د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

لاوارث / ناول

 
 
 
په تېر پسې ۱۵
کوښښ یې کاوه چې بغیرله کومې پوښتنې مې په خبرو،خبرو کې وپېژني،مګرد ډیر کوښښ باوجودیې هم ونه شو کړای چې ومې پیژني.پر ولیو یې وډبولم او پوښتنه یې رانه وکړه،چې ځان راوپېژنه؟نه مې غوښت چې زرځان ور وپیژنم لومړی مې ظاهراستاد ور معرفي کړ او ورپسې مې خیال میر ور وپېژند.مخې ته مې په ایښي ګیلاس کې همدومره چای پاتې وې چې اخري غړپ مې ترې وکړ.کمال دچایودڅښلو ست راته کوه.ما دګیلاس له پاسه لاس ایښی وو.کمال چې چاجوښ کیښود،حمیدجان اشاره ورته وکړه چې ګیلاس ور ډک کړه،کمال بیا ګیلاس راډک کړ،ددې له پاره چې بیا رانه پوښتنه ونه کړي چې ځان را وپېژنه؟څوځلې مې په زوره وټوخل او دخپلې مریضۍ بیان مې په تفصیل پیل کړ.
غوښت مې چې دی وځوروم .په دې ډول مې دخبرو موضوع بدله کړه.چې دمریضي کیسه مې خلاصه کړه.له ده څخه مې پوښتنه وکړه چې حائل کې مو اخترڅنګه تېرکړ؟ لنډې خبرې یې وکړې اوغلی شه.چې په دې پوه شه چې هسې مې په خبروتیر باسي ځان نه راښایي،پرښي مټ پورې یې کلک وسوکنډلم.زه پوهیدم که ځان ور وپېژنم نو حتماً مې چیچي.همداسې وشول،مټ مې له شرمه نه شو سولولای،دایې پخوانی عادت وو.بیایې لاس سره ټول کړ او د دوو ولیو په منځ کې یې ښه غرب راکړ،صبرځان راښایې که نه؟پوه شوم چې خیر دې نشته،ځان مې ور وښود.په سترغلیوکې یې اوښکې ډنډ شوې.له غاړې مې یې لاس چاپیر کړ کلک مې یې سر په زړه پورې ونیو.ښه شېبه مې یې سر کلک نیولای وو،چې سر مې یې پريښود،مخ مې ور واړوه پوه شوم چې یوجهان پوښتنې ورسره دي.غواړي رانه ویې پوښتي.زه هم د همدې خاطره له دومره لرې ورپسې راغلی وم،چې ډیرې خبرې ورسره وکړم.وخت څه په زین کړی اس نه دی چې دسورلی له پاره دې درته ولاړ وي، تېر وخت کله راګرځي.لومړی پوښتنه یې دمور رانه وکړه،مور خو به مې مړه نه وي؟
ــــــ خدای مه کړه، ښه روغه او جوړه ده.ډیر دې یادوي،همدایې ستر لامل دی چې زه درپسې دلته راغلم.بلهاپوښتنې یې رانه وکړې.ټکرکوټې ته راننووت حمیدجان ته یې وویل:دلعل جان دوی مېلمانه یو.که خوښه مو وي ور به شو،
ظاهر استاد:پرون مو وعده ورسره کړي ځئ چې ځو.
ــــ دلعل جان دوی کوټې ته ور روان شوو.کوټې ته چې ور ننوتو نور مېلمانه هم ډیر ناست وو.له ټولو سره مو روغبړ وکړ.بمبولا له مونږ نه مخکې راغلی وو.مجلس یې ښه ګرم کړی وو.مونږ چې کوټې ته رانږدې شو دکړسنده خنداګانو غږ اوریده کیده.دلعل جان دوی د میلمنودناستي کوټه ډیره پراخه وه. دڅنګ تکیو او قالینو یې ښکلا یو په دوه کړي وه.پرقالینو سرو اوشنو نقش شوو ګلانو ډیرخوند کاوه.له کوټې یې جوته پته لګیده،چې لعل جان دوی مېلمه پاله دي.ترمړۍ خوړولو وروسته مو ترځنډه مجلس وکړ.دشپې ناوخته دحمیدجان مصنع ته بېرته راغلو.څه شېبه مو دلته هم غورې وکړې،اوبیا ویده شوو.دحمیدجان اکثره ملګروداختردچوټیانو له امله په کارونو پیل نه وکړی.چې سحرلمونځ به یې وکړ بېرته به ویده شول.ناوخته به سبا نري ته راپاڅېدل.دسحرنهه بجې به وې چې سبانری مو وکړ.ترسبا نري وروسته حمیدجان ووت څه شېبه وروسته مونږ هم پیتاوي ته راووتو.لمر ډیرخوږلګیده.کهنټه وروسته چې حمیدجان موټر مصنع ته راننویستو.د موټر په باډۍ کې یې غټ پسه تړلی وو.کمال ورجګ شه پسه یې راکوز کړ.بمبولا ټکر ته وویل:چې چاړه تیره کړه چې پسه حلال کړو.غرمې ته به یې ینه پخه کړو. ټکر په چاړه پسې ولاړ او بمبولاهم جګ شه زړې جامې یې را واغوستې.پسه ته چې ورنږدې شه په مله یې لاس ورتیر کړ،ټکر لا د مخې چاړه په لاس کې شاه ته پټه نیولې وه.بمبولا دپسه پښې وتړلې ورویې څملاوه اوټکر حلال کړ.له پسه چې ساه وخاته،په څومینټونوکې بمبولا څرمن ترې واړوله. زر،زر یې ټکټوک کړ.ینه یې دپخلي له پاره کمال ته وروسپارله.نوره غوښه یې په یو لوی لګن کې واچوله.صدیق یې په ملګرو پسې دخبریدو له پاره ولیږه چې بیګا ته د دوی مېلمانه دي. نن دنورو ورځو په پرتله بیخي روغ وم.له حمیدجان سره مې ډیرې غورې وکړې.بېګا میلمستیا ته ډیر مسافرملګري راغلي وو.دشویمس ولسوال او یو بل عرب ملګری یې هم راغوښتی وه،چې کله یې مړۍ پر دسترخوان کیښوده.پر ټولو مې غږ وکړچې مونږ مړۍ نه خورو.ټول حیران غوندې شول.لعل جان غږ وکړ ولې یې نه خورئ خیر دی؟زوږ غوندې شه عرب ولسوال او ملګري یې هم لاسونه ونیول.ځکه یې نه خوروچې بایدحمیدجان له مونږ سره یوه خبره ومني .لعل جان ته مې خبره ورغبرګه کړه..................
نوربیا
اساسي برخه: ناولونه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1546

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1505

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1708

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2209

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6460

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…