د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د عبدالباری رمان لومړۍ شعری ټولګه

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_abdul-bari-romaan.jpg

 

 

 

 

 مننليك
د ادب د ښكلاييز كاروان له لارويانو هر يوه داكتر باز محمد ((ښادمن)) او ومان نيازي څخه يوه نړۍ مننه، چې له دومره ستونزو او بختياوو سره يې بيا هم خپل ارزښتناك وخت زما همدغې شعري ټولګي((ګودر)) ته وركړ او په خپلو ليكنو سره يې زما ټولګي ته لا ښكلا ور وبخښله.لوى څښتن دې پر قلمونو بركت كړي او د ادب په دې پراخه نړۍ كې دي نوښتونه او برياوې ور په برخه كړي.
همداډول له ښاغلي محمداياز ترنك څخه د زړه له كومي مننه كوم چې زما د ټولګي د كمپوز او ډيزاين چارې يې پر غاړه واخيستې او دا دروند پېټى يې د همت پر اوږو را سره پورته كړ.خداى دي لاس په جنت كړي.
د پښتۍ انځورګر وړوكى نثار احمد ته د لا برياوو په هيله خپلې خبرې را نغاړم.
په مننه
عبدالباري ((رمان))


ډالۍ
خپل نيكه حاجي راز ګل ته چې زما د برياوو سرچينه ده.
له هغې ورځې دې زړه رانه غلا كړى
په نخرو چې تلې ګودر ته لكه زاڼه
ولې يو ښكلى څيز د ټولو پر زړونو يو وړ خپړې لګلوي؟ خوند به څه وړ تعريفوو، خوند څه شى دى؟ ولې خلك وايي چې دې منظرې، هغه ساز، دې سفر او هغه شعر خوند وكړ؟ كه خوند ته حد وټاكو، نو بيا خو اندازه كېدلاى شي او كه حد ونه لري، نو كيفيت دى او كيفيت بيا نه شو اندازه كولاى او كه دا ومنو چې خوند كيفيت دى، نو ولې دا كيفيت پر انسانانو يو وړ اغېزه نه لري؟ وروستنۍ پوښتنې ته يو ځواب موندلاى شو هغه دا چې د ښكلا خوښونې تومنه په هر انسان كې جلا او د ځانګړو محركاتو تابع ده، مانا دا چې د ښكلا خوښونې زړى د هر بنيادم دننه دى ځكه د چا يو څېز خوښېږي او د بل بيا هغه څيز نه خوښېږي.
شاعري هم په مهين انداز كې د يو كيفيت رنګين بيان دى او زما تجربه داده چې له تقليد او پېښو كولو نه پيلېږي، وروسته ځينې كسان تر هغو چې چلېږي پېښې له ګوتو نه باسي، خو ځينې بيا له پيله دا هڅه كوي چې د تقليد ترڅنګ خپل بيرغ ګى هم ولري. په دې مانا چې خپلې تجربې، احساسات او خوند د نويو مفاهمو له ارايې سره راته ږدي او د يوې ډېوه ګۍ له څركه مو خبروي .
زما په خيال د شاعرۍ لپاره موضوعات هم ډېر دي او هم كم. كه شاعر خپلې تجربې بيانوي او هغه په كاميابه اندازه كې، بيانو موضوعات ډېر نه دي ، خو كه د يوې دورې له مشتركاتو نه كار اخلي، دلته دوې لارې دي يوه دا چې په دغو مشتركاتو كې به نوى رنګ او خوند پيدا كوي او دويم دا چې د لومړني شاعر خيال او موضوع به  همهغسې را اخلي لكه تر ده لومړى چې يې بيان شوى دى.
د شعر منتقيدين په دې باور دي چې هر هغه خيال، تركيب او انځور چې عام شي د يو دور په مشتركاتو كې بللاى شو او هرڅوك كولاى شي په خلاص مټ هغه وكاروي، خو كله چې د شعريت مسئله مطرح كېږي، نو د شاعر كلام هغه وخت خوله په خوله ګرځي، چې په همدغو مشتركاتو كې، د خپلو احساساتو او تجربو په مټ نوى خوند او رنګ پيدا كړي، چې خبرې رانه شواړي نه شي رابه شو د ښاغلي عبدالباري رمان د دغې ټولګي برسېرنۍ نندارې ته. رمان كابو له لسو كلونو را هسې شعر ليكي يو بياباني ګل دى، چې د ګيلان په ازغنه سيمه كې بوټېدلى خپله طبعه غږوي. كه څه هم د كلاسيكي شاعرۍ رنګ يې پر شعرونو غالب برېښي، خو دا په دې مانا نه ده چې شاعر ګواكي د پخوانو شاعرانو خيال او موضوعات توشپلي او را نغښتي دي، دى خپل رنګ، خبرې، سيمه ايز مفاهيم او ديد لري، شعر يې روان، راټول او د ارايې بڼه يې له تكلفه تشه ده. كه دا ومنو چې هره تجربه د ژوند يوه برخه ده او ددغو تجربو رنګين بيان شعر دى.
نو ښاغلي رمان تر ډېره بريده دا هڅه كړې چې په همدې نمت خپل احساسات را سره شريك كړي. شاعري ماته د عواطفو عكاسي ښكاري، غښتلى او با ذوقه عكاس يوه منظره له ټولو هنري ښېگڼو سره د سړي سترګو ته دروي، خو ځينې يې نه شي سره شل كولاى. دلته به د شاعر رمان څو بيتونه سره وګورو چې زما د پورتنۍ خبرې مصداق كېداى شي.
زيبايي په سادګي كې راته ښكاري
ما زيبا سړى سينګار ليدلى نه دى
زه چې ژاړم له ښكلا نه مې زړه شين دى
ما هيڅ ښكلى وفادار ليدلى نه دى
او يا:
څوك چې وي مينه كې مړ شوى، زې ملنګ يم همېش
زه د بې عشقه مردګانو جنازې ته نه ځم
بل ځاى وايي:
په لار روان ستا په قدم وختم
توبه! كافر شوم په حرم وختم
كله نازونه را كوي د مينې
كله بيا ما چيچي مچۍ شي ليلا
د زركي تګ هرڅوك ستايي خو د زاڼو د غوغا او تګ ډېره كمه يادونه شوې . ښاغلى رمان وايي:
له هغې ورځې دي زړه رانه غلا كړى
په نخرو چې تلې ګودر ته لكه زاڼه
نور نو تاسو ددې غرني بلبل نوا ته را بولم او په دې سفر كې د رمان د لا برياوو په هيله خپلې خبرې را نغاړم.
په درناوي
ومان نيازى
۱۳۸۵-۱-۱۰

