د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د انتوني رابېنز د برياليتوب راز کتاب يوولسمه (وروستۍ) برخه

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_00anthony-robbins.png

جمع بندي
سلامتيا، مالي حالت، اړيکې او د لار‌ښوونې قانون
ليکوال: انتوني رابېنز
ژباړن: انبيا ژمن
تر اوسه مو د برلاسۍ په غولي کې توګې (روشونه)، وسيلې او ځينې لوستونه وړاندې کړي دي. اوس غواړو له دې ټولو څخه پايله وباسو او ابره (حاصل) تر لاسه کړو. د دې برخې هر مخ چې لولئ، په هماغه وخت کې د ژوند بېلابېلو جسمي، مالي او ارتباطي اړخونو ته پاملرنه ، او داسې کړنلاره نوښت کړئ تر څو وکولى شئ هره ورځ د خپلو تر ټولو لوړو معيارونو پر بنسټ ژوند وکړئ.  

مخکې مو زده کړي دي چې څنګه خپل عصبي نظام شرطي کړئ تر څو د چلند په بدلون سره، د خپلې خوښې پايلې ته ورسېږئ. اوس غواړو ووايو چې ستاسو جسمي برخليک هم په دې پورې تړلى چې څنګه خپل بدني ادلون بدلون او عضلې شرطي کړئ تر څو په تاسو کې اړينه انرژي او د غوښتنې وړ اندام، ورته والى رامنځ ته شي.

هغه کارونه چې خپل جسم ته د پاملرنې او سلامتيا د برابرولو لپاره په منظم ډول ترسره کوئ کوم دي؟

کوم کړونـى سبب کېږي چې د انسان جسم، د خپلې وړتيا په تر ټولې لوړې کچې سره کار وکړي؟ د سېتومېتل من د نه منلو وړ برياليتوب د ځينو اصولو ارزښت ښيي. مېتل من، د دوو استقامتونو رېکارډ مات کړ او په ١١ ورځو او ١٩ ګړيو کې يې ١٦٠٩ کيلو متره واټن منډه ووهه او په منځني ډول يې په ورځ کې له ١٣٥ کلو متره زيات واټن وواهه. لا هېښنده دا چې د عيني کتونکو په شاهدۍ، د سيالۍ په پاى کې، نوموړى له مخکې څخه ډېر خوښ ښکارېده او له جسمي اړخه يې ډېر وړوکى زيان هم نه و ليدلى.   

کوم کړونى سبب شو چې هغه وکولى شي له خپلو ټولو جسمي وړتياوو څخه استفاده وکړي او آن خپلې وړيتاوې له دې پرته چې د هغه جسم ته کوچنى زيان ورسېږي زياتې کړي؟ لومړى دا چې هغه کلونه جسمي تمرين کړى و او ثابته يې کړه که موږ د ورځې په تېرېدو او دوامدار ډول له خپل ځان څخه سمې تمې ولرو کولى شو ځان له هر ډول شرايطو سره همغاړى کړو.

دويم هغه امتياز چې سبب شو سېتو مېتل من د دوو استقامتونو په غولي کې نوى رېکارډ پرېږدي څه و؟ هغه پوه شوى و چې جسمي سلامتي او جسمي چمتووالى دوې بېلې موضوع ګانې دي.

د ډاګټر فېلېپ مفتون له وينا سره سم (جسمي چمتووالى د ورزشي فعاليتونو د ترسره کولو له وړتيا څخه عبارت دى). خو جسمي سلامتيا له دې څخه ډېر پراخه تعريف لري او (عبارت له داسې حالت څخه دى چې د بدن ټول ماشينونه په تر ټولو غوره توګه کار وکړي.) ډېر داسې فکر کوي چې جسمي چمتوالى په جسمي سلامتۍ کې هم شامل دى، خو دا دواړه خامخا يو له بل سره مل نه دي. که جسمي چمتووالى د جوړتيا له لاسه تلو په بيه په لاس راشي زموږ ژوند په ډېر اوږد نه شي چې له خپلو وړ غړو څخه خوند واخلو.

