د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

زما مينه شهيده شوه ناول / اول څپرکی

بسم الله الرحمن الرحيم

زه اوزاهد د دعوت عالي ليسې په انګړ کې ولاړ ؤ چې عبدالله راغى دعبدالله سره مو ستړې مشې او روغبړ وکړ.
عبدالله وويل: چې ستاسې کډې دلته دي او که په افغانستان کې.
ماوويل چې په افغانستان کې،عبدالله وويل چې زه به مو مخکې خبر کړى وم چې روغ مراسم مې درته نيولي واى ما وويل هيڅ خبره نه ده.
عبدالله ډېر ښه هلک و، مونږ چې ديوولسم ټولګي نه دولسم ټولګي ته بريالي شوو عبدالله د دولسم ټولګي نه فارغ شو.
کله چې دفارغينو او کاميابو شاګردانو لپاره مراسم ونيول شول د دولسم ټولګي د فارغينو وار چې تېر شو ديوولسم د فارغينو وار راورسيد،له نورو ټولو شاګردانو سره خپل خپلوان راغلي وو.
دهغوى په غاړو کې يې اميلونه واچول يواځې زما او د زاهد سره څوک نه وو راغلي، ځکه زمونږ کډې په افغانستان کې وې.
کله چې زما او د زاهد وار راورسيد زما په غاړه کې يواځې خپلو څلورو ټولګيوالو (همصنفيانو) اميلونه واچول، کله چې عبدالله وليدم خپل ټول اميلونه چې څو شېبې وړاندې د عبدالله په غاړه کې اچول شوي وو په ځوانانو ووېشل ،زما او د زاهد په غاړو کې يې واچول.
عبدالله مو د هغې ورځې راوروسته ملګرى هم شو .
زه عبدالله لا په خبرو بوخت وو چې زاهد وويل : حميده! راځه چې لاړ شو کمرې (کوټې) ته ناوخته کيږي.
دعبدالله نه مو رخصت راواخيست د کمرې په لور روان شو مونږ لا په لاره کې وو چې د زاهد دکور نه زاهد ته زنګ راغى زاهد چې موبايل له جيبه راويست اوویې ويل چې خور مې ده وړانګه.
وړانګه زما سره يوځاى رالويه شوې وه ډېره ښايسته جلۍ وه .
زاهد د اوکې تڼۍ کيکاګله ، الو! الو!
زاهد يو څو قدمه له ما لرې شو د وړانګې سره يې پنځه شپږ دقیقې خبرې وکړې کله يې چې ټيلفون بند کړ ما ورته وويل چې څنګه خير خو و څه يې ويل زاهد وويل خير خيريت ده هيڅ نشته هسې ويل يې چې ياد شوى مې وې ځکه مې ټيلفون درته وکړ په خبرو خبرو کمرې ته سره ورسيدو زه اوږد په بستره کې پرېوتم زاهد هم بسترې ته ډډه ولګوله او ويل یې چې عبدالله ته د خداى خير ورکړي که عبدالله نه واى زمونږ په غاړه کې به چا اميلونه اچولى ما يې هم خبره تائيد کړه چې ريښتيا هم عبدالله زمونږ سره ډېر ښه وکړل.
ورځې تېرېدې شپه به راغله ورځ به يې اوخوړه  او ورځ به راغله شپه به يې اوخوړه يوه ورځ په ښوونځي کې سوالونه کيدل ډير سوالونه وشول چا به ذهني سوالونه کول او چا به تاريخي د ډيرو سوالونو ځوابونه پيدا شول خو يو سوال بې ځوابه پاتې شو هغه دا چې استاذ وويل: هغه څه شى دي چې په بازار کې ډير دي خو نه يې وينو چې ويې وينو نو نه يې اخلو چې وايې خلو نه يې اغوندو چې وايې غوندو نه يې وباسو, ټول شاګردان غلي شول يو هم ځواب پيدا نه کړ.
