د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

زما مينه شهيده شوه ناول/اووم څـپرکی

زمارنګ به له يوې ورځې نه بلې ته بدلون کوه، له يوې خوا د امتحان شپې او ورځې را نږدې شوې وې، له بلې خوا مې د وړانګې يادونو زړګی تخناوه زما په رنګ کې دومره ادلون ، بدلون راغلى وو چې زاهد راباندې د چرسي ګمان وکړ، يو ورځ زه د باندې راووتم زړه مې ډير خفه وو په سړک باندې تلونکو موټرو کې مې سترګې ګنډلې وې کله کله به مې مخ خپلې کمرې کړکۍ په لور واړاوه ومې ليدو چې زاهد په ډېره بيړه زما په بستره اخته دى، لومړۍ يې د سر بالښت پورته کړ بيا يې کېښود وروسته يې ټوله بستره پورته کړه خو چې څه يې پيدا نکړه بيرته يې کېښود،
کله کله به يې د دروازې په لوري هم مخ راواړاوه، بيا زما د المارۍ په لور لاړ زما د جامو بکس يې راکوز کړ څټ په مخ يې ښه تلاشي کړ خو څه په لاس ورنغلل، بيرته يې بکس په خپل ځاى کېښود وروسته په خپل ځاى قرار کښېناستو، زه هم د باندې په ولاړي ستړی شوم کمرې ته راغلم د خپلې المارۍ په لورې لاړم چې کتابونه راواخلم لږ يې مطالعه کړم،
زاهد په يوه سترګه ما ګوري په بله کتاب، ما هم د کتابونو المارى نه يو کتاب راواخيست او د هغې په لوستلو مې شروع وکړه يو څو پاڼې مې چې ولوستې نور مې ورته زړه تنګ شو کتاب مې بند کړ بيرته مې په المارۍ کې کيښود ،خپل د جامو بکس مې راواخيست جامې مې ترې راويستې ټولو جامو ته مې يو يو څنډ ورکړ، وروستي جوړ کالي او جامې مې چې راواخيستې څنګه مې چې څنډ ورکړ د څنډلو سره سم يو کاغذ ترېنه لاندې وغورځيدو ،
خو ما هم فکر ورته ونه کړ جامې مې ميخ ته کيړۍ کړې بيرته د بکس په لور راغلم په کاغذ مې يو ځل بيا سترګې ولږېدې کله چې ښۀ ورته ځير شوم د کاغذ په سر په پنسل ليکل شوي وو ،   ( جانه زه له تا سره مينه لرم )کله مې چې په کاغذ دغه جمله وليده زړه مې په درزېدو شو لاسونه او پښې مې مړه شول دومره وس را کې نه وو چې کاغذ مې راخيستی واى ما چې کله راخيستو يو ځل به مې زاهد ته وکتل هسې نه چې زاهد مې وويني بيا به مې په قراره د ليک په لور لاس وغزوو
د زاهد هم اوس  راته پام شوى وو هر څومره خواري مې چې اوکړه ليک په پټه راواخلم خو ونه توانېدم ما به چې په ليک باندې ليکلي جملې ته وکتل چې پرې ليکل شوي وو( جانه زه له تاسره مينه لرم ) له سترګو به مې ليک ورک شو د ليک په ځاى به راته وړانګه سترګو سترګو ته کېده ځکه خو مې زړه نه شو کوى چې ليک راواخلم فکر مې ډېر خراب وو زاهد راباندې غږ کړ حميده! څنګه داسې غلى ناست يې لکه غل  ژر ژر دې کالي سم کړه د امتحانو شپې او ورځې دي، د زاهد خبره نه وه سم د ټوپک ډز وو ريښتيا وه چې زه دې غلا لپاره ناست وم ،
ما ريښتيا غلا کوله ما دليک غلا، د هغه ليک غلا چې ما په خپل بکس کې راوړى وو اوس رانه غورځيدلى وو خو د ليک پورته کول راته ديوې لويې غلا څخه هم ډير لوى کار وو خو دا غلا ما په داسې وخت کې وکړه چې د زاهد راباندې پام شو ، ډېره لويه غلا افسوس چې په پټه مې کړې وآی چې زاهد نه واى ليدلى زه زاهد وليدم راته يې وويل څنګه ليک ته په رډو ، رډو ګورې زاهد را ټيټ شو چې ليک راواخلي خو ما يې ليک د لاس څخه دومره په زوره کش کړ نږدې وه چې ليک مې پرې کړى واى، زاهد هم حيران وو چې په حميد څه وشول،