بلبل غريب امي دى ډېر يې مه پوښته له ميني
په شاعر پسې يې جوړه كړېده: ((كه مين نشي شاعر كېداى نه شي.)) دا نو د هر چا زړه ، په ګل مين كيږي كه د ګل په خوشبويي ، د كوكۍ له سويو وزرونو سره مينه كوي كه د شمعې له اوښكو سره ، د سپوږمۍ په بې ازاري رڼا زړه بايلي كه د لمر په شغلو ، د اور لمبو ته لاس په تندي ږدي كه تورو كاڼو ته ګونډه ماتوي . له بورا سره وزر وهي كه له بلبل سره غاړه،د زنې د خال نوكري نيسي يا لكه پرښتې د مخ په خط پسې را ټاليږي ، د زلفو په تار ځنګېږي كه د تندي په خال پسې اقتدا كوي.
ها د پښتنو په خبره: مينه د خداى او رسول ښه ده
دا نورې مينې بې وفا پاتې به شينه.
ملا عبدالباري كه څه هم په ګيلان كې د غرو ډډې ته پروت د شينكۍ د كلي له ګودره راځي له هغه ګودره چې د ورځي سل رنګه ښكلاوې لكه د شاتو مچۍ ، لكه د كوترو سېل، لكه د تږيو زركو كتار پرې ښكته پورته كيږي بيا هم دده په شاعري كې له ورايه د عرفان رڼا ځليږي دا چې ملا عبدالباري منطق لوستي دي، ځكه يې په شعر كې تر خيال فكر زيات پيدا كيږي او شاعري يې تر ډېره ځايه په عيني واقعاتو ولاړه ده.
زموږ په سيمه كې مشهوره ده كه ټول كتابونه يې مينځلي واى د خانان ملا صاحب او د غونډۍ ملا صاحب به له سره ليكلي واى، خوله هغو
 زبردسته عالمانو هيڅ اثار نه دي پاتې، دا ځكه دوى د ليكوالي او شاعري له نړۍ لري پاتې وو.
په دا څو كلنو اړېكو كې چې له سلګونو شاعرانو او ليكوالانو سره يې لرم يواځې د ګوتو په شمېر ملايان پېژنم چې د ادب په دې پراخه نړۍ كې لامبو وهي. د ملا رمان دا  ټولګه به ځوان ملايان و هڅوي چې د ادب دې ښكلي نړۍ ته ځانونه لاهو كړي.
دا ټولګه به يوه بله بزرګي هم ښكاره كړي. د ملا رمان له ځواني ويني ډك باړخوګان به په جوش راولي، د ادب دې كم خونې نړۍ ته به تازه وينه وركړي.
ها د حمزه بابا وينا ده :
ستا په اننګو كې د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دي بابا كړمه
د شاعرانه سباوون په هيله
ښادمن
۱۳۸۵-۱-۱
سهار وختي ، شاه شهيد،كابل




حمد
په نامه د هغه خداى مې دا شروع ده
ورته كړې مې مدام خپله رجوع ده
له نيستي چې يې هست كړى يم دنيا ته
وه هغه قدرت ته تل زما خشوع ده
د صفت بيان يې هيڅ كولاى نه شم
په خپل عجز مې ليكلې تضرع ده
كوم لمنځونه چې په ما باندې فرض كړي
پنځه وخته ورته كړې مې ركوع ده
زه رمان يې په هر وخت كې ثنا وايم
د غفران مې ترېنه كړې توقع ده
د شنكۍ كلى۱۳۷۹-۵-۷

_________
نعت
ځلاند روښان دې په راتلو شو ټول جهان رسوله
اخيرزمان رسوله = ډېر محترم يې
ستا په راتلو جهان روڼا شو، نافذ احكام ټول د مولا شوو
شو رنگينه دي په شريعت ځمكه اسمان رسوله
اخير زمان رسوله =  ډېر محترم يي
تا سفر وكړ لا مكان ته = حضور د رب رحيم رحمان ته
تاج د لولاك دې مبارك شه قدردان رسوله
اخير زمان رسوله = ډېر محترم يې
ته يې سردار ددو جهانو = هم يې خاتم د رسولانو
مولا دې كړي صفتونه په قران رسوله
اخير زمان رسوله = ډېر محترم يې
موږ دې امت ته مو رسول يې= ته د الله په در قبول يې
زموږ لپاره كوښښ وكړه په مېزان رسوله
اخير زمان رسوله = ډېر محترم يې
زه رمان تل نعتونه وايم = تا په نعتونو باندې ستايم
ته مو شفيع په حشرګاه شې د يزدان رسوله
اخير زمان رسوله = ډېر محترم يې
د شينكۍ كلى ۱۳۷۹-۵-۳۰
______
تومنه
ستا ښكلا نه د جنت حورې لوگى شم
په مجمر درته نينه شم سپلنى شم
چې دا ستا اواز  مې كله غوږ ته راشي
له خوښۍ مې ژبه وچه شي ګونګى شم
چې د ژوند تومنه مې وركه شي بدن كې
ستا په يوځلې خندا باندې ژوندى شم
چې مې سترګې په تا ولګي شيرينې
خداى نه غواړم چې له تاسره يوځاى شم
چې دې ناز او ادا ياده شي رمان ته
له ډېر خونده سم په سد يم ليونى شم
د شينكۍ كلى ۱۳۷۸-۹-۱۶
_______
نرګس
چې په مينه مبتلا شوم د نرګس
اموخته په واويلا شوم د نرګس
ويده زړه يې راته ويښ كړ لويه خدايه
چې له كله زه اشنا شوم د نرګس
وچې شونډې مې نيولې هميش ژاړم
په ژوندون چې زه جدا شوم د نرگس
سپېره مخ ګرځم په غره بېديا مې سر شو
په يارۍ كې چې رسوا شوم د نرګس
زه رمان به ليونى شم دا مې خيال دى
چې خطا زه په خندا شوم د نرګس
درېيم مكرويان ۱۳۷۸-۹-۱۸
_____
د تسل سپرليه
يوواري راشه په خندا كړه غريبان سپرليه
له ډېره وخته كړېدلي افغانان سپرليه
په تا خوشحال يو، خوشحالۍ در سره راوله بيا
په خوشحالو كړه زندانو كې اسيران سپرليه
په تا كې ډېر دي د تسل او د خوښۍ وختونه
لږ په تسل كړه دا بې پلاره يتيمان سپرليه
ته خو يو زېرى د صحت او عافيت وې په خوا
په صحت پوه كړه روغتونونو كې زخميان سپرليه
ستا و راتلو ته منتظر له ډېره وخته يو موږ
په زړه ډاډه كړه بې وطنه پرديسان سپرليه
دا زه رمان خو يو ارمان له ډېره وخته لرم
چې زه به وګورم په تا كې خپل ياران سپرليه
د چارو اداره ۱۳۷۸-۵-۲۸
_____
 مه كوه
رويباره درته وايم د اشنا خبرې مه كوه
مه كوه و ماته د ليلا خبرې مه كوه
زه چې ليونى شومه ليلا راته خندلي وو
نور ما ليوني ته د خندا خبرې مه كوه
هسې د غمجنو قافلې ته چې ور گډ شومه
بيا نو د فراق او د ژړا خبرې مه كوه
كله چې بندي په تاريكو كې د هجران دي كړم
ځه، ورك شه غمازه د رڼا خبرې مه كوه
فرياد مې در ته وكړ چې توبه مې ده له ميني
مارنګه مين ته د ښكلا خبرې مه كوه
خوشحال ومه چې يار خو دې پيدا كړ اوس رمانه
د دغسې يارانو د بقا خبرې مه كوه
د چارو اداره ۱۳۷۸-۱۰-۹
_____
د ميني اتل
ملنګ يمه د ميني د خپل يار انګړ ته راغلم
رقيب ته داسې ښكارم د اغيار انګړ ته راغلم
كچكول د ملنګۍ چې مې اخيستى دى په غاړه
مرېيي يم ازاد شوى د بادار انګړ ته راغلم
خيرات ته دديدن چې دروازه كې يې ولاړ يم
په خوښو، خوشحالو د خپل دلدار انګړ ته راغلم
اتل يمه د ميني په سيالۍ كې به ميدان وړم
منصور غوندې په مينه كې ددار انګړ ته راغلم
اخير كې مې تر سره اميدونه شول رمانه
وروسته له ډېر وخته د غمخوار انګړ ته راغلم
د بنايي رياست    ۱۳۷۸-۱۰-۱۲
____
د چټو مينه
زيبايي په ساده ګې كې راته ښكاري
ما زيبا سړى سنګار ليدلى نه دى
د زاهد اود ساقي اړېكې نشته
چا زاهد مسلم خمار ليدلى نه دى
دا جهان ځاى د توښې دى اى رقيبه
ستا له لاسه چا قرار ليدلى نه دى
زه چې ژاړم له ښكلا نه مې زړه شين شو
ما هيڅ ښكلى وفادار ليدلى نه دى
نور د چټو مينه پرېږده اې رمانه !
چا د چټو اعتبار ليدلى نه ده
فروشګاه    ۱۳۷۸-۱۰-۱۶
______
د نوبل ميډال
وړوكى وم د مينې په هيڅ كار نه پوهېدم
لومړى زه په اشنا او په اغيار نه پوهېدم
خندل به مې ليلا ته له غمازه خبر نه وم
د ميني په اخفا او په اظهار نه پوهېدم
تل به وم خوشحاله هيڅ اثر د خفګان نه و
باور وكړه د ميني په انګار نه پوهېدم
تياره مې وه په سترګو كه به هرڅومره رڼا وه
د ميني په اوږدو كې په يوه لار نه پوهېدم
يار سره به ناست وم د بېلتون احساس مې نه وو
د خپل يار په اقرار او په انكار نه پوهېدم
اوس خو مې په مينه كې د نوبل ميډال يووړ
رمانه په اول كه زه په شمار نه پوهېدم
درېيم مكرويان  ۱۳۷۸-۱۰-۱۷
______


