د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

زما مينه شهيده شوه ناول / دوهم څـپرکی

ورځې تېرېدې سبقونه ښه مخ پروړاندې روان وو خو له بلې خوا له ماسره پيسې په ختمېدو وې کوم پيسې چې ما له ځان سره راوړې وې زه چې پيښاور ته سبقونو ته راغلى وم له کوره پټ راغلى وم ځکه چې زما د پلار دوه ودونه وو د مشرې مور مې درې زامن وو او د خپلې مور مې پنځه زامن وو چې په دې ټولو کې زه کوچنی وم .
يو ورور مې په کوچني والي کې مړ شوى وو اوس څلور وروڼه پاتې وو واک او قدرت ټول دې ميرانه وروڼو وو هغوي نه غوښتل چې زه تعليم وکړم يا دې زما وروڼه تعليم وکړي زه په پټه پيښاور ته راغلم دلته مې په سبق ويلو پيل وکړ. سږ کال مې اخري کال دى چې له دولسم ټولګي فارغ شم کور ته مې تيليفون نه شو کولى چې وروڼو ته مې ويلي وى چې پيسې راولېږئ .
ځکه زه خو دلته په پټه راغلى وم که تيليفون مې کړى هم واى کومه ګټه يې نه کوله دوي نه غوښتل چې زه په افغانستان کې سبق ووايم دا خو لا پيښاور دى ، پيښور ته به يې څنګه پيسې راليږلي واى . يوه ورځ چې زاهد د باندې تللى وو کله چې راغلو زما مړاوي څېره يې وليده راته يې وويل چې حميده ! نن دې حالات ډېر بل ډول دي ولې څه خبره ده ناروغ خو به نه يې ما ورته وويل چې زاهده هيڅ خبره نشته هسې مې لږ سر خوږيږي زاهد وويل د سر د درد خبره نه ده دا دوه ورځې دې په ټولګي کې هم په درسونو کې پوره خوند نشته  په خوا به چې استاذ له خولې سوال نه وو ايستلى تابه ځواب ورکړى وو د څو ورځې خو د يو سوال ځواب هم په سم ډول سره نشې ورکولى.
کومه ستونزه حتماً شته زاهد چې هر څومره ټينګ شو خو ما ورته خپله د زړه خبره ونه کړه چې خبره څه ده يواځې مې وويل چې زاهده هيڅ هم نشته وړاندې مې درته وويل چې دا څو ورځې کېږي چې سردردي راته پيدا شوې . زاهد هم نور ټينګ نه شو شپې او ورځې تېرېدې زما حالت د يوې ورځې څخه بلې ورځې ته خرابېدل له يوې خوا مې د وړانګې يادونو زړګی تخناوو له بلې خوا مې د پيسو د ختمېدو زړه راپړسولى وو په لومړي ځل مې زړه ښه کړ چې کور ته تيليفون وکړم زما څخه درې کاله مشر ورور ته مې ټيليفون وکړ له دوهم زنګ له تېرېدو څخه وروسته مې ورور ټيليفون پورته کړ .
الو! الو ! سلام عليکم !
ما ورته سلام ځواب ورکړ ما لا د سلام ځواب سر ته نه وو رسولى چې ورور مې خبرې راپرې کړې چې حميد يې؟
ما ورته وويل هو حميد يم . ورور مې وويل چې ولې داسې غلى غلى غږېږې څنګه خيريت خو دى
ما ورته ټوله کيسه وکړه چې سږ کال له دولسم ټولګي نه فارغېږم پيسې راسره ختمې شوي دي غواړم چې پوهنتون ته ازموينه ورکړم.
کله مې چې ورور د پوهنتون نوم واورېد ډير خوشاله شو خو يوه خبره يې وکړه هغه دا چې ما ته يې وويل حميده شکر دى چې ځان دې يو ځاى ته رسولى دى دلته د مشران وروڼه له مور سترګې راباسي وايي چې يو زوی خو دې په لوپرۍ پسې تللى دا څو کاله کېږي چې ستا پوښتنه يې هم نه ده کړى داسې زوی څه معنى لري .
