د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

زما مينه شهيده شوه ناول/ لسم څــپرکی

د وړانګې سره مې دا څو شپې ډېرې ښې تيرې شوې هيڅ په ځان نه يم پوهيدلى چې دا درې څلور ورځې څنګه تېرې شوې لکه يو ساعت داسې ، شپې وې چې د ژوند ټولو خوږو اوترخو نه ماته زياتې بختورې وې، نن هغه سهار راغى چې وړانګه به بيا رانه دخوست د ښکلې سيمې په لور يوسي خو مګر افسوس چې دا ښکلى سلوک ،او د زړه رپيدل      پاى ته ورسيدل ، د سترګو جنګ خلاص شو، دوړانګې په هره خبره کې هرڅه وو اررزو وه ، مستي وه ، ځواني وه، هيله وه ، جذبه وه ، فکر او خيال وو ، مينه وه او بيا هم مينه ،
خدايه تا په دنيا کې هر څه پيدا کړي تاسره ديو شي کمی هم نشته ،خو يو شى کم دى، خدايه چې مينه د راليږله خدايه چې عاشقي د راليږله خدايه نو بيلتون د بيا ولې راليږه بيلتون د زړه سمسور باغ په خزان وهلي باغ بدلوي ،بيلتون د زړه په سمسوره دښته په شنه اسمان ګلۍ اوراوي ،

بيلتونه کور دې نغرى شه
چې پښتانه درباندې باندې کړي ديګونه

د سهار٧:٣٠ اوو نيمې بجې وې چې زاهد وويل حميده که خوښۀ مو وي نوره بۀ مونږ لاړ شو ماوويل چې زما په خوښې پورې به اړه ونه لري خوښۀ وړانګې ته ورکړه، که وړانګه روغه وي لاړ بۀ شئ که روغه نه وي يو څو ورځې ايسار شئ، ما دا خبره ددې لپاره وکړه چې وړانګه ګوندې ووايي چې يو څو ورځې د نور هم دلته پاتې شو خو له وړانګې نه زاهد په ځواب کې مخکې شو او وويل وړانګه چې ګورم اوس روغه ده ، ماله ځانه سره ووې ظالمه څه خبر يې اوس خو خود هم روغه ده خو چې کله يې خوست ته ورسوې کورته له خيره ورسېدې بيا بۀ درته معلومه شي چې وړانګه روغه ده که ناروغه ،څوک چې کوم طبيب ته ناروغ ورولي طبيب ورته درمل ليکلي نو ناروغ درمل له ځانه سره وړي، خو ته ناروغ بيايي او درمل همدلته پريږدې ،زه په سوچونو کې وم چې زاهد راباندې غږ وکړ چې حميده! بيا کومې خوا تللى يې په مونږ ناوخته کيږي ما هيڅ ځواب ورنه کړ زما ورخطايي ته دعبدالله او وړانګې دواړو فکر وو زما پرځاى عبدالله ځواب ورکړ ورته يې وويل چې سمه ده بسم الله کړئ، چې پاتې کيږى نه  بيا در باندې ناوخته کيږي دوي پاڅيدل د دروازې په لورې روان شول زه لا همغسې ولاړ وم لکه په ځاى پورې چې ميخ شوى وم عبدالله د څنګل په سر وخوځولم .
دفکرونو او خيالونو له دنيا څخه يې رابهر کړم زه هم په بيړه           د دروازې په لورې روان شوم زه عبدالله او زاهد له دروازې څخه      د باندې راوتو دروازه خلاصه وه امنې ادې چې وړانګې ته رخصت ورکوو دوه ځلې يې په تندي ښکل کړه د امنې ادې سترګې له اوښکو ډکې وې کله چې پلوشې رخصت ورکوو دواړه په ژړاه شوې تر ډېره يې ديوبل په اوږو سرونه ايښي وو کله يې چې رخصت سره واخيست يوې او بلې ته يې ډېر څه په سترګو کې وويل زه ,عبدالله او زاهد يو ځاى روان وو وړانګه
په موږ پسې شاته روانه وه ما به چې کله شاته مخ واړوو پلوشه لا همغسې په دروازه کې ولاړه وه زمونږ په لور يې راکتل وړانګې په هم زر زر مخ وراړوو او لاس بۀ يې ورته پورته کړ کله چې د سړک غاړې ته ورسېدو يو تکسي موټر يې ودراوو
ورته يې وويل چې دټل اډې په لورې ځو.
موټروان هم موټر راتاؤ کړ زاهد دموټر په وړاندې سيټ کښېناستو وړانګه چې کله موټر ته ختله پښې يې سستې سستې کيدې غلى يې راته وويل جانه د خداى په امان کله چې موټر حرکت وکړ ماته سمدستي هغه سندره ياده شوه چې وړانګې په ليک کې راته ليکلي وه بې اختياره مې له خولې ووتل