ستاسو په آند کوم يو ډېر مهم دى؟ آيا د جسمي چمتووالي او سلامتيا تر منځ مو تعادل رامنځ ته کړى دى؟

څنګه خپله جسمي سلامتيا ډېره کړئ؟ تر ټولو غوره لار دا ده چې د شکر (ناروغي) سوځولو او غوړ سوځولو ورزش تر منځ او د روغتيا او جسمي ځواک تر منځ توپير درک کړو. غوړ سوځوونکى ورزش ډېر اکسېجن لګوي او په معمولي ورزشونو کې شامل دى چې کولى شو هغه د اوږدې مودې لپاره ترسره کړو. دغه تمرينونه چې د روغتيا د ځواکمنتيا سبب کېږي د انرژۍ د برابرولو لپاره د بدن له غوړو څخه په لومړۍ درجه استفاده کوي. پر عکس شکر سوځوونکى ورزش د ډېر اکسېجن لګولو ته اړتيا نه لري او يواځې د لنډې مودې لپاره د ترسره کولو وړ دى. دغه تمرينونه په لومړۍ درجه د ګلوکوز سوځولو او په بدن کې د غوړ ذخيره کولو سبب کېږي.

آيا خپل ځان سالم ګڼئ؟ که د جسمي چمتووالي لرونکى؟ که هېڅ يو؟   

ولې ډېرى امريکايان له ستړيا څخه ځورېږي؟ ډېر خلک له هغه ځايه چې غواړي په ډېره لږ موده کې تر ټولو لويه پايله ترلاسه کړي نو عصبي فشارونو او د بسيا وخت نه لرلو ته په پاملرنې سره د شکر سوځولو ورزش ته مخه کوي. د شکر سوځولو ورزشونو په ترسره کولو سره د هغوى د ګلوکوز ذخيره ډېره ژر ختمېږي او د بدن د سوځولو نظام يې د وينې د شکر لګولو (چې د سولو دويمه سرچينه ده) ته مخه کوي او همدا چاره د سرخوږۍ، ستړيا او نورو ستونزو سبب کېږي. 

څنګه کولى شو شکر سوځوونکى ورزش په غوړ سوځوونکي ورزش واړوو؟ تر ټولو آسانه لار يې د خوځښتونو پڅول دي. د ډاکټر مفتون د آند پر بنسټ پلى تګ، لامبو، بايسکېل ځغلونې، او ورو منډې ته ورته ورزشونه کولى شي د شکر سوځونې يا غوړ سوځونې په توګه ترسره شي. د ترسره کولو په وخت کې، که د زړه ضربان پڅ وي دغه ورزشونه غوړ سوځونه او که تېز وي شکر سوځونه ګڼل کېږي.

آيا اړينه ده چې خپل ګړنديتوب لږ کړئ؟ د ورزش په وخت کې؟ يا په ټوليز ډول د ژوند په ډول کې؟ 

د دې لپاره چې خپل بدن د غوړ سوځولو په ماشين واړوئ بايد د خپل بدن د ادلون بدلون نظام روږدى کړئ تر څو د غوړ سوځونې په توګه کار وکړي. ډاکټر مفتون د غوړ سوځونې ورزش ته د مخه کولو لپاره يوه له دوو تر اتو مياشتو پورې دوره وړانديز کوي. د دې لپاره چې د سلامتۍ او جسمي چمتووالي ترمنځ تعادل رامنځ ته شي بايد له دې مودې وروسته، په اونۍ کې له يوه څخه تر دريو ځلو پورې په منظم ډول د شکرسوځولو ورزش ته مخه کړئ.

د خپلې سلامتيا د ساتلو لپاره آيا سلاکار ته اړتيا لرئ؟ آيا کتاب يا نورو سرچينو ته مخه کوئ؟
 
يوه انګلسي فيلسوف لوډوېګ وېټګن اېشټاين ويلي دي:

(د انسان جسم د روح تر ټولو غوره انځور دى).

آيا ستاسو جسم ستاسو د دنني شخصيت په اړه څه وايي؟

ښايي د سلامتيا رامنځ ته کولو تر ټولو مهم کړونى اکسېجن دى. له اکسېجن پرته، حجرې کمزورې کېږي او مري.
 
د دې لپاره چې د ورزش په وخت کې مو، د غړو اکسېجن ختم نه شي بايد پوه شئ چې آيا ستاسو خوځښت د غوړ سوځونې په توګه دى او که له هغه حد څخه تېر شوى او د شکر سوځونې مرحلې ته رسېدلى دى. لاندينيو پوښتنو ته ځواب وواياست.

