د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

زما مينه شهيده شوه ناول/ دوولسم څپرکی

مور مې خبره داسې پيل کړه حميده زويه کله چې مونږ هلته ورسېدو له ښه راغلاست او ستړي مشي څخه وروسته کله چې ما دوړانګې غوښتنه ستا لپاره وکړه لومړى خو دوړانګې مورهيڅ ځواب نه راکاوه خو لږ وروسته د وړانګې مور او زاهد دواړه د باندې لاړل او زر بيرته راغلل زما په ګومان چې دوي په خپلو کې کومه مشوره سره کوله د وړانګې مور رحمت بي بي وويل وبښى خورې چې تاسې خفه نه شى ما خو وړاندې درته وويل چې حميد دخپل زوي زاهد غوندې راباندې ګران دى خو زه مې اوس لور نه شم درکولى نه درته  آ او نه درته هو ويلى شم زما زړه صبر ونه کړ مور ته په خبرو کې ورولويدم ورته مې وويل مورې تا پوښتنه ورنه ونه کړه چې علت يې څه دى.
هو او نه ځواب ولى نه شې راکولى؟ مور مې وويل زويه ته خو لږ خبرې ته وار کوه همد ې  خبرې ته زه راځم ما وويل سمه ده مور مې وويل حميده زويه ما ورته وويل چې اوس ولى دهو او نه ځواب نه شې راکولى د وړانګې مور رحمت بې بي وويل ځکه مونږ اوس د آ اونه ځواب نه شو درکولى ترڅو اغه دوړانګې پلار له کابله راغلى نه وي کله چې دوړانګې پلار راغى مونږ به  خبره سره شريکه کړو د هو او نه ځواب بۀ کورته دروليږو مور يې وويل ما هم نوره ټينګار ورسره ونه کړ مور مې چې خبرې پاى ته ورسولې ما هم د ارامۍ ساه واخيسته ومې ويل شکر خدايه که  آ يې ورته نه دي ويلي.
نو نه يې هم ورته نه دي ويلي ګوندې د زړه ارمان مې پوره شي ځکه دنيا په اميدخوړل کيږي شپې او ورځې تيرېدې زما فکر به تر ډېره د وړانګې  سره وو او هيڅ نه پوهيدم چې څه وکړم دمور راتګ څخه مې پوره يوه اونۍ تيره شوه خو دوړانګې دکور نه د هو او نه ځواب رانه غى زما په فکر کې هميشه، په پرلپسې ډول دوړانګې نوم ،د وړانګې خيال ،دوړانګې د مخ انځور نږدې والى او لرې والى ګرځي خداى شاهد دى چې زه دوړانګې سره څومره مينه لرم خو نه پوهيږم چې دغه مينه بۀ زما په نصيب شي کنه د وړانګې تصوير به مې هميش په زړګي پورې کلک نيولى وو .
څومره به چې زه د خپلې مينې دګرانې وړانګې دخپل ځان په فکر کې وم همدومره به راسره دپلوشې غم هم وو په اونۍ کې بۀ مې دوه درې ځلې اړيکه ورسره نيوله دپلوشې عبدالله دعبدالله مور امنې ادې سره به مې هم خبرې کولې خو ډېرې خبرې به مې له زاهد سره وې دپلوشې دواده په اړه نن مې بيا په موبايل کې دپلوشې نمبر رواړوو او داوكې کولو څخه وروسته کله چې زنګ تېر شو له دويم زنګ له تيردو څخه وروسته پلوشې تليفون پورته کړ پلوشه زياته خوشاله معلوميده ساه يې ډوبه ، ډوبه کيده ما ترې وپوښتل پلوشې څنګه د ساه داسې ډوبه ،  ډوبه کيږي پلوشې په بنده بنده ژبه  وويل حميده وروره اغه ، اغه ده ، زه ، زه  خپل مطلب ته ورسېدم ما خپله مينه تر لاسه کړه دا، دا ټول ستا برکت که ته نه وى خداى خبر چې زه بريالۍ کيدم .