په حميد څه شوي، دا دې څه ليک دى،  ولى يې  دومره په زوره زما د لاسه څخه کش کړ،  حميد له ما نه څه پټوي، ليک مې په جيب کې کېښود زاهد همداسې په رډو ، رډو راته کتل زاهد راته وويل حميده ته کوم څه له مانه پټوې ماته نه وايې خپل غم د زما سره شريک کړه که وس مې وي زه به درسره مرسته وکړم که زما سر دې په کار وي هم زه به يې له تا ونه   سپموم ما زاهد ته هيڅ ځواب ورنکړ د ورځې لمن ټوله شوه د شپې لمن وغوړېده.
ما او زاهد چې د ماخستن ډوډۍ اوخوړه سمدستي مې د ماخستن لمونځ وکړ او په خپل ځاى څملاستم، زاهد خپل کتابونه راوخيستل د کتابونو په لوستلو بوخت شو، ما ته خوب چېرې راتلو کله په يواړخ اوړم کله په بل د لسو پنځلسو دقيقو لپاره پړمېښۍ وړی وم، ما چې سترګې پرانيستې زاهد ګروپ مړ کړى وو او ويده وو، زه زر راپاڅېدم له جيبه مې د ليک پاکټ راويست ليک مې د پاکټ څخه خلاص کړ يو په کې ليک وو بل په کې د وړانګې تصوير لومړۍ مې تصوير ته ښه زير زير وکتل بيا مې په زړه پورې جوخت ونيو.
د وړانګې تصوير مې سترګو ته نږدې کړ تصوير ته مې خبرې شروع کړې وړانګې، اى وړانګې ته زما يې ته بالکل زما يې  که خداى کول ، که خداى راسره مل وو ته به زما وې وړانګې ته هيڅ فکر مه کوه ، وړانګې اى وړانګې! زه له تاسره دومره مينه لرم چې څه درته ووايم زما خبرې د وړانګې له تصوير سره دومره په زوره شوې نږدې وو چې زما په خبرو پسې زاهد له خــوبه ويښ شي .
زه هيڅ په ځان نه پوهيدم ډېرې په زوره سره خبرې مې کولې خو مخکې له دې چې زما خبرې نور هم زور واخلي زاهد په کټ کې په اړخ واوښت او ستنګی وکړ زه د زاهد ستنګي د فکر او خيالونو څخه رابهر کړم زر مې تصوير جيب کې کيښود دا چې زاهد ګروپ مړ کړى وو ليک سم نه ښکاريده غلى پاڅېدم ګروپ مې روښانه کړ قرار ، قرار خپل ځاى ته بيرته راغلم او د ليک په لوستلو مې پيل وکړ د ليک په سر ليکل شوي وو جانه اى جانه ! د جان د نوم په ويلو سره مې بيا وړانګه سترګو ته ودرېده وړانګې ډېر عجيبه الفاظ د ليک پر سر ليکلي وو جانه اى جانه ! ما چې ليک لوستو ماويل که پخپله وړانګه راته غږ کوي. زه دې جانه کلمې د عقل او زړه کش مکش کې اخته کړم .
يوې خوا راته مور،پلار ،وروڼه او خويندې سترګو سترګو ته کېدې او له بلې د وړانګې سوزوونکي عشق زه داسې کړى وم چې د هغې په مقابل کې ما هيڅ نه شول کولى . يو ځل بيا مې له ځان سره ښه وژړل له ډېرې ژړا وروسته په ځان نه يم پوهېدلى خوب راباندې غلبه کړېوه ويده شوى وم. سهار مې چې سترګې پرانيستې زاهد له ما څخه د مخه پاڅيدلى وو ما چې څنګ ته وکتل ليک مې څنګ کې پروت وو، ليک مې سره راټول کړ جيب کې مې کيښود زه ډېر سخت ووېرېدم ما ويل هسې نه چې ليک زاهد له سر تر پايه ټول لوستلى وي او بيا يې بيرته زما په خوا کې ايښی وي او ځان يې ناګاره اچولى وي .