غزل
نن نه راتله و خواته، مروره غوندې وه
مغروره، جفاكاره، ستمګره غوندې وه
د وچې ناړې شانته تكه ژيړه ښكارېدله
رنځوره كه خماره مرغلره غوندې وه
هرڅه مې ورته ووېل هيڅ يې رانه كړ ځواب
د مينې له رازونو نا خبره غوندې وه
ډېره موده وشوه،چې مې هيڅ نه وه ليدلې
له خپل كلي نه وركه مسافره غوندې وه
يوځلې ليدو يې په رمان اغېزه وكړه
په خپله هم شاعره انځورګره غوندې وه
جمهوريت روغتون    ۱۳۷۸-۱۰-۲۲
___________________________
د شعر ژبه
ماشوم شمه وړوكى شم، له ځان سره كړم لوبې
يووخت ستا په چورتو كې له  جهان سره كړم لوبې
چې غم دې په ما زور شي، نور مې كېنوي دېوال ته
بس هيڅ كولاى نه شم له خفګان سره كړم لوبې
قلم كاغذ راواخلم ستا ناخوالې په كې ليكم
شم پورته كنګرو ته له اسمان سره كړم لوبې
د شعر په ژبه وايمه هرڅه چې خولې ته راشي
د اوښكو له لامده څېري ګريوان سره كړم لوبې
چې سرې شونډې دې هركله را يادې پښتنې شي
نو ولاړ شمه باغچې ته له رمان سره كړم لوبې
د مامورينو كارته      ۱۳۷۸-۱۰-۲۳
______________________
پښتو
درته وايم نيمګړتياوې پښتنو كې
پښتانه وي خو څه نه ليكي پښتو كې
وزيران كه رئيسان چې پښتانه دي
پښتو نشته، دري ليكي كاغذو كې
لاس دې مات مزغى دې مات شه،تم پښتون يې
ستاخدمت پښتو ته ښيه خپلو كړو كې
نه همت نه دې وجدان دا درته وايي
چې پښتو مې لږ رواج شي دفترو كې
تش په نوم باندې پښتون يې، بې همته
خپل اولاد ته پښتو نه وايې كورو كې
ما رمان بس د حمزه لاس نيوى كړى
وي په خوله به مې پښتو د مرګ سلګو كې
شينكۍ كلى  ۱۳۷۸-۱۱-۱۲
____________________________________
ژوند
دا دعا به مې همېش د زړه مطلب وي
خداى دې ما سره نصيب كړي د جانان ژوند
په چورتو او په غمو هيڅ نه جوړېږي
راشئ تېر كړو په خوشحاله د زندان ژوند
په هزار ځله كه منډې ترړې وكړې
څوك په نه كاندې پيدا د مسلمان ژوند
هيڅ توښه مو و خپل ځان ته پيدا نه كړه
په موږ تېر شو دې دنيا كې په ارمان ژوند
زه رمان به مې مولا ته دا رنګ سوال كړم
چې مې ختم ددنيا كړه په ايمان ژوند
نوې كارته  ۱۳۷۸-۱۲-۱
_____________________________
غزل
وامې خله در پورته مې كړه ښكل مې كړه
ټيك ستا د كوڅيو او وربل مې كړه
يوځلې رنګين راباندې خيال دې كړه
وليكه ويوكى د غزل مې كړه
ځه! ها پخوانۍ شمله دې هسكه كړه
ستا د پښتني لنگوټې ول مې كړه
دا زخمي بدن مې رغېدل غواړي
بېرته د پخوا په څېر كابل مې كړه
نه يمه، بل څوك نه يم، رمان يمه
غېږه را ته پرانيزه در خپل مې كړه
د ګيلان ولسوالۍ ۱۳۷۹-۱-۱۶
_________________________________
خفه اختره
زموږ و كلي ته راځه اختره
ولې له موږ نه يې خفه اختره
لوى واړه ټول مو انتظار دي تاته
تا كړې موږ سره وعده اختره
تاوېل درځم به، په هر كال كې دوه ځل
اوس دې وعده  شوله پوره  اختره
راځه زموږ سره وفا وكړه ته !
تاته يو لاره كې دمه اختره
ستا و راتګ ته مو د گلو ګېډۍ
له ګلبڼ را وړلې تازه اختره
تا څخه تمه د خوښۍ لرو موږ
لږ را خوشحال كړه خفه زړه اختره
دا زه رمان چې فريادونه كوم
زړه مې شو تا پسې اوبه اختره
د چارو اداره،كابل ۱۳۷۹-۱-۲۰
_________________________
زاهده!
سترگې دې تورې په رانجو زاهده
موږ دي خطا كړو په تسبو زاهده
تاوېل هيڅ وخت به توبه نه ماتوم
اوس دې كړه ماته په كتو زاهده
ځان كه هرډول جوړوې نورو ته
زه دې خبر يم له كړو وړو زاهده
تل دي مجلس وي له ساقيانو سره
شپې روڼوې په ميكدو زاهده
زه دې ساقي ته په سلام كافر كړم
ته يې د لاس په ښكلېدو زاهده
تاوېل جنت مې په ټېكه اخيستى
كړپى دې اورم د پيالو زاهده
اول مكرويان _۱۳۷۹-۱-۲۵
____________________________________