ما او پلوشې ډېرې خبرې وکړې اړيکه مې ورسره پرې کړه څنګه چې ما اړيکه پريکړه هغه لنډۍ خولې ته راغله چې.
نصيبه وسوزې يره شې
تنديه مات شې په تايې څه ليکلي دينه                                                                     .
پلوشه څنګه زر خپلې مينې ته ورسېده زما څنګه نصيب دى زما په تندي يې څه ليکلي دي زه يو ځلې بيا فکرونو په مخ کړم له خپله ځانه مې پوښتنې شروع کړې وې هغوى تراوسه نه د هو او نه دې نه ځواب راکړ علت يې څه دى؟ ايا دوي نه غواړي چې وړانګه دې زما په نوم ياده شي ؟ ايا دوي نه غواړي چې زما اود وړانګې د زړه ارمان پوره شي؟ ايا د دوو زړونو پيوند بد کار دى؟ زه تر ډېره په همدې کش مکش کې وم په هيڅ نه پوهيدم چې اخير څه وکړم زړه مې نور انتظار نه شو کولى او وړانګې نمبر مې په مبايل کې راواړه اوکې مې کړ، دمبايل دځواب په انتظاروم
الو! الو! وړانګې غږ ډېر خوږ راباندې ولږيده هغې وويل سلام عليکم! ما وويل وعليکم السلام هغې څه ويل خو خبره مې ترې ونيوه ورته مې وويل دا ولې ؟ ولې دمور داسې وکړل ؟اغې، اغې خو هيڅ ځواب راونه ليږه پلار دې نه دى راغلى که ولى ځواب نه راليږې؟ وړانګې ووي جانه زه څه وکړم زه نه پوهيږم چې هغوى ولې داسې کوي پلار خو مې دهمغې ورځې په سبا راغى ،ما وويل مور او ورور
د خبره ورسره شريکه کړه کنه؟ وړانګې وويل جانه مو راو زاهد خو خبره ورسره شريکه کړه خو، خو پلار مې هيڅ ځواب ورنه کړ نه پوهيږم چې پلار مې ولى داسې کوي . وړانګه تر ډېره غلې وه ما وويل ګوره وړانګې په يواځې ځان څه نه کيږي ته هم لږ څه وکړه چې داځل مور دروليږم چې نا ونه وايې وړانګې وويل جانه ته خو پوهيږې چې په پښتنو کې جينۍ دا ډول کار نه شي کولى زه به څه وکړم زه خو هيڅ نه شم کولى ما وويل ګرانې وړانګې په ما کې څه غلطي ده اغوى ولې داسې کوي ؟اغوى ، اغوى ځواب ولې نه راکوي ؟ګوره وړانګې زما واده بغير له تانه د بل چاسره ګران دى زه له تاسره مينه لرم زه دومره مينه درسره لرم چې دخپلې مينې او ستا ستاينې الفاظ نه لرم زه ، زه ...... خو وړانګې خبره راپرې کړه جانه ته مه ورخطا کيږه هرڅه به سم شي ما وويل وړانګې ما ، ما څه ورخطايي کړې.
اى! هى جانه نه پوهيږم چې ته ولې داسې غږيږې ما لومړى ځل درته ويلي چې ستا نه بغير په دنيا کې زما د خاوند په نوم هيڅوک ياد نه شي پوه شوې کنه ما وويل وړانګې ګرانې هغه به هم ښايسته ورځ وي چې ستا دسمال يې راوړى وي دې خبرې سره وړانګه غلې موسکۍ شوه څه يې ونه ويل پښتنې حيا اجازه ورنه کړه چې څه يې ويلي واى ما بيا وويل وړانګې زه ، زه غواړم چې مور مې بيا په مرکه دروليږم.
