د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د وخت مدیریت

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_2economy.jpg



غورچاڼ: د وخت د مدیریت له مهمو بنسټونو څخه یو د ۸۰-۲۰ اصل دی، یعنې له ۲۰ سلنې وخت څخه د ۸۰ سلنې کارونو د ترسرو کولو لپاره استفاده وکړ‌ئ. د وخت په صحیح مدیریت کې بریالیتوب د مهمو کارونو په ځانګړولو پورې تړلی دی. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې ده چې د وخت مدیریت ځینې مهمې تګلارې تاسو ته در وپېژنو.
د وخت د مدیریت له نظره کارونه په څلورو برخو وېشل شوي دي
  1. مهم او سملاسي کارونه: دا کارونه پخپله ترسره کېږي
  2. مهم او غیر سملاسي کارونه: داسې ډول کارونه دي چې بریالي او غیر بریالي وګړي سره بېلوي او معمولاً نا بریالي وګړي د هغو ترسره کول ځنډوي.
  3. سملاسي او غیر مهم کارونه: دا کارونه د انسان د موخو په جهت کې نشته خو ترسره کېږي.
  4. کم ارزښته او غیر اړین کارونه: ځینې وګړي د مهمو او سملاسي کارونولپاره د ځواک په نه لرلو سره (کله د ساتېرۍ او کله د حواسو له تمرکز څخه د تښتې لپاره) ځانونه په دې کارونو لګیا کوي.
د وخت په صحیح مدیریت کې بریالیتوب د مهمو او غیر مهمو کارونو په ټاکنه پورې تړلی دی، نو د بریالیتوب لپاره:
1.      له غیر مهمو کارونو څخه صرف نظر وکړﺉ.
2.      کارونه د لومړیتوب له مخې ترتیب کړﺉ.
3.      د وخت لوټماران وپېژنی.
4.      د وخت د رامنځ ته کولو لارې زده کړﺉ.
د وخت لوټماران
  1. کم ارزښته خبرې
  2. نا بللی مېلمه
  3. د کم ارزښته او غیر اړينو مطالبو مطالعه
  4. د مطالعې ناسمې لارې او عادات
  5. مزاحم او غیر اړين ټلفونونه
  6. د کاري انظبات نه لرل
  7. په تصمیم نیونه کې ټنبلي او بې اراده توب
  8. د کار پرېښودل سبا ته.
  9. په ځای نه غوښتنو ته د نه ویلو وړتیا نه لرل
  10. د حسونو د تمرکز نه لرل
  11. د نن او صبا کړلو عادات
  12. له ماتې څخه وېره
د وخت د رامنځ ته کولو لارې
1.      د مړه وخت ژوندي کول ( د بېلګې په توګه هغه وخت چې په انتظار کې یې تېروو، هغه وخت چې په میلی بس کې یو).
2.      په وخت سره د کارونو ترسره کول.
3.      د خوب د وخت تنظیمول.
4.      د تفریح په وخت باندې ډېر کنټرول.
5.      غیر مهمو غوښتنو ته «نه» ویل.
6.      د غیر مهمو کارونو شا ته اچول.

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1770

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1725

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1975

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2539

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6766

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…