د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د ستوری مجلې اتمه ګڼه چاپ او پر لیکه شوه

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_stori_mojala_atama_ganna.jpg

له برې پشتونخوا  خپریدونکې  «ستوري» مجله چې دخاص کونړد ادبي او کولتوري ټولنې  خپرونه ده،  تازه چاپ  او د انټرنټ پرمخ پر لیکه شوه.
د « ستوري » په  مجله کی  د پښتنو د ټاټوبی، پوهانو، ادیبانو،
شاعرانو اولیکوالانو په زړه پورې لیکنی، مرکی او شعرونه ځای شوی دي .
د « ستوری » مجلی،  مسئول مدیر: عرفان الله کوټوال
مرستیال: هدايت الله حيات
 سلاکاره ډله :  څېړنيار وجیه الله شپون ، څېړندوی عبدالقیوم زاهد مشواڼی او شفیع الله تاند
کتنپلاوی : بصير بيدار ، محمد داود صدیقي ، عصمت الله ملنګ  او ګلرنګ کوچوان
همکار غړي:  رحيم الله خان، داؤد شاه داؤد، صادق فقير او رضوان الله شپون
د ستوري استازي : کابل، استاد عبدالظاهر شکیب ، ننګرهار،شفیع الله تاند، کونړ، نعمت الله کرياب ،اسمار، طارق سالارزی ،لغمان، امین الدین ، باجوړ، سید اغا میاخیل، پیښور، زبیح الله شفق، جرمني،نسیم ستوری
په  مجله کی  د سرلیکنی پر ځای لولو:
موږ د پښتنو په شکور کې "ډوډۍ" اود فارسيوان په شکور کې "نان" غواړو

دا چې د يوې نشريې روحيه او پاليسي د هغې د پنځوونکي چاپېريال ترجماني کوي، د ستوري نشريه د داسې ټولنې او چاپېريال د اغېز لاندې غځوونې کوي، چې هلته لا هدف او مرام له وړاندې څخه برېښي.
له يوه مذهبي، اجتماعي او سياسي جوړښتونو څخه د ډک چاپېريال د نن غوښتنه همدا ده، چې خپل کتونکي به ټول له هغو واقعيتونو څخه خبروي، چې ولس ترې ځان خبرول غواړي. ډېره په سپين سترګۍ زموږ د ټولنې په يادو شويو څانګو لکه مذهبي، ټولنيزې او سياسي خوځښتونو کې لاسوهنه کوي، ښه په زغرده غربي ګاونډى ايران د خپل فرهنګ توغ زموږ د کاروان توغ ګرځولى، زموږه په تعليمي نصاب کې يې د مذهبي تيري څرګندې بېلګې له خلکو او ولس څخه پټې نه دي، چې جعفري فقهې په بنياد زموږ چارې سمول غواړي.
همدا شان که څه هم زموږ د هېواد ملي سرود په پښتو دى، خو زموږ لرې پرتو سيمو ته چې هلته د هېواد نورې ژبې مسلطې دي، رسمي کتيبې ټولې له مرکز څخه په دري ژبه استول کېږي. زموږ پاليسي بايد بل ډول تعبير نه شي، چې ګوندې موږه پرته له پښتو نور هېڅ نه غواړو، بلکې موږ د فارسيوان په شکور کې "نان" او د پښتنو په شکور کې "ډوډۍ" غواړو. بايد هر دسترخوان ته خپل طعام ولېږل شي، که په ملي شعار کې په ذکر شويو ټولو ژبو ممکن نه وي، نو لږ تر لږه په دوه رسمي ژبو پښتو او دري دې د پښتنو سيمو ته په پښتو او دري ژبو ته دې په دري باندې رسمي مراسلې او کتبې واستول شي.د «ستوري» اداره ددغه انډول د ساتلو د مراعات هيله لري.

د مجلی پدې ګڼه کې دغه ليکنې راغلې:
 د امام ابوحنيفه رح _نعمان_ پېژندنه
 پښتون کلتور کې د امن امکـان او تصـــور
په نهاره د اوبو څښلو ګټې
څـو شېبې لـه _همت _ سره
د خپل ځان پېژندل
د څارګرو ادارو (پټو ايجنسو) سـړه جــګړه
په کونړ کې دوه نـوې غــوټۍ وغــوړېــدې
د _تاله خوب درځي _د مخکتنې غونډه
د کبير ستوري صاحب په مړينه
د ستورو کاروان
 اى پر ما ګرانې
کبرجنه شهزادګۍ او سوالګر سندرغاړى
د افغانستان د ملي موزيم لنډه پېژندنه
پاچا او عالم سړى
د تخلص ټاکل
د افغانستان د پښتنو کمزوري کول خطرناک دي
 په کابل کې د کونړ مېشتو ولسونو د يووالي...
ارواښاد کبير ستوري ته
له سندرغاړي _ بېدار باچا _سره مرکه
د کوچنيانو لپاره د سپورت ګټې
د مېړه او مېرمنې ترمنځ مشکلات او د حل لارې يې
د نوښار ملنګ
د چاغوالي او د بدن د سلامتيا لپاره د پام وړ ټکي
 څنګه کولاى شئ خپله مېرمن خوشحاله وساتئ؟
دا دې څنګه زمانه کې راپيدا کړم؟
د کـونړ د غـرونو بـازه
دا څو خبرې له ياده مه باسئ
درې ګوني
دعــــا
د صاحب شاه صابر کليات چاپ شو

د ستوري مجلې اداره د خپلو ټولو درنو لوستونکو څخه هيله کوي، چې د مجلې په هکله خپل وړانديزونه او ليکنې د ادارې په پته راواستوي. ترڅو مونږ د لوستونکو په وړانديزونو د مجلې ليکنې کره او بشپړې کړو.  

 دستوري مجلی  د ترلاسه كولو په موخه په لاندی  پته اړيكې نيولى شئ
عرفان الله کوټوال
د تنر کلی ـ طلائی بانډه ، د خاص کونړ ولسوالي
د کونړ ولایت / افغانستان
ټیلیفون :772931465-0093
E-mail:
This e-mail address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
د مجلی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړئ
http://kabirstori.com/index.php?page=StoriMojala&c=StoriMojala_AtamaGana
په درناوی
هدایت الله حیات

اساسي برخه: چاپي اثار

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1064

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1067

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1678

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5879

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…