د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د تنکيو ځوانانو لپاره د توتكۍ مهالنۍ مجلې دويمه ګڼه چاپ شوه

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_totkaibook12.jpg






د تنکيو ځوانانو لپاره د توتكۍ مهالنۍ مجلې دويمه ګڼه چاپ شوه
توتكۍ د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره په پښتو ژبه خپرېږي، د ځاځي بابا ادبي ټولنه د دې مجلې امتياز لري، نوموړې مجله د نورالله غازي يار په مديريت، محمد انور تبسم او ذبېح الله قرار په مرستيالۍ خپرېږي.
نوموړې مجلې په خپله دويمه ګڼه کې هم په زړه پورې مطالبو ته ځای ورکړی. په دې ګڼه کې يې (اورېدونکي ټکان خوري، د اسلامي هېوادونو لنډه پېژندنه، د محمد (ص) ژوند د لويديځ پوهانو له نظره) او نور په زړه پورې مطالب چې هر مطلب يې د ځوانانو له ذوقونو سره تړاو لري خپاره کړي دي. د مجلې سرليکنه چې د وخت د ارزښت په اړه يې د (واوره ويلې کېږي)، تر سرليک لاندې ليکلې، چې ډېر لوی مطلب او لويه موخه يې په ډېرو لنډو کلمو کې راوړې او څرګنده کړې يې ده، که چېرې موږ خپل وخت بې ځايه ونه لګوو نو په لږ وخت کې به مو ډېر کارونه ترسره کړي وي. د توتکۍ پښتۍ يې په ښکلې بڼه اوډلې چې د تکړه ليکو
ال نصير احمد احمدي عکس او د نوموړې د مرکې عنوان، د اسلامي هېوادونو لنډه پېژندنه، شعر څنګه ليکل کېږي، مور او د هندوستان په اړه د معلوماتي مطلب سرليک او تصوير په کې راوړل شوي دي.
توتکۍ له ليکوالو، شاعرانو او فرهنګپالو څخه غواړې، چې هر وخت له توتکۍ سره قلمي اړيکې وساتي او په خپلو ليکنو، نيوکو او شعرونو سره توتکۍ تل د الوت په حالت کې وساتي.
تاسې كولاى شئ چې له توتكۍ سره په دې برېښناليك پته اړيكه ونيسئ.

This e-mail address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
 
اساسي برخه: چاپي اثار

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1769

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1722

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1970

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2534

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6762

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…