زه به زاهد ته څنګه سترګې ورغړوم که يې لوستلى وي زه به زاهد ته څنګه ورمخامخ کيږم زاهد به وايي چې حميده تاخو له ماسره دوستي او ملګرتوب ددې لپاره کاوه زما د فکر کشتۍ د سمندر په څپو کې وه چې زاهد راباندې غږ کړ حميده نن لکه چې ډېر وختي پاڅېدلى وې؟ ما ويل نه نه يم پاڅېدلى زاهد وويل بيا د څنګه پښې د کټ څخه لاندې ځوړند وې او سر د په بالښت ايښی وو زه په خپل نه ځواب باندې پيـــــــښمانه شوم .
ځکه ما چې کله ليک پرانيست په کټ کې ناست وم پښې مې له کټ څخه لاندې ځوړند کړې وې ما په ليک کې يواځې د جان کلمه لوستلى وه ، فکرونو پرمخه کړى وم او ويده شوى وم زاهد ته مې وويل يو ځل پاڅېدم خو چې ساعت ته مې وکتل وخت ډېر وو بيرته کټ کې کښېناستم په ځان هم نه يم پوه شوى بيرته اوده شوى وم ، زاهد وويل خا، خا مينه ما ما ،ستا په شان ډېر مينان په ناستي خوبونه کوي، او د جانان سره په خوبونو کې پټ پټوني کوي،
زه سخت خفه شوم ما خو دا ګمان وکړ چې زاهد خو ليک لوستلى دى ځکه خو يې راته وويل چې مينه ماما  زاهد په لمانځه باندې ودرېده، زه د اوداسه لپاره حمام ته لاړم د زاهد خبرې مې لا همغسې په مغزو کې انګازې کولې، کله مې چې اودس لمونځ وکړ د چاى څښلو څخه وروسته زاهد وويل زه ځم ښوونځي ته  ، ته به لږ په ارام وروسته راشې ما وويل څنګه دومره وختي ښوونځي ته ځې لا خو وخت ډېر دى زاهد وويل چې د کيميا استاذ راته د نوټ ويلي وو ،
سبا ته وختي راشه زه به نوټ درکړم ما وويل که ناوخته ورشې نوټ در کوى شي ،که وختي ورشې هم، زاهد وويل چې استاذ د څه ضروري کار لپاره په څو ورځو رخصتۍ کور ته ځي
کله چې زاهد ښوونځي ته لاړ ما سره د وړانګې د ليک د لوستلو ډېره انديښنه وه ما څو ځلې ليک راخيستی وو خو لوستلى مې نه وو د لوستلو وخت مې نه وو پيدا کړى زاهد به هر وخت راسره وو ،نن ما ته موقع په لاس راغلې وه ليک مې له جيب څخه راويست خلاص مې کړ زه تر ډېره په دې فکرونو کې وم چې دا ليک به وړانګې په خپلو لاسونو کې نيولى وي بيا به يې سره ټول کړى وي، وروسته به يې په دې پاکټ کې اچولى وي ، ليک مې له پاکټ څخه راويست د ليک په لوستلو مې شروع وکړه د ليک په سر ليکل شوي وو .
جانه اى جانه
له همدې ليکې لاندې ليکل شوي وو
زه له تاسره مينه لرم
جانه سلامونه مې په ځان قبول او منظور کړه، جانه خداى دې وکړي چې ليک ستاسې لاسو ته درشي، نه دې زاهد لاسو ته
جانه خداى شته چې نن ورځ زما لپاره تر ټولو ورځو سخته ورځ ده، ځکه چې زه ستا جامې په خپل لاس تياروم، او تا رانه نن بيلتون جدا کوي، جانه دومره راباندې ګران يې چې دومره ګرانښت به ما د خپلې مور او پلار هم نه وي ليدلى ،جانه ستا څخه جلا ژوند ماته اسانه کار نه دی، جانه که ته نن له ما څخه ځې، خو ګوره جانه يوه هيله لرم ،زما وروستۍ هيله له تاڅخه دا ده چې ما هېره نه کړې، او زما ياد ته د زړه په يو کنج کې ځاى ورکړه ،جانه هغه سندره به دې اورېدلې وي چې وايي ،