دار
د رښتينې مينې زور راته معلوم شو
چې ژوندون مې په تيارو لكه د بم شو
د فراق توان مې وركړى دى له لاسه
د بېلتون له لاسه جوړ پر ما هجوم شو
نور مې مه زوروئ خلكو درته وايم
بدنصيب زړه مې ديدن څخه محروم شو
په وصلت مې ددلبرو زړه بايللى
په يارۍ كې د جانان مې رسوانوم شو
چې د مينې په كولو نه پوهيږي
رمان ځكه نن په دار باندې محكوم شو
د كورنيو چارو وزارت-۱۳۷۹-۴-۱۳
________________________
د زندان زولنې
د زندان له زولنو سره اشنا شوم
د بېلتون له تاريكو سره اشنا شوم
د سيالانو په سيالۍ مې پروا نشته
زه د وخت له شكنجو سره اشنا شوم
د څښتن مرسته به غواړم په دنيا كې
د ژوندون له كړاوو سره اشنا شوم
خپل كرلي به ټول رېبي په عقباكې
زه دنيا كې لو كېدو سره اشنا شوم
كه هرڅومره ژړا كاندم، څوك مې نشته
زه رمان له فريادو سره اشنا شوم
د كورنيو چارو وزارت_ ۱۳۷۹-۴-۱۵
__________________________
كابل ته ځمه
چې مې اشنا په كې اوسېږي ها محل ته ځمه
كه مې د زړه وينې تويېږي ها مقتل ته ځمه
يم پروانه، خپل ځان سيځل راته سخت نه ښكارېږي
چې پتنګان پرې سيځل كيږي ها مشعل ته ځمه
وينم بورا چې په ګلبڼ كې په ګلانو ګرځي
زما چې ګلانو كې خوښېږي ها مرسل ته ځمه
ساقي نن بيا ډكې پيالې كړې د شرابو ښكاره
چې تل شراب كې وېشل كيږي ها محفل ته ځمه
وي چې خواران او ملنگان په كې خوشحاله هميش
بل چې رمان كې خوشحاليږي ها كابل ته ځمه
درېيم مكرويان_ ۱۳۷۹-۵-۲۰
__________________
د يار خيال
دا راته ښه ده چې همېش په زولنو كې پروت يم
ژوند مې خراب شو همېشه د يار كوڅو كې پروت يم
ولې به نه خاندې په ما پسې د كلي هلكان
چې سرتور سر لوڅې پښې په ډېرانو كې پروت يم
خيرن بدن، خيرن كالي، توان د هجران نه لرم
دې نه زه خوښ يم چې په ډل د ليونو كې پروت يم
مجنون د مينې يم ليلا راسره كړي جفاوې
د يار د مينې ليونى يم، په غرمو كې پروت يم
زما ګومان،ديار په خيال كې به هيڅ نه ورځمه
يوازې زه عبدالباري يې په چورتو كې پروت يم
كارتۀ پروان _ ۱۳۷۹-۶-۱
______________________
د صدف غاښ
كه خداى كول هغه به وشي ياره
ولې دې سره په زنګنو ايښى دى
په زړا چا اضافه كړى قسمت
خداى د ازل په ارادو ايښى دى
د صدف غاښ چې دې په خوله كې ځلي
درته زرګر ډېر په نازو ايښى دى
ګودر يې بيا ډېر په راتلو دى خوشحال
پيغلې منګى نن پر اوږو ايښى دى
كه يې د يار په غيږ كې وكړ نن خوب
رمان خيرات  په زيارتو ايښى دى
تهيه مسكن_ ۱۳۷۹-۶-۳
_______________________
نور مې توبه
زه دې سرو شونډو نشه كړى ميخانې ته نه ځم
چې يې ساقي نن را كوي هغې پيالې ته نه ځم
څوك چې وي مينه كې مړ شوى، زه يې ملنګ يم همېش
زه بې عشقه مردګانو جنازې ته نه ځم
سترګې دې سرې لكه خونكاره په ما تل كړې منت
نور مې توبه ستا د سرو سترگو نندارې ته نه ځم
چې د ليلا مجنون وفا وې په كې نه ستايي څوك
دا مې وعده زه به هغې مشاعرې ته نه ځم
شيخ راته تل وي په غوصه چې ميكدې څه كوې
زه يم خمار د زاهدانو و جرګې ته نه ځم
كه د ګلونو راته جوړ شي امېلونه په كې
چې مې رمان اشنا كې نه وي هغې باغچې ته نه ځم
دولتي مطبعه_ ۱۳۷۹-۶-۴
_____________________
ښاڼه
له هغې ورځې دې زړه رانه غلا كړى
په نخرو چې تلې ګودر ته لكه زاڼه
په مستۍ به دي د اسپې غوندې شور كړ
وه په غاړه دي د سپينو زرو ګاڼه
ستا نو كله په چا زړه سوځي ظالمې
شي ميراث به دي ليلا د حسن واڼه
موږ به ولې نه ژړېږو و دې حال ته
ستا له وېرې مو زړه رپي لكه پاڼه
نو رمان شاعر به ولې څه نه ليكي
تا پرېيښې په غريب ده كومه ښاڼه
د مامورينو كارته _۱۳۷۹-۶-۵
___________________
ننواتى
ولې دي هيرې كړې جانانه پرونۍ خبرې
ما چې وې كړې درته ګرانه د يارۍ خبرې
تا د فكرونو په ډګر يواځې زه پرېښودم
راشه يو ځل لږ راته وكړه د ځوانۍ خبرې
جرګه د اوښكو ستا و مخته ننواتې در وړم
نن راته وكړه د پيزوان او د نتكۍ خبرې
كميس به څيرې له ګريوانه تر لمنې كړم زه
ترڅو چې ته راته ونه كړې مخكنۍ خبرې
ما به د لوړ غر په سر خښ كړئ چې مې يار كړي زيارت
رمان چې مړ شو دا يې وكړې روستنۍ خبرې
څلورسوه بستريز روغتون _ ۱۳۷۹-۶-۱۴
____________________________
ګودر
ښكلې دنه ښكلى ګودر د شينكۍ
ها د خوښيو مازيګر د شينكۍ
راته يادېږي زوروي مې هميش
د كلي منځ ها د غټ سر د شينكۍ
شنې ورشو ګانې شنه باغونه مې تل
اوري په زړه ټول لرو بر د شينكۍ
چې يې را ياد كړم د پيغلوټو كتار
د ګودر لور ته هر سحر د شينكۍ
كله به ووينم ملګرو يوځل
هغه مېلې هغه اختر د شينكۍ
زما د خاپوړو ځاى دى نه هېرېږي
راته ډېر ګران دى هر يو غر د شينكۍ
شمه نينه ورپسې زه رمانه
چې زړه ته راشي سيل، چكر د شينكۍ
درېيم مكرويان_ ۱۳۷۹-۶-۲۵
______________________
د يارانې ياد
نن مې د يار د سپينې خولې په ياد كې
د خپل دلبر د اندېښنې په ياد كې
شوم ليونى په زيارتونو ګرځم
د ګلبدنې محبوبې په ياد كې
د زړګي صبر له څښتنه غواړم
يم په ژړا د فرښتې په ياد كې
په خداى چې دا به حقيقت ووايم
زړه مې كباب شو د هغې په ياد كې
زه چې بړستن پر سر را كش كړم همېش
شم يې د كور او د كوڅې په ياد كې
خوشحالي نشته په لمبو كې سوځم
ددې ظالمې پښتنې په ياد كې
قلم را واخله په كاغذ رمانه
يوځلې بيا د يارانې په ياد كې
لومړي مكرويان_ ۱۳۷۹-۷-۱۹
_________________
د ښكلا سمندر
اى د كلونو مسافره اشنا راشه
اې له مانه مروره اشنا راشه
راشه، راشه نور فراق زغملى نه شم
اې زما د زړګي سره اشنا راشه
انتظار يم په محفل د ميخوارانو
ميكده كې معتبره اشنا راشه
په قربان، قربان دي زړه له مانه يووړ
اې د زړونو سوداګره اشنا راشه
دا چې تا په ما څه كړي نه پوهېږم
د ښكلا ډك سمندره اشنا راشه
له رمان سره وفا وكړه صنمه
اې زما په حال خبره اشنا راشه
د ماليې وزارت_ ۱۳۷۹-۸-۲۰
____________________
زما يې څه
كه محيط وي بدل شوى زما يې څه
كه فيشن تغير خوړلى زما يې څه
زه افغان يم عنانه د افغان كاندم
كه بل موډ وي را وتلى زما يې څه
لنګوټه او سنت ژيره د رسول وه
كه انګريز وي ږير خرېيلى زما يې څه
چې رمان درته هميش نصيحت كاندي
تا هيڅ وخت نه دى منلى زما يې څه
درېيم مكرويان_ ۱۳۷۹-۸-۲۰
_______________________
ښكلا ته بيعت
زه خو دي وړمه په لېمو باندې نازونه وړې
هم دې همېش په ځان منمه تومتونه وړې
خير چې ستا په ما پيرزو نه شوه دا يوه خوله خندا
دې سره هم به تېروم ستا منتونه وړې
ستا و ښكلا او و ښايست ته مې بيعت وركړى
مجبور قبول كړمه په ځان ستا فرمانونه وړې
سترګې يې پټې كړې زما د زړه ماران يې ويښ كړل
ياد به يې ساتم رډ كتل اشارتونه وړې
كه ما رمان دا ستا صفت په خوله را وړى نه دى
تل دې ليكمه په ستاينه كې شعرونه وړې
درېيمه كارته_ ۱۳۸۰-۲-۸
___________________
د حيا پړونى
څومره سنگينه او درنه ښكارېږې!
ماته له هرچانه ته ښه ښكارېږې
ستا مې خوښېږي د حيا پړونى
په كې دوهمه فرښته ښكارېږې
چې دې محفوظ عزت عفت وي خورې!
راته له شاتو نه خوږه ښكارېږې
تل با حيا اوسه، حيا حيا شه
ته په حيا كې پښتنه ښكارېږې
له اصله ته يې د ياقوتو غمى
ټوله ياقوت او دردانه ښكارېږې
له فاطمې نه درته شوې وينا
چې په حجاب كې ښايسته ښكارېږې
عزت دې لوړ ټوله نړۍ كې شو نن
ته د عزت بله ډېوه ښكارېږې
چې دې ستاينه كې شعرونه ليكي
رمان ته قند او پتاسه ښكارېږې
د كابل امنيه قومانداني ۱۳۸۰-۳-۲۶
____________________________
څلوريځه
خاندي په مسكا، مسكا له ځان سره خوشحاله ده
ښكاري چې په مينه كې جانان سره خوشحاله ده
ټول خلك پرې پوه دي او پوهېږي هم
وايي چې گډ ژوند كې له رمان سره خوشحاله ده
_____________________
د ژوند ناخوالې
تور دى، غنم رنګ  دى بد پرې مه واياست
مينه كې ګرميو سوځولى دى
خير دى لږ رحم باندې وكوئ
ډېر د ژوند  ناخوالو زورولى دى
وركړئ لږ تسل چې ډېر خفه ښكاري
زړه مې راته وايي يار رټلى دى
خداى كه به يې رنګ د جوړو ښكاري هيڅ
هيسې له پښتو نه را وتلى دى
سم يې كړئ د يار كوڅې تې ورولئ
رنګ يې ليونو غوندې بايللى دى
ځكه تورو غرو كې پسې ګرځي تل
سترګو د صنم رمان ويشتلى دى
درېيم مكرويان_ ۱۳۸۰-۳-۲۰
______________________
لوگى شه
په زړه مې نوم د دلروبا راغى
قلم مې لاس كې په خندا راغى
په ما باران د خوشحالۍ ورېږي
چې مې نن كلي ته اشنا راغى
خداى شته فراق يې ليونى كړمه زه
ښه شو جانان مې يوځل بيا راغى
كچكول په غاړه چې كوڅو كې ګرځي
مجنون  په تمه د ليلا راغى
پيغلو ټومبلي په وربل كې ګلان
سپرلي ته گوره په رښتيا راغى
رمانه ورشه ترې لوګى، لوګى شه
مرور تللى وو پخلا راغى
لومړي مكرويان_۱۳۸۰-۴-۸
_________________
كله كله
كله غوسه كله مسكۍ شي ليلا
كله له قهره ټكنۍ شي ليلا
راته رټل او بد ويل كوي تل
له ډېره قهره ليونۍ شي ليلا
كله نازونه راكوي د ميني
كله بيا ما چيچي مچۍ شي ليلا
كله غيرت كې حماسې غږوي
بيا په ميوند كې ملالۍ شي ليلا
كله بيا مينه لو ګناه بولي دا
كله شيرينه، دورخانۍ شي ليلا
كله بيا دا ښكلي په كاڼو ولي
كله د ښكلو چپړاسۍ شي ليلا
كله خفه شي له رمانه څخه
كله دستي غاړه غړۍ شي ليلا
