د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

زما مينه شهيده شوه ناول / اتم څپرکی

ورځې تېرېدې مرګي ته شپې او ورځې لنډې دې، د امتحانو شپې او ورځې تېرې شوې، د دولسم ټولګي نه له خيره فارغ شو، زاهد کور ته په رخصتيو لاړ، زه همدلته پاتې شوم ما نه غوښتل چې د وړانګې په زړه بيا هم مالګې وشيندم زړه مې ډېر کيده خو ما ويل که اوس لاړ شي بيا چې راځې وړانګه به بيا څه کوي ، په وړانګه به څه تيرېږي ،
زه يوه ورځ د باندې د چکر لپاره راووتم ،غوښتل مې چې د لوبو د ميدان په لورې لاړ شم ،په لاره کې راسره عبدالله ملګرى شو ،عبدالله رانه ډېرې پوښتنې وکړې ،چ ولې په رخصتيو کې کور ته نه يې تللى؟ او بل دې رنګ زيات تغير کړى دى که تا راباندې غږ نه وى کړى خداى خبر چې ما به پيژندلى وای، ما ورته د کور نه تګ ټوله کيسه وکړه ،
عبدالله زما د کيسې په اورېدو زيات خفه شو، راته يې وويل له نن نه وروسته به ته زما سره اوسيږې، ما چې عبدالله ته هر څه وويل نو عبدالله نه منله زما بستره يې له کمرې راواخيسته ماته يې وويل چې ته د لوبو ميدان په لورې درځه زه هم ستا بستره کور ته وړم بيرته راځم، زه د لوبو ميدان ته لاړم دکريکټ  لوبې ننداره مې کوله  چې عبدالله بيرته راغى ،ما او عبدالله تر ډېره د لوبو ننداره وکړه، ماښام نږدې کيدونکى وو چې د عبدالله د کور په لور روان شوو، کله چې د عبدالله دوی کور ته ورسېدو ما ويل چې عبدالله به اوس د حجرې دروازه بيرته کړي ،خو عبدالله راباندې غږ کړ، راځه اودرېږه مه، په کور کې نور څوک نشته يواځې زه يم يوه مې مور ده او بله کوچنۍ خور زړه نازړه غلى په عبدالله پسې کور ته دننه شوم،
د عبدالله مور مخې ته راغله ستړي مشي يې راکړه، ما فکر کاوه چې اوس به له مانه پوښتنه کوي ،چې زويه څوک يې او څنګه راغلى يې ؟خو داسې نه وه عبدالله زما په هکله هر څه ورته ويلي وو، د عبدالله مور امنې ادې راته وويل زويه ! راځه دلته په کټ باندې کښېنه، د زوي د نوم په اورېدو دومره خوشاله شوم ما ويل که خپلې مور راباندې غږ کړ چې زويه راځه دلته په کټ باندې کښېنه ،ماته مې خپله مور پلار وروڼه او کوچنۍ خور سترګو ته ګډې شوې ، يو يو به مې له سترګو تېرېده زما د فکر مرغه اوس په خوست کې وزرې رپولې ،
چې د عبدالله مور امنې ادې راباندې غږ کړ، زويه کيداى شي زما په ليدو تاته خپله مور ياده شوې وي، خو ګوره زويه ما به هم له خپلې مور نه کمه نه ګڼې، لکه څنګه چې عبدالله راباندې ګران دى او عبدالله ته چې زه په کومه سترګه ګورم همداشان ته هم راته د عبدالله نه کم نه يې ،د عبدالله ورور نشته دا دى خداى په تياره ورور ورکړ ،
زه او د عبدالله   مور امنه ادې لا په خبرو وو چې  د عبدالله خور غږ وکړ ،مورې وا مورې زيمنه په کې وکړم که يخني په کې جوړه کړم؟ امنې ادې ورغږ کړ پلوشې لورې يخني په کې جوړه کړه يخني به روغه وي، ما هيڅ نه شول ويلى زه تر ډېره غلى وم امنې ادې بيا وويل، زويه کله چې عبدالله راغلو راته يې وويل چې هغه چرګ تا چې د يوه ښه ميلمه په نوم ساتلى د هغه چرګ وار راغلى ،هغه چرګ حلال کړه هيله ده زويه چې دغه ميلماستيا ز موږ څخه قبوله کړې،
ما ورته وويل ادې څه چې تيار وي هغه د يار وي له دې وروست چې تاسې څه خورئ هغه به زه خورم، له تاسو خو زه زيات نه يم د عبدالله مور امنې ادې وويل زويه ! تردرو ورځو پورې خو ميلمه يې له هغې وروسته چې څه وايې موږ يې درسره منو،
ماخستن شو تراوسه د عبدالله خور ماته د ستړي مشي لپاره نه وه راغلې، کله چې د ډوډۍ وخت شو د پلوشې مور د باندې لاړه د دروازې سره خوا کې مې لږ پسپسۍ واورېده ،خو پرې پوهيدم نا عبدالله د باندې وراغلو زما په ګمان چې د عبدالله مور امنې ادې پلوشې ته  ويل چې ستړي مشي ورکړه ،خو پلوشه شرمېده ،نه راتله لومړۍ د عبدالله مور ورپسې عبدالله او په وروستيو کې يې خور پلوشه قراره قرار ه چې ډېره شرميده ستړي مه شي راکړه، او زر د باندې لاړه امنې ادې وويل پلوشه لور مې ډېره شرم ګيره ده ،
ډوډۍ راوړل شوه ډوډۍ مو اوخوړه د څملاستي او د لمانځه لپاره د باندې حجرې ته لاړو، مونځونه مو وکړل او ويده شو سهار چې کله له خوبه راپاڅېدم د لمانځه اوداسه څخه وروسته د چاى څښلو لپاره کور ته لاړو، کله چې چاى څښلو ته کښېناستو عبدالله وويل حميده وروره ستا لپار ما يو کار ليدلى خداى دې وکړي چې هغوى بل کار کوونکي ته نه وي ورکړى، د عبدالله مور وويل زويه څه ډول کار دى ګران کار خو به نه وي؟ عبدالله وويل نه مورې،
اسانه کار دى يواځې به چوکۍ کې به ناست وي لس دولس زره به اخلې د عبدالله مور وويل دا څنګه کار دى حميد زوي خو تر اوسه پوهنتون نه دى خلاص عبدالله وويل چې دا کار په پوهنتون پورې اړه نلري ،حميد کمپيوټر لوستلى د کمپيوټر څو پروګرامونه يې ويلي،
زه او عبدالله دواړه د چاى څښلو څخه وروسته د باندې حجرې ته لاړو عبدالله وويل زه به د هغه دفتر په لورې لاړ شم کوم دفتر کې چې کار کوونکي ته ضرورت وو زه همدلته په حجره کې کښېناستم کتاب مې له ځان سره ملګرى کړ .

اساسي برخه: ناولونه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1335

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1326

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1472

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2002

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6225

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…