کله چې ښوونځى رخصت شو د خپلې کمرې په لوري روان وو چې د بازار په يوه کوڅه کې ډېر خلک راټول وو خو څه ښکارېدل نه چې په څه باندې راټول دي زما سره په خوا کې دوه کسان ولاړ وو ما ويل راځه د دوي نه به پوښتنه وکړو چې دا خلک د څه لپاره راټول شوي مخکې له دې چې زه پوښتنه وکړم هغوي په خبرو پيل وکړ ، ملګري ته يې وويل چې راځه هسې هم مهاجر دي د دوي مرګ داسې دى لکه څوک چې په ميږي پښه کېږدي . هيڅوک يې په غم کې نه دي د ميږيانو په شان ډېر دي . د دوي خبرو ما او زاهد ته سخت زور راکړ شپې او ورځې تېرېدې تعليمي کال مخکې په وړاندې روان و يوه ورځ په داسې حال کې چې زاهد د ډوډۍ راوړلو لپاره بازار ته کوز شو او موبايل همدلته په کمره کې ورنه پاتې و . چې موبايل ته زنګ راغی زنګ ډېر په اوږدو شو کله مې چې موبايل ته وکتل د موبايل په سکرين يو ښځينه نوم ليکل شوى. وړانـګه په زړه کې مې وويل چې ځواب ورکړه کيداى شي  چې کومه ضروري خبره به وي بيا مې له ځانه سره وويل چې که ځواب ورکړم زاهد به خپل موبايل وګوري وايي به چې زما د خور نمبر ته دې ولې ځواب ويلى . زه لا په دې سوچونو کې وم چې اړيکه پرې شوه له ځانه سره مې وويل چې که دا ځل بيا تيليفون وکړي حتماً به ځواب ورکوم که کومه ضروري خبره نه وه نو هغې ته به ووايم چې زاهد ته ونه وايې چې ستا موبايل ته کوم بل چا ځواب ورکړ.
د وړانګې نمبر به د راغلو ټيليفونو له ځايه ړنګ کړم بيا هسې هم معلومات نه ورته کېږي څلور پنځه دقيقې وروسته موبايل ته بيا زنګ راغی,
په رپېدلو لاسونو مې موبايل اوچت کړ د اوکې تڼۍ مې کيکاګله
زړه مې ډير درزيده موبايل مې غوږ ته نږدې کړ.
د هغې خوا يو پوست او نرم غږ راغی
الو ! الو ! الو وروره! موبايل ولې نه پورته کوې .
څنګه مريض خو به نه وې زه غلى وم څه مې نه شو ورته ويلى هغې بيا غږ کړ
الو ! الو ! وروره زاهده وروره روغ خو يې خبرې ولې نه کوې
دا ځلې مې زړه سره کلک غوندې کړ په بند بنده ژبه مې ځواب ورکړ
. آ، آ ، الو ، الو وړانګې هغه..... زاهد ,,,,زاهد د باندې تللى ډوډۍ پسې لږ وروسته راځي .
وړانګې ته غصه ورغله وړاندې به دې ويلي واى زما زړه خو پښو ته پرېوت راته يې وويل چې ته څوک يې چې بې اجازې پرديو موبايلونو ته ځواب ورکوې
خداى شته لږ سره وارخطا غوندې شوم ورته مې وويل چې وړانګې دا زما غلطي وه چې موبايل ته مې بې اجازې ځواب ورکړ . خو ، خوزه .زه حميديم
د حميد د نوم په اورېدو سره هغې اړيکه پرېکړه زه ډېر ورخطا شوم ويل مې که اوس زاهد راشي موبايل اوګوري زه به څنګه ځواب ورکوم لا په هم دې فکرونو کې وم چې بيا زنګ راغی له ډيرې ورخطا ورځې مې موبايل دوه ځلې اوکې کړ
زه الو ! الو! غږونه کوم ځواب نه راځي .
زر مې موبايل ته وکتل موبايل دوه ځلې اوکې شوى و ، کومه اړيکه چې دوه ځلې اوکې شي نه له هغې خوا ځواب راځي نه له دې خوا زر مې بيا اوکې اووهله د هغې خوا ډېر خوږ نرم او  پوست غږ راغی . الو، الو  حميده! خبرې خو کوه ولې غلى يې ؟
