د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

زما مينه شهيده شوه ناول/ ديارلسم څپرکی

مونږ چې ګرديز ته ورسېدو د ډوډۍ لپاره له موټره راښکته شوو ډوډۍ مو وخوړه له ځان سره مولږه ميوه او نور سامان راوخيستل مونږ اوس دتنګي وردګو په لور روان شوو دتنګي وردګو نه چې لږ تېر شي هلته مې د دوست کور و ما ويل هلته به څوشپې وکړو له هغې وروسته به د ځان لپاره يو کور په کرايه ونيسو.
زه او وړانګه په خپلو کې په خبرو بوخت وو کله کله به مو د شيشې څخه دباندې نظر واچوو وړانګې به کله يو شي ته اشاره وکړه کله بل ته هغه شى ګوره څومره ښکلى دى دا سيمه څومره ښکې ده کله به يې په هوا کې مرغانو ته پام شو کله په ونو کې ناستو مرغانوته دا ځل يې د يولوړ نښتر په سر کې دوو مرغانوته پام شو وړانګې وويل جانه اې جانه هغه د لوړې ونې په سر کې څومره ښکلي مرغان ناست دي.
په اغه دېخوا  منډه(څانګه) باندې دوه مرغان په خپلوکې يو او بل ته په خوله کې خواړه ورکوي وه دې ليدل ما مرغان ښه ليدلي وو خو وړانګې ته مې وويل نه ګرانې له مانه خو فناه دي زه په موټر کې ښي خواته ناست وم وړانګه ګڅې خواته وړانګې خپل ښی لاس زما په مټ کيښود راته يې وويل ته دمخ را ديخوا کړه هغه وينې د اولې ونې نه دېخوا ما وويل اوو، دا دی ا وس مې وليدل وړانګې وويل کاشکې جانه چې زه او ته.... سترګې يې چې پورته کړې په موټروان يې سترګې ولګيدې غلي شوه خبرې يې د پښتيني حيا له وجې نيمګړې پريښودي مونږ نوره وردګوته نيږدې وو چې په لاره کې راته امريکايي ځواکونه مخکې شول  امريکايانو پښه نيولی مزل کاوه  کله چې تنګي وردګو ته نږدې شوو په لاره کې امریکایي ځواکونو ته طالبانو کمين نيولى و.
دامريکيانو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه ونښته په موټرو کې ناستو ښځو او ماشومانو ژړا پيل کړه ,کله راکټ کله د هوان مرمۍ اوکله وړې مرمۍ راځي زمونږ سره خوا کې لږي زمونږ لږ مخکې امريکايانو په غټ موټر باندې درې څلور دهوان او راکټ مرمۍ ولږيدې ددى موټر په لږيدو سره د امريکيانو وار پار خطا شو کوم موټر چې ولګيدو ددى موټر نه مخکې د امريکيانو زغروال موټر ولاړ و په هغې کې چې کوم پوځيان ووهغې د سپرلۍ په موټر وارونه وکړل درې څلور موټريي وويشتل جنګ لږ ارام شو زمونږ موټروان  غوښتل چې ځان يوې څنډې ته کړي له هغې خوا پرې زربه وشوه موټروان يې په لومړي زربې سره ختم کړ يو ځل بيا ډزې پيل شوې په دواړو غوږونو هيڅ نه اوريدل کيدل چې يو ناڅاپه مې غږ ترغوږ شو اخ ، اخ جانه ولږيدم دى غږ راباندې زړه ارې ارې کړ.
وړانګه مې په غيږ کې راړنګه شوه ما چې وړانګې ته وکتل يو ګوزار ټټر ته لګيدلي وه وړانګه هيڅ نه ښوريده پرې نارې مې کړې وړانګې وه وړانګې ما، ما چاته پريږدې وړانګې اى ، اى وړانګې سترګې وغړوه وړانګې يو زګيروى وکړ اوويې ويل جانه، با ، بخښنه غواړم ته له ماا،ا ، ماسره دومره په تکليف شوې،وى  جانه ،وړانګه به دومره خوږو کې هم زما په غم کې وه جنګ پوره ٣ ساعته دوام وکړ جنګ قرار شو دامريکيانو لپاره چينوك الوتکې راغلى خپل مړي اوزخميان يې په کې واچول او دعامو خلکو لپاره دملي اوردو امبولانسونه راغلل ټول شهيدان او زخميان يې تر روغتون ورسول.
وړانګه يې دعملياتو خونې ته ننويستله ډاکټر ته مې ووي  ډاکټر صاحب هرڅومره پيسې دې چې په کار وي زه يې درکوم خو چې هغه ژوندۍ پاتې شي ډاکټر وويل ځوانه مرګ او ژوند زما په لاس کې نه دى هغه دا لله په لاس کې دي زه به خپله خواري وکړم نجلۍ دې څه ده؟ ډاکټر ته مې سپينه خبره وکړه ډاکټر سروخوزاوه او دعملياتو خونې ته دننه شو ماته ځمکې ځاى نه راکوو کله به د کلينيک يوسرته لاړم کله بل ته کله بۀ مې غوږو نه دعمليات خانې په دوارزه پورې ټينګ ونيول هيڅ مې زړه  صبرنه کاوه دعمليات خانې د دروازې مخې ته په دواړو پښو کښېناستم سرمې د زنګانو په منځ کې کېښود څومره مې چې ژړلى شول هغومره مې وژړل.
ډاکټر دروازه پرانيسته راته يې وويل ځوانه ژاړه مه په ژاړه څه نه کيږي دملګرې د وينه کمه ده ماورته وويل زما وينه ورسره برابره ده دهغې هم O+ ده زما هم ډاکټر وويل ډېره ښه ده راځه کله چې عمليات خانې ته دننه شوم نيږدې وه چې له خولې مې چغې وتلى واى خو ځان مې سره کلک کړ ډاکټر وينه رانه واخيسته زه يې بيا د باندې راوويستم د لږ ځنډ څخه وروسته ډاکټر راووتو په سترګو کې يې اوښکې وې لومړى خو يې څه نه ويل.
