د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

زما مينه شهيده شوه ناول /نهم څـپرکی

کله چې عبدالله بيرته راغلو ما ته يې وويل چې قسمت دې روغ دى .سبا به انشاء الله په خپله وظيفه باندې پيل کوې ما له عبدالله څخه مننه وکړه چې زما په خاطر د ځان دومره په تکليف کړ عبدالله وويل له نن نه وروسته ته بايد ماته د ملګري په سترګه ونه ګورې، د يو ورور په سترګه به راته ګورې نور به ماته د ملګري نه ، نه وايې زه ستا ورور يم او ته زما ،
زه په يونيسيار په مؤسسه کې په دنده وګمارل شوم ښه معاش مې اخيسته، دمياشتې مې دولس زره روپۍ اخيستې، په هغه وخت کې دولس زره روپۍ ډېر شى وو کله به مې چې معاش واخيست د کور لپاره به مې ډېره سودا واخيسته او پاتې ټولې پيسې به مې د عبدالله مور امنې ادې ته ورکړې ،
شپې او ورځې تېرېدې د کانکور ازموينې وخت راورسېد ما هم ثبت نام وکړ، نوم مې ثبت کړ ،د کانکور ازموينه ډېره ښه تېره شوه زه د ادبياتو پوهنځي ته بريالى شوم ، زه به سهار پوهنتون ته تلم او د ماسپښين لخوا به خپلې وظيفې ته   د پوهنتون د شروع کېدو نه څلورمه ورځ وه خو زاهد تراوسه نه وو راغلى نه يې راته فون کړى وو، سهار چې کله له خوبه پاڅيدم موبايل مې راواخيست ،يو ځلې مې د زاهد نمبر په کې ډايل کړ وروسته مې زر قطع کړ،
ما ويل راځه د وړانګې نمبر ته فون وکړه هم به ترې د زاهد په اړه معلومات واخلم، هم به مې له وړانګې سره خبرې شوي ،وي وړانګې سره به د زړه خواله وکړم د وړانګې نمبرمې ډايل کړ تر ډېر ځنډه چا موبايل نه پورته کاوه خو وورسته موبايل د وړانګې مور پورته کړ په بنده بنده ژبه مې وويل  ســـــــــــــ  ، ســـــــــــ،ســــــــــــ  سلام عليکم!  له هغې خوا ځواب راغى وعليکم السلام ،
تاسو څوک خبرې کوئ له چا سره مو کار دى ما زر ځواب ورکړ د وړانګې مورې  حــــــــ ، حـــــــــــ ، حميد يم  هغې يو ناڅاپه غږ کړ حميده ! ته څنګه يې حميده ما دې هرې خبرې ځواب لنډ ورکاوه ورته مې وويل چې شکر دى روغ يم تاسو څنګه يۍ د وړانګې مور وويل چې نور ټول روغ او جوړ دي خو د کومې ورځې نه چې ته او زاهد پيښاور ته تللي يۍ  له هغې راوروسته وړانګه لورکۍ مې روغه نه ده ،
ما چې د وړانګې د ناروغۍ واورېدل په ځان نه يم پوه شوى چې د وړانګې مور به نور څه ويلي وي ما په زړه کې د غم ټکانونه احساس کړل يو ناڅاپه مې پام شو چې د وړانګې مور همغسې نارې وهي ، الو، الو  حميده !  حميده زويه !
په تاڅه وشول خبرې ولې نه کوې و حميده زويه ما غلي غلي وويل د وړانګې مورې دلته کله کله شبکه خرابه شي اواز دې بند بند کيږي اواز د نه راتلو د وړانګې مور وويل ښه زويه اوس مې خبرې په سمه توګه اورې ما وويل هو اوس دې خبرې په سمه توګه اورم .
د وړانګې مورې وړانګه اوس څنګه ده هغې وويل چې زويه ګذاره کوي دلته خو مو په ټولو ډاکټرانو وګرځوله خو کوم فرق يې ونه کړ زاهد هم ځکه وځنډېده کني هغه به اوس درغلى وای سبا يا بل سبا يې له خيره پيښاور ته درولو ګوندې هلته يې لږ صحت جوړ شي، د وړانګې مور دې خبرې ماته زيات خوند راکړ له ځان سره مې وويل چې ما په اسمان غوښته چې خداى په ځمکه راکوي زه به شکر اوباسم که خداى کول وړانګه ديدن هم دلته راپسې راوړي زما او دهغې خبرې ډېرې په اوږدو شوې څومره چې خبرې اوږدې دې لا خوږېدې،
کله مې چې اړيکه پرېکړه په کټ کې پرېوتم لاسونه مې ترسر لاندې کړل او سترګې مې د کوټې په چت کې ګنډلې وې د خوشالۍ نه په جامو کې نه ځاييدم نږدې وه چې د خوشالۍ نه مې د خولې چيغې ووځي .
خو چې ساعت ته مې وکتل د پوهنتون د تګ وخت پوره وو زر زر مې کتابونه راواخيستل او د پوهنتون په لورې لاړم په ټوله لار په مزل نه يم پوه شوى کله چې پوهنتون ته ورسېدم د ژب پوهنې بنسټونو استاذ ټولګي کې ولاړ وو د ټولګي د ننوتلو اجازه مې وغوښته زما په ګمان چې استاذ له نورومحصلينو پوښتنې کړې وې کله چې ټولګي ته داخل شوم استاذ وويل: چې دنورو خو وار تېر شو خو يو شاغلى پاتې دى .