ما ورته په بنده بنده ژبه وويل:
هسې ، هسې  وړانګې زه ، زه غلى نه وم موبايل په خطايۍ کې رانههههه
هغې مې خبره راپرېکړه چې ته نه يې غلى نو څوک غلي دي خبرې مو ډېرې سره وکړې په پاى کې يې د خپلې غصې بخښنه وغوښته کله يې چې اړيکه پرې کوله ورته ومې ويل کله چې اړيکه پرې کړې يو دوه مس کاله په بيړه وکړه . هسې نه چې زاهد په غصه شي وايي به چې زما د خور موبايل ته دې په خپله مخه ځواب ولې ورکړى .
وړانګې وويل دا خو کوم ګران کار نه دى د خداى په امان
اړيکه يې پرېکړه
ما موبايل په خپل ځاى کېښود زه لا ناست نه وم چې زنګ راغی خو اړيکه پرې شوه د دوو مس کالو په ځاى هغې څلور مس کاله وکړل .
زما هم زړه ارام شو په خپل ځاى کښېناستم په ذهن کې مې د وړانګې خبرې تاوېدې راتاوېدې ته څوک يې؟ چې پرديو موبايلونو ته ځواب وايې .
د وړانګې دا خبره په ما ډيره ښه ولږېده د زړه لپاره مې يو نوى درد پيدا شو زړه مې غوښتل چې د زاهد موبايل بيا راواخلم د وړانګې نمبر ترې وليکم خو نه کېده ځکه چې وړانګې څلور مس کاله کړي وو ، که ما نمبر ترې ليکلى د وړانګې مس کالونه د موبايل د سکرين (پردې )نه ختمېدل خداى خبر چې زه به په کومو فکرونو او سوچونو کې تللى وم چې زاهد راغى.
راغږ يې کړ حميده ! وه حميده !
بچو د خيال مرغه دې بيا په کوم ځاى کې وزرې رپوي په کوم خوا تللى يې ؟ څنګه کور ته خو به دې زړه نه کيږي. ورته ومې ويل چې هيڅ نشته هسې د درسونو په اړه مې فکر کاوه زاهد وويل: سمه ده دومره فکرونه چې کوې  ډېر ژر به ليونی شې دا خبره يې وکړه ، او دخپلو کتابونو په لور لاړ موبايل يې راوخيست کله چې يې وليدل په موبايل کې د وړانګې څلور مس کاله پراته دي زر يې سر راپورته کړ ویې ويل ظالمه دومره ځواب خو سړی ورکړي چې زاهد د باندې تللى دى اوس راځي.
د هغې غريبې خو به زړه چاودلى وي ما ورته وويل چې زاهده پخپله مخه مې څنګه هغې ته ځواب ورکړى واى زاهد غلى شو زر ، زر يې د وړانګې نمبر اوکې کړ چې خبرې ورسره وکړي خو دشبکې لخوا ورته ځواب ورکړ شو چې تاسې په خپل موبايل کې کافي اندازه کريډيټ نه لرى . زر يې ما ته راغږ کړ چې حميده ! په موبايل کې پيسې لرې کنه؟
ما هم بې له ځنډه ځواب ورکړ چې ولې نه شته په کې زاهد د وړانګې نمبر زما په موبايل کې ډايل کړ ما هم د خداى څخه همدا غوښتل زاهد تيليفون غوږ ته  نږدې کړ خو موبايل ته څوک ځواب نه وايي دوه درې ځلې يې زنګ ورته وکړ خو بې لاخره موبايل اوکې شو. زاهد غږ کړ سلام وړانګې خور !
څنګه لکه چې خپل بدل د راڅخه اخيسته که ولې د موبايل ته ځواب نه راکاوه وړانګې ځواب ورکړ چې وروره خداى دې نه کړي چې زه له تانه بدل واخلم نمبر د بدل و ځکه مې ځواب نه ورکاوه زاهد وويل سمه ده وړانګې ، وړانګې بيا وويل چې څنګه نمبر د بدل کړى که ولى دې د خپل نمبر نه تيليفون ونه کړ .
