د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

(ګلونه په لمبوکې) تازه له چاپه راووته

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_images_stories_khostsite_01gulona-po-lambo-ke.jpg 

دخوږژبي شاعر او تکړه وياندښاغلی  بادشاه دين مشکور لومړی شعري ټولګه
(ګلونه په لمبوکې )
د ميوند خپرندویه ټولنې او صباکتابخانې لخوا په پښاورکې په ډيره ښکلي بڼه له چاپه راووته په دې ښکلي کتاب چې دوه نوي مخونه لري  د نازکخياله شاعر بادشاه دين مشکور غزلې ، سندرې ،هايکوګانې ، او نظمونه ځای پرځای شوي دي.د خيبرپښتونخوا تګره نامتو او مينه ناک شاعرليکوال او دپښتون قوم فخر  رحمت شاه سايل په دې ښکلي کتاب د(بادشاه دين مشکور صيب فنکارانه رنګونه) ترسرليک لاندې  سريزه پرې  ليکلی ده او دښکلي کابل نه د پښتنو نوماند شاعر ليکوال ښاغلی حاجي  پیرمحمد کاروان  لنډې خبرې پرې ليکلي دي او د(زه او شاعري) ترسرليک لاندې خوږژبې شاعر مشکورصيب  خپله ليکنه پرې کړيده. ښاغلی رحمت شاه سايل په سريزه کې  د مشکورصیب شاعري روانه او ډيره خوږه بللې ده نومړي ويلي چې د مشکورصیب شاعري ساده خوندوره او د هرچا دپوهې ده او حاجي پیرمحمد بيا د مشکور صیب د شاعرئ په اړه ويلي چې  دپيغام رسولو ابهام پکې نشته ښه په زغرده پيغام لوستونکوته رسولی شي او په شعرکې پيغام رسول ضروري ده
او د مشکورصیب شعرونه یی په شرعه برابر بللي دي . یادولو وړده چې مشکورصیب د شعرليکلو ترڅنګ نثرهم ليکي کله ناکله يې لنډې کيسې او ادبي مطالب هم په ورځپاڼو او جريدوکې خپريږي  پای
حميدالله روښان خوست     اړيکې   /۰۷۹۹۴۴۲۹۶۲
۰۷۰۰۷۹۷۹۳۰

مشكور زما اشنا دی
په  مينه  مين  نازک  خياله  شاعراو تکړه  وياند ښاغلی 
بادشاه الدين مشکور د فضل الدين ځوی د علمبردار  ډګروال  غياث الدين لمسئ چې دپلازمينه کابل دقره باغ ولسوالی قعله جعفروسيدونکی دی،خو په ۱۳۶۴ش کال  ،دخوست  په  ولايت کې  دې  ښکلي  نړۍ ته سترګې  غړولي  دي.د ناخوالو له امله د ماشومتوب عمر يي له پولې اخواپه جلاوطنی کې خوړلی دی او تر لسم ټولګي پورې يي هملته لوست کړيدی ، خو لسيزه  وړاندې،په خپل وطن کې يې د بيا اوسېدو ارمان پوره شواو پاتې ښوونځی يې د خوست  په (محمد صديق روهي )عالي لېسه کې بشپړ کړ.له کوچني والي راهيسې يې دشعر ويلو سره  مينه درلوده اوشعر يې خوښېده.،خوپه  ځوانی کې  يې  په  شعرليکلو  پيل  وکړ
(ګلونه په لمبو کې) د مشکور لومړۍ شعري ټولګه ده خوددې ترڅنګ يې يو شمېر لنډې کيسې په بېلا بېلو ورځپاڼو،جريدو او مجلو کې هم چاپ شويدي. اوله يوې لسيزې زيات وخت کيږي ،چې د ژورنالېزم په ډګر کې له بېلا بېلو رسنيو سره کارکوي..په ځواني يې برکت شه

حميدالله  روښان  خوست

اساسي برخه: چاپي اثار

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1158

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1167

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1298

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1792

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5995

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…