هى هى يار مانه وړي زما دلدار مـــــــــانه وړي
زړګى مې چوي زما د خوږ زړګي قرار مــانه وړي                              هى ، هى يارمانه وړي زما دلدار مــــــــــــــــــانه وړي                                     .
نور نو زه په ځان نه يم پوهيدلى چې څه وشول خو چې کله مې سترګې پرانيستې ګورم چې سرته مې امنه ادې او پښو ته مې پلوشه او مخامخ راته عبدالله په چوکۍ کې ناست دي ماغوښتل چې پورته شم خو چې لاس ته مې پام شو د سروم ستن چې په لاس کې وه د امنې ادې او پلوشې دواړو په سترګو کې اوښكې وې عبدالله چې زما سترګې خلاصې وليدې غلى موسکى شو په ماباندې دوهم ځل بيا بې هوشي يا خوب غلبۀ کړې وه خو چې په دوهم ځل مې سترګې پرانيستې نه عبدالله وو نه د عبدالله مور يواځې مې خوا کې د عبدالله خور پلوشه ناسته وه غلي يې راته وويل :
حميده وروره! اوس څنګه يې زه له ځان سره غلى موسکى شوم لږ وشرميدم ورته مې وويل چې اوس شکر دى روغ او جوړ يم پلوشې وويل حميده وروره خفه کيږمه ستا ټوله کيسه ماته وړانګې وکړه وړانګې راته ستا په نوم يو ليک هم راکړى ما وويل نو بياڅه ته ګورې ليک راکړه پلوشه پاڅيده المارۍ نه يې ليک راواخيست او ماته يې راکړ کله چې پلوشې ماته ليک راکوو راته يې وويل ليک بۀ درکړم خو په يو شرط ما وويل يو نه دوه شرطونه خو اووايه پلوشې وويل وړانګې که په ليک کې زما په باره کې څه ليکلي وي هيله کوم چې نه يې وو مني ما وويل په دواړو سترګو پلوشې زما چې له وسه کيږي انشاءاله ته بې غمه اوسه مونږ لا خبرې کولې چې عبدالله او دعبدالله مور امنه ادې هم راغله عبدالله چې روغ وليدم زيات خوشاله شو       د ليک لوستلو موقع مې د لاسه ورکړه ليک مې په جيب کې کېښود    دا ورځ ټوله په ما په بې هوشي کې تېره شوې وه د ماخوستن د ډوډۍ وخت وو عبدالله راته وويل چې راځه عاشقه اوس خو بۀ روغ يې ډوډۍ وخوره دسهار راهيسې دې څه نه دي خوړلي .
ما وويل سمه ده د باندې په انګړکې تيار دسترخوان اوار وو ماته پلوشې لاسوته او به راواچولې کله چې په ډوډۍ کښېناستو امنې ادې وويل چې زويه نن درباندې څه شوي وو مور او پلار درياد شول؟       د زاهد او وړانګې په تګ که كومه بله خبره وه ؟ما وويل نه ماته همدلته خداى مور هم راکړې او ورور يې هم راکړى ،
چې عبدالله دى او خورکۍ يې هم راکړې چې پلوشه جانه ده امنې ادې وويل چې مور پلا روروڼه خوندې هم د راته نه وې يا دى شوي نو بيا ولى يو ناڅاپه په تا داسې وشول ما ورته وويل چې امنې ادې انسان نيمګړى دى انسان په يو حال نه دى کله مو چې ډوډۍ وخوړه نو        د لمونځ او استراحت لپاره حجرې ته لاړو لمنځونه مو وکړل او څملاستو ماته خوب چيرې راتلو خوب چيرې وو توره تياره شوه خلک ټول دخوب  درنې فريښتې د وزرونو  لاندې ويده شول په خوب کې دهر چا برخه وه ما هم په تلورار سره ددې درنې سپيڅلي او مهربانه فريښتي په لورمنډه واخيسته خو مګر هلته زما برخه نه وه هلته زما لپاره ځاى نه وو ټوله شپه خيالونه او سوچونه وو ،
وړانګه کومه کوډګره او که جادوګره وه نه پوهيږم چې وړانګه به مور دې دنيا زما لپاره راوړي وي که د کوم بل چا لپاره کداى شي وړانګۀ خداى زما لپاره پيدا کړى وي بيابه مې وويل نه نه هغه وړانګه نه شي کيداى زه دومره بختور نه يم زه ، زه ډېر بدمرغه يم زه لا په همدې سوچونو او خيالونو کې وم چې د سيمې ملا آذان وکړ ډېر مينان بۀ يې دخپل محبوب له غيږې بيل کړي وي د ملا آذان سره ماته هغه لنډۍ ذهن ته راغله .
آذان په ځنډ کوه طالبه
زه د جنان غيږې له اوس رغلى يمه                                                        .
ټوله شپه مې سترګه پټه نه کړه د سهار لمانځه او چاى څښلو نه وروسته د پوهنتون په لور روان شوم پوهنتون ته په لاره وم چې د وړانګې ليک مې ذهن ته راغلو ليک مې له جيب څخه راويست د ليک په سر ليکل شوي وو

جانه  غواړې  څه درته وليکم ،
جانه څه غواړې څه درته ووايم ،
جانه نه پوهيږم چې له کومه يې راپيل کړم
جانه تامې روح ته خوشالي راکړي،
ته مې روح يې، ته مې ساه يې، ته مې ژوند. ته مې مينه ،او ته مې په وجود کې خوره وينه. په تامې ټول رګونه شريانونه او وريدونه چليږي، جانه زه پنځه وخته لمانځه څخه وروسته لاسونه خداى تعالى ته پورته کوم،
خدايه ما او جان دواړه يو ځاى کړه، دا سوال کوم دخداى نه چې موږ هيڅکله له يو اوبل څخه مه جدا کوه، نه په ژوندانه او نه پس له مرګه، کاش کې جانه چې ته پوه  شى چې زه څومره مينه درسره لرم، ته څه پوهيږې جانه که دا زړونه د سينې څخه بهر واى، تا ته به هر څه معلوم واى جانه ته زما د وجود په ررګ رګ او دروح پرڅپه ،څپه او د زړګي په اړخ، اړخ انځور شوى يي، پرته له تا څخه زه په هيڅ نه پوهيږم ،له خدايه هيله لرم چې ما او تاسره يو ځاى کړي، تا زما د غاړې هار کړي چې هميشه مې په غاړه کې وي، له خدايه هيله لرم چې ستا ژوند زما ژوند، ستا مرګ زما مرګ، او ستا ابديت زما ابديت کړي،
ستا وړانګه .
دوړانګې نوم لاندې ليکل شوي وو، دويمه برخه جانه ستا اود عبدالله دپام وړ، هيله کوم چې پام ورته وکړى،
جانه په لنډو الفاظو کې وايم ډېريې نه اوږدوم ،
جانه د عبدالله خور پلوشه چې تا همداشان ما هم خپله خور او بلله پلوشه د ترور په زوى باندې مينه ده او له هغې سره مينه کوي پلوشه غواړي چې خپل ژوند يو ځاى له هغه سره تېر کړي، عبدالله او مور يې
غواړي چې پلوشه کوم بل چاته ورکړي پلوشه نه شي کوي چې مور او ورور ته دا خبره وکړي شرميږي هيله کوم چې د پلوشې سره په دې کار کې مرسته وکړى په ورستيو کې د پلوشې د  مين نوم درته ليکم چې پلوشې مينه ورسره لرى او ورسره واده کوي د پلوشې محبوب ايوب
پاى ستا وړانګه