ستا څنګه خوښه ده وړانګه يو څو شيبې له حيا غلى وه بيا يې وويل جانه زه ، زه به په دې کې څه ووايم
ته دې خپل زړه ته ګوره.
ما وويل زما خوداسې خوښۀ ده چې يوځل بيا مرکه درليږم ځکه پښتانه ټول داسې دي چې په لومړي ځل چاته خور لور نه ورکوي.
خوګوره که دا ځل هم ونه شي زه به ليونی شم زما زړه به پړک وچوي، د وړانګې زړه خفه شو هيڅ يې ونه ويل يو اوږد اسويلى يې وکړ ما وويل ګرانې بخښنه غواړم خفه مې کړې خفګان مې درورساوه وړانګې وويل چپ، چپ جانه داڅه وايې ته له مانه بخښنه غواړې .
دا خو هيڅ خبره نه ده
ما وويل ځه خيردى هر څه بۀ خداى اسانه کړي.
وړانګې وويل جانه زه ، زه له تاسره مينه لرم  ما هم وويل وړانګې زه هم له تاسره مينه لرم
ما به چې هرڅومره زياتې خبرې له وړانګې سره کولې هغومره مينه به مې له وړانګې سره زياتيده زړه مې نه غوښتل چې يوه شيبه هم ترې لرې شي. ما چې کله اړيکه پرې کړه سيده لاړم دمور کوټې ته مور ته مې بيا د وړانګې دغوښتلو وويل مور مې هم راسره وومنله هيڅ يې ونه ويل يواځې دومره يې وويل چې نه پوهيږم چې دوړانګې پلار نه دى راغلى که هغوى ځواب ولى راونه ليږه.
په مور باندې زه سخت ګران وم زما هيڅ خبره يې ځمکې ته نه غورځوله هره خبره به چې ما وکړه مور به راسره منله تراوسه يې نه نه دي راته ويلي خداى دزما مور ته اوږد عمر ورکړي ما باندې شپې او ورځې ډېرې په سختۍ سره تيريدې نور مې انتظارښه ونه بله مور ته يې يو ځل بيا وويل مورې څنګه په مرکه  نه ځې مور مې وويل زويه ځم زما هم له ياده نه يې وتلى دهمغې ورځې په  سهار مې مور ځان تيار کړ چې په مرکه لاړه شي خو په کور کې مې نور وروڼه نه وو هغوى ټول سهار وختي له کوره وتلي وو ما ددې لپاره چې مور مې پاتې نه شي ماورته وويل مورې دپاخه سړک پورې به زه درسره لاړ شم له هغې وروسته خو په  خپله هم تلى شي مور مې هم خبره راسره ومنله زه مخکې شوم .

کوچنۍ خور او مور مې راپسې شاته روانې وې کله چې پاخه سړک ته ورسېدو مور او کوچنۍ خور مې د وړانګې کورته روانې شوې        زه بيرته راستون شوم په لاره چې تلم کله کله به پښه نيولى شوم ماويل راځه تر هغې همدلته کښېنه ترڅو چې مور او کوچنۍ خور بيرته راغلې نه وي .
کله به  روان شوم کله به ودريدم په ارام سره کور ته راورسېدم زمونږ په کور کې دتوت يوه لويه ونه وه دتوت ونې لاندې مې کټ واچوه د مور او کوچنۍ خور راتلو په انتظار کښېناستم زه دمور او کوچنۍ خور په انتظار وم چې اوس په څه ډول خبر راوړي چې يو کارغه راغى دتوت ونې په سر کې کښېناسته په کاغ کاغ يې شروع وکړه  زه چې کوچنۍ وم د زړو ښځو نه مې اوريدلي وو چې کارغه د بدو زيرۍ راوړي خداى خبر چې هرڅه ډول  وې خو ماا وريدلي ول ښه راباندې ونه لګيده پاڅيدم تيږه مې واخيسته ګوزار مې پرې وکړ دتوت ونې څخه  والوت په ديواله کښېناستو زه بيا پاڅيدم له ديواله نه مې هم پسې واخيست پنځه شپږ دقيقې نه وې تيرې چې بيرته بيا راغى ډير نل سترګى و زه ستړى  او مجبور شوم چې انګړ پريږدم او کوټې ته لاړ شم ترڅو دکارغه مردار غږ وانه ورم په کټ کې اوږد وغزيدم هيڅ مې فکرنه بدليده د وړانګې تصوير مې رواخيست يو دوه ځلې مې ټينګ په زړه پورې ونيوه بيا مې رالرې کړ.
