د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دايمي اډې که دايمي اسارت؟) په نوم کتاب له چاپه راووت

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_012dayemiade.jpg



 
 د هېواد د تکړه ليکوال،ژورنالېست،سياسي او حقوقي چارو  څېړونکي  الحاج قاضي محمدحسن حقيارپه ګوتو او ځواکمن قلم  تازه ليکل شوى  کتاب (دايمې اډې که دايمي اسارت؟) دچاپ په ګاڼه وپسولل  شو.
دايمي اډې که دايمي اسارت  کتاب په داسې حال کې چاپ او خپور شو، چې په دې وروستيو کې د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو او په هېواد کې د امريکا د دايمي اډو په اړه د دواړو هېوادونو تر منځ ښې تودې خبرې اترې روانې دي.
دغه کتاب چې  رنګه پښتۍ لري،په ښکلي ډيزاين او صحافت سره   په کابل کې د مستقبل خپرندويې ټولنې له خوا په (١٠٠٠) ټوکونو کې خپور شو.
ستا  لاسونوته په در رسېدلي دې   کتاپ کې په ډېرو هغوټکوبحثونه شوي چې په اوسني وخت کې ډېر اړين اودپام وړ  دي،ښاغلى حقيار د کتاب په منځپانګه کې روښانه کوي چې بهرنيوته په هېوادکې د دائمي اډو،ورکړه اوله هغوى سره دستراتېژيک تړون لاسليکول دحکومت په واک کې نشته،اونه هم داحق لري چې له هغوى سره په خپله خوښه ستراتېژيک تړون لاسليک کړي ،په دغه کتاب کې د امريکا د دايمې اډو په څرنګوالي، ارزښت، اړتيا   او د ځينو نورو موضوعاتو په اړه هراړخيز معلومات خپاره شوي دي.
دليکوال په اند په اوسنيوشرايطوکې   امريکاته ددامي اډو  ورکول به هېواد نور هم دبحران خواته ور کش کړي.
    مخکې له دې  هم دښاغلي  محمدحسن حقيار په ديني، فرهنګي او ادبي مسايلو (نثر، شعر) او په نورو برخو کې نهه ټوکه  کتابونه په يو او دوه جلدونوکې  چاپ شوي او نورې سلګونه سياسي مقالې يې هم په ورځپاڼو،مجلو،کتابونواو دانټرنېټ په څپو خپرې شوې دي،هېره دې نه وي  چې دليکوال څونور کتابونه هم دچاپ په ښکلې ګاڼه د سمبالېدلولارې څاري او هيله لري چې په ډېره نږدې راتلونکې کې به يې د درنو لوستونکيواو مينه والوتر لاسونو ور ورسوي.
په ټوله پښتنه او ادبي مينه  دليکوال دلابرياليتوب اوپه دې لاره کې دهڅواو پرمختګ په هيله .
اساسي برخه: چاپي اثار

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1538

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1499

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1701

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2202

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6454

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…