استاذ وويل: چې حميده څنګه د ناوخته کړ خير خو وو؟ ما وويل هسې استاذ لږ ناوخته شوم استاذ وويل ښه حميده ته راته ووايه چې د ژبې څو تعريفونه مو کړي وو؟ ما وويل چې استاذ دوه استاذ وويل چې کوم کوم دي ما وويل ژبه هغه اوازونه دي چې انسانان يې د خپلو افکارو ، خيالاتو د څرګندولو په خاطر په يو خاص نظم او سيستم کې د خولې څخه راباسي، او په همدې توګه د يو بل سره رابطه پيدا کوي، او بل دا چې ژبه اقتصادي او ميثاقي سمبول دى چې د يوې ټولنې وګړي يې د افهام او تفهيم لپاره استعمالوي،
استاذ وويل: شاباس کښېنه کله چې استاذ په نوي درس پيل وکړ د سره تر پايه د استاذ په يوې خبره هم سم نه يم پوه شوى چې استاذ څه وويل، ټول فکر مې د وړانګې د راتګ په اړه وو، چې وړانګه راشي زه به څنګه ورسره وينم که ماته خبر رانکړي ،وړانګه را هم شي، او بيرته لاړه هم شي تر ډېره په همدې فکرونو کې وم چې ساعت بدل شو، او د لارغوني متون استاذ ټولګي ته راغلو خو زه لا همغسې د وړانګې په فکرونو کې وم ترهغې چې رخصتي شوه ،
د پوهنتون چې رابهر شوم، د خپلې دندې په لور روان وم چې مور او پلار وروڼه او خويندې مې سترګو ته ګډې شوې مبايل مې راوخيست د ورور نمبر مې په کې ډايل کړ د دريم زنګ دتېرېدو وروسته مې ورور مبايل اوچت کړ سلام حميده وروره ! څنګه يې زما خپل سکه مشر ورور موبايل اوچت کړى وو ما وويل خداى دې رضا شي زه رضا يم شپې او ورځې دي تيريږي .
ورور مې ډېرې پوښتنې وکړې د پيسو ، همداشان د درسونو په اړه ما    ورته هم ټوله خبره وکړه ورور مې ډېر خوشاله شو ما ورته وويل په کور کې يې که په کوم بل ځاى کې چې له ادې همداشان له کوچنۍ خور سره خبرې وکړم، ورور مې وويل په کور کې خو نه يم چې کله کور ته لاړم زه به بيا زنګ درته وکړم په خبرو خبرو کې د يونيسيار دفتر ته ورسېدم له ورور سره مې اړيکه پرېکړه ،
دلته په دفتر کې ټولو کارکوونکو د ورور په شان سلوک راسره کاوه ټولو باندې ډېر ګران وم، زه په خپل کار باندې مصروف وم چې د مؤسسې مشر راغی راته يې وويل چې زما لف ټاپ کمپيوټر داسې ويروس نيولى که هغې ته انسټاليشن او پارټيشن وکړې ډېره به ښه وي که کار درباندې ډېر وي سبا ته يې وکړه او که وخت دې پيدا کړ که نن جوړ شي ښه به وي ،
ما ورته وويل: انجينر صاحب بې غمه اوسيږه خپل کار مې ډېر په بيړه بيړه خلاص کړ، د انجينر د کمرې په لوري ورغلم انجينر هم زما هرکلى وکړ راته يې وويل چې څنګه کار دې خلاص کړ ما ورته وويل بلې ،انجينر صاحب راته وويل چې راځه همدلته په چوکۍ کښېنه په ارامه به يې وکړې ما ورته وويل که خوښه دې وي اوس ناوخته دى، يو دوه ساعته وخت نيسي له ځانه سره به يې کور ته يوسم همغلته به يې په ارامه وکړم انجينر هم راسره اومنله کمپيوټر مې په بکس کې کيښود او د خپل کور په لورې روان شوم ،خپل کور خو مې نه وو خو ما دخپل کور نه کم نه ګاڼه عبدالله راته ورور ويلي وو،مور يې راته زوی ويلي وو د عبدالله دوی کور نه لږ لرې وم، لس دقيقې لاره به راته پاتې وه، چې د وړانګې زنګ راغى زيات خوشاله شوم ،مبايل مې اوکې کړ په قراره ارام غږ راغى، جانه سلام، ما خوله لا خبرو کولو ته جوړوله، ويل مې چې ته څنګه يې، هغې خبرو ته پرې نه ښودم خبره يې راپرېکړه، جانه هيله ده چې د مانه خفه نه وې ،جانه هيله کوم چې بل ډول ګمان ونه کړې جانه زه ويده وم چې تا زنګ کړى وو مور مې خبرې درسره کړې وې ،ما وويل دا خو کومه خبره نه ده،
د نورو خبرو به سره تېر شو ،اوس څنګه يې وړانګې وويل چې څه مې کوې، د حال احوال پوښتنه مې مه کوه ته خو ظالمه چـې   ، چې   ، چــــــــــــــــــــــــ   يو ځلې لاړې، بس لاړې زه دې هېره کړم، يو ځل خو به راغلى وای، د کومې ورځې چې له مانه بيل شوى يې ښه ورځ مې نه ده ليدلې، په خوست کې په هر ډاکټر وګرځولم خو دوي څه خبر دي چې زما د بيمارۍ درمل چيرته دي يا له چا سره دي. هسې يې بې ځايه ځانونه ستړي کړل زاهد خو مې نن مور ته ويل چې سبا به له خيره پيښاور ته ځو، د پيښاور د نوم په اوريدو زه هم لږ غوندې ښه شوي يم،
لږه طمعه مې پيدا شوې ده، چې يو ځلې خو به دې بيا اوګورم ،ما وويل ګرانې خداى مهربانه دى، ګوندې سره ووينو، دومره بې صبري مه کوه، وړانګې په داسې حال کې چې په غږ کې اوس ژړا ملتيا کوله، وويل جانه ،اى جانه ته څه خبر يې چې په ما څه تيريږي، په ما څه تېر شول نه يې خبر جانه که خبر شې بيا به راته نه وايې چې بې صبري مه کوه .