کله مې چې ليک پاى ته ورساوه ما غوښتل چې له همدې ځايه ستون شم او له عبدالله سره دا خبره شريکه کړم، پوهنتون له دروازې نه  څو قدمه لرې زړه نه زړه ولاړ وم چې پوهنتو ته داخل شم او که بيرته ستون شم ما لا فيصله نه وه کړې چې د ليک پوهې استاذ راباندې    غږ کړ حميده! څنګه په دې درسي وخت کې د باندې ولاړ يي ټولګي ته ولى نه ځې ما چې ساعت ته وکتل ريښتيا رسمي وخت وو ما ډېر وخت په لار  کې د ليک په لوستلو تېر کړى وو.
اخير مې دا فيصله وکړه چې پوهتون ته داخل شوم اول ساعت نه تر اخير ساعت پورې په دې نه يم پوه شوى چې استاذ څه راته وښودل او څه يې وويل کله چې له پوهنتون نه رخصت شوم بهر لاړم د خپل دفترپه لورې کله چې د يونيسيار دفترته ورسېدم انجينر صاحب ډېر وختي راغلى وو کله يې چې زه وليدم راغږ يې کړ حميده زماکمپيوټر   د جوړ کړى کنه؟ ما ورته وويل چې په همغه ورځ مې جوړ کړى هره ورځ يې له ځان سره راوړم او بيرته يې وړم ځکه چې کمپيوټر به مې راوړ ته به نه وې او بيا به مې له ځانه سره يووړو،
کمپيوټرمي انجينر ته ورکړ او ورته ته مې وويل چې انجينر صاحب زه که يو څو ورځې رانه غلم هيله ده چې بې پروا مې وه نه بولې لږ مصروفيت لرم ،انجينر صاحب وويل ولى خير خو دى؟ رنګ د هم داسې بدلون کړى ما وويل خير او خيريت دى، انجينر صاحب وويل تر هغې چې د کار خلاص نه وي هيڅ کله هم مه راځه ،کله چې کار خلاص کړې بيا راشه زه زيات خوشاله شوم
او بيرته له خپل دفتر څخه کور ته تګ په لاره کې مې درې څلور ځلې بيا د وړانګې ليک ولوست په هر ځل لوستلو کې به يې بيل خوند پروت وو زه چې کور ته ورسېدم پلوشه او امنه ادې هم پاڅيدې له ستړمشي وروسته يې وويل حميده زويه نن څنګه دومره وختي راغلې خيريت خودى ما وويل خيروخيريت دى هيڅ نه شته نن په دفتر کې دومره زيات کار نه وو هغه مې خلاص کړ او راغلم .
کله چې عبدالله راغلو د عبدالله سره مې ټوله کيسه شرکيه کړه کوم څه چې راته وړانګې په ليک کې ليکلي وو عبدالله غلى وو هيڅ يې نه ويل ما وويل عبدالله که ما په ريښتيا د ځان ورور ګڼې بايد زما خبرې ځمکې ته ونه غورځوې عبدالله که نور نه پوهيږې
وړانګۀ خو دې پخپلو سترګو وليده چې دهغې څه حال دى عبدالله وويل مور, همداشان ما خو ورته کوم بل انتخاب کړى وو خو چې ته وايې زه بۀ يې خبره له مور سره شريکه کړم چې هغه څه وايي عبدالله ته مې وويل عبدالله په دې برخه کې ستا زياته پاملرنه غواړم وروسته له خبرو نه مې د وړانګې ليک هم ورکړ ورته مې وويل دادى ليک په خپله ولوله عبدالله چې ليک ولوسته سر يې وخوزاوه ماښآم د لمانځه نه وروسته کله چې د ډوډۍ وخت شو پلوشې لاسوته اوبه اچولې د پلوشې په لاس کې کوزه      رپ رپي اخيستې وه .
د پلوشې لاسونه سرتر پښو ښورېدل د عبدالله هم ورته پام وو خو څه يې وه نه ويل د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته زه او عبدالله دواړه لاړو حجرې ته د لمانځه څخه وروسته دواړه قرار څملاستو ماته تر ډېره خوب نه راتلو د وړانګې تصوير مې راوخيست دا چې تياره وه سم نه ښكاريده د حجرې ليټونه مو مړه کړي ول مبايل مې راوخيست د مبايل په رڼا مې د وړانګې تصوير ته تر ډېره کتل ما به د وړانګې تصوير ته ويل، وړانګې که اوس د پاکستان حکومت راشي مابندي کړي مانه په وهلو وهلو ساه واخلي، ماته کمزوري راکړي هرڅه چې دوي غواړي راباندې ويې کړي ،خو مګرګرانې زما مينه چې له تاسره يې لرم ،هيڅکله نه شي راڅخه اخيستلى ماله وړانګې تصوير سره خبرې کولې، چې مبايل ته مې زنګ راغى اول خو مې فکرورته نه وو،
ځکه مبايل مې خفيه يا سايلنيټ وو خو چې د مبايل سکرين(پرده) يو ځلې تور رنګه او بيا به يې رڼا وکړه نو زه متوجې شوم چې موبايل ته مې زنګ راغلى موبايل ته مې چې وکتل د وړانګې نمبر وو غلى له کټه څخه راښکته شوم چې عبدالله راپسې ويښ نه شي د باندې برنډې ته چې راووتم د مبايل اوکې تڼى مې کېکاږله زه لومړى غلى وم خو چې دهغې خوا زړه لړزونکى اواز راغى ،سلام جانه خداى د وکړي چې له خوبه  مې نه وې ايستلى ما وويل وعليکم سلام ګرانې ته ولې دا ډول خبرې کوې ستا خبرې ما – ماته نور سکون او ارام رابښي  تا به زه ولې له خوبه ايستلى وم وړانګې دا ځل خبرې په داسې انداز کولې چې په غږكي يې ژړا ملتيا کوله وړانګې وويل جانه – اى جانه د خفه کيدو زړه خو مې نه درباندې کيږي، خو څه وکړم مجبوره يم چې درته ووايم وړانګې تر ډېره سلګۍ وهلې څه يې نه ويل زما زړه هم راپړسېدلى وو وړانګې بيا د زړه په زور خبرې پيل کړې جانه پلار مـى دا څو ورځې کيږئ چې مور ته مې او هــ هـــ همداشان مشر ورور ته مې وايي چې زه مې لور واده وم زه ، زه مې نوره پېغله لور په کور کې نه شم ساتلى دواده خبره نه وه سم د آسمان تندر وو چې په ما راپريوتو يوه چيغه مې دخولې ووته،
وړانګې نه دا نه شي کيداى ،
ته ، ته يواځې زما يې پلار به دې ډېر بد وکړي چې تا بل چاته ورکړي، زمانه چيغه دومره په زوره  وتلي وه چې عبدالله  له خوبه راپاڅيدلى وو د حجرې په دروازه کې ناست وو په سترګو کې يې اوښکې راغلي وې ما چې عبدالله ته پام شو ځان مې لږ کنټرول کړ ما چې خوله خبروته جوړوله وړانګه راڅخه مخکې شوه او ويې ويل جانه زما زما سترګې يواځې الله ته دي او بل تاته دي جانه هيله کوم چې زر راشه او ماله دې عذابۀ وژغوره جانه زه ، زه نه شم کولى چې نور صبر وکړم و جانه زر راشه عبدالله چې لا تراوسه د حجرې په دروازه کې ناست وو نو ما له شرمه غلي وويل ګرانې سبا مو وروستۍ د امتحان پرچه ده نور ټول خلاص شويدي سبا نه بله ورځ به زه درځم وړانګې بيا وويل :
جانه ما مې په زړه مالګې دوړوه  ما ، ما، ما به ددې امتحانه څوک خلاصه کړي دتاخو د امتحان پرچه ده زر بۀ يې حل کړې ما بۀ څوک له امتحانه خلاصه کړي دا چې موږ په موبايل کې ډېرې خبرې وکړې ماويل چې يونټې ختم نه شي،
ومې ويل ګرانې که چيرې ته په ريښتيا له ما سره مينه لرې نو ځان د بيرته زړور کړه او له خپل ټول توان او ذهني فکر څخه کار واخله ډېر پام کوه چې د پلار درته پام نه شي ګرانې په دې ډاډه اوسه چې هيڅ ډول تکليف به ما ستا له مينې څخه وانه ړوي.
هيڅ شى به په دې قادرنه شي چې ما له تا څخه بيل کړي زمونږ مينه پاکه ده ترڅو چې ژوندى يم ادامه به لري زه حاضر يم ستا په خاطر هرڅه وکړم. تر ډېرو خبرو وروسته مې اړيکه وروسره پرې کړه پدې خبرې سره پرې شوه چې وړانګې وويل جانه ستا دليدو په هيله ماهم وويل ګرانې زه هم ستا دليدو په هيله ما مبايل جيب ته واچوه عبدالله راپاڅيدو سترګو کې يې  اوس هم اوښکې ښکاريدې راته يې وويل ستا ټولې خبرې ماواوريدې حميده وروره ! د بې صبرى څخه کار مه اخله صبر کوه دصبر ميوه خوږه وي ماوويل عبدالله