سترګو ته مې مخامخ ونيوه دوړانګې له تصوير سره مې خبرې شروع کړې اوله خدايه مې دا سوال کاوه چې اې خدايه ما او دغه وړانګه چې مايې اوس تصوير مخ ته نيولى له يو بل څخه مه بيلوه خدايه که بې ځايه خبره نه وي زما او دوړانګې روحونه سره جوخت کړه خدايه ستا په اشاره تل پاتې کيداى شي خدايه موږ مه بيلوه، خدايه مونږ دواړه يو ځاى ولره مالا دعا  پاى ته نه وه رسولي چې مور مې کوټې ته را دننه شوه ورته مې وويل مورې ستړي مشې په خير راغلې مور مې وويل زويه خير يوسې مور مې داځل لږه پريشانه  معلوميده  ستړي هم زياته وه څه مې ورته ونه ويل دمور چې ښه دمه جوړه شوه ترې و مې پوښتل مورې خوشاله راغلى يې که خفه مور مې غلي شوه څه يې نه وويل زه پوه شوم چې نا يې ويلي خو بيا مې هم مور ته وويل، مورې ومورې ، مور مې چې خوله يې خبرو کولو ته جوړه کړه څه يې نه شو ويلى ما ووېل مورې څه خبره ده خبرې ولې نه کوې راته ووايه چې څه يې ويلي مور مې وويل زويه نوره جينۍ هم ډېرې دي داسې ښايسته جينۍ به درته وکړم چې وړانګه به دې هيره شي ما وويل مورې هيله کوم .
چې د وړانګې په اړه څه مه وايه د وړانګې سره څوک په ښايست کې کې نه شي سميدی دوړانګې نه بغير زه يوې نجلۍ سره هم واده ته تيار نه يم ماته خبره وکړه چې هغوى څه ويلي مور مې وويل زويه دوړانګې وروڼو دوړانګې مور خوښه وه خو چې کله يې خبره پلار ته ورسېده هلته د دوي په مخ کې خو يې څه راته ونه ويل دهغوى نه يې ګوښي کړم راته يې وويل وړانګه پسې نن راغلې يى بيا چې راشې په لاس دې نيسم په کومه چې راغلې يې په هغې به ځې پوه شوې اغه  مې رحيم ګل  اکاته ورکړې پوه شوې که نه خوګوره چې دا خبره دې دخولې بهر نه شي ،
چې وړانګه يې رحيم ګل ته ورکړې دا معامله ما او رحيم ګل په پټه کړې هيڅوک پرې خبر نه دي پلار يې دومره ظالم انسان دى چې د پيسو په مقابل کې يې څوارلس کلنه لور وړانګه رحيم ګل اکا ته چې دوه ودونه لري هم ، خو خداى يوزوی هم نه دې پرې لور ولی هغې ته يې ورکړې خدايه داسې پلار چاته  مه ور کوې،
ما وويل مورې دا، دا، ته څه وايې ، وړانګه زما ده وړانګه بغير له مانه د بل چانه شي کيداى وړانګه زما ده زه همداوس ځم چې وړانګه خبره کړم مور چې راپسې نارې کړې حميده زويه اې ، اې حميده زويه له ځانه ليونی مه جوړوه نوره نجونې خو څه کمې نه دي ولې له ځانه ليونی جوړه وې خو ما د مور خبرو ته غوږ کينښود دباندې راووتم وړانګې ته مې تليفون وکړ وړانګې سرله واره وويل جانه بخښنه غواړم پلار مې ډير ظالم دى پوهيږم چې بيا به يې ورته نا ويلي وي خو جانه زما ژمنه ژمنه ده زه په خپله ژمنه ولاړه يم ما وويل وړانګې ، وړانګې ګرانې غلطي ستا نه ده زه پوهيږم چې ته،ته په خپله ژمنه ولاړه يې خو، خو اغه ، اغه پلار دې ژمنې پوره کولو ته نه پريږدي.