وړانګې وويل :

زه د سپرلي دګل تازه وم
ستا په بيلتون کې لکه پاڼه زېړه شــــــــــومه

زخمي زړګی مې د کتو دى
څومره داغونه پرې بيلتون راکــــــــــــــړيدينه
تادبيلتون جامې په ځان کړې                                                                چاړه راواخله ما حلاله کړه ميـــــــــــــــــــــــــــــنه                              بيلتونه غبرګ زامن دې مړه شه                                                                 چې ته غمجن شې ګوندې زه دې هېره شمه                                                                                                       .
وړانګې دا لنډۍ دومره په سوي غږ کې وويلې چې که بل چا اورېدلى وى د هر لنډۍ په اورېدو به يې له خولې يوه يوه کريغه وتلي واي، ما ځان ډېر ټينګ کړى وو، يو خو لاره وه او بل کور ته روان وم، ما وويل وړانګې اول زه هم يو څه خفه شوم چې مور د راته وويل چې وړانګه لورکۍ مې ناروغه ده وروسته خوشاله شوم، وړانګې يو ناڅاپه وويل چې څــه ، څــه  ولى خوشاله شوې ما وويل خوشاله په دې شوم چې مور د راته وويل چې سبا يا بل سبا يې هلته پيښور ته درولو،
وړانګې زه تاته ډېر شرمنده يم چې ته له ماسره دومره مينه لرې چې اوس پيښور ته د ناروغى  د درملنې په پلمه راروانه يې  خداى دې وکړي چې زه او ته په خپله هڅه کې بريالي شو وړانګې وويل چې آمين ، ما او وړانګې ډېرې خبرې وکړې او سره رخصت شو کله چې کور ته ورسېدم عبدالله هم راروان وو لږ هغه ته تم شوم ترڅو چې عبدالله راورسيږي  او يو ځاى به کور ته د ننه شو ،
عبدالله چې راورسېد کور ته يو ځاى دننه شو امنې ادې سپيلني راته لوګي کړل شکر خدايه چې د عبدالله زوي مې ورور نه وو خداى په تياره ورور ورکړ زه هم د عبدالله امنې ادې او پلوشې خور سره زيات خوشاله وم ما بيخي دا احساس نه کاوه چې دوي پردي دي ځکه چې څنګه يې عبدالله ته کتل همغه ډول يې ماته هم کتل د شپې مو ډوډۍ يوځاى اوخوړه او د خوب کولو لپاره حجرې ته لاړو عبدالله ډېر زر ويده شو زه کله په يو اړخ او کله په بل اړخ اووښتم کله کله به ترډېره په دې فکرونو کې وم که وړانګه پيښور ته راهم شي، زاهد يې کوم بل لور ته بونځي هسې نه چې هغوى راشي او ماته فون ونه کړي وړانګه بې ديدنه رنځوره رانه لاړه شي،
زه وم، د وړانګې يادونه وو، او څلور کونجه کوټه وه، کله، کله به مې له جيب نه د وړانګې تصوير راوخيست ،او د مبايل په رڼا به مې ښه په ځير ځير ورته وکتل، وړانګې ته خداى ډير ښائست ورکړى وو، دنګه پوزه نرۍ وريځې، وړانګين مخ دلوړه ونه تر ډېره مې د وړانګې تصوير ته کتل ، په کتو کتو کې ويده شوى وم ،سبا چې عبدالله راباندې غږ کاوه عبدالله له ځانه سره يو ډول غلې غلې خندا کوله غلى به له ځان سره موسکى شو،
حميده وروره پاڅه د لمانځه وخت دى مونځ درڅخه قضاء کيږي، زه زر پاڅېدم اودس مې وکړ خو زما له ياده وتلي وو بيګاه چې ما د وړانګې تصوير ته کتل په کتو کتو کې ويده شوى وم، تصوير رانه کټ کې غورځيدلى وو، زر زر د کټ په لورې راغلم عبدالله په هر څه پوه شوى وو زه يې د سترګو په کونجونو څارلم زه څه خبر وم چې د وړانګې عکس د عبدالله لاس ته ورغلى ،
زه کله عبدالله ته مخ ورواړوم بيا ژر ،ژر کمبله کله يوې کله بلې خوا واړوم راواړوم د کټ بالښت مې پورته کړ د هغې لاندې مې وکاته دهغې لاندې هم نه وو ماغوښتل چې د کټ لاندې مې يو ځلې سرپسې دننه کړی وای چې وو يې ګورم ما چې کټ ريجايي پورته کړه ،عبدالله راباندې غږ کړ حميده څنګه داسې غلې غلې پلټنه کوې لکه غل ؟څه شى درنه ورک دى؟ زه ورخطا شوم وه مې ويل نه څه ، څه       څه نه دي رانه ورک بيګاه چې ويده کيدم خت  (کالي)  مې نه وو يستلى همداسې ويده شوى وم قلم رانه ورک دى ،
