د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

لولپه شوم

تازه يې له روغتون څخه خارج كړى و. .ښځې مې راته وروستى اخطار راكړ چې نن حتماً له دفتر نه رخصت راواخله چې پوښتنې ته يې ورشو اوكه رخصت دې وانه خېسته ،نوچادري په سركوم اوپلار كره مې ځم. مجبوروم چې رخصت مې راخېستى وى،ځكه بيادې شيشكې سره چاګزولى شوه .
 راغلم ،له كوره مې راوويسته اورېكشه كې كېناستو .څنګه چې په دروازه ورننوتو دميرام ګل اوزماښځه سره غاړه په غاړه شوې ستاينې يې پيل كړې.
 (( ...........ښه شوه بلاوه بركت يې نه وه اهي هې هې هې اوداميرام ګل خوريې مې خداى راته وساته ايهې هې هې هې ماهغه بله شپه هم همداسي خوب ليدلى و ايهې هې هې هې هې ))
 _((..............وۍ داخو ستاددعاګانو بركت و اوهو هوهوهوهوهو......))
 زه هغه كوټې ته لاړم چې ميرام ګل پكې پروت و .اوښځه مې هلته نورو ښځوسره كېيناسته ،ميرام ګل په ويش اووۍ كې پروت و .شېبه پس لږ ارام شو. پوښتنه مې ترې وكړه چې وه هلكه !داولې اوڅه درباندې شوي ؟
 ميرام ګل په سختۍ سره مخ راواړوه ،سترګې يې دروازې ته كړې اوپه كراره يې راته وويل :
 ((داټول مې دښځې بګوې له لاسه وڅكل .......غوږ شه چې كيسه درته وكړم ،دې بګوې ته مې وويل چې لږ ې تړمې اوبه راته كېږده چې ولامبم .داخبره نه وه سم دټوپك ډزو پرې ،دكاليو ډبولو څوباړى يې راپسې واخيسته .اړخ په اړخ يې واړولم ، په لوڅې تنې مې دباندې منډه كړه ،هلته مې حوصله برابره كړه زوى مې چې سرته ولاړو اومړه، مړه يې راته كتل ،ورته مې وويل:
 هله زويه! منډه كړه هغه زماتور پلاستيكي بوټان راوباسه ..........))
 مايې خبره غوڅه كړه اوومې ويل : ((ولې ؟ په همدې يو خبره يې ووهلې ؟))
 هغه اسويلى وكېښ ،يوځل بيايې دروازې ته وكتل اوراغبرګه يې كړه:
 (( وايم يې درته ،هرڅه درته وايم .غوږ كېږده. دابګوه دڅوورځونه راپسې شله وه چې دخاله دخسر لمسي مې واده كړى ،ډودۍ ورته و كړه .ماغوږونه كاڼه اچولي و ،ځكه د كور حا لت خو مې ته ښه ګوري. بس دې خبر ې ګزك كړى واوسريې دلته راووته.
 زوى مې چې بوټان راوړل، پښومې كړل اوسقاوې ته لاړم .دازمالومړى ځل وچې زه سقاوې ته دغسل لپاره تلم. كله چې ننوتم نو نايي راته دشامپو ست وكړ. يو درې پاكټه مې ترې واخېستل، مخ په تشناب شوم .تشنابوكې تاوده تپونه ختل . دسطل نلكه مې راخلاصه كړه، تر هغې چې سطل ډكېده ،ما كالي مالي وويستل كېناستم .دوه ډولچې اېښې وې دواړه مې سطل كې غوپه كړې اوپه ځان مې واړولې .له اړولو وروسته نور په ځان پوه نه شوم همدومره چغه مې وكړه: ((وه خدايه !لولپه شوم ))
 يووخت سترګې غړوم ګورم چې روغتون كې يم .يودوه نرسان مې سرته ولاړو له خندا يې تشي په لاسونوكې نيولي و اوماته يې ويل چې هغه بله نلكه به هم دې پرانستې وه كنه . تاخو يوازې دتودو اوبو نلكه خلاصه كړې وه .
اساسي برخه: خواږه طنزونه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1260

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1249

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1405

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1902

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6124

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…