1. آيا د ورزش په وخت کې د خبرو وړتيا لرئ (غوړسوځونه) که له سا لوېدلي ياست (شکرسوځونه)؟
2. آيا ستاسو ساه منظمه او د اورېدو وړ ده؟ (غوړ سوځونه) که نفس نفس وهئ (شکر سوځونه)؟
3. آيا د ستړيا په وخت کې د ورزش له خوځښتونو څخه خوند اخلئ (غوړسوځونه) که په بې ميلۍ سره ورزش کوئ (شکر سوځونه)؟
4. که د هغه فشار حد اقل چې په عضلاتو باندې وارېدېږي په صفر شمېرې سره او حد اکثر يې په لس شمېرې سره بيان کړو څه ډول شمېره خپل ځان ته ورکوئ؟ که خپل ځان د ٦ او ٧ تر منځ و ارزوئ عالي ده که څه هم ستاسو شمېره له اووه څخه ډېره وي د شکر سوځونې مرحلې ته وارد شوي ياست. 

د دې لپاره چې خوندور ورزشي تمرينونه د خپل ژوند د منظم پروګرام برخه وګرځوئ لاندينيو ټکو ته پاملرنه وکړئ:

1. آيا ستاسو مرتب ورزشونه د شکر سوځونې که غوړسوځونې په توګه ترسره کېږي؟ آيا له خوب څخه د ستړيا په احساس سره پاڅېږئ؟ آيا له ورزش څخه وروسته د سختې لوږې، سرګډۍ او يا د عضلاتو د پړسوب احساس کوئ؟ آيا د خپلو هڅو سربېره مو د بدن د غوړو کچې بدلون نه دى موندلى؟ که ستاسو ځواب دغو ټولو يا ځينو پوښتنو ته مثبت دى په ډېر احتمال سره د شکر سوځونې په توګه ورزش کوئ.
2. د زړه د ضربې ټاکلو يو وړوکى ماشين وپېرئ، تر څو د ورزش په وخت کې پرېنږدئ ستاسو د زړه ضربان له ټاکلې اندازې لوړ شي، د دې ماشين له پېرېدلو به پښېمانه نه شئ.
3. د خپل بدن د ادلون بدلون نظام د شرطي کولو لپاره پروګرام جوړ کړئ تر څو د بدن د غوړ سوځولو سربېره په تاسو که اړينه انرژي رامنځ ته شي، دغه پروګرام لږ تر لږه د لسو ورځو لپاره ترسره کړئ.

ډېر لږ څيزونه دي چې د انسان په ژوند کې د اړيکو په کچه ارزښت ولري. هېڅ برياليتوب انسان نه راضي کوي مګر دا چې هغه له چا سره شريک کړي. په واقعيت کې د انسان تر ټولو لوړ احساس د همغږۍ احساس دى. په راتلونکو ورځو کې به د اړيکو، په ځانګړې توګه د واده ييزو اړيکو په غولي کې د برياليتوب لپاره ٦ بنسټه بيان کړو.

له هر څه نه مخکې بايد د مقابل لوري د قبول وړ ارزښتونه او قوانين وپېژنئ. هر څومره ډېره چې يو له بل سره مينه ولرئ او هر څومره ډېرې مو چې اړيکې صميمانه وي که مرتباً يو د بل قوانين په پام کې ونه نيسئ خامخا  به مو په منځ کې مخالفتونه رامنځ ته شي.  

که د خپل ژوند د ملګرې\ملګري د قوانينو په اړه نه پوهېږئ او يا مو هېر کړي دي، هغه پيدا کړئ. که ډېره موده کېږي چې په دې اړه مو د خپل ژوند له ملګرې\ملګري سره خبرې نه دي کړې ښه به وي د ډاډ لپاره هغه يو له بل څخه وپوښتئ.

مینه او واده ییږ ژوند د مقابل لوري د بښلو او خوشاله کولو لپاره يو ځاى دى، نه د هغو څيزونو د لاسته راوړلو ځاى چې نه يې لرو.

په خپلو اړيکو کې تر ټولو لوى څيز چې بښلى مو دى څه دى؟

د واده ييز ژوند د پياوړي کولو لپاره اخطار ورکوونکو نښو ته ځير اوسئ. په وخت سره په تشخيص او سملاسي چاره موندنې کولى شئ مخکې له دې چې واړه خپګانونه په لويو اختلافونو بدل شي، هغه له منځه يوسئ.
 