پلار دې مخکې له دې چې ته يا ستا کورنۍ خبره شي ته يې په پټه هماغههه، هماغه لعنتي ته ورکړې يې وړانګه په ژړا شوه تر ډيره يې وړې وړې سلګۍ کولې ما ورته ډاډګيرنه ورکړه چې زه هم زاهد ته تليفون کوم ورته وايم چې زه له وړانګې سره مينه لرم د وړانګې نه بغيرژوند نه شم کولى ته هم ورته ووايه چې زه هم دحميده سره مينه لرم کيداى شي چې زاهد ما او تاسره مرسته وکړي وړانګې وويل دا څنګه کيداى شي چې په دې کار کې زاهد زما سره مرسته وکړي .
ماورته ووې وړانګې کوم کار چې ستا پلار او رحيم ګل کړى په دې باندې هيڅوک خبر نه دي که خبر هم وي په دې باندې څوک باور نه کوي وړانګې راسره ومنله ما چې له وړانګې نه اړيکه پرې کړه سمدستي مې زاهد ته تليفون وکړ زاهد وار له واره وويل سلام بچو د چا حال احوال هم نه اخلې ما په قراره وويل زاهده  له دې خبرو به تېر شو اوس مې تليفون ديو سوال لپاره کړى هيله کوم چې اول دخداى په دربار او بيا ستا په در  منظور شي.
زاهد وويل حميده دا څه ډول خبرې کوې ما وويل زاهده خبرې به لږې ترخې وي ستا لپاره خو داخبرې د وړانګې او زما ژوند ژغورلى شي زاهد وويل ستا په مطلب پوه نه شوم ما وويل زاهده زه ، زه غواړم چې دوړانګې سره واده، واده وکړم پلار ظالم دې وړانګه رحيم ګل اکا ته ورکړې خو نور څوک پرې خبر نه دي ته کولى شې چې له ماسره مرسته وکړې
زاهد وويل زه له تاسره هيڅ مرسته نه شم کولى تاته د هغې مړه کيدل او ژوندي پاتې کيدل هيڅ مهم نه دي پوه شوې کنه زما زړه راډک شو ومې ويل کاشکې چې همداسې واى چې دوړانګې ژوند او مرګ ماته مهم نه وى خو، خو اوس ما او وړانګه له دې بلا نه خلاص کړه زاهده هيله کوم زاهدوويل ته څه خبر يې چې وړانګه له تاسره مينه کوي دکومې خوا غږيږې .
ما وويل زه ، زه پوهيږمه زاهده وړانګه ، وړانګه هم همداغواړي ته، ته له هغې نه هم پوښتنه کولى شې زاهد يو دم غلى شو په ارامه يې وويل ته چې دومره کلک يې زه به دهغې نه پوښتنه وکړم که ريښتيا داسې وه زه کوم مخالفت نه لرم ماوويل زاهده ډېره مننه خير يوسې دخداى په امان زاهدهم وويل دخداى په امان ما يو ځل بيا وړانګې ته تليفون وکړ او ددې خبر زيرې مې پرې وکړ اوس زه تر ډېره په دې فکر کې وم چې زه به د وروڼو سره خبره څرنګه شريکه کړم پوره يوه اونۍ تېره شوه خو زاهد له خوا کوم خبر رانه غی زړه مې ډېر بې صبره و  وروڼو راته وويل ته لږ صبر وکړه  چې د زاهد دوي کورنۍ نه څه ډول خبر راځي بيا مونږ پوه شه او کار مو  ته ترې خلاص يې.