مور د يواځې په سرو سترګو ژاړي او بس نور هيڅ نه وايي ددې خبرې په اورېدو سره مې سر هسې هم درد کاوه نور هم په کې پيدا شو په ژړا مې پيل وکړ ورته ومې ويل چې وروره ! زه چې کله پيښور ته راغلم له همغه ورځ مې د ښوونځي غم وکړ او ځان مې په ښوونځي کې شامل کړ چې داسې پېغورونه مې مور ته ورکول کېږي نو زه سر له نن څخه دا دى درغلم .
ورور مې وويل    نه ته مه راځه خپلې زده کړې سرته ورسوه زه به پيسې دکوم چا نه پيدا کړم که پيدا نه شوې د ځان لپاره همغلته يو کار پيدا کړه او خپلې زده کړې سرته ورسوه، موبايل کې مې درې سوه کلدارې هغه هم په ختمېدو وې نو خداى په اماني مو سره وکړه . کله مې چې له ورور سره اړيکه پريکړه، په کوټه کې په بستره اوږد وغزيدم . د مور پخوانۍ خبرې مې په ذهن کې تاويدې راتاويدې کله چې زه په افغانستان کې وم راته ويل به يې چې زويه که څوک پيسې در کوي يا يې نه درکوي، که څوک سبق در باندې وايي يا يې نه درباندې وايي،  زه يې در باندې وايم  خپل د پوزې ټيک او د ټنډې روپۍ به هم درته خرڅې کړم  ستا د ښوونځي فيس به پرې کړم .
خو ګوره خپل همت له لاسه مه ورکوه ، له يوې خوا مې د ورور خبرو په زړه دومره غم واچاوه چې ويل يې چې ستا ميرانه وروڼه دې مور ته هر وخت پېغورونه ورکوي چې يو زوی دې په لوپرۍ پسې تللى، له بلې خوا مې په ذهن يو نوى چنجی اخته وو چې زما     مغزه او زړه يې دواړه خوړل د وړانګې يادونه کوم . د وړانګې يادونو چنجي  مې داسې  په مغزو او زړه حملې کولې لکه يو څوک چې داسې ناروغي ووهي چې نه ترې روغيږي او نه ترې مړ کيږي .
له ځان سره مې دا فکر او سوچ وکړ چې د وړانګې به هم له ماسره مينه پيدا شوې وي او کنه که يواځې ما په لومړي غږ پر هغې زړه بايللى،  که هغې زما سره مينه واي نو دومره ورځو کې به يې يو ځل خامخا ټيليفون کړى واى زه لا په همدې سوچونو کې وم چې زاهد راغی راته يې وويل چې فکري صاحب ! بيا کومې خوا تللى يې د خيال مرغه دې بيا کوم ځاى وزرې رپوي، ورته مې وويل چې زاهده يوې خوا هم نه دى تللى همدلته دى .
زاهد وويل: ښه چې همدلته دى ته دې يو ځل ساعت ته اوګوره چې څو بجې دي کله مې چې ساعت ته وکتل د ښوونځي رسمي ساعت څخه يو څو دقيقې تيرې هم وې ورته مې وويل چې که زه فکري وم ته په څه وې ؟ په خپل وخت به دې ويلي واى چې ښوونځى ته ځو ، زاهد وويل چې  واه ، واه ، څومره ښه مخکې به چې زه لمانځه ته پورته کيدم تا به خپله بستره ټوله وه زما کتابونه او هم دا شان خپل کتابونه به دې د تقسيم اوقات مطابق برابر کړي وو ، او نن وايې چې ته په څه وې .
زاهد رانږدې شو راته يې وويل چې ګوره حميده ! دا څو کاله کېږي چې زه او ته په يوه کمره کې ژوند کوو ، ښوونځي ته په يو ځاى سره ځو او راځو په يو ټولګي کې درس وايو له ما نه کومه خبره مه پټوه څه خو خامخا شته دا څو ورځې چې دې ګورم بېخي زيات بدل شوى يې نه له ماسره په ورين تندي خبرې کوې نه دې ښوونځي کتابونه په همغه ډول په مينه مينه ګورې .
ما لنډ ځواب ورکړ ورته مې وويل چې اوس ددې خبرو وخت نه دى د ښوونځي ناوخته دى راځه چې ځو ښوونځى ته کله چې ښوونځي ته ورسېدو د روان شناسۍ استاذ په ټولګي کې ولاړ وو دواړو د ننوتو اجازه اوغوښته ټولګي ته چې د ننه شوو زاهد کښيناست زه لا په خپل ځاى ناست نه وم چې استاذ وويل حميده د روان شناسۍ تعريف که راته وکړې . تېره ورځ مې درته د روان شناسۍ تعريف کړى وو . ډيرو شاګردانو راته وکړ خو ډېر مات ګوډ وو .