صبر په هر څه کې په کار دى
په عاشقۍ کې بې صبري مزه کوينه

عبدالله څه وکړم وڅه وکړم زړه مې خوږيږي .
سر راباندې دروند شو ځمکه ټوله راباندې چورليده عبدالله تکيه راکړه اوکټ کې يې کښېنولم عبدالله ډېرې خبرې وکړې چې داسې خوره داسې څښه داسې کوه داسې مه کوه ما وويل عبدالله چې يو غم خو نه دى  چې په سړه سينه يې وکړم له کوره پټ راغلى يم درسونوته مې بيل زړه خورم مور پلار وروڼو ته بيل د وړانګې غم مې بيل ځوروي
څه وکړم؟ وا عبدالله ته ووايه څه وکړم؟ عبدالله هيڅ وه نه ويل ما وويل عبدالله ولې نه دې دي اورېدلي چې وايي،

يارې د شنې لښتې ګوزار دى
چا چې خوړلى رنګ يې ځاى ته نه راځينه
يو زخم نه دى چې بۀ جوړ شي
هزار زخمونه مې په زړه دي مړ به شــمه
يو د غريب پيدا کړم خدايه
بل دمين په زوراورو خلکو کــړ  غم
که له غمه شرميدلى
په ما بۀ نه راتلى جوړه جوړه غــمونه

