د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

زما مينه شهيده شوه ناول/ پنځم څپرکی

 


سبا سهار زاهد زمونږ کور ته لاړو زه د زاهد دې په کور کې بېل پاتې شوم ،دوړانګې مور ته مې وويل چې زه به دې باندې حجرې ته لاړ شم، هغې هم راسره اومنله دوړانګې مور تر ډېره راسره ناسته وه ډېرې خبرې يې راسره وکړې ،کله چې پاڅېده راته يې وويل چې حميده زه به کور ته لاړه شم . غواګانو ته به شوتله او واښه وکړم ،تاته به مې وړانګه لورکۍ چاى راوړي تر هغې به زاهد بيرته راشي،  ما ورته وويل سمه ده، کله چېدوړانګې مور پاڅېده له هغې خوا وړانګه چاينک او پتنوس په لاس راروانه وه ،
دوړانګې مور راغږ کړ حميده دا دى وړانګې لورکۍ مې چاى راوړې، وړانګه حجرې ته رادننه شوه اومور يې کور ته لاړه يواځې زه او وړانګه وو ما او وړانګې ترډېره خبرې نه کولې لکه څنګه چې له مانه د خبرو لورى او پلو ورک وو  چې
خبرې له کومه راپيل کړم، زما په شان وړانګه هم وه، زمونږه دا خاموشي وړانګې د پيالې په ډکولو سره ماته کړه، لومړى پياله يې د ځان مخې ته کېښوده بله پياله يې راواخيسته کله يې چې ډکوله راته يې وويل جانه بوره په کې واچوم کنه ؟
د جان د نوم په اورېدو سره زيات خوشاله شوم د جان غږ مې په لومړي ځل زيات خوښ شوى وو چې کله يې په موبايل کې خبرې راسره کولې، کله يې چې اړيکه پريکوله راته يې وويل جانه اى جانه! زه له تاسره مينه لرم دا ځل د جان غږ په ما دومره خوږ ولږېده چې څه درته ووايم، ما ورته وويل ګرانې خوښه دې خپله که بوره په کې اچوې يانه، وړانګې په پياله کې بوره واچوله، وړانګې وويل جانه څومره رخصتۍ يې درکړي ؟ ما ورته وويل شل ورځې رخصتي لرو،
له هغې وروسته به له خيره ځو، وړانګې وويل ته به له خيره ځې ما چاته پرېږدې ،ما ورته وويل اول خداى ته ،بيا هغه چا ته چې له چا سره مخکې اوسېدې، د وړانګې په سترګو کې اوښکې راغلې په ژړا يې وويل جانه  زه ، زه  بغير له تانه يوه شيبه هم ژوند نه شم کولى ته زما ژوند يې، ته زما مينه،ته زما روح يې خو  ګوره ګرانه !
هسې نه چې د پيښور د نجونو په ليدو زه له تانه هيره شم ،ما له ياده ونه باسې ما ورته وويل وړانګې ګرانې يا خو لس پنځلس ورځې پاتې دي دومره زر خو نه ځم ،هغې وويل چې زه هم پوهيږم چې لس پنځلس ورځې پاتې دي که مې پلار يا مشر ورور راغی هغه مې بيا داسې په آزاده نه پرېږدي چې په يواځې توګه له تاسره کښېنم پلار مې درې ورځې کيږي چې کابل ته تللى ،مشر ورور مې په حکومت کې دنده ترسره کوي ،ورور خو مې هسې هم په شپو شپو نه راځي .
خداى مې دې پلار هم تر هغې رامه ولې ترڅو چې ستاسو رخصتۍ نه وي پوره ،وړانګه پاڅېده چاينک پيالې يې ټولې کړې څنګ ته يې کېښودې يو ځلې يې منډه کړه د حجرې نه يې سر بهر کړ ايخوا ديخوا يې سترګې واړولې، زر بېرته زما خواته راغله مخامخ په دواړو پښو کښېناسته ،زما لاس يې واخيست په خپل سر يې کېښود ،ويې ويل جانه ستا دې زما په سر قسم وي چې مې هېره نه کړې،
زه لکه بت داسې ناست وم يواځې مې د وړانګې په سترګو کې سترګې ګنډلې وې، ريښتيا چې وړانګه وه وړانګې ته خداى بيل صورت ورکړى وو، کله چې پاڅېده ما له سره ترپښو ورته وکتل، له ځان سره مې غلي وويل چې ماشاء الله په خپلو سترګو ووېرېدم هسې نه چې له نظر يې کړې که څه هم زما نظر نه لږېده خو بيا مې هم وويل چې ماشاء الله .
وړانګې چاينک او پيالې واخيستې له دروازې چې بهر کېده يو ځلې يې بيا سترګې راواړولې له ځان سره غلې موسکۍ شوه او لاړه، د مازديګر څلور بجې وې چې زاهد راغی راته يې وويل چې مور دې اوس راتله خو د ورور په ټينګار پاتې شوه، ورور د ويل چې يو څو ورځې وروسته به درشو کومه پلمه به جوړه کړو . زه مور کوچنۍ خور درې واړه به درشو ما ورته وويل چې دا خو ډېره ښه شوه چې مور کوچنۍ خور او ورور ووينم .

اساسي برخه: ناولونه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1780

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1731

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1989

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2555

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6775

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…