ما ويل په کټ کې به رانه غورځيدلى وي، عبدالله غلى شان موسکى شو، راته يې وويل ته ديخوا راشه يو قلم خو ما هم پيدا کړى دا خو به نه وي، زه په سستو قدمونو د عبدالله په لور و روان شوم ورته مې وويل تا کوم قلم پيدا کړى ؟عبدالله وويل ته خو يو ځلې کښېنه څه درنه تښتم خو نه د عبدالله سره ، څنګ ته کښېناستم عبدالله وويل لومړۍ راته د قلم نښې او نښانې ووايه چې قلم دې څه ډول رنګ لري زه غلى شوم ځکه له ما نه خو قلم نه وو ورک  د وړانګې تصوير رانه ورک وو ورته مې وويل عبدالله رنګ يې څه کوې ته يو ځلې قلم راوښايه که زما قلم وي وبه وايم چې زما دى که زما نه وي وبه وايم چې نه دا زما قلم نه دى ،عبدالله لومړۍ يو قلم له جيبه راويست چې دا خو به نه وي ؟ما وويل نه ما غوښتل چې پاڅم عبدالله د لاسه ونيوم راته يې وويل کينه يو بل مې هم پيدا کړى عبدالله څنګ جيب ته لاس کړ په قراره ، قراره يې راويست نه ګورم چې د وړانګې تصوير په لاس کې ورسره دى رنګ مې تک زيړ لکه  کورکمان وتښتېده خوله مې وچه شوه ،
په امبور به هم زما د خولې څخه خبره نه وى راويستلى زما په خوله کې چې کومې لاړې وې سره سريښ شوې وې په ډېره سختى مې له ستوني تيرې کړې، زه د عبدالله نه سخت خفه شوم ما عبدالله ته دروغ ويلي وو چې له مانه قلم ورک دى عبدالله وويل ستا نه لکه چې دغه قلم ورک شوى دا ډول قلم خو ما تر اوسه نه وو ليدلى دا څه ډول ليکل کوي ما خو هسې هم خبرې نه شوې کولى خو د عبدالله د خبرې نور هم پسې خراب کړم په ډېره سختى مې وويل عبدالله    بخښنه غواړم     ام  ،  ام  همدغه قلم له مانه   نه ، نه    همدغه تصوير له مانه ورک دى عبدالله چې زه ورخطا وليدم نورې خبرې يې ونه کړې تصوير يې راکړ يواځې دومره يې وويل چې بل ځاى فکر کوه چې درنه ونه غورځيږي.
عبدالله پسې زياته کړه ښه اوس راته ووايه چې دا د کومې شمعې تصوير دى چې تا يې لمبو ته ځان نيولى زه چې هرڅومره ټينګ شوم چې عبدالله ته بۀ دزړه حال نه وايم خو دده ډير ټينګار مجبور کړم چې شوې خبرې ورته وکړم عبدالله وويل ته چې د خپل ورور نه خبره پټه ساتې نو چا ته به يې وايې له دې خبرې مجبور شوم چې د الف نه تر ياء پورې ټولې خبرې عبدالله ته وکړم.
عبدالله ته مې ټوله کيسه وکړه دومره مې هم ورته وويل چې نن ورځ هغه شمعه چې مايې ځان لمبو ته نيولى او زه په هغې ځان قربانه وم هغه شمعه نن د ناورغۍ په پلمه زما ديدن ته د افغانستانه را روانه ده هيله لرم چې دهغې په ليدو کې له ما سره مرسته وکړې عبدالله وويل زه بۀ څه ډول مرسته وکړم زه يې چې کولى شم زما سر له تانه قربان ما وويل کيداى شي چې دوى راشي ماته تليفون وکړي دوي به شپې او ورځې زمونږ په کمره کې کوي که ته دومره مهرباني راسره وکړې چې زه هغوى دلته د څو شپو د تېرولو لپاره راولم که تاسو ته تکليف نه وي عبدالله سخت غصه شو او ويې ويل خپل کور دننه د تګ څوک اجازه نه غواړي چې بيا درنه دا ډول خبرې وا نه ورم .
مونږ چې د چاى څښلو لپاره کورته لاړو له چاى څښلو څخه وروسته مو امنې ادې نه دعاګانې واخيستې او خپلو کارونو ته روان شو زه لومړۍ لاړم پوهنتون ته او د ورځې ٣٠ : ١٢ بجې وې چې له پوهنتونه رخصت شوم سيده لاړم د يونيسيار دفتر په لورې هلته رارسېدو سره سم راته زاهد تليفون وکړ سلام حميده! چيرته يې؟ په کمره کې خو نه ښکارې ما ورته وويل بس څو شيبې صبر وکړه زه درغلم زه دومره خوشاله وم له زاهد مې پوښتنه هم ونه کړه چې څنګه له خيره راورسېدى کوم تکليف بۀ په لاره کې درته نه وو.
اړيکه مې پرې کړه زر زر مې عبدالله ته زنګ وکړ عبدالله تليفون پورته کړ ورته مې ټوله کيسه وکړه چې زاهد او زما مينه دواړه راغلي په کمره کې دي زمونږ کمرې ته ځان راورسوه زه هم د مؤسسې دفتر کې يم ته چې رسيږې زه هم درسيدى شم عبدالله وويل سمه ده بېغمه اوسه اړيکه يې پرې کړه دفتري کار راڅخه نن پاتې شو په بيړه راووتم له سړکه مې يوه ټکسي په کرايه کړه او سيده خپلې کمرې په لورې لاړم کله چې ورسديم عبدالله له ما څخه مخکې هلته ولاړ وو ما ټکسى والا ته پيسې ورکړې زه او عبدالله په بيړه دويم پوړ ته پورته شو کله چې خپلې کمرې ته ورسيدو عبدالله لږ پښه نيولى شو پښه يې ونيوله زه کمرې ته ور د ننه شوم ما زاهد سره ستړي مشي وکړه ما چې کله د کټ په لوري سترګې واړولې وړانګه په کټ پرته وه .