آيا ستاسو په اړيکو کې داسې اخطار ورکوونکې نښې شتون لري چې اړينه وي هغه ته پاملرنه وکړئ؟ د دې لپاره چې (بلا په ماشتوب کې له منځه يوسئ) نن بايد کوم کارونه ترسره کړئ تر څو مو د اختلافونو لمن پراخه نه شي؟

 ډېرې اړيکې شلېږي له دې پرته چې آن دواړې خواوې، د هغه په سبب پوه شي.د اړيکو په غولي کې د برياليتوب لپاره تر ټوله ارزښتمنه او غوره لار دا ده چې خپل مطالب په روښانه ډول او مخامخ وواياست. ډاډ تر لاسه کړئ چې يو د بل په قوانينو پوهېږئ او هغه ته درناوى لرئ. د دې لپاره چې د داسې استدلال مخه چې هېڅ معقول دليل نه لري او يواځې په مقابل لوري باندې د يرغل لپاره دوام کوي ونيسئ، يوه کړنلاره نوښت کړئ.

د جګړې د مخنيوي لپاره له بدلون ورکوونکو ټکو څخه استفاده وکړئ. مثلاً پر ځاى د دې چې وواياست (زه نشم کولى دا ډول چلند وزغمم) وواياست (زه غوره ګڼم چې دا ډول چلند ولرې).

آيا ستاسو عاشقانه اړيکې د ژوند د ارزښتمنو لومړيتوبونو برخه ده؟ که داسې نه وي هغه سملاسي مسايل چې هره ورځ پېښېږي د هغه په پرتله لومړيتوب پيدا کوي او په پايله کې يو بل ته ستاسو ميل ورځ په ورځ کمېږي.

مه پرېږدئ ستاسو صميمانه اړيکې د عادي اړيکې په توګه واوړي. ښور او پارېدنه ولرئ او له دې څخه چې په خپل ژوند کې يو بې سارى وګړى لرئ منندوى و اوسئ.

د دې لپاره چې ستاسو اړيکې دوام لرونکې وي، هېڅکله د اړيکې شلېدل منځ ته مه را اچوئ. يواځې د (که پلانکى کار وکړې، پرېږدم دې او ځم) جملې ويل بسيا ده د بېلتون شونتيا رامنځ ته کړي. د هغه پر ځاى د اړيکو د ښه کولو لپاره هره ورځ د لارې موندنې په اړه فکر وکړئ. ټولې بريالۍ جوړې چې پېژنم يې او د هغوى اړيکې قانع کوونکې دي او د اوږدې مودې لپاره يې دوام کړى، د خپل ځان لپاره قانون لري او هغه دا دى چې هر څومره غوسه شي او هر څومره له مقابل لوري څخه زورېدلى وي، له استلال پرته ځان د اړيکو په ساتلو تړلى (پابند) ګڼي.
 
يو له هغو تر ټولو مهمو کارونو څخه چې هره ورځ کولى شئ ترسره يې کړئ دا دى چې د مقابل لوري ښېګڼې په خپل ذهن کې تېرې کړئ. د وګړي د يووالي احساس ځواکمن کړئ او مثلاً د (څنګه دا نېکمرغي زما په برخه شوه چې ته زما د ژوند شريکه\شريک شوې؟) په ويلو سره په خپل ځان کې د مينې او صميميت احساس تازه وساتئ. په دوامدار ډول د داسې لارو په لټه شئ چې مقابل لورى هېښنده کړئ او خپل د ستاينې مراتب يو بل ته څرګند کړئ. مقابل لورى خپل قانوني پاچا و انګېرئ او په ژوند کې ښې شېبې رامنځ ته کړئ چې اړيکو مو د افسانې په توګه واړوي؟
 
نن د خپل محبوب لپاره څه خدمت کولى شئ؟

آيا غواړئ د خپل ژوند له ملګرې\ملګري سره د خوښې وړ او ټينګې اړيکې ولرئ؟

لاندينيو څو بنسټيزو اصولو ته پاملرنه وکړئ.