زاهد وويل: چې نه نمبر مې نه دى بدل کړى د حميد نمبر نه مې تيليفون کړى زما په موبايل کې پيسې نه وې وړانګې خبره ترې ونيوه ، چې ځه ستړي مشي به  اوس درکړم له ما نه خو دې ستړي مشي او سلام بيخي هېر کړ . وروره ستړى مه شې ،ښه خو يې ولې دې موبايل ته ځواب نه راکاوه زاهد وخندل ورته يې وويل چې لويه شې د باندې په ډوډۍ پسې تللى وم شکر دى اوس روغ او جوړ يم  کور کې خو خيريت دى؟ مور مې ، بابا مې  نور ټول ښه دي  وړانګې وويل شکر ټول ښه دي.
زاهد وويل چې سمه ده ټولو ته مې سلامونه وايه د خداى په امان د هغې خوا هم ځواب راغى د خداى په امان زاهد بې له دې چې د خپلې خور وړانګې نمبر په مبايل کې ړنګ کړي ماته يې راکړ ما زر زر د وړانګې نمبر په پيغامونو کې وليکه او ثبت مې کړ ما ويل هسې نه چې سبا ورځ بيا د زاهد په موبايل کې پيسې نه وي له ما نه موبايل واخلي د وړانګې نمبر چې په کې ډايل کړي سمدستي معلومات ورته کېږي .
نو د احتياط لپاره  مې د وړانګې نمبر په پيغامونوکې سيو (ثبت) کړ زه په موبايل کې اخته وم چې زاهد وويل حميده راځه چې ډوډۍ سړېږي مخکې مې راوړې ما وويل چې سمه ده کله مو چې ډوډۍ اوخوړه زاهد وويل چې د استاذ هغې ذهني سوال ته لکه چې تراوسه چا ځواب نه دى ويلى ما وويل چې تر اوسه خو يې ځواب نه دى ويل شوى هغه بله ورځ چې په بازار کې يو افغان غريب چا وژلى وو نو سمدستي ما د سوال ځواب پيدا کړ .
زاهد وويل چې څنګه د پيدا کړ افغان چې مړ وو ، نو مړ وو  هغه دې خداى اوبخښي د هغې څخه د د سوال ځواب څنګه پيدا کړ ورته ومې ويل چې ته په خپله فکر وکړه چې له دې نه بل څه کېداى شي د استاذ سوال په دې ډول وو چې هغه څه شى دي چې په بازار کې ډېر دي خو نه يې وينو چې ويې وينو نه يې اخلو چې وايې خلو نه يې اغوندو چې وايې غوندو نه يې اوباسو.
د استاذ سوال په دې ډول وو کنه ؟
زاهد وويل چې بلې سوال په همدې ډول وو ما وويل چې دا کفن دى زاهد غلى شو او ويې ويل چې  بالکل  هم کفن دى زاهد بيا وويل چې ولې د استاذ ته ځواب نه ښوده. ما ورته وويل چې هغه ورځ وه تېره شوه ځکه په هغه ورځ د درې استاذ نه وو مونږ او تاسو يواځې په خپلو کې زهني سوالونه شروع کړل نو ځکه مې استاذ ته ځواب نه دى ويلى زاهد وويل چې سمه ده بابا.
د زاهد دې خبرې سره دواړو وخندل .

اساسي برخه: ناولونه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1150

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1162

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1290

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1783

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5985

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…