خو ما بيا هم د وروڼو خبره ونه منله وړانګې ته مې تليفون وکړ او هغې ته مې دليدو وويل چې نن شپه بايد ما او تا خامخا سره ووينو وړانګې ووي سمه ده په داسې وخت کې راشه چې دکورنۍ ټول غړي مو ويده وي لږ ناوخت راشه دماښام اذان چې وشو مور ته مې وويل مورې زړه مې خفه دى غواړم چې نن شپه دماماګانو کره يوسم مور مې وويل زويه اوس ناوخته دى لارې هم خرابې دي اوس څه غواړې سبا ته به لاړ شې ماوويل نه مورې په زړه مې بوج بيخي زيات  دى ګوندې هلته لږ کم شي مور مې وويل ښه لاړ شه خو د ورور نه دې موټر سايکل واخله په هغې لاړ شه لږ به زر ورسيږې.
ما وويل نه مورې همداسې په پښو ځم پام به مې هم غلط شي مور مې په  نه زړه راسره ومنله او روان شوم هلته چې ورسېدم ډېر په ويريدلو قدمونو حجرې ته دننه شوم ښه و  بخت مې  بيدار و په حجره کې هيڅوک نه وو په برنډه کې کښېناستم زه ډېر ويريدم ما ويل هسې نه چې زاهد دګاونډيانو حجرې ته تللى وي دهغې خوا راباندې رانه شي. دڅو دقيقو انتظار څخه وروسته وړانګه راغله په لومړي ځل يې چې په ماسترګې ولږيدې لږه پښه نيولي شوه ځکه توره شپه وه څه سم نه ښکاريدل ماغلى ورغږ کړ وړانګې زه يم راځه ماتر ډېره وړانګې ته او وړانګې ماته کتل ما په ټوکو وويل اى  بې وفا زه لا تراوسه ستا په يادونوکې خپلې ورځې شپې او شپې ورځې کوم لاتراوسه مې ستا ښکلى انځور چې ترابده به مې دزړه په سپينه پاڼه انځوردي نه دى پاک کړى.
وړانګې ژوره ساه واخيسته او ويې ويل ستا هره خبره په مه ښه لږي زه خوستا په خبرو نه مړيږم ته چې څه وايې وايه يې زه په خپله ټوکه باندې پيښمان شوم وړانګه مې په زړه پورې ټينګه ونيوه وړانګې وويل جانه په ما دځانه زيات باور ولره د ژوند هيڅ ډول ستونزې به ماله تانه بيله نه کړي ، وړانګې په غيږ کې دومره مينه دومره وفا او دومره صداقت و چې زه یې په خپله کړې خبره پښمان کړم چې مادې له هغې سره دا ډول ټوکه نه وای کړې ما ددې لپاره چې دوړانګې خفګان لرې کړم ما وويل وړانګې ګرانې تا دزاهد سره خبره شريکه کړه که نه ،
هغې ووې ولې نه ما چې هغې ته خبره وکړه په لومړيو کې خو غلی و وروسته يې راته ووې خورې ته مه خفه کيږه زه ستا ترڅنګ ولاړيم وړانګې بيا وويل مور مشر ورور او زاهدزما په طرف ولاړ دي پلار مې ګوښی دى ما وويل وړانګې که خداى کول زه او ته کامياب يو ماوړانګې ته ووي نوره ځه کور ته لاړه شه شپه سبا کيدوته په نيږدې کيدو ده وړانګې د رخصت لپاره لاس راوږد کړ ماتر ډېره د وړانګې لاس په لاس کې نيولى و چې زاهد راباندې راغى زه او وړانګه دواړه سخت وويريدو او وړانګې په مخ کې خو وينه نه وه رنګ يې تک زيړ واوښت خو چې کله زاهد ستړي مشي راکړه راته ويې ويل ويريږى مه ما ستاسو ټولې خبرې واوريدې بيا وړانګه چې څنګه له کوره راووته زما ورته پام شو زه پسې راووتم ما وويل چې راځه ته اوګوره چې وړانګه څه کوي او چيرې ځي د وړانګې رنګ نور هم زيړ شو ستونې يې وچ و هيڅ يې نه شول ويلى.