1. خپل وختونه يو د بل په ارزښتمن وجود ولګوئ او هغه څه چې ستاسو د ژوند د ملګرې\ملګري په آند مهم دي کشف کړئ. د اړيکو په غولي کې ستاسو تر ټولو لوړ ارزښت کوم دى او بايد څه پېښ شي تر څو احساس کړئ چې هغه ارزښت برابر (تامين) شوى دى.
2. ومنئ چې مين کېدل له په حق په جانب کېدلو څخه ډېر مهم دي. که مو پام شو چې د دې په اړه چې حق ستاسو په جانب دى له اندازې ډېر ټينګار کوئ، خپلې بېلګې له منځه يوسئ. که اړينه ګڼئ چوپتيا غوره کړئ او جګړې ته پاى ورکړئ تر څو عادي حالت ته راوګرځئ او اختلاف ته د حل لار پيداکړئ.
3. داسې بېلګه نوښت کړئ او له يو بله سره ژمنه وکړئ چې د غوسې او جګړې د څرګندېدو په وخت کې، د حالت د بدلون لپاره له هغه څخه استفاده وکړئ. يوه هېښنده يا د خندا وړ بېلګه طرحه کړئ او هغه د ساتېرۍ په ډول په خپل منځ کې وټاکئ په داسې توګه چې د هغې په ياد راوړل مقابل لورى په خندا راولي.  
4. د ډېرې وړوکې ناخوښۍ په څرګندېدو سره موضوع په ډېر ملايم ډول له هغه سره شريکه کړئ. مثلاً (پوهېږم چې ستونزه زما له ناسم پوهاوي څخه ده خو کله چې پلانکى کار کوې انګېرم چې عقيده مې ستا په اړه لږ کمزورې شوې ده. 
5. يو منظم پروګرام ولرئ تر څو په اونۍ کې يو ځل او لږ تر لږه په مياشت کې دوه ځله د خپل ژوند له ملګرې\ملګري سره عاشقانه شپې ولرئ. د دې منظور لپاره له مخکې څخه د يوه تفريحي او خيالي پروګرام په اړه فکر وکړئ.
6. په ورځ کې خامخا يو ځل خپله د ژوند ملګرې\ملګرى ښکل کړئ.

ډېر خلک په تېروتنې سره داسې انګيري چې که په بسيا اندازه پيسې ولري، ټولې ستونزې يې اوارېږي. په داسې حال کې چې پيسې، په خپل صورت سره ډېر لږ د هغوى د پرېښودلو موجب کېږي. خو دا هم په هماغه اندازه تېروتنه ده چې فکر کوو د مالي امکاناتو او په اقتصادي مسايلو کې د مهارت پراخه کېدل، زموږ او نورو لپاره د امکان او پرختګ په ډېرېدو او د ارزښتونو په مشارکت او رامنځ ته کېدو کې هېڅ رول نه لري. 

د شتمنۍ لاس ته راوړل، آسانه کار دى. سربېره پر دې، ډېرى وګړي په دې کار نه بريالي کېږي، ځکه چې د هغوى په مالي شاليد کې، داسې چاودې او اړودوړ شتون لري چې هماغه ارزښتي او اعتقادي ارزښتونه دي. تر ټولو لوى عامل چې له مالي برياليتوبونو څخه د وګړو د ډډې سبب کېږي دا دى چې د شتمنۍ په اړه، څو اړخېزې عقيدې لري. دا وګړي په ورته وخت کې چې د مالي هوساينې په ګټو پېژندل شوي دي، کېدى شي داسې عقيده ولري چې د شتمنۍ ټولول ډېر پياوړي کوښښ او هڅې ته، يا له اخلاقي معيارونو څخه کږېدلو ته اړتيا لري او يا دا چې شتمن وګړي د نورو له وجود څخه سو استفاده کوي.

بل سبب دا دى چې داسې انګيري چې د شتمنۍ تر لاسه کول، يو پېچلى او تخصص ته محتاج کار دى. که څه هم چې د مالي متخصاصانو له آندونو څخه استفاده، سم کار دى، خو بايد زده کړو چې د خپلو پرېکړو مسئوليت ومنو او د هغو پايلې درک کړو.

د برياليو وګړو د برياليتوب په اړه له پنځه کاله دوامدارې مطالعې وروسته مې، موندلې چې د مالي وضعيت د ښه کولو لپاره، پنځه کليانې شتون لري. لومړى کيلي، د شتمنۍ د رامنځ ته کولو وړتيا ده. که وکولى شئ داسې لار ومومئ چې د خپل کار ارزښت ډېر کړئ او خپل اوسنى وخت له لس څخه تر پنځلس برابره پورې ورسوئ، په دې صورت کې به مو شتمني په آسانۍ سره ډېره شي. 