د چارو اداره، كابل_ ۱۳۸۰-۶-۸
____________________________
د ظلمونو ټغر
چې را جوړ مې خپل هيواد شي كه بيا مړ شمه مړ نه يم
څو تر سر مې دا مراد شي كه بيا مړ شمه مړ نه يم
هره دښته، هره سيمه يې شي ښكلې په ګلانو
ټول وګړي په كې ښاد شي كه بيا مړ شمه مړ نه يم
هغه ړنګې، ړنګې خونې، هغه وران، وران جوماتونه
يوځل بېرته را اباد شي كه بيا مړ شمه مړ نه يم
ها زموږ مهاجر وروڼه، كډې وتړي را بار شي
خپل ټاټوبى ور په ياد شي كه بيا مړ شمه مړ نه يم
ازادي راشي وطن ته، د ظلمونو ټغر ټول شي
هر يو خپل زړه ته ازاد شي كه بيا مړ شمه مړ نه يم
د قلم كتاب په لوري، قدم واخلي ټول رمانه
وطنوال مې باسواد شي كه بيا مړ شمه مړ نه يم
درېيم مكرويان_ ۱۳۸۰-۶-۳۰
____________________________
غرمه
دې وچكالي مو رانه هېري كړې د ګلو ونې
كله وې پاتې دې مالت كې د ليدلو ونې
دلته يې ونې نومولې د مرغانو په نوم
شوې رانه وركې د ښارو او د بلبلو ونې
مرغانو هم كډې ترې وكړې لاړو بل وطن ته
موږ ته شوې پاتې ها چنجنې د سوځلو ونې
ور، كړكۍ ، پارو ، ريل مو شول له اوسپنې جوړ
نه مو شته كلي كې تابوت د جوړولو ونې
اوس يې ټول خلك په قبرونو جګوي ډبرې
نه پيدا كيږي نور د شناختو غوڅولو ونې
چېري  به كېنو ساړه سيوري ته دې سره غرمه كې
رمانه دلته خو وې ډېرې د سنځلو ونې
درېيم مكرويان_ ۱۳۸۰-۷-۲
__________________
 د فيل غوږ
خلك يو بل اوس په پيسو غولوي
بس زاهدان موږ په تسبو غولوي
زه ډېره ساده يم لا مې نه كړه عبرت
هسې مې دا په اشارو غولوي
مطلب يې بل دى چې نن ماته خاندي
ما ليونى دا په چلو غولوي
فقط چې اوس مې سر پرې خلاص شو ګله
يار بې وفا مې په وعدو غولوي
پخوا به دومره نږدې كله راتله
اوس مې د څنګ په كېناستو غولوي
ولې ويده يې لا د فيل په غوږ كې
رمانه نجونې په فريبو غولوي
ليسۀ مريم،كابل_۱۳۸۰-۷-۱۹
_____________________
مينه
ټوله دنيا چې زرغونه را ولم
را نه د زړه شيرينه وينه غواړي
خير خو دا مې توكل كړى دى
وربه كړم زړه كه يې شيرينه غواړي
زړه به ټوټه، ټوټه ور ځار كړمه زه
كه مې د زړه خبره سپينه غواړي
ورته به جوړې كړمه لوړې ماڼۍ
كه په فضا كې ځاى حسينه غواړي
په دواړو سترگو مې منلى تومت
كه له رمانه سره مينه غواړي
كمپنۍ، كابل_ ۱۳۸۰-۷-۲۵
_________________
شين خالى هلكه!
سترګې دي شنې تور دي پيكى هلكه
كړم دي د غرونو ليونى هلكه
زما د سوي زړه فرياد واوره ته
د خداى لپاره ګلالى هلكه
ستا و ليدو ته ارمانجن يمه ډېر
در پسې ګرځم هر ګړى هلكه
دغه سودا دغه ارزو لرمه
چې هميشه اوسو يوځاى هلكه
ستا په بيلتون كې همېشه ځورېږم
شمه له تانه سپلنى هلكه
زما مرګى گوره درواغ مه بوله
بيا به خوني شې شين خالى هلكه
ظلم دي بس كړه نور ظلمونه مه كړه
لږ په رمان وكړه زړ سوى هلكه
نوې كارته_ ۱۳۸۰-۸-۱۶
__________________
بړاس
قلم مې راغى په لاس
زړه ته مې ولوېد وسواس
غواړم چې شعر وليكم
د زړه پرې وباسم بړاس
_______________________
پښتونه
كړله دې خرڅه پښتني پښتونه
چې كړې و بل ته غلامي پښتونه
همت غيرت درڅخه كډه كړې
چې بيګانه دي غولوي پښتونه
دغه زموږ تاريخ كې چا ليدلې
چې د خپل ورور لاس ور تړي  پښتونه
خپلو منځو كې دوى سلا كړې ده
چې ورور په ورور به قتلوي پښتونه
د خداى لپاره لږ همت وكوئ
ولې مو دوى لا جنګوي پښتونه
پزه دې نشته تېر تاريخ وګوره
نيكو دي كړې باتوري پښتونه
كړله بدنامه ها بې ننګو پښتو
د ننګ پښتو مو سپكوي پښتونه
دغه هيڅ دود د پښتونوالي نه دى
رمان دي ليكي نامردي پښتونه
غزني ښار_ ۱۳۸۰-۸-۳۰
____________________________
ولاړې
افغانه ولاړې كار دي ويجاړ شو
وطن دي چور شو، شيان دي كباړ شو
هم دي وداني شولې ويرانې
هم دي كورونه په توپو شاړ شوو
_______________
د ښكلو مير
حسين د حسينه وو مې جانان كله راځي؟
رويباره درته وايم تور چشمان كله راځي ؟
بيګا يي وعده وكړه، انتظار مې شه په لاركې
اې خدايه! د وعدو هغه زمان كله راځي؟
ښايست د ښاپېرى چې وو مولا پرې لورولى
جګه پزه كږې ورځې سره لبان كله راځي؟
د حسن ازانګې چې يې وې بر كلي ته تللې
بر كلي كې پراته يې ليونيان كله راځي؟
چې تل به يې شعرونه او غزلې پرې ليكلې
هغه د ښكلو مير پر رمان گران كله راځي؟
د شيكۍ كلى_ ۱۳۸۰-۹-۲۱
___________________________
رڼه شپه
جانانه ستا په مينه مې ښكنځل منلي دي
په اور د عاشقۍ كې مې سيځل منلي دي
رښتينى يم په مينه كې ددروغو مين نه يم
منصور غوندې په دار كې مې ځانګل منلي دي
په ورځ هم قرار نه يم، شپه د ا ستا په غم رڼه كړم
چې لاس كې مې قلم شعرو غزل منلي دي
د ښكلو په محبت كې ګناه چا ويل چې شته ده
ما ښكلوباندې سر قربانول منلي دي
تر هرڅه ورته ښه دى  چې دا ستا په مينه مړ شي
په غم كې دې رمان خپل ځان وژل منلي دي
د گيلان ليسه_ ۱۳۸۰-۱۱-۴
_______________________
وخت يې نه دى
په هرڅه باندې پوهېږم وخت يې نه دى
لكه ميخ په سر ټكېږم وخت يې نه دى
ښه مې ټولو باندې سر خلاصېږي ګله!
د ګونګي په څېر گړېږم وخت يې نه دى
په هيڅ وخت د پلار دښمن د زوى دوست نه شي
دې خبر باندې رسېږم وخت يې نه دى
د پښتون شمله به هيڅ وخت ټيټه نه كړم
يم پښتون، پښتون يادېږم وخت يې نه دى
بيا مې منډه د وطن خدمت كې ګوره
خو اوس شل غوندې تپېږم وخت يې نه دى
بس يوازې اوس په شعر كې دښمن غاندم
يم شاعر رمان نومېږم وخت يې نه دى
د شينكۍ كلى_ ۱۳۸۰۱۲-۱۷
________________________
د ننګ څلي
چا مو بنګلې چا مو قصرونه وران كړل
چا مو د خاورو جوړ كورونه وران كړل
چا راته لارو كې كړو خښ بمونه
چا مو پاخه كلك سړكونه وران كړل
چامو په غم كړلو خوشحال دښمنان
چا مو د لويو لارو پلونه وران كړل
چا مو را كونډې كړلې خويندې ميندې
چا مو د كليو جوماتونه وران كړل
چا د اسلام په نامه موږ كړو شكنجه
چا مو د ننګ څلي برجونه وران كړل
چا له هوا را اورول بمونه
زموږ يې ښكلي مكتبونه وران كړل
مولا ته هسك كړه  دواړه لاس رمانه
كړې يې تباه دوى زيارتونه وران كړل
د شينكۍ كلى_ ۱۳۸۰-۱۲-۲۳
________________________
سپرليه
سپرليه راشه ټول ګلان را شنه كړه
ګل د سنبل هم د ريحان را شنه كړه
كړه را تازه مو د پټو ګلونه
هم مو غويناړې غاټولان را شنه كړه
بيا كړه رنګينې مو د غرو لمنې
لاله، نرګس او ارغوان را شنه كړه
مرسل، ګلاب او ريدي وغوړوه
زموږ د وطن دښتې دامان را شنه كړه
لږ مو راوګوره سپېرو ډاگوته
خزان وهلي چمنان راشنه كړه
چې همېشه در پسې ليكي غزل
رمان ته لاس كې قلمان را شنه كړه
د غزني ښار_ ۱۳۸۰-۱۲-۳۰
_________________________________
توبه
په لار روان ستا په قدم وختم
توبه كافر شوم په حرم وختم
ما ماتول د لات عزات بتونه
هم د منات په لوى صنم وختم
غمازه ستا لمسون مې بيا كړه خنثى
چې د رقيب ظالم په چم وختم
يم سلا شوى له زاهده سره
ساقي دا ستا په ترخه خم وختم
ما دى وركړى امتحان د ميني
ښه شو رمان مينه كې سم وختم
نوې كارته، كابل_ ۱۳۸۱-۱-۱۲
______________________
د ميخانې ليونى
په زړه مې راغله د غمو قافله
دا ارمانجنه د وختو قافله
درنه همېش جانانه سر ټكوي
راستنه شوې په ګيلو قافله
يو ځل مسكۍ شي راته وخاندې دا
بيا شي دا ستا په ناخوالو  قافله
بس په ژړا شي، شي خندا ترې هېره
شي نا اميد د اميدو قافله
را اوروي په موږ خورانو ګټې
ځان نه كړي جوړه ليونو قافله
كړ يې رمان د ميخانې ليونى
دم كړه زاهده په تسبو قافله
څلورم مكرويان_ ۱۳۸۱-۲-۲۰
______________________________________
څلوريځه
غاټول شبنم ته غېږه وركړه د صحرا غېږه كې
مجنون ويده دى خلكو ګورئ د ليلا غېږه كې
له سره تېر چې شو منصور د اناالحق په ناره
په حقيقي مينه قربان شو د مولا غېږه كې  
_____________________________
د توبو كيسه
ژوند ددنيا د ليونو كيسه ده
هسې بې ځاى د اوميدو كيسه ده
ساقي دي وبولي رندان پيالو ته
و دوى ته ښه د ميكدو كيسه ده
په موږه تيرشو پنجرو كې ژوندون
زموږ نصيب د زولنو كيسه ده
زاهد دي وايي په تسبو كليمې
و ده ته پاتې د توبو كيسه ده
رمانه ليكه په پښتو كې غزل
چې دې په برخه د شعرو كيسه ده
د غزني ښار_۱۳۸۱-۴-۹
__________________________
د شعر څپه
شعر مې خوند ستا له بڼو وړى دى
مجنون د مينې اندېښنو وړى دى
څه د كودګر كانې دي وكړې پر ما
زړه دې له مانه په چلو وړى دى
زاهد چې ناست وي د ساقي په څنګ كې
شراب يې څښلي دي نشو وړى دى
شو واكداران د ميخانې زاهدان
نن د قدرت نمبر هغو وړى دى
په جوش يې راغله د شعرونه څپه
خپله رمان د شعر څپو وړى دى
د شينكۍ كلى_ ۱۳۸۱-۴-۲۸
_____________________________________
يادګار
ټول وطن به مو ګلزار وي زه به مړ يم
خوښ به ګلو به ماليار وي زه به مړ يم
هم به راشي دچينې لورې ته پېغلې
ډك منګي به يې كتار وي زه به مړ يم
په ګودر به يې د شنو پاوليو شور وي
هم پر غاړو به يې هار وي زه به مړ يم
د زاهد نشه به ماته شي په ميو
ميخانه كې به خمار وي زه به مړ يم
بيابه تل راپسې دوعاوې كړې رمانه
دا غزل به مې يادګار وي زه به مړ يم
د ګيلان ښوونځى۱۳۸۱-۵-۱۱
__________________