خو چې کله ماورته وويل ډاکټر صاحب دخداى په خاطر ولى غلى يې ولى څه نه وايې په هغې خو به څه نوي شوي ډاکټر صاحب،  ډاکټر صاحب هيله کوم ډاکټر وويل ځوانه ما ډېره خواري وکړه خو، خو مينه دې شهيده شوه! هغې دوه ځلې نارې کړې چې جانه! وه جانه! راشه چې وروستی ديدن خو دې وکړم او روستۍ چيغي سره يې غږ په ستوني کې بند شو کله مې چې وليده ساه يې ورکړې وه ډاکټر مې له مخې لرې کړ په عمليات خانې مې ورمنډه کړه نارې مې کړې وړانګې اى وړانګې دادى زه راغلم وړانګې سترګې پرانيزه.
بيلتونه کور دمولى ړنګ کړه
په نور خلکو ورانوې ودان کــــــــــورونه
جانان مې مړ شو زه ژوندى يم                                       باقي ژوندون به خدايه څــنګه تيرومه
يارمې ، دخاورو مسافر شو                                                                      مانه يې واخيستل په دې دنيـــــا لاسونه                                 مرګيه ډير تلورا د وکړو
ديار په زړه کې خـــــــــولا ډېر وو ارمانونه                                                                .
ډاکټر صاحب له اوږې ونيوم دوړانګې نه يې راپاڅولم بلې کوټې ته يې بوتلم موبايل يې رانه واخيست راته يې وويل ورور د څه نوميږي ما ورته د ورور نوم واخيست زما ورور نمبريې په مبايل کې راوړاوه هغه ته يې تليفون وکړ زما په ګمان چې ورور به مې غږ پرې کړى وي چې هلو حميده له دې خوا ډاکټر ځواب ورکړ بخښنه غواړم حميد نه يم دکابل              کلينيک څخه درسره ډاکټر خبرې کوم ورور مې ترې پوښتنه وکړه څه خبره ده.
ډاکټر ځواب ورکړ چې وروره خفه کيږه مه دحميد مينه شهـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــيده شوه! کابل                                                    کلينيک ته ځان راورسوه موبايل يې بيرته ماته راکړ ماغوښتل چې وړانګې ته ورشم خو ډاکټر نه پريښودم ما چې هر څومره زارى ورته وکړې زما زارى يې ونه منلې د ماخوستن اووه بجې وې چې زما ورور همداشان د شهيدې وړانګې ورور زاهد راغلل ورور مې چې زه خفه او زما په سترګو کې اوښکې وليدې رامنډه يې کړه په غيږ کې يې کلک ونيوم ما زاهد او ورور چې ټوله شپه په ناستي تېره کړه هيڅ خوب يوه هم ونه کړ سبا سهار دکور په لور روان شو کورته چې ورسېدو کوم ورور مې چې کور کې پاتې وو خپل خپلوان يې ټول خبر کړي وو زاهد غوښتل چې وړانګه خپل کور ته يوسي خو ما ورته وويل:
زاهده پلار دپه ژودون نه غوښتل چې دوړانګې مخ وويني نواوس چې شهيده ده اوس يې ولى ورولم زه نه غواړم چې پلار د وړانګه وويني زاهد بيا وويل خير په خپله پلارنۍ هديره كې به قبر ورته ووهو مابيا ورته وويل زاهده وړانګه زما ده ماته موسپارلې وه زه غواړم چې په خپله هديره کې کې يې خاورو ته وسپارم زاهد هم راسره ومنله دمازديګرڅلور بجې وې چې د وړانګې مور راغله هغه تراوسه زاهدنه وه خبره کړې کله يې چې په شهيده وړانګه سترګې ولګيدې په ژړاه يې پيل وکړ.
وړانګې لورې ! اى وړانګې لورې سترګې پرانيزه مور د سر ته ولاړه ده وړانګې دا چا داسي  وکړل دا کوم ظالم په وينو کې لمبولې يې وړانګې مور سره په خوا کې زاهد هم ولاړ وو زاهد ژړل نه خو خداى خبر چې دده  په زړه کې څه تيريدل يو ناڅاپه راولويد بې هو شه شو زاهد مو زر روغتون ته ورساوه هر کله چې په هوش راغلو زر بيرته راغللو د وړانګې جنازه يې واخيسته د وړانګې همزولو وړو او زړو ټولو کريغې او نارې وهلې جنازه يې چې له کوره وويسته ما ته وړانګې هغه سندره راياده شوه چې ماته يې په ليک کې ليکلي وه.
ـ اى هى يار مانه وړي
زما دلدار مانه وړي
زړګى مې چوي زما دخوږ زړګي قرار مانه وړي

وړانګې خپله ژمنه پوره کړه چې ويل يې جانه ستانه بغير به زما د خاوند په نوم بل څوک ياد نه شي.
پای

اساسي برخه: ناولونه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1546

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1505

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1708

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2209

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6460

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…