له خپل ځان څخه وپوښتئ (څنګه کولى شم په دې سازمان کې د خپل کار ارزښت ډېر کړم؟ څنګه کولى شم داسې کار وکړم چې شرکت، په لږ موده کې ډېرې موخې ترلاسه کړي؟ څنګه کولى شم د توکو څرنګوالى او ګټه لوړه کړم او په ورته وخت کې، لګښتونه کم کړم؟ کوم تازه نظامونه کولى شم په لاره واچوم؟ له کومو ټکنالوجيو څخه کولى شم استفاده وکړم تر څو دغه شرکت، له سيالانو څخه مخکې شي؟)

دويمه کيلي، د شتمنۍ ساتل دي. د دې کار يواځينۍ لار، دا ده چې له عايد څخه مو لږ لګښت ولرئ، او پاتې عايد پانګونه کړئ.

د پيسو سپما کول، ارزښتمنه موخه ده، خو په خپل صورت سره د شتمنۍ د ډېرېدو سبب نه کېږي. د مالي مهارتونو درېمه کيلي، د شتمنۍ ډېرول دي. د دې کار لاره، دا ده چې له خپل عايد څخه لږ لګښت وکړئ، باقي پانګونه کړئ، او له هغه څخه ترلاسه شوى عايد هم بيا پانګونه کړئ. دا کار سبب کېږي چې پانګه ستاسو پر ځاى کار وکړي او وده، هغه پرمختلونکى حالت ولري. هر څومره ډېر چې خپل عايد کم ولګوئ او ډېره پانګونه وکړئ، ژر مالي استقلال ته رسېږئ. 

هېڅوک نه غواړي له نورو څخه د سو استفادې لپاره غوړه ګوله وي. د مالي مهارتونو څلورمه کيلي، د شتمنۍ ساتل دي. د امريکا په اوسني اتموسفير کې، ډېرى شتمن له هغه وخته ډېر چې مخکې شتمن نه وو، د امنيت د عدم احساس کوي. سبب يې دا دى چې پوهېږي په هره شېبه کې، په داسې دلايلو سره چې کله کله په بشپړ ډول پوچ وي، امکان لري چې د هغه په مقابل کې د جرم اعلان او دعوا وکړي. البته بايد وويل شي چې د مالونو د ساتنې لپاره هم ښې قانوني لارې موندل شوې دي.

آيا له خپلو شتمنيو څخه ساتنه اړينه بولئ؟ آن که تر اوسه هغې مرحلې ته چې د خپلو مالونو په اړه اندېښمن وئ رسېدلي نه ياست، ښه ده په دې اړه له يوه متخصص وګړي سره سلا وکړئ او په دې اړه هم، د ژوند د نورو موردونو په شان، له هغو لارو څخه چې نور پرې تللي، سرمشق واخلئ.

د دې لپاره چې له اقتصادي هوساينې څخه برخمن شئ، ډېره موده صبر مه کوئ. د مالي مهارتونو پنځمه کيلي دا ده چې له خپلو شتمنيو څخه ګټه پورته کړئ. ډېرى وګړي، په تمه دي تر څو يې شتمني يوې ټاکلې کچې ته ورسېږي. خو که د شتمنۍ ټولول خوندونه او زړه خوښۍ له ځان سره و نه لري، ډېر ژر له دې کار څخه ستړي کېږي او له هڅې څخه لاس اخلي. نو، کله کله خپله بدله مه هېروئ (ناڅاپي بدله).

همدارنګه صدقه او بخشش مه هېروئ. د مال بښل، په تاسو کې دا احساس رامنځ ته کوي چې له خپلې اړتيا ډېر، عايد لرئ. واقعي شتمني، يواځې د احساس يو ډول دى: د هوساينې او مطلق ډېروالي. پيسې هېڅ ارزښت نه لري، مګر دا چې په مرسته يې د خپلې علاقې وړ وګړو په ژوند مثبت اغېز واچوو، او که زده کړو چې څنګه په خپل عايد سره نورو ته خدمت وکړو، د ژوند تر ټولو لويو خوښيو ته لاسرسي پيدا کوو. 