غزل
كه تا په دښتو او ميرو وژړل
ما هم ددوبي په غرمو وژړل
بلبل ته ګوره چې په ګل ژړېږي
ماليار يې هم په رژېدو وژړل
شونډې دې وچې رنګ دې ژيړ الوتى
ما دې په مړاوو اننګو وژړل
چې دې په برخه وه ازل كې ژړا
ستا په ژړا وېښو ويدو وژړل
ولې به نه ژاړي هوا كې مرغان
رمان دا ستا په اسوېلو وژړل
د شينكۍ كلى_۱۳۸۱-۶-۷
____________________________
وځله
پرخه شه ويده شه د ګل څانګو كې
وځله، شغله شه د لمر وړانګو كې
راشه د زخمي زړګي درمان مې شه
زړه مې بې ځاى شوى دى په كانګو كې
وګوره سوري،سوري زړگي ته مې
وګنډه زړګى مې په پړانګو كې
زغلي چې هميش د ننګ په لوبو كې
وړى يې ميدان پرون په سانګو كې
ژر شه را ستانه شه، ليونى به شي
ستا رمان سر شوى په غړانګو كې
د ګيلان ښوونځى_۱۳۸۱-۶-۳۰
_______________________
ملهم
خوله دركومه چې حبيب مې ته يې
واك مې ټول ستا شو چې قريب مې ته يې
قلم وهلى وو مولا ازل كې
په دې خوشحال يم چې نصيب مې ته يې
چې پرې رغېږي مې ناسور زخمونه
ورته ملهم، پټۍ طبيب مې ته يې
كه زه پرې وكړم قسمونه اشنا
د ټولو خلكو نه محيب مې ته يې
چې په ژړا خندا كې تا يادوي
رمانه خوښ تر عندليب مې ته يې
د گيلان ښوونځى_۱۳۸۱-۸-۲
__________________________
گلې!
كه زه غريب يم كوم پيغور خو نه دى
ستا په دوران د حسن تېر شي گلې
گوره چې موږ در سره ونه څټې
زما په كتو دي غرور ډېر شي گلې
نن به مالت كې چا ته څنګه گورم
خداى كه دي بد د خلكو هير شي گلې
ستا په غرور كه سوګند وكړم ياره
ته به رسوا د مشك په څېر شې گلې
بيا تېروي به تومتونه رمان
چې يوځل لاس درنه چاپېر شي گلې
د شينكۍ كلى_۱۳۸۱-۸-۲۵
___________________________________
مړې هيلې
شم ليونى به د غمو له لاسه
د ځواني مرګو اميدو له لاسه
زړه ته به وركړمه ترڅو تسله
اخېر به مړ شم ددردو له لاسه
نه مې رغېږي د زړګي زخمونه
دا ستا د هجر د لمبو له لاسه
همېش په ما وي ستا د كاڼو باران
هيلې مې مړې شوې د هغو له لاسه
ستا په رمان چې شول حرام خوبونه
دا ستا د لېڅو د بنګړو له لاسه
د غزني ښار_ ۱۳۸۱-۹-۹
_________________________