وړانګې غلى غلى ځګيروى کاوه د وړانګې هر ځګيروي زما په زړه کې کرښې ايستې زاهد ته مې وويل زاهده نورې خبرې به بيا وروسته کوو خو اوس  زما سره مې ورور راغلى د باندې ولاړ دى زاهد وويل کوم ورور ما وويل عبدالله ورور زاهد وويل هغه د څه لپاره راغلى ما ورته وويل چې ولى ته کمره نه وينې يوه بستره کمه ده زاهد وکتل او ويې ويل چې اوه سمه ده زما بيخي پام شوى نه دى د ستا بستره چيرې ده ما وويل چې په کومه ورځ چې ته لاړې په همغه ورځ زه د باندې راووتم روان وم د لوبو ميدان ته چې له عبدالله سره مخامخ شوم عبدالله زه خپل کور ته بوتلم اوس له عبدالله سره په کور کې يو ځاى اوسيږم عبدالله د دې لپاره راغلى چې تاسې دا شپې همغلته تېرې کړى نه دلته ما او زاهد خبرې هم کولې او قرار قرار د باندې روان وو .
زاهد او عبدالله دواړو ښه ستړي مشي سره وکړه ما عبدالله ته وويل چې ته او زاهد درځئ کور ته وړانګه اوس ويده ده هرکله چې ويښه شي زه او وړانګه به وروسته درشو اوس يې ويښول مناسب نه بولم .
زاهد چې ډير ستړى وو نه او نو يې ونه کړل او دعبدالله سره روان شو ،ما دروازه پورې کړه قرار د وړانګې خواته ورغلم د کټ په بازو کښېناستم، وړانګې اوس هم غلى غلى ځګيروى کاوه، ما چې زړه هر څومره د کاڼي کړو بيا مې هم زړه تم نشو کړاى له سترګو مې مړې اوښکې راتويې شوې او ګريوانه ته لاړې له ځانه سره مې وويل ريښتيا چې سپوږمۍ يې، ستا نوم وړانګه دى ،په ريښتيا چې وړانګې شيندې، زه ستا تماشه کوم، ته رڼا او وړانګې شيندې ،
زه يو نابلده لامبوزن يم، لامبو وهم، لامبو مې نه ده زده، او ته زما لارښود يې، ته لکه ورځ روښانه ځليږې ،زه لکه غمجنه شپه ،ته زړونو ته خوشالي ورکوې ،که هر څومره غمجن ستا مخ ته اوګوري غم او فکر به يې ورک شي، ته غمجنو ته خوشالي ورکوې، زه تر ډېره له ځان سره اخته وم، زړه مې صبر ونه کړ، که تاسو يې بې ادبي نه بولۍ ،غلى لکه غل ورټيټ شوم ،د وړانګې په مخ مې شونډې کيښودې او ښکل مې کړه، د وړانګې پرمخ ګيډۍ ، ګيډۍ زلفې پرتې وې . آه څه د خوند ډکه شيبه ده ،
وړانګې چې دواړه لاسونه يې  په کمبله کې پټ کړي وو لاسونه يې له کمبلې راوييستل ځان يې وغزاوه لکه يو ښه ستړی کار ګر چې ښه ستړی وي لا يې سترګې نه وي پرانيستي، په سترګو کې يې سوک واهه او غږ يې کړ ،زاهده وروره حميد ته به دې زنګ نه وي کړى ؟کله يې چې د خپلې پوښتنې ځواب وانه وريده ،سترګې يې پرانيستې چې زه يې ځان سره خوا کې ناست وليدم، هکه پکه شوه په خپلو سترګو يې باور نه کيده، په سترګو کې يې يو ځل بيا سوک وواهه، ما ته يې په ځير ځير وکتل بې اختياره يې وويل حميده زما جانه دا خوب وينم که ريښتيا دي ؟
بې اخيتاره يې زما په غيږ کې سر کېښود تر ډيره يې وړې سلګۍ کولى ،وروسته يې سر راپورته کړ او ويې ويل ته کله راغلى يې او زاهد څه شو؟ ما ورته د زاهد تګ کيسه وکړه او ورته ومې ويل چې زه وختي راغلى وم ته ويده وې د ويښولو زړه مې درباندې ونه شو، تا خپل ځان دخوب دنيا ته سپارلی وو زلفې د پرمخ خورې ورې پرتې ما ستا ښکلي مخ ته کتل زه ستا ښکلا مست او له ځانه پردی کړى وم مګر افسوس چې دا وخت ډېر پاتې نشو ته لکه د سهار دلمر وړانګه چې غلى کوټې ته رادننه شي راويښه شوې ما له تانه په ناخبرۍ کې يوه...... زه غلى شوم وړانګې وويل ولې غلى شوې ولې د خبره نيمګړي پريښوده ماوو يل لومړۍ راته بخښنه وکړه بيا به درته خبره وکړم وړانګې وويل      جانه دا ته څه ډول خبرې کوې ولې داسې وايې زه او ته به دې يو بل په خطاييو پسې نه ګورو،
ته دې خبله خبره وکړه چې څه خبره ده ما وويل ته چې کله ويده وې زه ستا سر ته تر ډېره ناست وم صبر مې ونه شو لکه  عــــــــــــ ، عــــــــــــــــ  غل راټيټ شوم او ، او ، لا ، لا   تانه مې مچکې واخيسته ،وړانګه وشرميده سر يې ټيټ کړ تر يوې شيبې پورې زه او وړانګه دواړه چپ وو، چې د زاهد زنګ راغی سلام حميده ولى دومره وځنډيدې، ما ورته وويل زاهده بس دادى درغلو وړانګه تر اوسه ويده وه، اوس له خوبه ويښه شوه، زاهد وويل سمه ده زر راځى،زاهد اړيکه پريکړه وړانګې ته مې وويل زر کوه چې روانيږو هسې نه چې زاهد راباندې شکمن شي ،