زاهد وويل چې پلار ته مې چې هر څومره وويل هغه ونه منله پلار مې په خپله خبره ټينګ ولاړ دی.
زاهد وويل حميده زه يو تصميم لرم چې زه به يې له تا سره شريک کړم ته به يې په کور کې وروڼو ته ووايې چې ستا وروڼه څه وايي دغه تصميم ما، مشر ورور او مور مې نيولى مونږ داتصميم لرو چې ته او وړانګه دواړه کوم بل ولايت ته ديوڅه وخت لپاره لاړ شى  هر کله چې خبره حل شي بيا به بيرته راشى ته به دا خبره وروڼو ته وکړې که درسره وه يې منله ما ته به تليفون وکړې جامې او داسې نور ضروري سامان به درسره واخلى او سړک ته به ځان راورسوې ما اووړانګې چې دا خبرې واوريدې مونږ هيڅ دا باور نه کاوه چې دا خبرې به زاهدکوي د زاهد نه يې په سترګو سترګو کې مننه وکړه په بيړه دکور په لور روان شوم دا چې لږه تياره وه او بل  خداى خبر زه به په کومو فکرونو کې روان وم چې د اوبو ډنډ ته مې پښه وروښوييده او ډنډ ته وغورځيدم ترنيمايي نامه پورې اوبه راغله ډنډ په تل کې ډېرې سريښ ناکې خټې وې په ډېره سختۍ له اوبو څخه راپورته شوم يوبوټ مې هم په اوبو کې پاتې شو.
کله چې راروان شوم داسې معلوميدم لکه ګوډ چې په لاره راروان وي ځکه يوه پښه کې مې بوټ و  اوپه بله کې نه و ريښتيا ده چې يو بوټ دې پښو وي او بل نه سړى داسې معلوميږي . لکه ګوډ چې په لاره روان وي ما هم په بيړه د بوټ مزى خلاص کړ هغه بل بوټ مې همغلته پريښود تورې پښې د کور په لور راروان شوم د سهار اذان نه مخکې کورته ورسېدم دروازه مې چې وليده بنده وه په بيړه مې دوه درې ځلې ووهله د لږ ځنډ څخه وروسته مې مور دروازه بيرته کړه مور مې دومره په بيړه راغلې وه چې د ټکري يوه پيڅه يې په سر وه او بله په ځمکه ښوئيده مور چې زه تورې ( يبلې)پښې په اوبو لوند خيشت او په خټو ککړ وليدم نارې يې کړې زويه دا چا داولې ، ولې تورې پښې راغلې ولې، جامې لندې خيشتې او له خټو ککړې دي زويه کوم ځاى به دې خوږ نه وي؟ د دوي لاسونه مات کړې مور ماته دخبرو وار نه
راکوو ما وويل مورې ومورې نه خو ماته هم غوږ کيده زه روغ اوجوړيم او يو ډنډ کې ولويدم مور مې وويل نه نه دا په ډنډ کې نه يې لويدلى خامخا چا درته څه ويلي دي د اوبو په ډنډ  کې چې لويدلى يې بوټان دڅه کړل مور مې چې کله ښه ارامه شوه ما ورته ټوله کيسه وکړه ورته مې وويل چې وروڼه مې لمانځه ته پاڅيدلي که نه مور مې ووي پاڅيدلي په کوټه کې دي ته راځه اول جامې بدلې کړه بيا به له هغوى سره ووينې ما هم دا ښه وبلله جامې مې بدلې کړې دمور کوټې ته راغلم وروڼوچې زه وليدم راته يې وويل ته خو ماماګانو کره نه وې