كنډولى
هم ساقي نشه، نشه دى هم رندان نشه ، نشه دي
هم يې خم په ميو مست دى، هم مستان نشه ،نشه دي
نن خوځكه ميكده كې شرنګهار د پيالو ډېر دى
له محرابه راوتلي زاهدان نشه ، نشه دي
بيا يې واړول په سرباندې جامونه ډك له ميو
زاړه واړه د كلي هم ځوانان نشه ، نشه دي
د ممبر څنګ كې به ناست وو،د شيخي دعوې به دوى كړې
هم په خپله نشه شوي، هم ياران نشه، نشه دي
كنډولى د ميو راوړئ و شاعر عبدالباري ته
تاثيري شعر ته يې گوره شاعران نشه ، نشه دي
د گيلان ښوونځى_ ۱۳۸۱-۹-۱۰
________________________
ورځمه
د ښكلو مخته په نڅا ورځمه
د يار كاله ته به نن بيا ورځمه
اوس چې يې وړ د خنداګانو شومه
د كلي منځ ته په خندا ورځمه
صبر مې نشته سرګردانه يمه
لكه كوتره په هوا ورځمه
نن به يې وكړم ديدنونه يووار
دا مې وعده ده په رښتيا ورځمه
شم به ورځار د سپلنو غوندې زه
عبدالباري ته په ادا ورځمه
د شينكۍ كلى_ ۱۳۸۱-۹-۱۴
_______________________________
د زړه صبر
چې جدا رانه اشنا شو خود به ژاړم
چې له سترګو مې پناه شو خود به ژاړم
مالا كله د وصال جام وو غوړپ كړى
چې بېلتون راته بلا شو خود به ژاړم
چې رخصت يې رانه واخيستلو لاړى
بيا تر شا چې په خندا شو خود به ژاړم
خدايه راكړئ لږ توان حال مې خراب شو
كه نه ژوند زما تباه شو خود به ژاړم
ما رمان ته د زړه صبر راكړې خدايه
پاتې عمر مې تنها شو، خودبه ژاړم
د شينكۍ كلى_ ۱۳۸۱-۹-۲۷
_______________________________________
نذرانه
كه په تا باندې هرڅه ومنم لږ دي
كه تومت كه غرغره ومنم لږ دي
كه مې تن ټوټې،ټوټې په اور كباب شي
ستا د مينې ټپ په زړه ومنم لږ دي
كه په زرځله قربان لوګى دي بولم
هرقدم دي پر ليمه ومنم لږ دي
كه غرمې او شوګيرونه په ما راشي
كه ژړا په ورځ او شپه ومنم لږ دي
كه مې ووېل چې خيرات شم درنه ګلې
هره هيله به دي زه ومنم لږ دي
كه دي يو ديدن د سر په بيه وشي
دا خپل سر كه نذرانه ومنم لږ دي
د شينكۍ كلى_۱۳۸۱-۱۰-۱
__________________________________
ليونى
شوم ستا په مينه كې د غرو ليونى
ببر سر ګرځم په غرمو ليونى
خداى كه به توان د هجر نور لرمه
يم دي د وصل په چورتو ليونى
ولې دي زړه راباندې نه خوږېږي
شوم دي د كلي او كوڅو ليونى
په سد سړى وم ښه په ځان پوهېدم
كړم دي د نن سبا وعدو ليونى
څه چې دي زړه وي راته ووايه نن
ولې دي كړم په اندېښنو ليونى
كلي كې گرځي عبدالباري رمانه
په ژړا سر په لوڅو پښو ليونى
د ګيلان ښوونځى_۱۳۸۱-۱۰-۱۳
__________________________
غزل
ټولې هديرې مو شولې ډكې په پيغلوټو باندې
هغه منګي هغه چينې، هغه ګودر مو نشه
چې اتڼونه، اوازونه او سندرې به وې
هغه مېلې هغه ځوانان هغه اختر مو نشته
چې خنداګانې نڅاګانې به همېش وي په كې
هغه دېرې هغه حجرې هغه مقرمو نشته
ټول ځنګلونه مو شول خرڅ په بيګانه وو باندې
هغه سپېدار، هغه چينار هغه نښتر مو نشته
اوس خو بيا دغې وچكالې مو كړل سپېره ډاګونه
هغه ګلبڼ هغه ميوې هغه انځر مو نشته
نور د زرګر دوكان ته، څه لپاره ځې رمانه
هغه جينۍ، هغه پيزوان هغه زرګر مو نشته
نوې كارته،كابل_۱۳۸۱-۱۱-۲۹
_____________________________