اوس د خپل مالي وضعيت د ښه کولو لپاره اقدام وکړئ:

1. هغه عقيدې چې د پيسو په اړه يې لرئ، وڅېړئ. منفي عقيدې تر پوښتنې لاندې راولئ او مثبتې عقيدې ځواکمنې کړئ. د عصبي شرطي اړيکو له شپږو مرحلو څخه استفاده وکړئ.
2. د خپل مسلک ارزښت لوړ کړئ او د خپل مقرروونکي لپاره ګټور و اوسئ. که څه هم له هغه څخه بسيا تنخا نه اخلئ. پرېکړه وکړئ چې لږ تر لږه، د خپل کار ارزښت لس برابره ډېر کړئ.
3. لږ تر لږه لس سلنه خپل عايد سپما او بيا يې پانګونه کړئ.
4. د متخصصانو له لارښوونې څخه په مالي پرېکړو او د شتمنۍ په ساتلو کې استفاده وکړئ.
5. ځان ته بدلې ورکړئ تر څو ستاسو مالي هڅې له خوند سره مل وي. د چا په حق کې کولى شئ ځانګړى خدمت ترسره کړئ؟ د دې لپاره چې نن کار پيل کړئ، څنګه د خپلې روحيې په ځواکمنولو لاس پورې کوئ؟

ډېره ښه ده چې د خپلې خوښې وړ ارزښتونو لپاره د مراتبو سلسله ولرئ. خو که د سنجش وسيله مو په واک کې نه وي، له کومه ځايه پوهېږئ چې ورځ په ورځ او شېبه په شېبه مو د خپلو ارزښتونو او خوښې وړ فضايلو پر بنسټ ژوند کړى؟ همجنس ته خدمت، ښايي ستاسو د تر ټولو لوړو ارزښتونو يوه برخه وي. خو څنګه تل نورو ته خدمت کوئ؟ مينې، ښايي ستاسو په نوملړ کې تر ټولو لوړ مقام راوړى وي، خو پوهېږئ چې د خپل ژوند په ډېرو شېبو کې مين نه واست.
 
د حل لار څه ده؟ د خپلې لارښوونې او کنټرول لپاره کړنلاره يا يو قانون ولرئ. څرنګوالى به يې په نورو مخونو کې وسپړو.

آيا تر اوسه تاسو ته داسې مورد مخ ته شوى چې سل په سلو کې او په مطلق ډول پوه شئ چې بايد څه وکړئ (هر څه چې غواړئ وشي، وشي؟) زموږ ډېرى هېڅکله د يقين دې مرحلې ته نه رسېږو، مګر دا چې مخکې له مخکې مو ځينې ځانګړتياوې د خپل ځان لپاره په پام کې نيولې وي چې تل د هغو پر بنسټ ژوند وکړو. که دغه موردونه د کاغذ مخ ته راوړو، داسې کړنلاره رامنځ ته کېږي چې زه هغه (د لارښوونې قانون) نوموم او د ژوند په سفر کې، موخې ته د لارې نقشه ده.

1. د دې لپاره چې د خپلو تر ټولو عالي ارزښتونو او اصولو پر بنسټ ژوند وکړئ، بايد تل د کومو روحيو او عواطفو لرونکي وئ؟ د دې روحي حالت يو لړ چمتو کړئ. دا لړ بايد دومره مفصل وي چې د خوښې وړ کمال او توپيروالى ولري، او دومره لنډ وي چې په رښتيا سره هره ورځ وکولى شئ ټول هغه حالت تجربه کړئ.
2. د هغه حالاتو او ځانګړتيا وو د هر يوه لپاره، د هغه د احساس د ډول لپاره يو قانون ذکر کړئ. مثلاً (کله چې خوښ وم چې خلکو ته وخاندم) يا (هغه وخت شکر ايستونکى يم چې په زړه مې وي کوم ښه څيزونه په ژوند کې لرم).
3. ځان مقيد کړئ چې لږ تر لږه يو ځل په ورځ کې، هر يو له هغو حالاتو څخه احساس کړئ. کولى شئ خپل (د لارښوونې قانون) د کاغذ پر مخ وليکئ او تل يې له خپل ځان سره ولرئ، او يا د هغه کاپي د خپل کاري مېز پر سر يا د خوب کټ ته څېرمه کېږدئ. کله کله دې کړنلارې ته وګورئ او له خپل ځان څخه وپوښتئ (آيا نن، کوم يو له دې حالاتو څخه په ما کې واست؟ کوم يو نه واست او څنګه کولى شم د نن ورځې تر پايه، هغه په خپل ځان کې رامنځ ته کړم؟  

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1867

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1807

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2076

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2653

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6860

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…