تللى ما وويل تللى وم وروڼو مې وويل نو بيا څنګه دومره وختي راغللې ماورته ټوله خبره وکړه چې زاهد د زاهد مور همداشان د زاهدمشر ورور په دې خبره سلا شوي چې ته او وړانګه ديو څه وخت لپاره بل ولايت ته لاړ شى مونږ بۀ دلته خبره حل کړو بيا به راځى وروڼو مې چې دا خبره واوريده زياته يې خوښه شوه مشر ورور مې لږ غلى شو زما خوښۀ ده خو په يو شرط ما وويل هغه کوم شرط  دى وروره هغه وويل هغه دا چې که وړانګې وروڼه يو ليکلى خط مونږ ته راکړي چې په هغې کې ستا، دوړانګې، د زاهد ،د زاهد دمشر ورور امضاء يا ګوتې لګيدلې وي ما وويل وروره اوس په دې څه کوې ورور مې ويل حميده ته لا وړوکى يې دومره خبرو باندې نه پوهيږې هسې نه چې وروسته بيا کومه لانجه راته جوړه کړي ما هم ورسره ومنله زاهدته مې تليفون وکړ او  د ورور شرط مې ورته وړاندې کړ زاهد نه او نو ونه کړ راته يې وويل تاسو چې راځى ما به  هرڅه ليکلي وي زما امضاء ، د ورور امضاء همداشان دمور ګوته به پرې لګيدلي وي صرف چې تاسو راشى امضاء په کې وکړى او ليکلى خط درسره واخلى مور مې جامې راته تيارې کړې يو ښه غټ بکس يې راته برابر کړ يو څو پيسې يې راکړې زه چې روان شوم تر دروازې پورې مور هم راسره راغله مور چې رخصت راکوو لومړى يې په دواړه مخه ښکل کړم بيا يې رخصت راکړ دمور په سترګو کې مې ډنډ اوښکې ولاړې وې لاسونه يې هواته پورته کړي وو شونډې يې رپيدلې او دعا يې کوله درې واړه په موټر کې سپاره شوو دزاړه کلي په لورې روان شوو کله چې سرک ته ورسېدو زمونږ څخه دمخه زاهد، دزاهد مشر ورور  او وړانګه په انتظار ناست وو.
مونږ چې څنګه له موټره ښکته شوو ستړي مشي څخه وروسته زاهدسمدستي ليکلى خط زما ورور ته ورکړ لومړى يې له ځان سره ولوست بيا يې خپله امضاء زما امضا هم په کې وکړه او جيب کې يې کيښود زاهد ،د هغه مشر ورور اومور ګوتې پرې لږيدلي وې زاهد ووي نور دلته ستاسو معطل کيدل ښۀ کار نه دى مونږه وړانګه دکورنه دناروغۍ په پلمه رايستلې هسې نه چې پلار پرې خبر نشي ما او وړانګې د زاهد نه په سترګو کې مننه وکړه د وړانګې په سترګو کې اوښکې ډنډ ولاړې وې ما چې زاهد ،د زاهد مشر ورور همداشان خپلو وروڼو ته وکتل د دوي سترګو کې هم اوښکې ښکاريدې ده هم مخکې له مخکې دموټر غم خوړلى و مونږ موټر کې سپاره شوو له دعا ويلو نه وروسته مونږ حرکت وکړ دوي تر ډېره همغلته ولاړ وو.

اساسي برخه: ناولونه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1780

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1731

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1989

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2555

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6775

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…