عبدالله وويل هيله کوم چې نور غلى شه ولى په خبره نه پوهيږې؟ له ځانه ليونی مه جوړه هوښياران وايي که غر لوړ دى په سر لاره لري هرڅومره سخت کار چې وي د حل لار ورته پيدا کيږي ولى دومره ورخطا يې؟ ټوله شپه عبدالله په نصيحتونو راته تېره کړه موږ لا په خبرو وو چې د سهار ملا د لمانځه لپاره آذان وکړو عبدالله وويل حميده بسم الله وايه راپاڅه اودس وکړه هر څه بۀ خداى اسانه کړي ما او عبدالله چې کله مونځونه وکړل د سهار چاى څښلو لپاره کورته لاړو کله موچې چاى وڅښه د باندې راووتو عبدالله ته مې وويل :
راځه چې په بيړه لاړ شو پوهنتون ته ګوندې څه چاره راته جوړه شي عبدالله وويل لونی کيږه مه امتحان ورکړه په قراره به لاړ شو ورځې هسې هم لويې دي ما چې هر څومره نا او نو وکړل عبدالله ونه منل اخر مجبور شوم چې پاتې شو عبدالله ته مې وويل که زاهد اوس دلته واي په کور کې نه واى پاتې شوى له ماسره چې په ټولګي کې واى بيا زما لپاره دومره نه وه مشکله عبدالله وويل ولې؟
ما وويل ځکه هغه د ژبپوهنې بنسټونو استاذ سره پيژني کيداى شي همداسې يې  نمرې راکړي واي د زاهد سره يې ډېره راشه درشه وه له هغه سره يې له نږدې نه پيژندل عبدالله وويل او زاهد ماهد پريږده            د سهار اته بجې وې چې د پوهنتون په لورې لاړو اته نيمې بجې امتحان اخيستل کيده کله چې پرچې ته کښېناستم په هيڅ نه پوهيدم، ناست د امتحان پرچې ته خو د خيال مرغه مې په خوست کې د وړانګې په کور کې پروازونه کول په هيڅ نه پوهيدم کله چې استاد دامتحان په صحنه کې ګرځيده زما خواته راورسېده زما پرچې ته يې وکتل غلى شو څه يې ونه ويل .
ما نه هم نوره لاره ورکه وه ټول فکر مې دوړانګې سره يو ځاى وو يواځې دومره مې وکړل چې د پرچې په شا باندې مې وليکل استاذه بښنه غواړم د ځينې ستونزو له امله چې زه يې لرم د هغې له امله نشم کولى چې ستا پوښتنو ته په سمه توګه ځواب ووايم ، که د زړه سوي وړ دې اوبللم کامياب مې کړه کني ناکاميږم خوهسې هم استاذ ته زما د زده کړې معلومات هسې هم وو چې حميد تمبل دى او که تکړه          د ټولو مخکې ما پرچه ورکړه استاذ هک حيران شو زه چې دوه قدمه ترې لرې شوم استاذ راغږ کړ حميده  اى حميده! ته اودريږه .
استاذ چې تر ما راورسېدو راته يې وويل چې څه خبره ده لومړى خو غلى شوم وروسته مې په لنډو لنډو خبره ورته تيره کړه استاد يواځې سروخوځاوه راته يې وويل ورځه ،
عبدالله د باندې د موټرو په تم ځاى کې ناست وو زه يې چې وليدم راته يې وويل څنګه داسې زر راووتې ورته مې وويل د پرچې د حل کيدو سره يې کار وو پرچه مې حل کړه نور څه کوم استاذ نور څه رانه غواړي عبدالله نور څه ونه ويل دواړه د کور په لورې روان شو کور ته چې ورسېدو دواړه غبرګ کور ته دې ننه شوو پلوشې او امنې ادې چې وليدو دواړه حيرانې شوې دوي هيڅکه دواړه يوځاى دومره وختي نه وو سره ليدلي عبدالله به چې سهار لاړو ماښام به راتلو او هم دا شان زه هم د عبدالله مور امنې ادې وويل زويه له خيره څنګه دومره وختي راغلې اغه هم دواړه خيريت خو دى
عبدالله وويل خيراو خيريت دى خو ، د خو په ويلو سره يې خوله بند شوه مور يې نوره هم انديښمنه شوه زويه ولى غلى شوې څه خبره ده عبدالله وويل مورې نور هيڅ نشته خو حميد روان دى ځي کور ته.
د عبدالله مور چې دا خبره واوريده خوله يې وازه پاتې شوه هيڅ يې نشو ويلى عبدالله وويل مورې ولې ولاړه يې د حميده سامان برابر کړه چې ناوخته کيږي مور يو ناڅاپه ټکان اوخوړ لکه چا چې په زور سره خوځولي وي د عبدالله مور رامخکې شوه زه يې په دواړه مخه ښکل کړم راته يې وويل حميده زويه دا هر څه ريښتيا دي ته ريښتيا له مونږه ځې ؟ عبدالله ريښتيا وايي ؟ ما چې د امنې ادې همداشان د پلوشې سترګو ته وکتل د دواړو په سترګو کې اوښکې راغلى وې ما زړه ښه نشو کړاى چې ورته ووايم عبدالله چې څه وايي دا هر څه ريښتيا دي زه ترډېره غلى وم د امنې ادې د زړه تڼاکه نوره وچاودې ده زه يې له دواړو لاسونو ونيوم په ژړا کې يې وويل   بيا   بيا   ، بياولې راتلې چې اوس رانه روان يې ولې د زمونږ سره ليدل عبدالله به بيا بې وروره شي مونږه .... چاته پريږدې و حميده زويه !
