د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

زما مينه شهيده شوه ناول/ څلورم څپرکی

سهار وختي د ټل په موټرو کې سپاره شوو، زه د اينې طرف ته کښېناستم،زما سره په خوا کې زاهد کښېناستو او د زاهد سره پخوا کې يو سپين ږيری وو د زاهد ښه ساعت ورسره تېر وو دواړه چې موټر ته ختلي تراوسه يو هم غلى شوى نه دى کله يو جمه  راواخلي او کله بل، زما سترګې د سړک څخه د باندې په ونو کې نښتې وې چې ډيرې په تيزۍ سره روانې وې ،مونږه چې کوچنيان وو کله به چې په موټر کې له يوې خوانه بلې خوا تلو نو موږ به دا فکر کاوه چې ونې روانې دي ناست په موټر کې وم خو د خيال مرغه مې د وړانګې په کور وزرې رپولې، زه ورشم د وړانګې د کور دروازه قرار ، قرار ټک ټک کړم ،يو دوه دقيقې وروسته په خپله وړانګه راووځي بې اختياره يې له خولې ووځي حميده ته...... زما ژبه بنده وه خبرې مې نه شوې کولى، دوړه ترډېره يو بل ته ګورو ما به چې سترګې ورپورته کړې هغې به سترګې ټيټې کړې چې هغې به سترګې راجګې کړې نو ما به سترګې ټيټې کړې .
زه ترډېره غلى وم، وروسته مې غلي ورته وويل وړانګې زه دادى اخر هم راغلم
وړانګه هم په ګيله منه لهجه ووايي ظالمه ! په دې دومره ورځو کې تايو ځلې هم ماته ټيليفون ونه کړ ،که زه په ريښتيا درباندې ګرانه واى يو ځل خو به دې فون راته کړى وو. دا ټول دروغ دي ستا په زړه کې زما لپاره ځاى نشته ته درواغ وايې ته له ما سره مينه نه کوې د وړانګې خبرې مې په مغزو کې انګازې وکړې، ته دروغ وايې ته له ماسره مينه نه کوې زه لا په همدې فکرونو کې وم چې د موټر بريک هر څه راګډوډ کړل.
د کرمې ايجنسۍ لومړى پټک وو د ملېشا والا موټر ته راپورته شو له يو دوو کسانو يې پوښتنې وکړې د کوم ځاى يې وا هلکه ! چېرې روان يې سوال او ځواب وشول ملېشا والا له موټر څخه ښکته شو موټروان ته يې وويل چې حرکت وکړه موټر روان شو.
کله چې د ټل بازار ته ورسېدو، زاهد وويل چې شکر خدايه ټل ته خو راورسېدو چې اوس زر د بونډرۍ يا سرحد موټر ډک شي او حرکت وکړي، له موټره راښکته شوو د سرحدي موټرو په لور روان شوو، له ځان سره مو لږه ميوه راوخيسته چې په لاره يې اوخورو د سرحد په موټر کې سپاره شوو تور رنګه فلائنګوچ وو . په موټر کې ما او زاهد پخپلو کې خبرې کولې، زاهد وويل چې شکر دى سرحد ته خو چې خداى کول لږه لاره ده ما د هو په دود سر وخوځاوه.
زاهد خبرې کولې خو زه په خبرو نه پوهېدم يواځې مې هو او بلې ويل زاهد چې مخ راواړوه زما سترګې يې پټې ولېدې زاهد غلى شو، زه ويده نه وم تر ډيره په دې فکرونو کې وم چې کله له خيره خوست ته ورسيږم زه به چېرې ځم کور ته خو نه شم تلى ځکه که لاړ هم شم ميرانه وروڼه به بيا سترګې رانه باسي چې چېرې تللى وې او څه دې کول ولې په خپله مخه تللى وې زړه به مې کله ويل چې د ماما ګانو کره به لاړ شم او کله به يې ويل چې نه د زاهد دوي کورته لاړ شم .
هلته به وړانګه هم ووينې بيا به مې ويل که هلته لاړ شې هسې نه کومه ستونزه د وړانګې له خوا راته پيدا شي موټر ودرېده او زه يې هم د خيالونو د دنيا څخه دې دنيا ته راوستم او د موټر دروازه خلاصه شوه او يو يو په نوبت سره ښکته کيده له موټره راښکته شوو د پاکستان ملېشې مو تلاشي واخيسته .
دپاکستان او افغانستان په ګډه پوله کې لس دقيقې په پښو مزل وکړ کله چې د افغانستان سرحدي پوليسو تاڼې ته راورسېدو تلاشي وشوه يو څو نفر يې ودرول چې په هغوي کې زه او زاهد هم شامل وو له دوي پوښتنې وشوې لږې سره ستړي کړل، وروسته زما  او د زاهد نوبت راورسېد، پوليسو ووېل چې تاسې څوک ياست له کومه ځايه راغلى او چېرې روان ياست .
ما ورته وويل چې متعلمين يو له پيښاوره راغلو خوست ولايت ته روان يو يو،. پوليسونورڅه ونه ويل .رخصت يې کړو .