زه او وړانګه دواړه په موټر کې کښېناستو او د عبدالله د کور په لور روان شوو دا زما لومړۍ ځل وو چې د وړانګې سره څنګ په څنګ کښېناستم که تاسو چيرې مينه کړي وي او يا چا درته ويلي آيا له دې نه به د خوشالى ځاى چيرته وي چې عاشق او معشوق دواړه سره څنګ په څنګ له ډېرې جدايي څخه وروسته يو ځاى ناست وي ما ته خو له دينه بله لويه خوشالي نشته زه وړانګه دواړه د عبدالله کور ته ورسيدو چې ما اوس خپل کور ګڼلو موټروان ته مې پيسې ورکړې چې کله دروازې ته ورسيدو وړانګې ماته کتل چې حميد به اوس رانه ګرځي او د حجرې په لور به ځي ،
زه وړانګې ته مخکې شوم وړانګې ته مې وويل راځه ، راځه دا داسې دى لکه زما خپل کور هغوي ماته ورور ويلي کله چې انګړ ته ورسيدو پلوشې غږ کړ ادې وا ادې هغوی راغلل پلوشه مخې ته راغله لومړۍ ماته ستړي مشي راکړه وروسته له وړانګې سره غاړه غاړۍ شوه وړانګې پلوشې ته غاړه ورکړه، دلته  به ما ويل چې اخ بختورې په لومړي ځل يې تاته غاړه درکړه دا څومره بختوره يې چې وړانګه په غيږ ستړي مشي درسره کوي،
پلوشې او وړانګې په ولاړي خبرې کولې چې امنه ادې هم راغله او غږ کړ حميده زويه ! زما خو دې زړه پښو ته اوغورځاوه ما ورته ويل څه درباندې شوي نه وي عبدالله ځوى مې او بل انډيوال دې راغلل ته ورسره نه وې د عبدالله زوي نه مې پوښتنه وکړه چې حميد دې څه کړ هغه راته وويل دوى لږ وروسته راځي خو زما زړه نه منله خو ښه شوه چې راغلې ،
امنې ادې وړانګې ته ستړي مشي ورکړه په انګړ کې تيار ځايونه اچول شوي وو هلته کښېناستو، زاهد او وړانګې ډوډۍ نه وه خوړلې دوي ته يې د ډوډۍ بندوبست نيولى وو ښه ډوډۍيې ورته تياره کړې وه د يو شي کمی هم نه وو       پکې زاهد او عبدالله د باندې په حجره کې ناست وو زما د وړانګې نه زړه نه کيده، وړانګه ډېره خوشاله معلوميده موږ لا په خبرو بوخت وو چې عبدالله پيغام راوليږه سلام وروره د وړانګې په ليدو دې موږ هير کړو .
د باندې حجرې ته راشه زاهد درباندې پوهه نشي ريښتيا چې دوه مينان سره يو ځاى شي په نورو خلکو د ړندو ګمان کوي زر حجرې ته راشه ستا ورور عبدالله زه هم زر زر پاڅيدم غوښتل مې چې حجرې ته لاړ شم د امنې ادې او پلوشې نه مخکې را باندې وړانګې غږ کړ په خوله کې يې د جان نوم راخيستی وو خو زر يې خوله بنده کړه بيا يې وويل حميده چيرې ځې؟ ما ورته وويل چې ځم حجرې ته تاسو په خپلو کې خبرې او خولکت کوئ.
کله چې حجرې ته راغلم عبدالله به پټ پټ له ځان سره موسکی شو غلي غلي به يې ماته راکتل موږ په خپلو کې په خبرو بوخت وو چې پلوشې راغږ کړ عبدالله وا عبدالله ډوډۍ تياره ده عبدالله وويل سمه ده دادى درغلم پلوشې خورې .
ډوډۍ راوړل شوه ډېره خوندوره ډوډۍ وه دومره خونده وره ډوډۍ  ما هيڅکله نه وه خوړلې د ډوډۍ خوړلو وروسته زاهد وويل چې عبدالله جانه کوم ډاکټر به روغ وي چې خور مې ورولم؟ عبدالله لږ شانتې غلى وو بيا يې وويل چې رضوان الله خټک ته بې يې ورولو ډېر پوه او هوښيار ډاکټر دى رضوان الله خټک ته د ورتګ پرېکړه وشوه په هماغه ورځ خو نه ورغلو سبا سهار څلور واړه د رضوان الله خټک د شخصي کلينيک په لورې وخوځيدو . موږ چې هلته ورسېدو ډېر بې روبار او رش وو تر سبا ورځې پورې به هم موږ ته نوبت نه واى رسېدلى .
زه زيات خوشاله وم ماويل چې شکر دى چې رش (ګڼه ګوڼه)زياته ده وړانګه به د يوې شپې نه زياته راسره پاتې شي خو عبدالله وويل خفه کيږئ مه نوبت اسانه دى زه ورسره پيژنم له ټولو نه به موږ مخکې کې کړي عبدالله چې روانېدو غلى مې پسې غږ کړ ورته ومې ويل دا ته څه کوې پرېږده چې وځنډيږي يوه شپه چې اضافه ورباندې وشي هم ښه ده عبدالله وخندل او ويې ويل ما ددې لپاره فکر کړى ما وويل څه ډول فکر عبدالله وويل چې هغه به وروسته درته ووايم او روان شو زه هم غلى شوم نور څه مې ونه ويل عبدالله زر بيرته راغى يو څو دقيقې لا نه وو ولاړ په دروازه کې غږ وشو چې د عبدالله په نوم څوک شته عبدالله غږ وکړ بلى شته کله چې کلينيک ته داخل شو له معاينې څخه وروسته ډاکټر صاحب وويل چې کومه ناروغي نه لري خو يوه ناروغي چې زه يې له نورو ناروغيو سخته بولم هغه تشويش او فکر کول دي ستاسو ناروغ تشويش او فکر ته مه پريږدئ.