امنه ادې يو ځل بيا سلګو واخيسته تر ډېره سلګو نه پريښوده چې خبرې وکړي ترډېرو سلګو او ژړا وروسته لکه ليونۍ بيا په خبرو پيل وکړ  ته ، ته  به نه ځې  ، ته به نه ځې  ، ته به هيڅ کله نه ځې  ته ، ته ته يواځې ، ته يواځې د عبدالله ورور يې د ستا نور وروڼه نشته ما عبدالله پلوشې هم زړونه ټينګ نه شوو کړاى مونږ هم په ژړا پيل وکړ تر ډېره چوپتيا وه يواځې به د پوزې د کش کولواواز راغی چې پوزه به يې پورته کش کړه او خاموشي به يې ماته کړه .
پلوشې ته مې چې وکتل هغې هم په سترګو کې ډېر څه راته وويل امنه ادې او پلوشه همغسې په خپل ځاى ولاړې وې هيڅ يې نه ويل زه او عبدالله پخپله لګيا شوو چې خپل سامان برابر کړو لومړى مې خپل کالي راواخيستل هغه مې په بکس کې واچول عبدالله بلې کوټې ته په څه شي پسې لاړو پلوشه راغله راته يې وويل وروره ته ځې ما چاته پريږدې ته خپلې مينې ته په درنه سترګه ګورې زمونږ مينې ته نه ماورته وويل پلوشې خورې ستا ټول کار مه خلاص کړى ټوله خبره مې عبدالله ته کړى عبدالله اوس بې خبره نه دى هغه ستاسو په مينه خبر دى اوس چې زه ځم دوه ليکونه ورکوم
عبدالله ته وايم چې يو ته ولوله او بل پلوشې ته ورکړه .
پلوشې وويل نه داسې ونه کړې ورور به مې مړه کړې ما ته خپل ليک پخپله راکړه ما وويل چې تاته يې ځکه نه درکوم چې ته يې بيا نه منې چې حميد زما لپاره څه نه دي کړي مونږ همداخبرې کولې چې امنه ادې راغله په لاس کې څه ورسره وو ماته يې راوړاندې کړل ما چې ترې واخيستل ومې کتل پيسې وې ما چې هر څومره انکار ترې وکړ ويې نه منله .
زما بکسونه او جامې چې برابرې شوې له امينې ادې نه مې چې رخصت اخيسته امينې ادې کلک په زړه پورې جوخت نيولى وم دومره يې وژړل چې دومره ژړا به په ماپسې خپلې مور هم نه وي کړې         د امنې ادې نه مې رخصت واخيست د پلوشې په سترګو کې هم ډنډ اوښکې ولاړې وې هغې ته مې لاس وراوږد کړ ورته مې وويل پلوشې خورې خفه کيږه مه زه بيا راځم.
ستا کار مې خلاص کړى عبدالله لږ زما نه وړاندې ولاړوو ورغږ مې کړ عبدالله وه,عبدالله دا ليکونه واخله يو ستا دى او بل د پلوشې خور ته ورکړه عبدالله وويل سمه ده پلوشې ته مې مخ راواړوو دهغې په شونډو کې مې موسکا وليده چې غلې له ځانه سره موسکۍ شوه زه او عبدالله دواړه روان شو او روستي ځل لپاره مې مخ بيا ورواړه وو نه ګورم چې پلوشه او مور يې دواړه همغسې په دروازه کې ولاړې دي زه يې چې وليدم دواړه لاسونه يې پورت کړل ماهم چې زړه مې ډېر ټينګ ساتلى وو لاس ورته پورته کړ له سترګو مې اوښکې دګريوان په لورې تويې شوې.
سرک ته چې ورسېدو عبدالله ته مې وويل ته نور مه راسره ځه همدومره بس ده چې راسره راغلې خو عبدالله وه نه منله په يوټکسي موټر کې سپاره شو په پيښور کې يې د ټل اډې ته يوړو هلته له موټره ښکته شوو ټکسۍ وان ته عبدالله کرايه ورکړه هلته تيار د سرحد يابونډري موټر ولاړ وو فلائنکوچ موټر وو څو سپرلۍ يې کمې وې سپرلۍ چې پوره شوې ما عبدالله ته وکتل دعبدالله په سترګو کې اوښکې ډنډ ولاړې وې يوه به يې ګريوانه ته نه وه رابهيدلې چې بلې اوښکې به يې د مخ په  اننګو لار جوړه کړه ما او عبدالله تر ډېره يو بل ټينګ په غيږ سره نيولي وو عبدالله نه چې مې رخصت واخيست ورته مې وويل عبدالله ما چې کوم ليک دکومې خبرې لپاره درکړ او څه چې مې په کې ليکلي هيله کوم چې په هغې عمل وکړې.
عبدالله ووې ته بېغمه اوسه موټر ته چې وختم عبدالله راغږ کړ ګوره حميده چې مونږ له ياده وه نه باسې موټر روان شو عبدالله تر ډېره همغلته ولاړ وو د عبدالله امنې ادې او پلوشې نه راتګ ماته دومره سخت وو لکه دخپل کورنه چې کوم د بل هېواد ته په سفر روان وم سترګو ته بۀ مې کله دعبدالله مور امنه ادې شوه چې ويل به يې ريښتيا ځې حميده زويه عبدالله ريښتيا وايي ما چې ورته وويل بلى زه په ريښتيا ځم امنې ادې په ژړا پيل وکړ راته يې وويل .