شاباس ته د روان شناسۍ تعريف وکړه ما چې په ذهن هر څومره زور راوړ يو تعريف مې په کې پيدا کړ خو استاذ راته څلور تعريفونه کړي وو. ما په لنډو وويل چې روان شناسي هغه علم دى چې د ژونديو موجوداتو کردار ، راوش او سلوک  تر څيړنې لاندې نيسي استاذ وويل شاباس  يواځې تا وکړاى شول چې تعريف په سم ډول سره راته وکړې ته کښېنه شاباس .
بيا يې زاهد ته وويل چې ته پورته شه  ته راته ووايه چې کردار ، راوش او سلوک څه ته وايي؟ زاهد کله لاس سرته پورته کړي سروګروي بيا لاس ښکته کړي کله يوې خوا شي کله بلې خوا زاهد ځواب پيدا نه کړ، زاهد ته يې وويل ته کښينه  استاذ دې کردار ، راوش اوسلوک په اړه ډېرې خبرې وکړې، زما سترګې استاذ کې وې ناست روحاً دلته وم خو روح مې د وړانګې په کور منګولې خخې کړې وې زمونږ د روان شناسۍ او پښتو معلمان به دې انسان پر زړه ډېر ښه پوهېدل چې څه ډول ستونزه به وه نو د هغې د ستونزې په لور به لاړ .
دهغې په اړه به يې خبرې وکړې نو زه لا د وړانګې په فکرونو کې وم چې راباندې غږ  يې کړ حميده ! څنګه په کردار ، راوش او سلوک باندې خو پوه شوې ؟
خو د استاذ خبرو باندې زه پوه نه شوم، زاهد په څنګلې سره اوخوزولم چې استاذ تاته وايي   لکه يو څوک چې اوس له خوبه رابيدار شي سر مې پورته کړ غږ مې کړ چې استاذه ماته وايې، استاذ اوويل چې هو تاته وايم، ما ورته وويل استاذه څه ډول پوښتنه د اوکړه استاذ وويل چې د يوسف او زليخا کتاب ختم شوخو پرې پوه نه شوې .
ددې خبرې سره ټولو شاګردانو وخندل استاذ لاس پورته کړ شاګردان غلي شول استاذ د روان شناسۍ نوټ کېښود او په خبرو يې شروع وکړه،  زه ډېر هک پک شوم لکه استاذ چې زما په زړه خبر وي او يا چا څه ورته ويلي وي چې حميد په دې ډول کش مکش اخته شوى دى ،استاذ وويل چې څنګه مينان شوي خو به نه يي ؟
ټولو شاګردانو وويل چې نه  استاذه له مونږه مين توب څه غواړي ، استاذ خبرې ټولو شاګردانو ته کولې خو په خبرو ، خبرو کې به يې ماته ډېر کتل،استاذ وويل چې ګورۍ تاسې خو شکر دى سږ کال فارغېږى بيا که خداى کول کوم پوهنځى لولى تاسو بايد ديوې کوچنۍ پېښې په مقابل کې ځانونه تسليم نه کړى، تاسو بايد مقاومت وکړئ ، ترڅو بريالي شى استاذ په خبرو خبرو کې يو مثال راوړ، که يو څوک په يو چا باندې په يو نظر مين شي نو سمدستي هغه ته خپل  واک او قدرت ور نکړي هڅه دې وکړي څو مقابل لورى هم معلوم كړې چې هغه هم ستا په شان دى او که يواځې تا پر هغې زړه بايللى دى شکر دى تاسو ځوانان يى، په همدې سره د ښوونځي زنګ وترنګيده او رخصتي شوه .
 
اساسي برخه: ناولونه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1150

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1162

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1290

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1783

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5985

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…