تاسو بايد د هغى پام ډېر غلط کړئ ستا سو ناروغ تشويش او فکر تر دې ځايه رسولى او بل کمزورې شوې زياته ده زه بۀ درته دوا وليکم ډاکټر دوا راته وليکله زه او عبدالله په دوا پسې لاړو وړانګه او زاهد د باندې د ناروغانو په تم ځاى کې کښېناستل مونږه چې کله دوا راواخيسته د کور په لور روان شو کله چې کورته ورسېدو زاهد وويل که خوښه مووي راځئ چې د پوهنتون په لورې لاړ شو عبدالله خو ورسره وومنله چې څنګه چې ستا خوښۀ وي همغسې زما خوښۀ خو زه ترې انکاري شوم ورته مې وويل زه به دفتر ته لاړ شم د انجينر صاحب کمپيوټرمې راوړى هغه بۀ هم راسره يوسم څو ځله مې له ځانه سره يووړ،
خو انجينر صاحب به نه وو راغلى زاهد هم نوره راسره ټينګ نه شو زاهد او عبدالله دواړه د پوهنتون په لورې لاړل زه يواځې د خپلې مينې په خاطر ترې پاتې شوم ما ويل راځه چې يو ملټ يې خوا کې وې هم بس ده خداى خبر بيا بۀ کله سره وينو ريښتيا چې د مينې نه خوږ سپيڅلى او په زړه پورې بل شى نشته ،
ريښتيا چې مينه دهغه ريښتينو رڼاوو څخه دى چې د روحونو پيوستون يې په رڼا کې وجود مومي ريښتيا چې مينه هغه نه اټکل کيدونکى احساس دى چې تر نن ورځې پورې نه چا ښکاره کړه او نه يې څوک ښكاره کولو لپاره الفاظ لري ،زه ډېر په ماتو ګوډو پښو کورته دننه شوم وړانګې چې زه يواځې وليدم زياته خوشاله شوه د غرمې د ډوډۍ وخت وو، د عبدالله مور امنې وويل چې د ډوډۍ وخت دى عبدالله او دوړانګې لورکۍ ورور په کومه لاړل ؟تاسو ته ډوډۍ راواخلم که هغوى ته انتظار کوى؟ ما سمدستي عبدالله ته فون وکړ ورته مې وويل چې تاسو دډوډۍ لپاره راځى که مونږه ډوډۍ وخورو؟ عبدالله ديوې شيبې لپاره غلى وو،د زاهد سره يې څه وويل بيا يې وويل نه تاسو ډوډۍ وخورئ موږ ډوډۍ همدلته خورو ما, وړانګې,پلوشې او امنې ادې يو ځاى ډوډۍ وخوړه، له ډوډۍ خوړلو څخه وروسته مې وړانګه په اشاره کې پوهه کړه چې زه حجرې ته ځم ته راپسې راشه،
امنې ادې ته مې وويل چې زه به حجرې ته لاړ شم هلته به لږ ارام وکړم، زه چې پاڅيدم وړانګې هم وار خطا نکړ هغې سم دستي وويل زه هم درسره ځم حجره به هم ووينم لږ به مې پام هم غلط شي او دخوست خبرې به هم درته وکړم، ما هم ددې لپاره چې امنه ادې او پلوشه راباندې پوهه نشي ما وويل وړانګې ته ناروغه يې لږ ارام به وکړې، وړانګې وويل نه اوس روغه يم زه او وړانګه د حجرې په لوري راغلو کله چې د حجرې په دروازه باندې داخل شوو وړانګه رانه مخکې شوه ماته يې مخ راواړوه زه مخ پر قبله روان وم وړانګه په شا روانه وه ماسره يې خبرې کولې غلى غلى قدم يې پورته کاوه ماورته وويل هسې نه چې پښه د د زمکې سره ولږيږي ونه غورځې ،
وړانګه همغسې په شا روانه وه او سترګې يې په ما کې ګنډلې وې خبرې يې کولې زما خبره ريښتيا شوه يو څو قدمه چې نوره هم لاړه د چپلکې پونده يې ورغبرګه شوه ،کله چې غورځېده لاسونه يې زما له غاړې تاؤ کړل غورځيدلو ته خو ما هم نه پريښودله، خو ما چې ځان د هغې نيولو ته برابراوو نو هغې مې وړاندې لاسونه په غاړه کې واچول تا به ويل که وړانګې په رضا پونده په ځمکه ووهله وړانګې تر ډېره سر زما په ټټر پورې جوخت نيولى وو،
وړانګې زما په ټټر پورې سر داسې ټينګ نيولى وو لکه يو ماشوم چې په ژاړه دمور غيږې ته په ارمان ورولوېږي تر ډېره زما او وړانګې ترمنځ چپه چوپتيا وه ما نور هيڅ شي اوازنه اوريده بغير زما له ساه څخه پرته  چې په شور کې دى ټوپونه وهي نور ټول ځايونه چوپتيا نيولي وو تا به ويل که دوى ټول زمونږ ننداره کوي ،نه پوهيدم چې ولى نه شم کولى چې زړه قرار ونيسم ،نه پوهيږم چې ولى مې زړه هر درب لړزوي، نه پوهيږم چې ولى سرتر پښو لړزې اخيستې يم ،نه پوهيږم چې ولې مې شيبه په شيبه د زړه ناقراري زياتيږي، د روح په ژورو کې مې يو مرموز غږ پرله پسې غږيږي،
او وايي چې ځوانه نن خو د خپل محبوب سر په ټټر پورې جوخت نيولى که سبا درنه جدا شي بيا به څه کوې ما ټکان وخوړو دوړانګې سرمې په دواړو لاسونو له ټټر څخه راپورته کړ، وړانګې سترګې تکې سرې اچولې وې اوښکې يې د ملغرو په څير په مخ روانې وې ،ما وړانګې ته د تسلې په دود وويل وړانګې هيله کوم ژاړه مه، سترګې دې پاکې کړه په ژړا هيڅ نه کيږي، وړانګې په ژړا کې وويل جانه که په ژړا څه نه کيږي،ته ماته وايې چې سترګې پاکې کړه خير زه ، زه خو به – زه خو به سترګې پاکې کړم خو تا – تا بياولې سترګې سرې اچولې ته – ته – اخير ته ولې ژاړې چې ماته وايې ،
وړانګې ژاړه مه په ژړا څه نه کيږي زه غلى وم وړانګې بيا وويل جانه! – اى جانه!  زما – زما د زړه څخه د غمونو د کميدلو يو ته يې چې که – که هر څومره غم مې په زړه وي جانه چې تاووينم هرڅه مې هېر شي او بله جانه همدا ژړا ده چې د غمونو په کميدو کې راسره مرسته کوي زه او وړانګه تر ډېره همغلته ولاړوو وروسته وړانګې دحجرې څخه دوې چوکۍ راوخيستې په يوه باندې زه او په بله بلاندې خپله وړانګه مخامخ راته کښېناسته ما او وړانګې ډېرې خبرې وکړې .