بيلتون ، بيلتون  هـــى ، هـــــــى  يار مــــــــــانه وړي
زمالدار مانه وړي
زړګی مى چوي زما د خوږ زړګي قرار ما نه وړي
هـــــــى، هــــى  يار مــــــانه وړي
زما دلــــــــــــــــــدار مانه وړي                                      .
جانه په کومه ورځ چې ته تلې، په هغه ورځ دغه سندره د يوې سيمه ايزې راديو څخه خپرېده، ما دا ګمان وکړ ما ويل که د راډيو څخه زما لپاره خپرېږي، جانه چې کله مې د ستا جامې په بکس کې اچولې دې سندرې دومره ژړولي يم چې........
خير له نورو خبرو تيرېږم، کله چې ليک ولولې ما ته خامخا ټيليفون وکړه، او دا وعده راسره وکړه چې زه به ستا يم او په ژوند کې به تا هيره نه کړم، يو ځلې بيا وايم  جانه اى جانه ! زه له  تا سره مينه لرم،
سـتا وړانګه

کله مې چې ليک ولوست د وړانګې هرې خبرې به مې په مغزو کې انګازې کولې زړه به مې بيا بيا غوښتل چې ليک ولولم ما هم ليک بې لوستلو  پريښى نه دى څو څو ځلې مې ليک ولوست په هر ځل لوستلو کې به يې بيل خوند او بيل درد پروت وو کله مې چې ساعت ته وکتل د ورځې لس نيمې بجې وې زه په ځان هم نه ووم پوه شوى چې دا دومره وخت په ما څنګه تېر شو،
له ښوونځي هم پاتې شوم فکر مې وکړ چې بايد هم دا اوس وړانګې ته تيليفون وکړم ،هسې هم د ښوونځي د تګ نه پاتې شوى يم زاهد هم نشته، هم دا يې موقع ده موبايل مې راواخيست د وړانګې نمبر مې په کې ډايل کړ، د دويم دريم زنګ تېرېدو وروسته له هغې خوا نه نرم پوست او خوږ غږ راغى  . الو!الو جانه! زما چې ژبه بنده بنده کېده غږ کې مې د خوشالې ورځې ژړا ملتيا کوله ورو مې وويل ګرانې څه ......څنګه يې  ښه خويې
وړانګې بې له ځنډه وويل، شکر دى جانه روغه جوړه يم وړانګې چې زما خبرې واورېدې وړانګه هم په ژړا شوه او ويې ويل :

د ورځې تورې سترګې ګرځم                                                                 د شپې په لپو ، لپو اوښکې تويومـــــــــــــــــه

زما له عمره سره ســــــــــــــــــمه                                              ميرات شې غمه په خندا دې تېرومـــــــــــــــه


ستا يارانه د ونو ســـــــيورى                                                                     کله پرما کله په نورو خـــــــــــلکو ويـــــــــــــــــنه
ته به په کوم هيواد کې ګرځې                                                                  زه ستا دمخ تصوير په غاړه ګرځومــــه                              ترڅو به داسې جدايي وي                                                                  خوښه دې نه ده چې ځان سور په وينو کړمه

.

ما پرې غږ وکړ، وړانګې هيله کوم بس کړه د خداى لپاره ژاړه مه ،دا زمونږ خپل بخت او قسمت دى، وړانګې وويل جانه څه وکړم زه نه ژاړم  زه   ، زه  نه ژاړم  زړه مې ژاړي ،
په خوله مې لاس کېږدى عالمه

کني نارې راڅخه شي خلک خبره ومه

ما دې وړانګې د ډاډګېرنې لپاره وويل ،وړانګې زه خو دومره لرې نه يم لاړ، نه چا په زوره در څخه جدا کړى يم زما او ستا په مينه کې څوک خنډ نشته، وړانګه لږه شيبه غلي وه بيا يې وويل، جانه څومره وخت وروسته به راشې ما ورته وويل که خير وي څلور پنځه مياشتې وروسته وړانګې يو سوړ اسويلۍ وکړ او غلې شوه، بيا يې يو ناڅاپه وويل جانه هغه زما ليک د ولوسته کنه؟ ما ورته وويل بلې ګرانې هغه مې دا اوس ولوست ،اوس هم په لاس کې راسره دى ،د ليک د لوستلو ټوله کيسه مې ورته وکړه ما او وړانګې ډېرې خبرې سره وکړې ،
ما ورته وويل وړانګې په مبايل کې مې يونټې ختميږي وړانګې يواځې وويل ،جانه ګوره چې ما هيره نه کړې ستا د ليدو په هيله کله چې وړانګې اړيکه پرېکړه له ځايه پاڅېدم په کوټه کله يوې خوا کله بلې خوا ځم په ژړا مې زړه ښه يخ کړ زه په کوټه کې د کوټې په کونج کې کښېناستم چې د سترګو اوښکې مې وچې کړې او سترګې مې خلاصې کړې بيا پاڅېدم لا دروازې ته نه وم رسېدلى چې له هغې خوا زاهد راغى ،
سترګې د زاهد شوې سترګې زما  زاهد بې له واره وويل حميده! بيا څه درباندې شوي دي دا سترګې دې داسې سرې اچولي دي؟ زه غلى شوم، زاهد بيا وويل ګوره حميده دلته يواځې زه او ته اوسېږو نور څوک نشته که ته ماته هر هغه څه ونه وايې چې تا ځوروي  ،نو چاته به يې وايې ته خو يو ځلې ما په خبره پوه کړه چې خبره څه ده، ما بيا هم زاهد ته څه ونه ويل همغسې غلى پاتې شوم ،

 

اساسي برخه: ناولونه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1546

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1505

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1708

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2209

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6460

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…