د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

بې بويه ګل

دا ګل د لويې سرۍ په سر كې وو، هره ورځ به ماشومان ورتلل له سرۍ څخه به يې غوړېدلي ګلان را شكول، خو دغه ګل ته د هېچا لاس نه رسېده، چا به اوږد لرګى ورته راووړ او چا به په ډبرو ويشت، خو دا ګل هماغسې پر خپل ځاى وو، ډېر وخت پرې تېر شو، ګل هماغسې غوړېدلى ښكارېده، خلكو به ويل، چې په دې ګل كې خامخا څه كمال شته، دا څنګه ګل دى، چې دومره وپايېده! بې بويه ګل د خلكو په هر بنډار كې ځان ته ځاى پيدا كړ، چا د سرۍ ملك با� �ه، چا يې پاچا باله او ډېرو خو بې كماله نه باله، د سرۍ نورو ګلانو چې د خلكو سترګو ته كتل چې يوازې همغه ګل ته م توجه دي، نو هسې يې په زړه كې كينه ورسره پيدا شوه، په هغه يې ډول  ډول نومونه كېښودل، ټولو ګلانو په يوه خوله نوموړى بې ګټې او بې بويه ګل باله، بلكې ځانونه يې د سرۍ تازه، ښكلي بوى لرونكي او خوښۍ بښونكي ګلان بلل او تل به يې هڅه كوله، چې ځانونه ډېر تازه او غوړېدلي وښيي.
وچكالۍ د بې بويه ګل له بخت سره نوره مرسته وكړه، ځكه نوموړې سرۍ د لويېدو پرځاى نوره هم بوچۍ شوه او نوموړى ګل يې لا سر ته راغى او بل داسې ګل پكې را ونه ټوكېده، چې د بې بويه ګل سيالي وكړي.
پخوا كه خلك د ګلانو د شكولو لپاره راتلل، نو اوس يې يوازې ليدو ته راتلل، د همغه ګل په درناوي يې ټوله سرۍ محترمه ګڼله او يو ګل يې هم نه ترې شكولو.
ورو ورو نور ګلان هم پوهه شول، چې د نوموړي ګل په وجود سره ددوى عمر هم زيات شو، پخوا به ماشومانو دا ګلان شكول، خو اوس يې په ډېره مينه يوازې تماشه كوي، بلكي هرڅوك يې سيل كوي او ددوى په ښكلي بوى خپل زړونه او ارواوې خوشاله كوي. ټولو ګلانو ته دا څرګنده شوه، چې د هغمه ګل په وجود سره دوى او ټوله سرۍ محترمه شوه.
پدې پوهه شول، چې پاچا او محترم هغه څوك نه دى، چې خپل ځان پاچا او محترم وبولي، بلكي محترم او پاچا هغه دى، چې نور يې محترم او پاچا وبولي، بله دا چې پاچايي دا نه ده، چې څوك دې مشر وي، بلكي پاچايي دا ده، چې خوشاله ژوند ولرې، نو زموږ ژوند خو اوس ښه شوى دى، نو ټولو په يوه غږ ويل، چې دا زموږ د س� �ۍ پاچا دى او هېڅ وخت دې خداى زموږ سرۍ نه بې پاچا كوي!! 
اساسي برخه: خواږه طنزونه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1260

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1249

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1405

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1902

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6124

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…