د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دښاغلی ډاکټررحمت ربی زیرکیارنوی کتاب پرلیکه شوو

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_images_stories_khostsite_01books.jpg

په ورستیوورځوکی می دښاغلی ډاکټررحمت ربی زیرکیارنوی په زړه پوری کتاب                   (ژبه – دباباادمه تردی دمه) چی د
www.nahimi.dk/pashto دویبپاڼی په بریښنایی کتابتون کی پرلیکه شوی دی، دلوستلو لپاره یی زماتوجه جلب کړه. کتاب می دوه ځلی ترپایه ولوستی، ډیرپه زړه پوری مطالب لری. عنوانونه یی (ژبه له کومه راغله، دژبی منشأ، داحمدشابابابی کماله لمسیان په ارګ کی، ژبه په ټولنه کی، وینه په لابراتوارکی پښتوپه ارګ، جومات، اواساسی قانون کی .......
نوموړی کتاب دژبی یوبشپړڅړنیزاثردی چی دډیرومعتبرومأخذونه څخه دکتاب په لیکلوکی ګټه اخیسته شوی ده ، پرکتاب ډیرزیات زحمت کښل شوی دی که می مبالغه نه وی کړی، دژبی دتاریخچی ، دژبی څخه ګټه اخیستنه اوپه ټولنیزوچاروکی دژبی اغیزه دومره علمی څیړل شوی ده چی کتاب ته ځانګړتیاورکوی. دژبودټکرونو، درسمی اوملی ژبوپه هکله دنړی د ډیروهیوادونوژبی څیړل شوی دی اوددی ژبودمعیاری کولوډولونه اودټکرونوپه اړوندپه زړه پوری مطالب وړاندی شوی دی. دحکومتونوتوجه په خپل هیوادوکی ملی، رسمی اوکوچنی ژبوته په ژوره توګه څیړل شوی دی اوبیازموږدګران هیواددحکومتونود چلندسره په دی اړوندپرتله شوی دی. دژب سیاست، ژب پلان په اړوند هم ژوره څیړنه شوی ده، په ځانګړی ډول په اسراییلوکی دژبی سیاست ته ډیره کتنه شوی ده اوداهم راپه ګوته شوی ده چی دیهودی کډوالوژبواوعربی ژبی ته څنګه اوکله حکومت پام وړاوه. دپاکستان چلندته چی موږ افغانانوته بایدپه زړه پوری وی، کره کتنه شویده. 
په وروستیوپاڼوکی دهغه هیوادونودنوم لړی لیکل شوی ده چی په خپلوهیوادونوکی دژبی په اکله په اساسی قانون کی ځانګړی مقررات لری اوهم دهغوهیوادونونومونه شته چی په دی اړوندپه اساسی قانون ځانګړی مقررات نه لری.
په پای کی په باوری ډول وایمه چی ددی کتاب لوستل ډیرعلمی معلوماتونه لری چی په ورځنی ژوندکی ګټه ورنه اخیسته کیدای شی. ښاغلی زیرکیارصیب ته اوږدژوند، روغتیااود نوروبریالیتوبونودوعاکومه په درناوی


اساسي برخه: چاپي اثار

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1158

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1167

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1298

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1792

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5995

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…