د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

هغه د بابا خبره

Multithumb found errors on this page:

There was a problem loading image 'images/chapiasar/baba.jpg'
There was a problem loading image 'images/chapiasar/baba.jpg'

baba.jpg

((هغه د بابا خبره)) د متلونو دهغې ټولګې نو م دی چې په کال ۱۳۸۸ل کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر تکړه غړې لیکوالې او شاعرې آغلې نعیمه غني له خوا راټول شوی او د ۴۷ پاڼو پرمخ د میرمن کلتوری ټولنیز بهیر له خوا  چاپ شوی او د متلونو مینه والو ته یې وړاندی کړی دی.

 

د ټولګې په لومړي مخ کې د هیواد تکړه لیکوال ښاغلي علم ګل سحر ( په تول تللې خبرې ) تر سرلیک  لاندې د پښتو ژبي د متلونو په اړه له محتوا ډکه سریزه لیکلې ده. ورپسی دمیرمن بهیر دتکړه او فعالې غړې آغلې ساهره شریف له خوا نوموړې ټولګه ارزول شوی ده او لیکوالې ته يې د نوموړی ټولګې مبارکی ورکړې ده. 

  په دغه ټولګه کې ټول ټال(   )متلونه راټول شوي او بیا پر ۲۷ بیلا بیلو موضوع ګانو ویشل شوي دي او د هرې موضوع تر عنوا ن لاندې په زړه پورې متلونه ذکر شوي چې لوستونکی کولی شي په آسانه توګه د خپلې خوښې موضوع په اړه خوندور او ګټور متلونه ولولي.

ددغې ټولګې په لومړۍ برخه کې د نصیحت تر سرلیک لاندې مشهور او خورا ګټور متلونه راغلي چې لوستل یې د ټولو لپاره ګټور دي، د مثال په توګه: د هغې بلا نه چې دی خلاصون نه وي نو په بسم الله ورسره چلیږه، او پټه خبره شی بې اثره تر هغو پټه خوله بهتره .

که څه هم په پښتو ژبه کې متلونه کومې خاصې سیمې او یا کومې ځانګړې قبیلې ته منسوب نه دي خو په کومو ځایونو کې چې پښتانه ژوند کوي، هلته به خامخا متلونه کارول کیږي. خو له دې سره سره ځینې متلونه شته چې په یوه سیمه کې ډیر استعمال لري. د دغه کتاب لویه ځانګړنه دا ده چی آغلې نعیمې  هغه متلونه راټول کړي چی د وردګو په ولایت کی ډ یر استعمال او  دیوشمیر یې د وردګو په لهجه لیکل شوي، خو په  ځینو ځایونو کې چې د متل ځانګړی وزن او مانا له منځه ځي بیا له معیاري پښتو لیکنې څخه ګټه اخیستل شوې ده .

څرنګه چې ما دغه ټولګه مطالعه کړه داسی متلونو ته په کې ځای ورکړل شوی چې تر اوسه د خلکو په منځ کې ډېر عام نه دي او ددغې ټولګې لوستل به تاسوته بې ګټې نه وي.

میرمن کلتوری ـ ټولنیز بهیر تر دی وړاندی هم د پښتو ژبی د بډاینې لپاره  ګڼ شمېرادبي کتابونه چاپ کړي دي او دا هڅې یې لا همداسې روانی دې اوپه راتلونکي کې دمیرمن بهیر دنورو غړو او پښتنو میرمنو دنورو کتابونو دخپرولو تابیا لري.

لیکوالې خور ته ددغه کتاب مبارکي وایم او د لوی خدای نه ددغه بهیر ټولوغړو ته بریا غواړم.         

اساسي برخه: چاپي اثار

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1778

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1728

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1987

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2553

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6775

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…