کله چې خوست بازار ته راورسيدو، زاهد وويل چې ډېر سره ټينګېږو نه دواړه به زمونږ کره ځو له هغې وروسته به بيا خپل کور ته ځې ما هم ورسره اومنله د زاهد د کور ته چې راورسېدو د غرمې دولس بجې وې د کور دروازه بنده وه ټکنده غرمه وه، زاهد دروازه ټک ټک کړه، د لږ ځنډ وروسته دروازه د زاهد مور رحمت بې بي بېرته کړه . کله يې چې په ما او زاهد سترګې ولږېدې په سترګو کې يې اوښکې راغلې .
لومړې يې زه ښه ښکل کړم، او له هغې وروسته يې زاهد په دواړو مخو ښکل کړ او کور ته دننه شوو، کله چې کور ته د ننه شوو د وړانګې کوچنۍ خور چې د وړانګې نه يو کال کوچنۍ وه سيمه مې مخې ته راغله، ستړي مشي يې راکړه او بيرته زر د نغري په لوري لاړه، په کوټه کې کښېناستو د شمسيې د برق څخه يې کوچنۍ پکه چلند کړه . هغه يې ما او زاهد ته مخامخ کړه، دزهدمور مې مخې ته لکه کوچنۍ ماشومه کښېناسته .
زاهد د قضايې حاجت لپاره د باندې لاړو، زه ډېر په سوچونو او خيالونو کې ناست وم ،چې وړانګه ولې ستړي مشي ته رانغله وړانګه په کور کې نشته، که ستړي مه شي ته ولې نه راځي، ايا وړانګې له مانه زړه بد دى، ايا وړانګه زما سره مينه نه کوي ، که کوي يې بيا تراوسه ستړي مشي ته ولې رانغله، خداى خبر چې دوړانګې مور به څومره خبرې راته کړي وي ،خو زه د وړانګې مور په يوې خبرې هم پوه نشوم ، دوړانګې مور په لاس وخوځولم .
حميده! په کوم خوا تللى يې، زما خبرې دې لکه چې وانه ورېدې، ما يو دم ټکان وخوړ ورته ومې ويل چې يوې خوا هم نه يم تللى خو سر مې لږ غوندې دروند دى ډير وخت کېږي چې په موټر کې مې سفر نه دى کړى . هغې پوښتنه بيا تکرار کړه چې کور ته ولې نه راتلې، دا دومره وخت چيرې وې زاهد زوی به راته ويل چې له ما سره په يوه کوټه کې درس وايي،
له ماسره دى ،خو ما به نه منله ميرانه وروڼه دې د مور سترګې راباسي ،هر وخت پېغورونه ورکوي چې له دا ډول زوی نه خو ستا لپاره مرګ ښه وو، مور د يواځې په سرو سترګو ژاړي هيڅ نه وايي ريښتيا ،ريښتيا ووايه چېرته تللى وې، ما ورته وويل مورې په دې کې د دروغ ضرورت څه دى چې زه دروغ وايم دلته مې وروڼو سبق ته نه پرېښودم د مجبورې ورځې په پټه پيښاور ته لاړم .
هلته مې سبق ويل پيل کړل، زه اوس هم نه  راتلم خو پيسې راسره ختمې شوې مجبور وم چې راغلم ،مونږ لا په خبرو بوخت وو چې وړانګه او سيمه کوټې رادننه شوې، دواړه په داسې ډول کوټې ته رادننه شوې چې سيمه مخکې او وړانګه يې تر شا راروانه وه ما ګومان وکړ چې وړانګه له ما شرميږي ځکه کوټې ته نه راتله اوس چې راغله هم د سيمه شاته غلي غلي راروانه وه .
ستړي مشي يې چې راکړه او د باندې ډېره تېزه لاړه لکه چا چې پسې اخيستي وي، سيما د مور په څنګ کې کښېناسته او ويل چې وړانګه نه راتله، شرمېده ماته يې وويل چې تا خو هسې هم لاس ورکړى ته راته مخکې
شه زه به وروسته درپسې ځم، وچ په زور مې ستړي مشي ته راوسته مور يې وويل چې وړانګه همداسې حياناکه ده شرميږي.
تر ډېره موږ په خبرو بوخت وو چې زاهد هم راغی وړانګې له نغري نه غږ کړ سيما ، وه سيما،ډوډۍ تياره ده لاسونو ته اوبه ور واچوه لاسونه مو اوينځل ډوډۍ وړانګې تياره کړه کله يې چې ډوډۍ راوړه زه او زاهد ډوډۍ ته کښېناستو، دوړانګې مور وويل چې تاسو ډوډۍ اوخورئ مونږ همدا اوس ډوډۍ اوخوړه دا ځل وړانګې هم لږ جرات پيدا کړى وو . د مور سره په څنګ کې کښېناسته ما به چې سترګې ورپورته کړې سترګې يې په ما کې ګنډلې وې .
سترګې به يې ښکته کړې، دوه درې ځلې دا لوبه تکرار شوه په څلورم ځل مې چې سترګې ورپورته کړې هغې ګڅه سترګه ووهله (سترګک) يې وواهه او له ځانه سره غلې موسکۍ شوه او د باندې لاړه .

