د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو
 
پښتو خوږه ده معیاري ژبه ده
دري هم ستره درباري ژبه ده
 
زمونږد اوزبکو ملیتونو ورونو
 د دوئ روانه اوزبکي ژبه ده
 
د ترکمن قام مو د وطن ګلان دي
دوئ کې  رایجه ترکمني ژبه ده
 
بلوچ  زمونږه غیرتي ورونه دي
د دوئ هم خپله  بلوچي ژبه ده
 
د پشه ئي قام چې اوسیږي دلته
چې پرې غږیږي  پشه ئي ژبه ده
 
هندوان هم زمونږه پرګنې جوړوي
د دوئ اردو ، هندوستاني ژبه ده
 
 د نورستان لوړو ښایسته درو کې
د دوئ وینا نورستاني ژبه ده
 
ایماق هم  دلته کې هستوګنه لري
ددوئ بیا خپله  ایماقي ژبه ده
 
ګجرهم ښکلی  کلالی ولس  دی 
دوئ کې روانه ګجراتي ژبه ده
 
د هزاره قوم چې ساکن دي دلته
د دوئ دري ، هزارګي ژبه ده
 
قزاقان دلته له  پخوا میشته دي
د دوئ هم خپله قزاقي ژبه ده
 
عرب ویاړلی  تاریخي ټبر دي
د دوئ سپیڅلې عربي ژبه ده
 
د قره لق په نوم هم قام شته دلته
ددغه قوم هم  خپل قومي ژبه ده
 
زموږ هیواد په توکمنو بسیا دی
هرچا ته ګرانه ولسي  ژبه ده
 
 زمونږ ویاړلي  تاریخي هیواد کې
پښتو، دري زمونږ ملي ژبه ده
 
---------------------------
سمیع الدین افغاني
 ۱۹ - ۲ - ۲۰۱۶
م ۰ کال 
اساسي برخه: شعر او شاعرې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1778

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1729

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1987

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2554

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6775

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…