بيا ولى راتلې ولى – ولى دې له مونږ سره ليدل عبدالله زوى به بيا بې وروره پاتې شي هغې تر ډېره ژړل خبرې يې نه کولې وروسته يې بيا وويل ته – ته بۀ نه ځې ته بۀ هيڅکله نه ځې ته نور وروڼه نه لري د ستايواځې عبدالله ورور دى ته به نه ځې ، ته به نه ځې کله بۀ مې سترګو ته پلوشه ودرېده چې راته ويل يې حميده وروره زما د مينې کيسه چې ته په مخ بونه ځې نو څوک بۀ يې بوځي زه خو مې ورور نه شم خفه کولى ځکه چې له موره يودی مور ته مې هم نه شم ويلى که ما کوم بل چاته ورکړي زما ژوند بۀ ډېر تريخ شي ما به ډاډګيرنه ورکړه او پلوشه بۀ لږه ارامه شوه.
همداشان عبدالله مې هم سترګو سترګو ته کيده موټر چې کله کوم جمپ ته بريک وواهه نو زما دخيال مرغه بۀ يې په لومه کې راګير کړو وزرونه بۀ يې لنډ شول خو چې کله به سمې ته شوو دخيال مرغه بۀ مې بيا وزرونه پيدا شول دلومې نه بۀ يې ځان خلاص کړ لنډه دا چې په لاره کې کومه ستونزه نه وه اخر بونډرۍ ته راورسېدم موټروان ته دکرايې ورکولو وروسته د خوست دموټر په لور روان شوم کله چې سرحدي پوليسو ته راورسېدم تلاشي يي راڅخه واخيسته دپاکستانه به چې کوم خلک يا مسافر راتلل   دهغې بۀ د پاکستان ماليشى تلاشي نه اخيسته .
دهغې نه دافغانستان سرحدي پوليسو اخيسته که دافغانستان نه بۀ کوم سورلى پاکستان ته تله دهغې نه بيا دپاکستان ماليشى تلاشي اخيسته او دخوست ښار په موټر کې کښېناستو له دعا ويلو څخه وروسته موټر حرکت پيل کړ دا چې ما داڅو ورځې خوب نه وو کړى موټر دکړاپ کړوپ او موټر د ډېرې ښوريدا له امله زه بيا هم ويده شوى وم سترګې مې پټې شوى وې په هغه وخت کې لارې نه وې جوړې کنډ کپر وې  له ډير مزل څخه وروسته چې مې سترګې پرانيستې په هواره دښته کې روان وو.
يو خواته يې غر او بل خواته هم سيمې ته چې ښه زير شوم ومې پيژنده موټر اوس د توراوبو سمې ته رارسيدلى وو زه يو ځل بيا خيالونو او فکرونو په مخه کړم وړانګه مې سترګو ته نيغه ودريده راته ويل يې چې جانه ستا خو دامتحان پرچه ده در به يې کړي حل به يې کړې ما به له دې امتحانه څوک خلاصوي .
زما سترګې خو اول الله ته دي او بيا تاته زړه مې راډک شو او رڼه رڼه ګرم څاڅکو مې پرمخ لاره وکړه اوښکې مې دخولى ترکونجونو راوبهيدى داوښکو څاڅکى دمالګې په څير تروه وو زما سره په څنګ کې بوډا ټوخى وکړ زما پام يې ځان ته واړوه دخيالونو دينا يې ړنګه کړه اوښکې مې پاکې کړې ديو څو دقيقو مزل څخه وروسته خوست ښار ته ورسيدو دا چې دغرمې وخت وو د لمبيده او غسل څخه وورسته مې دموبايل څخه دپاکستان شبکې سيم کارت لرى کړ دافغانستان سيم کارت مې په  کې واچوو يونټو ته مې چې وکتل يونټې يې تړل شوى وې دکريډت کارت له جمله کيدو څخه وروسته يونټې خلاصې شوې ورور ته مې زنګ وکړ.
ورور مې چې مبايل پورته کړ لومړى خو يې نه پيژندم وروسته يې راته وويل خبرې خو دى حميد ته ورته دي حميد خو نه يې ما ورته وويل ولې نه حميد يم ورور مې بښنه وغوښته راته يې وويل حميده وورره بښنه غواړم خفه نه شى په لومړي سلام باندې ماته شک پيدا شوچې حميد دى خو وروسته فکر راغى چې هغه خو په پيښاور کې دى دا خو د داخل نمبر دى ما وويل خداى د وبښه دې کې د بښنې څه ضرورت دى ښه دا راته ووايه چې کور ته درشم  که څنګه وکړم مشر   ورور مې وويل اوه بابا بيغمه راځه اوس مه ويرېږه زمونږ دميرانه وروڼو سره بيلتون شوى د بيلتون کلمې مې زړه وچ وچ وخوږاوه خو وروسته مې وويل ښۀ ده چې سره بيل شو ترڅو به مود بل دلاسو لاندې ژوند کوو ورور ته مې وويل بس داده څو شيبې وروسته به زه در ورسيږم اړيکه يې پرې کړه سيده لاړم دموټرو تم ځاى په لور موټر کې کښېناستم څو تنه سپرلي کمې وې کله چې سپرلي پوره شوې له دعا ويلو وروسته موټر حرکت وکړ زيات خوشاله وم چې له ډېرې مودې وروسته به خپل کور ته داخل شم مور به مې څومره راته خوشاله شي ما چې اتم ټولګى په خوست ولايت کې ولوست له هغې وروسته لاړم پيښاور ته دادى اوس مې يو کال د ادبياتو پوهنځى هم لوستلئ او کورته روان يم .
موټروان ټيپ ته کله يوکيسټ ورواچوې خوند ورنه کړي کله بله  موټروان له کيسټ نه وو انتخاب کړى چې ورور مې بيا تليفون راته وکړ راته يې ووي که موټر ته ختلى نه وې د نوي کلي په موټرو کې راشه زمونږ کډې اوس زاړه کلي نه نوي ته وتلې هلته يو اوس. ماورته وويل زه اوس زاړه کلي ته نيږدي يم څنګه وکړم ورور مې وويل خير دى پروانه کوي زاړه کلي  ته چې سرک ګرځيدلى په هغې باندې ترې کوز شه.