مونږ چې ډوډۍ اوخواړه حجرې ته د استراحت لپاره لاړو حجرې ته چې راغلو تيار ځايونه اچول شوي وو، دواړه اوږده وغزيدو زاهد باندې خو دومره زر د خوب خپسه کښېناسته چې ما لا سترګې هم نه وې پټې کړي .
زه په سوچونو ، سوچونو کې وم چې خوب راباندې غلبه کړېوه او ويده شوى وم .
خوب مې ليده چې د حجرې په لويه دروازه غلي وړانګه رادننه شي، زه په حجره کې مخ په قبله ناست وم وړانګه غلې، غلې په قراره، قراره راروانه وي، زما سترګې په دواړو لاسونو پټې کړي زه لومړى وايم زاهد يې، وړانګه مې سترګې راباندې ټينګې کړي، د سترګو د ټينګولو نه يې مقصد دا وي چې ګني زاهد نه يم، زه بيا ووايم چې سيمه يې، هغه بيا سترګې راباندې ټينګې کړي ،دا ځل ما لاسونه پورته کړل د وړانګې لاسونه مې په لاس کې ونيول په قراره مې وويل چې وړانګه يې .
د وړانګې د نوم په اورېدو سره، وړانګه زما سترګې خوشي کړي، راته ووايي چې زما نه په تا هغوي ډېر ګران دي اول دې وويل چې زاهد يې بيا دې وويل چې سيما يې او بيا څو نور نومونه واخيستل زما نوم دې ترټولو وروسته واخيستو وړانګه مراوره روانه شي زه ورباندې غږ وکړم وړانګې اى وړانګې ! زما خبره خو واوره  اى ، اى !! په همدې سره زه غواړم چې پاڅم خو چې کله مې د پاڅيدلو کوشش وکړ چې پاڅېږم سترګې مې وغړولې اى خوا ديخوا مې وکتل پوه شوم چې د زاهد دوي په حجره کې يم ،بيا په خپل ځاى څملاستم هر څومره سترګې مې چې پټې کړې چې ويده شم يو ځل بيا وړانګه ووينم خو خوب وتښتيده .
زه پاڅيدم د حجرې په برنډه کې يوه پيپه همداشان په خوا کې ورسره يو بدنۍ(لوټه) ايښودل شوې وه اودس مې وکړ بيرته حجرې ته را دننه شوم، زاهد پاڅيدلى وو سترګو کې يې سوک واهه راته يې وويل چې څنګه خوب دې وکړ ؟ ما وويل چې ډېر ښکلى خوب مې وکړ، کله مو چې اودسونه او لمانځونه وکړل، زاهد وويل چې څنګه کور ته به دې زړه نه کېږي؟ ما ورته وويل چې زه هيڅکله کور ته نه ځم زه ټوله رخصتي همدلته تېروم .
زاهد هک حيران شو، ويې پوښتل چې خبره څه ده ولې کور ته نه ځې؟ ما د الف نه تر ياء پورې ټوله خبره ورته بيان کړه . زاهد لږ خفه هم شو، راته يې وويل خه ځکه دې د څو ورځې د پيشمني غوندې مخ نيولى لکه يو څوک چې په زوره پيشمني ته راپاڅوې .
دې خبرې سره ما لږ وخندل زاهد وويل: خانده مه ،تا دومره لويه خبره له مانه پټه کړېده ،زه کوم پردی نه يم ما به دې وروره نه هم ځان ته نږدې ګڼې ما ورته وويل زاهده تېر هېر باقي خير زاهد وويل څنګه تېر هېر باقي خير،تا ما ته دومره څه په دومره وخت کې ونه ويل چې زه له کوره په پټه راغلى يم پيسې راسره ختمې دي ما او زاهد په خپلو کې ډېرې خبرې وکړې زاهد وويل چې زه به سبا ورځ لاړ شم مور به دې راولم د مور سره به د نږدې نه ووينې .

اساسي برخه: ناولونه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1780

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1731

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1989

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2555

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6775

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…