې غوره مدیران او ښه کارکوونکي ولرو.
تر بیا .....

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1350

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1334

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1489

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2015

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6236

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…