زه به موټر سايکل باندې درشم ماويل سمه ده ورور مې اړيکه پرې کړه زه سخت خفه شوم ځکه په کوم کلي کې چې مې مينه اوسيده دهغې کلي نه زمونږ کډه تللې وه موټروان له همغسى په کيسټو کې اخته وو کيسټې يې خوښې نه شوې
راډيو يې چلان کړه د راډيو څاپى يې په
څاپو برابر کړې دراډيو نه هغه سندره راوانه وه چې87.5
په کومه ورځ چې تازمونږ دکلى کــوروړ دى
په هغه ورځ رانه د مستو ټپو  شور وړى دى                                 .
سندره مې خوښه هم شوه خو خفه يې هم زيات کړم خفه يې ځکه کړم چې زموږ کډه د وړانګې دکلي نه تللې وه د وړانګې ديدن راته ګران ښکارېده په زاړه کلي کې چې وو هم زمونږ او دوړانګې کور ه سره لري وو . د وړانګې کور د کلي په يو سر کې وو زمونږ کور دکلي په بل سر کې خو بيا هم د وړانګې ليدل راته سخت نه وو ځکه چې يو کلى وو اوس ويرېدم ما ويل هسې نه چې په ليدو کې راته کومه ستونزه پيدا شي.
زه لا په همدې فکرونو کې وم چې موټروان راباندې غږ وکړ وروره زه لاهمدې ځايه پورې وم دا زمونږ وروستی سټاپ دى موټروان ته مې پيسې ورکړې زه دسرک په غاړه کښېناستم وړانګه مې ډېره سترګو سترګو ته کيده موبايل مې راواخيست او د وړانګې نمبر مې په کې ډايل کړ د لږ انتظار څخه وروسته اواز راغى کومه شميره چې تاسو ډايله کړې  داوس لپاره لاس رسی نه ورته کيږي او يا له ساحې څخه بهر ده زړه مې له دې خبرې سره نور هم بې صبره شو.
ماويل راځه لومړى به د وړانګې ديدن وکړم بيا به کورته لاړشم ما له فيصله نه وه کړې چې دموټر سايکل اواز مې تر غوږ شو چې مخ مې واړاوه په ورور مې سترګې ولږېدې د لرې نه يې راته خندل ورور مې موټر سايکل دسړک په پورې غاړه ودراوو ماته يې لاس وخوځاوه چې دسړک نه راپورې شه ماهم په سړک کې دواړو خواووته سترګې واړولى چې په سړک کې به موټر نه وي بيا په سړک پورې وتم ورور رانه کلکه غيږه تاوکړه له ستړي مشي او جوړتازه څخه وروسته دواړه دکور په لور روان شو .
په لاره کې ما او ورور مې ډېرې خبرې وکړې کله چې کورته ورسېدو انګړ په لويه دروازه کې چې مور کوچنى خور او د کور نور غړي ولاړ وو کله چې له موټر سايکل ښکته شوم دمور مې صبر ونه شو له دروازې نه د باندې راووته کلک يې په سينه پورې ونيوم په مخ او تندي يې ښکل کړم له دروازې دننه مې کوچنۍ خور ولاړه وه خور مې دخوشاله ورځې راباندې خواږه پلي او داسې نور څه وشيندل د خور په سترګو کې مې دخوشالې ورځې ډنډ اوښکې ولاړې وې ما چې کوچنۍ خور او د کور نورو غړو سره ستړي مشي وکړه زه دکور په کتلو بوخت وم  مور مې راباندې غږ کړ حميده زويه راځه کور به بيا پسې ګورې ډوډۍ اوخوره وږی شوى به يې دادى ساعت1:30بجې ته   نيږدې شوى ريښتيا چې زه سخت وږى شوى وم .
خو د خپل کور ورڼو خويندو او د مور په ليدو رانه تنده اولوږه هيره شوه ما ووي مورې دادى دراغلم خو مبارکي له همدې ځايه درکوم مور مې وويل زويه خوشاله شى خداى د عمر په كې اوږد کړه کله چې ډوډۍ تياره شوه کوچنۍ خور مې چې چاينک چلمچي او لاس پاک يې په مټ اچولي وو راغله لاسونو ته يې اوبه راواچولې ډوډۍ ته کښېناستو لومړۍ زه يواځې وم خو وروسته زما په ټينګار مور کوچنۍ خور او ورور هم راسره کښېناستل ټولو يو ځاى ډوډۍ وخوړه.
ماله ډېرې مودې وروسته په ارامه توګه په ارام زړه ډوډۍ وخوړه ما  دخپل کور د ډوډۍ ډېر ارمان کړى وو زه په اتم ټولګي کې وم چې په پټه په ډک زړه اوخفه له  کوره وتلى وم
ما نن ورځ خپل ټول وروڼه همداشان
د بآندې مې ميرانه وروڼه هم وليدل خو زما په خپلو وروڼو کې يو ورورکى وو هغه مې تر ماخوستنه  پورې تر سترګو نه شو ما يې هم پوښتنه ونه کړه ما وويل يا بۀ دې ماماګانو کره تللى وي يا بۀ يې دکوم انډيوال کره شپه کړې وي.

 

اساسي برخه: ناولونه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1546

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1505

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1708

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2209

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6460

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…