پړاو
مينه له درد او له سلګو ډكه ده
جانانه دا لار له ازغو ډكه ده
دلته بېلتون او تومتونه شته دي
دا له ژړا او له ګيلو ډكه ده
رسېدل گران دي دې اوږده پړاو ته
هم له غمو او اندېښنو ډكه ده
مينه كې خورې به تيندكونه اشنا
دا له فرياد او اسوېلو ډكه ده
تل به پرې سوځې د پتنګ غوندې ته
دا د اورونو له لمبو ډكه ده
ساته ترې ځان عبدالباري رمانه
دا له خفګان او شوګيرو ډكه ده
زاړه مكرويان_ ۱۳۸۱-۱۲-۱۴
______________________
د مور غېږ
چې هرڅه په كې زده كېږي د مور غېږ ده
چې ماشوم په كې لويېږي د مور غېږ ده
دا يوه لويه مدرسه ده زموږ لپاره
چې اخلاق كې ښودل كېږي د مور غېږ ده
كه  زما په دې خبره باور وكړې
چې اسلام كې بيانېږي د مور غېږ ده
لږ د تېرو خلكو دې متل ته ځېر شئ
چې جهان په كې ځنګېږي د مور غېږ ده
عبدالباري رمانه تل اشعار پرې ليكه
چې ښه بد كې پېژند كېږي د مور غېږ ده
څلورم مكرويان_ ۱۳۸۱-۱۲-۱۵
________________________
ناكام ته تسل
كه سږ ناكام شوې يا عبث دي شول وختونه
وه شاګرده! و كال ته وكړه كوښښونه
دا ستاسو عمر لا اوس كم دى _ خپلو ټولګيو سره سم دى
ژمى تكرار كړه د خپل صنف ټول كتابونه
وه شاګرده! و كال ته وكړه كوښښونه
كال ته چې راشې خپل ټولګي ته _ دټولګيوالو و ټولي ته
بيابه د لوست نه هلته ته واخلې خوندونه
وه شاګرده! وكال ته وكړه كوښښونه
دغه تسل در كوم ياره _ كال ته ډاډه اوسه دلداره
دا ستا لپاره استاد ډېر كړي تكليفونه
وه شاګرده! و كال ته وكړه كوښښونه
دا به رمان شاعر منظم وي – ښايي چې خپله به معلم وي
كور يې شينكۍ كې دى  هميش ليكي شعرونه
وه شاګرده! و كال ته وكړه كوښښونه
د ګيلان ښوونځى_۱۳۸۱-۱۲-۱۳
__________________________
بېړه
دغه مينه دا كمال دى
دا د مينې رنګين خيال دى
راسره په بېړه ووځه
دا زما درڅخه سوال دى
___________________
مېړانه
څوك چې نامرد شي بيا مردي نه لري
څوك په مېړانه كې سيالي نه لري
ښايي چې نور خلك به وي نامردان
مګر دا خوى عبدالباري نه لري
___________________________
پېغله
زه مهاجره پېغله د غمو په غېږ كې پرېوتم
لاړم له وطن نه د پردو په غېږ كې پرېوتم
پرخه وم ظالم لمرزه د ګل له غېږې وايستم
لاړم له وړانګو سره ايرو په غېږ كې پرېوتم
_____________________
هډونه
لوى پښتون دى، پښتونوالى يې څرګند دى
له وختو، وختو يې كړى دا سوګند دى
د وطن په وياړ به وبايلي هډونه
دا رمان مې د پښتون زړګي خاوند دى
_____________________
وړكتوب
تل به خوشحال وم ښه موسم و وړكتوب
نه په خفګان او نه په غم وو وړكتوب
كړې به مې لوبې همزولانو سره
د پاچاهي شان او رقم و وړكتوب
___________________________
څلوريځه
ځان وتله دروند ښه په درنه تله
ها د پښتنو په پښتنه تله
تاته دا خبره زه رمان كوم
كله درنوي څوك بيګانه تله
_________________________
ښكاره
كله يو راته را پورته كله بل كړي
چې پيدا راته په چارو كې چل ول كړي
بل به هيڅ په لاس ورنه شي دا ښكاره ده
د غليم په خوله به مړه ځانونه خپل كړي
_____________________________
مناجات
قبله مې يې كعبه مې يې لمنځونه درته كړم
بادار مې يې دلدار مې يې عرضونه درته كړم
هميش دي يم ولاړ په دروازه كې خيرات غواړم
ارزو مې يې اميد مې يې سوالونه درته كړم
مذنب يم ګناه ګار يمه بخښنه راته وكړې
شفيع مې يې رفيع مې عجزونه درته كړم
ملنګ يم له كچكول سره راغلى ستا دربار ته
قرار مې يې  غمخوار مې يې خواستونه درته كړم
خاونده! ستا له رحمه برخمن عبدالباري كړې
الله مې يې، مولى مې يې عذرونه درته كړم
_________________________
پاى

 

اساسي برخه: چاپي اثار

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1778

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1728

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1987

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2554

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6775

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…