وړانګه به په خبرو خبرو کې په ژړا شوه کله چې پاڅيده کورته تله نو مخ يې راواړوو راته يې وويل جانه هغه زما تصوير درسره شته که غورځولى دې دى ته يې په جيب کې ګرځوې که سوزولى دې دى، ما وويل ګرانې ته ووايه چې مابه غورځولى سوځولى وي که راسره به وي وړانګه موسکى شوه څه يې و نه ويل ما له جيبه تصوير راويست وړانګې ته مې ورښکاره کړ، وړانګې چې تصوير پرهمغه شان تروتازه وليد چې څومره ښه يې ساتلى زياته خوشاله شوه او غلي، غلي قدمونه يې پورته کړل ما بيا ورباندې غږ کړ وړانګې! اى وړانګې! وړانګې چې مخ راواړاوه ما د وړانګې تصوير شونډو ته نيږدې کړ او ښکل مې کړ وړانګه غلي شان موسکى شوه او کور ته دننه شوه.
وړانګه چې کورته دننه شوه زړه مې ډير تنګ شو يوه شيبه مې زړه د وړانګې څخه جدايي نه غوښتله وړانګه اوس له مانه ډېره لرې نه ده يواځې دکور په ديوالو رانه پناه ده دهغې هره خبره مې په زړه د سپوږمې د وړانګو په څير د خنجر په څير لږيږي د وړانګې هغه خبره خو مې بيخي زيات زړه تخنوي چې جانه اى جانه زه له تاسره مينه لرم يوه شيبه خو مې له ځانه سره غلي غلي وژړل ما ويل وړانګه خو دا دوه شپې دلته ده سبا يا بل سبا به ځي بيا به څه کوم.
د وړانګې بيلتون اوس راته ډېر سخت وو له ما يې هرڅه اوس هير کړي وو کله به مې سر په زنګون کيښود کله به پورته شوم په حجره کې بۀ مې قدم واهه زړه مې هيڅ قرار نه کاوه يو ځل بيا په دواړو پښو کښېناستم سر مې د زنګنو په منځ کې کيښود بې اخيتاره مې دخولې دا لنډۍ را بهر شوې.
زړ مې نري درزونه وکړل                                                                                    لکه ديوال چې زلزلې وهــــــــــــــــــلى وينه
زړه مې دورانې کلا برج دى
دغم چنچڼې په کې ځـــــــالي جوړوينه
تنور چې تود شي اخر سوړ شي                                                                      زړه چې مين شي هميشه لمبې وهينه                                                  مينې دې داسې ليونی کړم                                                                 لکه سوالګر ديوال ته شپې سبا کومه                                                               .
ماته به د وړانګې سپوږمۍ ته ورته څيره، لمر ته ورته تندى ،له نشې ډکې سترګې ،پسرلي ته ورته موسکا، تکې تورې شپې ته ورته زلفې،له خماره ډک باڼوګان سترګو سترګو ته کيدل يوه شيبه مې هم له زړه او ذهنه ايخوا ديخوا نه کيده وړانګې زه د ژوند په معنى پوه کړم وړانګې ماته مينه اوښوده وړانګې زه د ژوند په خوږو ترخو پوه کړم زه لا په همدې سوچونو کې وم چې عبدالله او زاهد دواړه حجرې ته را دننه شول ما جيب ته لاس کړ دسمال مې راويست سترګې مې پاکې کړې خو بيا هم زما سرې سترګې دوي وليدې که له اوښکو مې پاکې کړې هم له زاهد نه عبدالله پوښتنه کې مخکې شو او ويې ويل حميده بيا دې سترګې ولې سرې دي خير خو دى؟ ما يواځې وويل خير او خيريت دى عبدالله وويل چې خيراو خيريت وي زه ستا سرې سترګې نه شم ليدى ولې ژاړې ما دا ځل ورته سرخوږي پلمه کړ چې سرمې هم خوږيږي او بيګاه شپه مې خوب هم نه دى کړى عبدالله غوښتل چې نور څه هم ووايي خو ماسترګې ورته ټينګې کړې چې ګني زاهد دى پوه بۀ شي عبدالله سمدستي د خپلو ټولو پوښتنو ځواب پيدا کړ غلى شو نور يې هيڅ ونه ويل.

 

اساسي برخه: ناولونه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1335

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1326

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1472

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2002

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6225

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…